No-IMG

د نصاب عمومي رئیس مولوي عبد الحکيم همت ورور حکمتیار ته ملاتړ مراتب وړاندې کړل

سه‌شنبه د قوس ۱۵مه؛ ۱۴۰۱ھ‌ش:

د اإإ د پوهنې وزارت د نصاب او ښوونکو د مسلکي پراختیا عمومي رياست لوی رئیس مولوي عبد الحکيم همت اخون‌زاده د يو پلاوي پر ملتيا د ح‌ا‌ا مرکزي دفتر ته تشريف راوړی وو او پر إيمان مسجد د شوي تروريستي او دين‌دښمنانه بريد په اړه يې د ح‌ا محترم أمير ښاغلي انجينير حکمتيار ته د خپلې خواخوږۍ، تسلیت او ملاتړ مراتب وړاندې کړل.

نوموړي همداراز په ياده پېښه کې شهیدانو ته د فردوس جنت، کورنيو ته يې د جميل صبر او ټپيانو ته يې د عاجلې روغتيا هيله څرګنده کړه.

 

د ح‌اا د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

مسافره

حکمتیار صاحب خو یو ستر پاک مجاهد رهبر دی چی دتولو دزره سر دی دافغانستان زلانده ستوری او افتخار دافغانستان دی. چا چی پر ده برید کری هغه به بی وجدانه کافر او یهود وی الله پاک ده حکمتیار صاحب په امن او امان کی وساتی

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک