مهم ترین های امروز چهارشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒️: د حاا د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه: پرون سهشنبه د قوس ۱۵مه؛ ۱۴۰۱ھش د اإإ د پوهنې وزارت د نصاب او ښوونکو د مسلکي پراختیا عمومي رياست لوی رئیس مولوي عبد الحکيم همت اخونزاده د يو پلاوي پر ملتيا د حاا مرکزي دفتر ته تشريف راوړی وو او پر إيمان مسجد د شوي تروريستي او ديندښمنانه بريد په اړه يې د حا محترم أمير ښاغلي انجينير حکمتيار ته د خپلې خواخوږۍ، تسلیت او ملاتړ مراتب وړاندې کړل.
نوموړي همداراز په ياده پېښه کې شهیدانو ته د فردوس جنت، کورنيو ته يې د جميل صبر او ټپيانو ته يې د عاجلې روغتيا هيله څرګنده کړه.
✒️: د حاا د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه: پرون سهشنبه د قوس ۱۵مه؛ ۱۴۰۱ھش د حاا د أمير د ساتونکو د پخواني قوماندان شهيد زرولي زاهديار او شهيد حزب الله خروټي فاتحه، نن سهشنبه د إيمان مسجد په تالار کې د حاا د قدرمن مشر، إجرائيه شوریٰ غړو او د شهيدانو کورنيو او أقاربو له خوا واخيستل شوه.
د نوموړو شهيدانو د فاتحې په مراسمو کې د ګڼشمېر جهادي، قومي او سياسي شخصيتونو سربېره د بېلابېلو دولتي ادارو مسئولينو، علماءکرامو، ځوانانو او ډېری شمېر عامو هېوادوالو هم په پراخ ډول ګډون کړی وو.
د يادونې وړ ده؛ چې نوموړي شهيدان د تېرې جُمعې په ورځ پر إيمان مسجد د شوي تروریستي برید په نتیجه کې د شهادت لوړ مقام ته رسېدلي وو او جنازې يې پخوا په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته سپارل شوې وې.
(رحمهما الله تعالیٰ رحمة واسعة واسکنهما فسيح جناته)
✒️: د کورنیو چاور وزارت وایي، په تېرو دوو میاشتو کې د ټول هېواد په کچه څه باندې ۲ زره جنایي پېښې شوې چې په تړاو یې شاوخوا ۲ زره کسان نیول شوي دي.
د یاد وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي، په تېرو دوو مياشتو کې پوليسو په ټول هېواد کې د نشه يي توکو ۳۸ کارخونې هم له منځه وړي دي.
✒️: د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد په دوبۍ کې له مېشتو افغانانو سره ولیدل او د هغوی ستونزې یې واورېدې.
مجاهد ډاډ ورکړ، چې د دوی ستونزې به د متحده عربي اماراتو له مسوولینو سره شریکې کړي او ډېر ژر به حل شي.
نوموړي همدا راز افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور وباله او ټینګار یې وکړ، چې ټول باید په دې حساسو شرایطو کې چې په هر ځای کې دي؛ د خپل کور په ودانولو کې فعاله او مسوولانه ونډه واخلي.
✒️: په فراه ولایت کې نن پر یوه کس د قتل په جرم د قصاص حکم جاري شو.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، قاتل د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ اوسېدونکی و چې د فراه ولایت د پشت کوه ولسوالۍ یو اوسېدونکی یې وژلی و.
په خبرپاڼه کې راغلي، ددې حکم د اجراء پر مهال د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراجالدین حقاني، د سترې محکمې قاضيالقضات مولوي عبدالحکیم حقاني او یو شمېر نورو چارواکو هم حضور درلود.
✒️: شش تن به شمول دو زن در پی فرو ریختن سقف یک خانه در ولسوالی مایمی ولایت بدخشان، جان باختند.
معزالدین احمدی، رییس اطلاعات و فرهنگ بدخشان، میگوید که این رویداد در روستای "زنیف" رخ داده و دو تن دیگر همچنان زخم برداشتهاند.
✒️: ارگ در صفحۀ تویترش نگاشته است که ملا عبدالسلام حنفی، معاون دوم رییسالوزرا در سفرش به ولایت بلخ از کانال قوش تیپه دیدن کردهاست. در صفحۀ تویتر ارگ آمده است که حنفی به خبرنگاران در ساحه گفت: «۳۴ در صد کار فاز اول که ۱۰۸ کیلومتر است، تکمیل شده است.»
✒️: راپورونه وايي چې ايراني پوله ساتو ځواکونو د افغان کډوالو پر يوه موټر ډزې کړې او ۱۷ تنو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده. رسنيو د ځايي سرچينو په حواله خبر ورکړی چې پېښه پرون د ايران په سيستان او بلوچستان ولايت کې شوې ده.
✒️: د کندهار په صنعتي پارک کې د ۵۵ میلیونه افغانیو په پانګونې د پنبې د پروسس یوه فابریکه پرانیستل شوه. د فابریکې مسوول حاجي یارمحمد وايي، چې د فابریکې پر جوړولو یې ۵۵ میلیونه افغانۍلګولي چې اوسهمال ۴۵ کسان ورسره کار کوي.
✒️: د المپیک نړیواله کمېټه:
که افغانستان کې ښځو ته د ورزشي فعالیتونو اجازه ور نکړل شي، دغه هېواد سره خپلې ټولې همکارۍ په ټپه دروو.
✒️: د تاجکستان د پارلمان رئیس رستم امامعلي:
د روسیې په مشرۍ د جمعي امنیت سازمان هېوادونه باید له افغانستانه د ترهګرۍ نویو ګواښونو ته په پام خپلمنځي همکارۍ زیاتې کړي.
✒️: په هند کې د سیمې هېوادونو امنیتي او اقتصادي غونډې ته په غبرګون کې د ا.ا حکومت ویلي، دوی له ګاونډیو هېوادونو سره مثبتو اړیکو ته ژمن دي. د ا.ا مرستیال ویاند ویلي، چې افغانستان کې ټیکاو رامنځ ته شوی او د افغانستان د سرحدونو او پولو د خوندیتوب له اړخه دې ګاونډي هېوادونه ډاډمن اوسې.
✒️: په نړيوالو بازارونو کې د نفتي توکو بيه څلور سلنه را پرېوتې ده. رويټرز خبري اژانس ويلي چې پر اوکراين د روسيې تر بريد او د انرژۍ د بحران له پيل وروسته په روان کال کې د لومړي ځل لپاره د هر بېرل تيلو بيه له ۸۰ ډالرو را ټيټه شوې ده.
✒️: د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي چې اوکراين يې د روسيې په خاوره کې د ننه بريدونو ته نه دی هڅولی.
✒️: د ملګرو ملتونو د بشري څانګې مشر مارټين ګريفټس د امنيت شورا غونډې ته ويلي چې په اوکراين کې پر عامه تاسيساتو د روسيې پر له پسې بريدونو د عامو خلکو ژوند له کړاو سره مخ کړی دی.
✒️: په جرمني کې ۲۵ تنه پر حکومت د کودتا په تور نيول شوي دي. رسنيو ويلي چې نيول شوي کسان ټول ښي اړخي او پخواني پوځيان دي چې د پارلمان پر ودانۍ د بريد او کودتا نيت يې درلود. په راپورونو کې راغلي چې د کودتا پلان د ديارلسم هېنريج په نوم يوه ۷۱ کلن شهزاده جوړ کړی و.
✒️: د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وايي چې د جاپان په مالي مرسته له هغو کډوالو سره مرسته کوي چې په خپله خوښه هېواد ته را ستنيږي. د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي چې د دې مرستو لپاره جاپان ۱۲.۵ ميليونه امريکايي ډالره په واک کې ورکړي دي.
✒️: عایشه وهاب، زن امریکایی افغانالاصل به حیث سناتور ایالت کالیفرنیا در امریکا انتخاب شد.
خانم وهاب در صفحۀ تویترش نگاشته است که افتخار دارد که به حیث یک دختر مهاجر از افغانستان ساکن شهر هیوارد کالیفرنیا، عضویت شورای این شهر را بدست آوردهاست.
✒️: د روغتیا نړۍوال سازمان وايي چې په افغانستان کې یې د روان زیږدیز کال له جنورۍ تر اکټوبر پورې کابو ۱۱ مېلیونه تنو ته د روغتیايي او مشوري خدمتونو زمینه برابره کړې ده.
نوموړی سازمان وايي چې دغه شمېر په دغه کال کې ۷۳ سلنه ټاکل شوی و د روغتیا نړۍوال سازمان همدارنګه وايي چې په ۲۰۲۳ زیږدیز کال کې ۱۷/۶ مېلیونه تنه روغتیايي مرستو ته اړتیا لري.
✒️: مراکش د ۲۰۲۲ کال فوټبال نړیوال جام په سیالیو کې اسپانیا ته ماته ورکړه.
مراکش وتوانید د ۱۲۰ دقیقو فوټبال وروسته د اسپانیا ټولې پینالټۍ دفاع او کوارټر فاینل ته ووځي.
مراکش لومړی عربي هیواد دی چې د فوټبال په نړیوال جام کې کوارټر فاینل ته رسیدلی دی.
د مراکش فوټبال ټیم د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوال جام کې تر دې مهاله یوازې یو گول ترلاسه کړی دی.
✒️: د جرمني پولیسو هغه ۲۵ کسیزه ډله نیولې چې په دې هیواد کې یې د کودتا پلان درلود.
د جرمني پولیس وایي، دې ډلې چې پکې د پوځ پخواني سرتیري هم شامل وو، پلان درلود څو د دې هیواد په پارلمان او یو شمیر نورو دولتي ودانیو بریدونه ترسره کړي.
✒️: د اندونیزیا په «جاوا» جزیره کې ځانمرگي برید ۲ تنه وژلي او لس تنه نور یې ټپیان کړي دي.
د چهارشنبې سهار یو ځانمرگي بریدګر د اندونیزیا په «جاوا» جزیره کې د پولیسو په یوه مرکز کې خپلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړې چې په پایله کې یې ۲ پولیس وژل شوي او د ۹ پولیسو په گډون ۱۰ تنه ټپیان شوي دي.
✒️: د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي وايي، امریکا د افغانستان په څېر د یوه « ویجاړ ایران» په لټه کې ده.
رئیسي نن د تهران په یوه پوهنتون کې د وینا پر مهال ویلي، چې « امریکا د یوه داسې ویجاړ ایران په لټه کې ده لکه افغانستان، سوریه، لیبیا او یا هم د دغه هیواد له خوا اشغال شوي نور هیوادونه.»
