No-IMG

ډېری مراکشیان د اندلسي شړل شویو مسلمانانو اولاده دي

اکرام واحدي

 

له سردرو دقرطبې مسلمه!

 بیا تر کاشغر او فرغانې مسلمه!

 ځوږ دتکبیر او دآذان دې څه شو؟

 ها پرونی زرین دوران دې څه شو؟

المغرب/مراکش یا Morracoo په شمالي افریقا کې یو هېواد دی چې ټول نفوس یې تقریباً ۳۷ میلیونه دی. رسمي ژبې یې عربي او امازیغي دي.

ډېری مراکشیان د اندلسي شړل شویو مسلمانانو اولاده دي.

د لومړي ځل لپاره مسلمانان په ۷۱۱ میلادي کې هسپانیې (اندلس) ته ننوتل او دا هېواد یې د بې عدالتیو، او کلیسایي ظلمونو څخه آزاد کړ او په داسې یو هېواد  بدل شو چې عیسويان، یهوديان او مسلمانان پکې یو ځای څنګ په څنګ اوسېدل.

دا اسلامي اندلس وو چې د زغم او فکري تنوع په یو مرکز بدل وو. او دا اندلس وو چې اروپایان یې له فلسفې، تمدن، ساینس، ریاضیاتو، او نورو علومو او فنونو سره اشنا کړل

درې پېړۍ وروسته د قرطبې خلافت بیا د یوې متمدنې ټولنې هغه حالت را منځته کړ چې فرانسه او لندن په ډېرو سختیو سره په ۷۰۰ کلونو کې هغه ځای ته ورسېدل.

 اندلس کې مسلمانانو ۷۸۱ کاله حکومت کړی او په دې جریان کې د ټولې اروپا د تمدن پلازمېنه بلل کېده.

کله چې د مسلمانانو د غفلت او زوال وخت را ورسېده نو هسپانوي کاتولیکانو د اندلس میلیونونه مسلمانان وشړل، ځیني یې ووژل، او ځینې یې په زوره عیسایان کړل. میلیونونه اندلسیانو په شمالي افریقا کې پناه واخیسته (چېرته چې نن مراکش اباد دی)، د اسلامي تاریخ لمنځه وړلو لپاره یې میلیونونه کتابونه وسوځول او تر ننه بیا کوم اندلسي ته د ورتګ اجازه ورنکړل شوه چې خپل هېواد ته ستون شي

نن چې مسلمانانو او عربانو  د مراکش په ګټللو او د هسپانیې په بایللو له حده ډېره خوښي او لمانځنه وکړه علت یې یواځې فوټبال نه وو بلکه دلته د اسلامي اندلس یو یاد تازه شو او له ټولو خوندوره شېبه پکې لا دا وه چې چې مراکشیانو لمانځنه خپل رب ته په سجدې کولو ترسره کړه.

ډېر کم مسلمانان نن اندلس یا د قرطبې خلافت پیژني او دا ځکه چې مونږ د خپل ماضي څخه ډېر لېرې شوي یو، نه تاریخ لولو او نه د کوم بایللي مجد او عظمت تر لاسه کولو لپاره څه پلان او برنامه...

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک