د حکمتيار صاحب اتمه درسي حلقه (د ملتونو د عروج او زوال عوامل) تر عنوان لاندې تر سره شوه
چهارشنبه د قوس ۱۶مه؛ ۱۴۰۱ھش:
د بريا نړۍوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي (د ملتونو د عروج او زوال عوامل) تر عنوان لاندي د حا د قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار ۸مه درسي حلقه دائره شوه چي گڼشمېر ورونو او خویندو په کي گډون کړی وو.
قدرمن مشر د مخکني درس پر دوام وويل:
نننۍ درسي حلقه دې پوښتونکي عنوان ته په دقيق ځواب موندلو پيلوو چي؛ (موسى او خضر عليهما السلام كله او چېري سره ليدلي؟)
نوموړی همدې پوښتنې ته د دقيق ځواب په اړه وايي:
د مفسرينو تر منځ په دې اړه اختلاف دئ چي موسى عليه السلام كله له خضر عليه السلام سره ليدلي؛ له بعثت مخكي كه وروسته؟ د بعثت په لومړيو كي كه په پاى كي؟ په دې كي هم د اختلاف شاهد يو چي دا ملاقات چېري تر سره شوى؟ مجمع البحرين چېري دئ؟ په ټول مصر كي داسي ځاى نشته چي دوه سيندونه سره يو ځاى شوي وي، هغه دوه ستر سيندونه (نيل الابيض او نيل الازرق) چي نيل ترې جوړ شوى؛ د سوډان په مركز خرطوم كي سره يو ځاى شوي، له مصر تر خرطوم پوري بل مجمع البحرين نه تر سترگو كېږي او دا تر دوو مياشتو زيات پلي مزل غواړي، د موسى عليه السلام له وينا هم معلومېږي چي دى په اوږده سفر وتلى وو، د ده له دې وينا چي يا به د دوو سيندونو د يو ځاى كېدو ځاى ته رسېږم او يا خو به تر اوږدې مودې همداسي درومم، هلته چي فرمايي:
(وَإِذْ قَالَ مُوسَى لِفَتَاهُ لا أَبْرَحُ حَتَّى أَبْلُغَ مَجْمَعَ الْبَحْرَيْنِ أَوْ أَمْضِيَ حُقُبًا) الكهف: 60 له ذکر شوي آيت په څرگنده توگه معلومېږي چي موسى عليه السلام په اوږده سفر وتلى وو، په لنډ سفر كي هيڅوك دا خبره نه كوي چي يا به آخري مزل ته رسېږم او يا خو به همداسي تر اوږدې مودې روان يم. د هغو مفسرينو رأيه دقيقه ده چي له مجمع البحرين د نيل د دوو څانگو د يو ځاى كېدا محل اخلي، ځيني دلته له بحرين دوه روان سيندونه اخلي؛ نه دوه ولاړي اوبه، د ولاړو اوبو لپاره د (مجمع بينهما) الفاظ كارول مناسب نه برېښي. همدا راز كه مراد ترې د خليج عقبه او خليج سويس يا د بحرالروم او بحر القلزم يو ځاى كېدا وى نو دا ځايونه هيڅ نښي ته ضرورت نه لري او له موسى عليه السلام ئې دومره اوږد سفر هم نه غوښتو چي ووايي: يا به مجمع البحرين ته رسېږم يا به كلونه كلونه (حُقُبَا) مزل كوم.
ښاغلي حکمتيار زياته کړه:
دا ښيي چي دا ليدنه تر بعثت مخكي او په مصر كي د قيام په زمانه كي شوې؛ نه له مصر تر وتلو وروسته، له همدې كبله د موسى عليه السلام درې كارونه د هغو لارښوونو نتيجه گڼلى شو چي له خضر عليه السلام ئې په هغه سفر كي زده كړې وې؛ يو ئې له يوه مظلوم بني اسرائيلي د يوه قبطي د تېري په وړاندي دفاع؛ داسي دفاع چي په ترڅ كي ئې تېرى كوونكى ووژل شو؛ دوهم ئې له مصر د وتلو په وخت كي يوازي وتل او بل څوك له ځان سره نه بېول؛ همغسي چي له خضر سره يوازي روان شوى وو او خپل محافظ ئې له ځان سره نه وو بېولى او درېيم ئې د مدين د كوهي په غاړه له هغو دوو نجونو سره د رمې د خړوبولو مرسته چي صالح پلار ئې سپين ږيرى وو او د رمې پيايلو ته اړي شوې وې. دا درې كارونه د خضر عليه السلام له دريو كارونو سره ډېر شباهت لري؛ د دغو پېښو تر منځ شباهتونه بايد عادي ونه گڼو او سطحي ترې تېر نشو؛ همدا راز د فرعون له ظلم د بني اسرائيلو ژغورني لپاره ملا تړل داسي وو لكه خضر عليه السلام چي هغه مسكين جاله والان د ظالم مَلِكْ له شره وژغورل. خو د دې اعتراض ځواب به څه وي چي تر بعثت مخكي به موسى عليه السلام ته څنگه د وحي له لاري ويل شوي وي چي مجمع البحرين ته ولاړ شي او هلته د الله له يوه صالح بنده سره وگوري؟ د دې ځواب دا دئ چي موسى عليه السلام د بني اسرائيلو د نجات په لټه كي وو؛ دا ئې به څنگه هېرولو چي مور ئې د فرعون د جلادانو له وېري دئ په ماشومتوب كي د نيل څپو ته سپارلى وو؛ د خضر په اړه ئې له خلكو داسي څه اورېدلي چي ښيي هغه د مظلومانو مدافع او ملگرى دئ؛ پرېكړه ئې كړي چي هغه وگوري او څه ترې زده كړي؛ دې ته مو بايد پام وي چي قرآن د موسى عليه السلام په اړه دا خبره نه كوي چي هغه ته له خضر عليه السلام سره د ليدو په اړه وحي شوې وه. حتى كه دا ومنو چي موسى عليه السلام ته په دې اړه وحي شوې؛ نو دا وحي بايد همغسي وگڼو لكه چي د موسى عليه السلام مور ته وحي شوې وه چي زوى دي وپاله، كله چي خطر احساس كړې په صندوق كي ئې کښېږده او په سيند كي ئې پرېږده، بېرته به ئې درته راوگرځوو، هغه به يو پيغمبر وي، همدغسي موسى عليه السلام ته تر بعثت مخكي د خضر عليه السلام په اړه ويل شوي وو.
كه د قرآن الفاظو ته ځير شو نو څو خبري زموږ مخي ته راځي:
1- دا پېښه له مصر بهر په بل ملك كي رامنځته شوې ده، دا ځكه چي خضر عليه السلام موسى عليه السلام ته وايي: وَ كانَ وَرَاءَهُم مَّلِكٌ يَأْخُذُ كلَّ سفِينَةٍ غَصباً: آخوا ته ئې داسي پاچا (په كمين كي) وو چي هره كښتۍ غصبوي، د دې معنى دا ده چي دا پېښه د فرعون تر واكمنۍ لاندي مصر كي نه بلكي په بل ملك كي رامنځته شوې.
2- د موسى عليه السلام له وينا هم معلومېږي چي دى په اوږد سفر وتلى وو.
3- كله چي موسى عليه السلام له خضر عليه السلام سره مخامخ شوى نو خپل مخكنى د سفر ملگرى (غلام او خادم) ئې پرېښى او يوازي له خضر عليه السلام سره په نوي سفر كي ملگرى شوى. دا ځكه چي له دې وروسته تل د تثنيې صيغې كارول شوې او دا ښيي چي له دوى سره درېيم كس نه وو.
4- د موسى عليه السلام د سفر ملگرى د (فتیٰ: غلام او خادم) په نامه ياد شوى او له دې معلومېږي چي دا د هغه وخت قصه ده چي موسى عليه السلام د فرعون په كور كي او د شاهي كورنۍ د يوه غړي په توگه اوسېدو او ساتونكي او غلامان ئې په خدمت كي ول.
5- د هغو خلكو انتباه صحيح نه ده چي وايي: موسى عليه السلام سحر خوځېدلى، د غرمې شاوخوا مهال داسي ځاى ته رسېدلى چي ستړى او وږى شوى، هملته ئې پوخ ماهي ترې ورك شوى او خضر عليه السلام ئې هملته موندلى!!
قدرمن مشر پورتني وضاحت ته په إشارې سره وويل:
له دغو خبرو معلومېږي چي د موسى عليه السلام دا تربيتي سفر له بعثت او مدين ته له تلو مخكي هغه مهال تر سره شوى چي موسى عليه السلام د فرعون په كور كي اوسېدو، د دې سورې همدا 14 آيت ښيي چي الله تعالى په همدې مودې كي چي موسى عليه السلام د فرعون په كور كي اوسېدو د ده د روزني او په علم او حكمت د سمبالېدو خاص انتظام كړى وو، لكه چي قرآن فرمايي:
(وَلَمَّا بَلَغَ أَشُدَّهُ وَاسْتَوَى آتَيْنَاهُ حُكْمًا وَعِلْمًا وَكَذَلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ 14 القصص: 14)
ژباړه: او كله چي پوخوالي ته ورسېد او تكړه شو حكمت او علم مو ورپه برخه كړ او همدا راز نېكانو ته بدله وركوو.
نوموړي زياته کړه:
له دې آيت څو خبري په ډېر وضاحت سره معلومېږي:
الف: موسى عليه السلام ته دا (علم او حكمت) هغه مهال وركړى شوى چي دى په مصر او د فرعون په كور كي اوسېدو؛ د ځوانۍ وروستي پړاو ته رسېدلى او تكړه ځوان ترې جوړ شوى وو؛ په دې آيت پسي متصل ويل شوي چي يوه ورځ په داسي حال كي ښار ته ننوت چي د يوه قبطي او بني اسرائيلي تر منځ نښته روانه وه او بني اسرائيلي له موسى مرسته غوښتې، ده ئې مرسته كړې او قبطي ئې په څپېړي وهلي چي پرې وژل شوى او له همدې كبله له مصر تېښتي ته اړ شوى.
ب: بايد وگورو چي موسى عليه السلام ته دغه مهال او په ځوانۍ كي كوم علم وركړى شوى او له چا ئې زده كړى؟ كه وغواړو دې پوښتني ته د قرآن په رڼا كي ځواب ووايو؛ او پورتنى آيت د نورو آيتونو په رڼا كي تفسير كړو نو له دې پرته بل څه نشو ويلى چي دلته همغه علم ته اشاره شوې چي موسى عليه السلام له خضر عليه السلام او د هغه سفر په دوران كي تر لاسه كړى وو، ځكه قرآن په ډېر صراحت سره وايي چي هغه خضر عليه السلام ته وويل: ما په ملگرتيا قبول كړه او پرېږده هغه څه درنه زده كړم چي تا ته درښوول شوي.
ج: ښايي له ځينو سره دا پوښتنه راولاړه شي چي موسى عليه السلام څنگه په يوه لنډ سفر كي دومره څه له خضر عليه السلام زده كړل چي قرآن ئې يادونه كوي، حقيقت دا دئ چي كله كله څو مياشتنى سفر خو پرېږده يوه وړه پېښه او يوه وينا هم د يوه حساس انسان د ژوند مسير بدل كړي او د معرفت دروازه ئې پر مخ پرانېزي. هلته چي فرمايي:
وَدَخَلَ ٱلۡمَدِينَةَ عَلَىٰ حِينِ غَفۡلَةٖ مِّنۡ أَهۡلِهَا فَوَجَدَ فِيهَا رَجُلَيۡنِ يَقۡتَتِلَانِ هَٰذَا مِن شِيعَتِهِۦ وَهَٰذَا مِنۡ عَدُوِّهِۦۖ فَٱسۡتَغَٰثَهُ ٱلَّذِي مِن شِيعَتِهِۦ عَلَى ٱلَّذِي مِنۡ عَدُوِّهِۦ فَوَكَزَهُۥ مُوسَىٰ فَقَضَىٰ عَلَيۡهِۖ قَالَ هَٰذَا مِنۡ عَمَلِ ٱلشَّيۡطَٰنِۖ إِنَّهُۥ عَدُوّٞ مُّضِلّٞ مُّبِينٞ ١٥ قَالَ رَبِّ إِنِّي ظَلَمۡتُ نَفۡسِي فَٱغۡفِرۡ لِي فَغَفَرَ لَهُۥٓۚ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلۡغَفُورُ ٱلرَّحِيمُ ١٦ قَالَ رَبِّ بِمَآ أَنۡعَمۡتَ عَلَيَّ فَلَنۡ أَكُونَ ظَهِيرٗا لِّلۡمُجۡرِمِينَ ١٧
او ښار ته هغه مهال ننوت چي اوسېدونكي ئې غافل وو (د شپې او يا د غرمې په مهال په خوب ويده ول)، نو دوه سړي ئې داسي په كي وموندل چي په جگړي سره بوخت دي، دا يو ئې د ده له خپلي قبيلې او هغه بل ئې د ده د دښمن (له خېله)، نو هغه چا چي د ده له قبيلې وو د ده د دښمن په خلاف مرستي ته ورنارې كړې، نو موسى په څپېړي وواهه او كار ئې ورتمام كړ (ومړ)، وئې ويل: دا د شيطان كار وو، يقيناً چي هغه څرگند بې لاري كوونكى دښمن دئ. وئې ويل: اې زما ربه! يقيناً چي ما پر خپل ځان ظلم وكړ، بخښنه راته وكړه، نو بخښنه ئې ورته وكړه، بې شكه چي هغه مهربان بخښونكى دئ. وئې ويل: اې زما ربه! د دې لپاره چي پر ما دي پېرزوينه وكړه، نو (له دې وروسته به) هيڅكله د مجرمينو ملاتړى نه شم.
د حزب اسلامي افغانستان محترم أمير د پورتني آيت په استناد زياتوي چي؛ قرآن د دې قصې اتل په دې توګه انځوروي:
په ښار كي دوه سړي د نښتي په حالت كي گوري، يو ئې ظالم او بل ئې مظلوم، يو ئې د واكمني طبقې او بل ئې د بې وزلي قبيلې، مظلوم او بې وزلى مرسته ترې غواړي، دى فوراً او له ځنډ پرته د بې وسه او مظلوم مرستي ته وروړاندي كېږي، په بې تفاوتۍ له صحنې نه تېرېږي، مخ نه ترې اړوي، ځان تر دې لوړ نه گڼي چي د دوو كسانو په لانجې كي مداخله وكړي، كه څه هم دى اوس د شاهي كورنۍ غړى دئ او كېدى شي چي دا مداخله او له يوه بني اسرائيلي د ده دفاع ډېر تاوان ور ورسوي، خپل موقف له لاسه وركړي، د فرعون له پېرزوينو محروم شي، په داسي حالت كي د ډېرو عقلمنو خلكو عقل دا ورته وايي چي غوږ مه پرې گروه، مخ بلي خوا ته واړوه او تېر شه، ولي ځان په يوې لانجې كي اچوې!! موسى عليه السلام له دې امله نه شي كولى له صحنې بې پروا او بې تفاوته تېر شي چي الله تعالى حساس ضمير وركړى، پر يوه مظلوم انسان تېرى نه شي زغملى، د خپل حساس ضمير په حكم مداخله كوي، هسي د خلاصون مداخله هم نه؛ چي كه ئې يو يا دواړه خواوې ونه مني نو خپله لار وهي او صحنه پرېږدي، بلكي له مظلوم دفاع كوي، ظالم او تېرى كوونكى په سوك يا څپېړه وهي، خو دا گوزار داسي وو چي په همدې سره د ظالم چاره وشوه، كار ئې تمام شو او ومړ، (فقضى عليه)، د موسى عليه السلام په يوه وار سره د هغه ظالم د ژوند فيصله وشوه او په قتل ورسېد. قرآنكريم دا د يوه صالح او زړه سواند قائد او زعيم د درېيم صفت په توگه وړاندي كوي او د دې قصې په ترڅ كي موږ ته وايي چي له صالح مشر سره د علم او حكمت تر څنگ داسي حساس ضمير ضروري دئ، د ظلم او تېري په مقابل كي چوپ او بې تفاوته نه پاته كېدل او له مظلومانو دفاع كول.
د قدرمن مشر پر وينا؛ د قصې له دې برخي په څرگنده توگه معلومېږي چي موسى عليه السلام په ځوانۍ كي او هغه مهال دا كار كړى چي لا مدين ته نه وو مهاجر شوى.
د قتل له پېښي وروسته د موسى عليه السلام په وينا كي څو ډېري حساسي او مهمي خبري زموږ مخي ته ايښودل شوې:
لومړی: موسى عليه السلام له همدې پېښي وروسته تصميم نيسي چي له دې نېټې وروسته به هيڅكله د ظالمانو او مجرمانو ملاتړ او ملگرتيا نه كوم، دا له فرعون او فرعوني نظام سره د ده د تلپاته مقاطعې او پرېكون هوډ او عزم وو!! د دې په ځاى چي دا ناڅاپي پېښه ئې د مظلوم له ملگرتيا او د نورو په شخړو كي له مداخلې منصرف كړي او ووايي چي له دې وروسته به په داسي قضاياوو كي مداخله نه كوم او ځان ته به بې ځايه ستونزي او سرخوږى نه جوړوم؛ برعكس له ظالمانو خپل برائت اعلانوي!!
دوهم: دا په حقيقت كي له فرعوني نظام سره د موسى عليه السلام د بشپړي مقاطعې اعلان وو. د علم او حكمت له وركړي وروسته د دغو پېښو يادونه ښيي چي همدا د ده د علم او حكمت آثار او نتائج وو، يو داسي كس چي د فرعون په كور كي په ناز او نعمت كي ستر شوى وي، د فرعون مېرمني د خپل نازولي او گران زوى په توگه روزلى وي؛ ډېره بعيده ده چي هغه دي يوازي او له ساتونكو پرته ښار ته ننوځي او بيا دي د دوو عادي سړيو تر منځ نښتي كي مداخله وكړي او هغه هم داسي مداخله چي په ترڅ كي ئې تېرى كوونكى ووژل شي، خو الله تعالى د ده د روزني بېل انتظام كړى وو، له خضر عليه السلام سره ملگرتيا هغه ته ښودلي وو چي د مظلوم ملگرتيا به كوې. خضر عليه السلام د ملگرتيا په دوران كي د دريو پېښو په ترڅ كي هغه ته دا درس وركړى وو چي تل به د مظلوم ملگرتيا كوې او د ظالم له منگولو د هغه د ژغورني لپاره به ملا تړې.
درېيم: الله تعالى ته د خپلي دعاء په ترڅ كي وايي: د دې لپاره چي تا راباندي پېرزوينه وكړه؛ نو له دې وروسته به هيڅكله د مجرمينو ملاتړ نه كوم!! خو بايد وگورو چي موسى عليه السلام دلته كوم الهي نعمت او پېرزويني ته گوته نيسي؟! كه څه هم د نعمت صيغه عامه ده او په ټولو الهي پېرزوينو ئې اطلاق كېدى شي خو دلته ئې مراد د نورو نعمتونو تر څنگ دا هم دئ چي الله تعالى د ده پرده وكړه او د قتل پېښه بربنډه نه شوه.
څلورم: دا ظريف ټكى هم زموږ مخي ته راځي چي د گناه له دنيوي سزا د چا ژغورنه د الله تعالى له لوري يوه پېرزوينه او بخښنه ده، لكه څنگه چي دلته گورئ چي موسى عليه السلام د قتل د پېښي بخښنه وغوښته، الله تعالى ورته بخښنه وكړه او ده د دغي بخښنې په مقابل كي ژمنه وكړه چي له دې وروسته به د مجرمينو ملاتړ نه كوم.
پنځم: قرآن د بايبل د ادعاء خلاف وايي چي دا قتل عمدي قتل نه وو، موسى عليه السلام د ده د وژلو په نيت نه دئ وهلى، په څپېړي ئې وهلى او طبيعي ده چي په څپېړي يا سوك څوك نه وژل كېږي!! د موسى عليه السلام فوري ندامت او بخښنه غوښتل په خپله دا ثابتوي چي دا يوه تصادفي پېښه وه.
قرآن بيا فرمايي:
(فَأَصۡبَحَ فِي ٱلۡمَدِينَةِ خَآئِفٗا يَتَرَقَّبُ فَإِذَا ٱلَّذِي ٱسۡتَنصَرَهُۥ بِٱلۡأَمۡسِ يَسۡتَصۡرِخُهُۥۚ قَالَ لَهُۥ مُوسَىٰٓ إِنَّكَ لَغَوِيّٞ مُّبِينٞ ١٨ فَلَمَّآ أَنۡ أَرَادَ أَن يَبۡطِشَ بِٱلَّذِي هُوَ عَدُوّٞ لَّهُمَا قَالَ يَٰمُوسَىٰٓ أَتُرِيدُ أَن تَقۡتُلَنِي كَمَا قَتَلۡتَ نَفۡسَۢا بِٱلۡأَمۡسِۖ إِن تُرِيدُ إِلَّآ أَن تَكُونَ جَبَّارٗا فِي ٱلۡأَرۡضِ وَمَا تُرِيدُ أَن تَكُونَ مِنَ ٱلۡمُصۡلِحِينَ ١٩)
ژباړه: نو په ښار كي ئې په داسي حال كي شپه تېره كړه چي وېره ئې درلوده او څار ئې كاوو، ناڅاپه هغه چا بيا ورنارې كړې چي پرون ئې مرسته ترې غوښتې وه، موسى ورته وويل: يقيناً چي ته ښكاره بې لاري او دوكه شوى يې، نو كله چي ئې وغوښتل د دواړو (گډ) دښمن ته لاس واچوي، (هغه) وويل: آيا غواړې ما هم همغسي ووژنې لكه چي پرون دي يو كس ووژلو؟ له دې پرته بل څه نه غواړې چي ته هم په دې زمكي كي يو (بل) جابر شې، نه غواړې چي د مصلحينو له ډلي وې!!
ښاغلي حکمتيار زياته کړه:
يعني موسى عليه السلام سبا بيا همغه پرونى مظلوم د يوه بل قبطي تر تېري لاندي وموند، هغه بيا مرسته ترې وغوښته، دى ورروان شو خو چي ورنږدې شو هغه ته ئې وويل: ته غلط شوى يې، دا يوه غلطي ده چي له دغو ظالمانو سره په جگړو كي ښكېل كېږې، اسرائيلي داسي وانگېرله چي موسى عليه السلام دى ملامت گڼي او غواړي وئې وهي، حال دا چي موسى عليه السلام د ده د مرستي په نيت ورروان وو، خو هغه په جگ غږ نارې كړې: موسى! ته غواړې ما هم ووژنې، همغسي لكه چي پرون دي هغه بل ووژلو؟! ته هسي ځان مصلح او د مظلومانو ملگرى گڼې... په دې سره قرآن موږ ته دا راښودل غواړي چي موسى عليه السلام د داسي يوه نااهله قوم د ژغورني لپاره مأمور شوى، د خپل ناجي او ژغورونكي اسرار افشاء كوي، څو شېبې مخكي د يوه ناجي په سترگه ورته گوري او د ظالمانو له منگولو د ژغورني لپاره ده ته غږ كوي او مرسته ترې غواړي خو چي د ده پر غلطۍ ئې گوته كښېښوده او هغه ئې ملامت كړ، نو نه يوازي له ټولو ښېگڼو ئې انكار كوي، جابر او ظالم ئې گڼي، بلكي دښمن ته ئې په لاس وركوي او اسرار ئې افشاء كوي!! او په دې سره قرآن موږ ته دا هم راښيي چي بني اسرائيل لا د دې وړ نه وو چي د ظالمانو له سلطې د نجات لپاره د يوه مشر تر قيادت لاندي راغونډ شي او پاڅون ته ملا وتړي، له يوې خوا موسى عليه السلام مزيد روزني ته ضرورت لري او له بلي خوا بني اسرائيل بايد څه نوره موده سختي ورځي وگوري او دې نتيجې ته ورسېږي چي د يوه مشر تر قيادت لاندي له راغونډېدو او د ظلم په خلاف له پاڅون پرته بله چاره نه لري!!
نوموړی د پورتني وضاحت پر دوام وايي:
کله چي فرعون او د هغه درباريانو د موسیٰ عليه السلام د قتل فيصله وکړه، نو قرآن ئې د دربار پرېکړه په لاندي توګه زموږ مخ ته راوړي، هلته چي فرمايي:
(وَجَآءَ رَجُلٞ مِّنۡ أَقۡصَا ٱلۡمَدِينَةِ يَسۡعَىٰ قَالَ يَٰمُوسَىٰٓ إِنَّ ٱلۡمَلَأَ يَأۡتَمِرُونَ بِكَ لِيَقۡتُلُوكَ فَٱخۡرُجۡ إِنِّي لَكَ مِنَ ٱلنَّٰصِحِينَ ٢٠ فَخَرَجَ مِنۡهَا خَآئِفٗا يَتَرَقَّبُۖ قَالَ رَبِّ نَجِّنِي مِنَ ٱلۡقَوۡمِ ٱلظَّٰلِمِينَ ٢١)
ژباړه: د ښار له لري برخي يو سړى په منډه راغى، وئې ويل: اې موسى! درباريان راغونډ شوي ستا په اړه مشوره كوي چي ودي وژني، ووځه! زه دي له خواخوږو يم. نو په داسي حال كي له وېري سره له ښاره ووت چي څار ئې كاوو، وئې ويل: اې زما ربه! له دغه ظالم قوم مي وژغوره!
له دې آيتونو معلومېږي چي فرعون او درباريانو ئې فيصله وكړه چي موسى عليه السلام د قتل په تور اعدام كړي، له دربار يو كس په عجله او تلوار سره د موسى عليه السلام خوا ته ځان ورساوو، د درباريانو له پرېكړي ئې خبر كړ او له مصر د وتلو مشوره ئې وركړه، موسى عليه السلام د خپل دوست او خواخوږي مشوره مني او د مصر د پرېښودو پرېكړه كوي. الله تعالى غوښتل چي دا د بني اسرائيلو ناجي او د فرعون په ضد د يوه ستر انقلاب قائد؛ د هجرت په لوړو ژورو كي او د ستونزو او كړاوونو په ترڅ كي وروزي او هغه زغم او صبر ورپه برخه كړي چي د انقلابونو د مشرۍ لپاره ضروري دئ. او په دې سره قرآن موږ ته لارښوونه كوي چي د ولسونو د مشرتابه لپاره د (علم)، (حكمت) او (حساس ضمير) تر څنگ هغه (صبر او زغم) ته ضرورت دئ چي د (هجرت) او له كړاوونو او ستونزو سره ئې د مخامخ كېدو په نتيجه كي د انسان په برخه كېږي. د گلانو پر بستر ستر شوى مشر نه د مظلومو او بې وزلو ولسونو دردونه حس كولى شي او نه د يوه انقلاب قيادت او لاښوونه كولى شي!!
له دې بهير څو مهمي لارښووني تر لاسه كوو:
1: موسى عليه السلام دلته فرعونيان دظالمانو په نامه يادوي او الله تعالى ته دعاء كوي چي له دې (ظالمانو) ئې وژغوري، تر دې د مخه ئې ويلي وو چي په هيڅ څه كي به د دغو (مجرمينو) ملاتړ نه كوم، له دې معلومېږي چي موسى عليه السلام فرعونيانو ته د ظالمانو او مجرمينو په سترگه كتل، د چارواكو په ظلمونو او جرمونو ښه پوه شوى وو، د زړه له تل ئې له دوى كركه درلوده او د دوى په ضد ئې د مبارزې كلكه پرېكړه كړې وه.
2: د ده د دعوت او مبارزې اغېز تر دربار پوري غزېدلى وو، په دربار كي ئې هم خواخوږي پيدا كړي ول. د همدوى له ډلي يوه كس اطلاع وركړه چي درباريانو ستا د اعدام پرېكړه كړې، زه دي خواخوږى يم له مصره ووځه.
3: قبطيان د ښار په بري خوا كي اوسېدل، د فرعون قصرونه هم هلته وو، بني اسرائيل د ښار په لاندينۍ برخي كي او له دوى ډېر لري اوسېدل، د همدې لپاره قرآن وايي چي (د ښار له لري برخي يو سړى په منډه راغى، وئې ويل: اې موسى! درباريان راغونډ شوي ستا په اړه مشوره كوي چي ودي وژني...) په ټولو طبقاتي نظامونو كي مرفه طبقه، واكداران او شتمن د ښارونو په يوې برخي كي او بې وزلي او نيستمن په بلي برخي كي او له دوى ډېر لري اوسېږي.
4: موسى عليه السلام پرېكړه كړې چي د مدين په لوري وخوزېږي، ښايي د دې لپاره چي دا سيمه ورته نږدې وه او د فرعون له سلطې او واكمنۍ وتلې سيمه وه، د ده مخكنى سفر د جنوب په لوري وو، له خضر عليه السلام سره د ملاقات په موخه، دا لورى ئې ښايي د دې لپاره نه وي غوره كړى چي د نيل دواړو خواوو ته مېشت خلك د سودان تر سرحداتو پوري د فرعون تابع ول، په دې ټولي پراخي او اوږدې سيمي د ده واكمني مسلطه وه، دا لورى غوره كول د احتياط خلاف كار وو.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.
