No-IMG

نه سيکولر صاحب؛ دا د اسلام نيمګړتيا نه ، بلکه دا يي ځانګړتيا ده

دوکتور عمر عماد

 

مونږ او تاسی هميشه د سيکولرانو څخه اورو چه په اسلام د نيوکي او د سيکولريزم د توجيه کولو په پار وايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم پداسي حالت کي وفات شو چه د حکومت د مشر د ټاکنو د څرنګوالي په هکله يي هيڅ سپارښتنه نه ده کړي ، نو ددي معنی دا ده چه په اسلام کي د سياسي نظام او حکومت ولئ په نوم څه نشته.

دوي ته وايو چه :

هو ، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفات شو او نه يي د اسلامي دولت د مشر او نه د مشر د ټاکلو په هکله  مشخصي سپارښتني کړي دي،

خو دا ځکه چه که رسول الله صلی الله عليه وسلم داسي سپارښتني کړي واي، نو هغه به ددين برخه، او نه عملي کول يي ګناه وه، خو څرنګه چه رسول الله صلی الله عليه وسلم نه د کوم خاص قوم او ټولني لپاره را استول شوي دي ، او نه د کوم خاص وخت لپاره ، بلکه هغه دابد لپاره، او د ټول انسانيت لپاره د الله تعالی استازي دي. او معلومه خبره ده چه د انسانانو ډيري ګټي او مصالح د وخت او ځاي په توپير  سره توپير مومي

نو که اسلام خپل لارویان د امام او خليفه د انتخاب  په کوم ټاکلي څرنګوالي مکلف کړي واي ، نو بي شکه چه پدي کار سره به  هغوي په تلپاتي تنګئ او مشقت کي ښکيل وه، نو ځکه يي دا کار خلکو ته پريښي تر څو په خپله خوښه دامام مناسب او ګټور څرنګوالي غوره کړي.

البته اسلام يو لړ عام او مهم قواعد وضع کړي چه د مشر انتخاب به دهغي په چوکاټ کي کيږي، لکه:

شوری ، عدل ، ددندي وړتيا او اهليت...الخ.

نور واک امت ته ورکړل شوي چه ددغي قواعدو په چوکاټ کي مناسب مشر غوره کړي.

او لاجرم چه دا داسلام د عظمت او صلاحيت ښکارندوي، او د اسلام د سياسي نظام ځانګړتيا ده نه نيمګړتيا.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک