د شهيد زرولي زاهديار او شهيد حزب الله خروټي فاتحه د قدرمن مشر او د شهيدانو کورنيو لخوا واخيستل شوه
سهشنبه د قوس ۱۵مه؛ ۱۴۰۱ھش:
د حزب اسلامي افغانستان د أمير د ساتونکو د پخواني قوماندان شهيد زرولي زاهديار او شهيد حزب الله خروټي فاتحه، نن سهشنبه د إيمان مسجد په تالار کې د حزب اسلامي افغانستان د قدرمن مشر، إجرائيه شوریٰ غړو او د شهيدانو کورنيو او أقاربو له خوا واخيستل شوه.
د نوموړو شهيدانو د فاتحې په مراسمو کې د ګڼشمېر جهادي، قومي او سياسي شخصيتونو سربېره د بېلابېلو دولتي ادارو مسئولينو، علماءکرامو، ځوانانو او ډېری شمېر عامو هېوادوالو هم په پراخ ډول ګډون کړی وو.
د يادونې وړ ده؛ چې نوموړي شهيدان د تېرې جُمعې په ورځ پر إيمان مسجد د شوي تروریستي برید په نتیجه کې د شهادت لوړ مقام ته رسېدلي وو او جنازې يې پخوا په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته سپارل شوې وې.
(رحمهما الله تعالیٰ رحمة واسعة واسکنهما فسيح جناته)
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.
