No-IMG

د لویې پکتیا ،پکتیکا لوګر، ميدان وردگ او خوست قومي او جهادي مشران نن د خپل معزز امیر تعزیت او ملاتړ ته راغلي

سه‌شنبه د قوس ۱۵مه؛ ۱۴۰۱:

د حزب اسلامي افغانستان په مرکزي دفتر کې د لويې پکتيا، پکتیکا، لوګر، ميدان‌وردګ او خوست ولايتونو خورا ګڼ‌شمېر جهادي قومندانانو، قومي مشرانو او مجاهدينو د څو سترو سترو ناستو په ترڅ کې د ح‌ا له قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار خپل ملاتړ او حمايت څرګند کړ او پر نوموړي يې د تېرې جُمعې په ورځ شوی تروريستي او وحشيانه بريد پر کلکو ټکو وغانده.

يادو مشرانو په لويه پکتيا، ميدان‌وردګ او لوګر کې د مېشتو ولسونو په استازيتوب قدرمن مشر ته ډاډ ورکړ چې زموږ ولسونه به د تېر په څېر او پر هماغه جذبه، عقيده او قومنده ستا شاته ولاړ وي او ستا دفاع به کوي، څه ډول چې يې پخوا ستا تر رهبرۍ او قيادت لاندې جهاد کاوه.

نوموړو همداراز وويل:

دا د الله تعالیٰ د حفاظت او نصرت يوه بې‌سارې بېلګه وه، چې د يوې سترې فاجعې مخه يې ونېوله. د تېر په څېر يې ستاسې حفاظت وکړ او د نامرده دښمنانو له شره يې وژغورلې.

يادو مشرانو دغه راز د ښاغلي حکمتيار جهاد، قربانۍ او مبارزې ته د خپلو احترامانه پېرزوينو په ډالۍ کولو سره دا هم وويل:

دا چې موږ له تېرې نيمې پېړۍ راهيسې ستاسې تر قيادت لاندې جهاد کړی، قربانۍ مو ورکړي، يو ځل بيا خپله ژمنه تازه کوو او د ژوند تر وروستۍ سلګۍ ستا او د ح‌ا د دې لوی کور دفاع خپله ديني او شرعي وجيبه ګڼو.

د مشرانو له څرګندونو وروسته ښاغلي حکمتيار د يادو مشرانو عقيدت او پېرزوينو ته په إشارې سره وويل:

موږ پخوا هم د اوس په څېر د کفر او نفاق له يوې ګډې جبهې سره مخامخ وو، چې پر وړاندې يې ستاسې په څېر خړو پړو مجاهدينو قيام وکړ، په داسې حال کې چې هر چا يې قيام او جهاد ته د يوې تَهْلُکِې په سترګه کتل. خو لله الحمد الله تعالیٰ همدا ستاسې خړو پړو مجاهدينو پر لاس د شوروي او ناټو بدمست ځواکونه مات کړل او د هغوی د ماتې وياړ تاسو ته په برخه شو.

قدرمن مشر زياته کړه:

له دغو سترو فتحو او برياوو وروسته مو پرېکړه دا وه چې؛ ح‌ا نور نه‌غواړي په جنګ کې برخه واخلي. غوښتل مو؛ او غواړو چې د جنګ پر ځای پر دعوت، منبر، ښوونځيو، پوهنتونونو، دفتري، فرهنګي، تعليمي او صحي خدماتو تمرکز وساتو او په يادو برخو کې عملاً لاس په کار شوي هم يو.

د نوموړي پر وينا؛ سره له دې چې د هېواد په ګوټ ګوټ، او کلي پر کلي ګڼ‌شمېر سرښندونکي او سرسپارلي مجاهدين لرو، خو ټولو ته مو د صبر، انتظار او د جګړې د منتفي کېدو خبره کړې، هغوی مو د فعلي نظام بې‌قيد او شرط حمايت ته رابللي، خو متأسفانه د دې باوجود هم ځينې شريرې او مفسدې کړۍ دوه تنه سفيه او بې‌عقله افراد رالېږي او د الله تعالیٰ په کور کې پر موږ بريد کوي او هدف مو ګرځوي. خو دا د الله تعالیٰ ستر احسان وو چې په‌خپل شوم پلان کې کامياب نه‌شول او هدف ته تر رسېدو وړاندې د خپل ناوړه او تروريستي عمل په سزا ورسېدل.

د ښاغلي حکمتيار پر ټکو؛ له دې معلومېږي چې دښمنان مو په کرار پرېښودل نه‌غواړي، نو بايد آماده اوسو او که اړتيا شوه، د دې شريرو کړيو او فتنو مخه به په ګډه نيسو.

نوموړی زياتوي چې؛ إإ ته هم وايو او ويلي مو هم دي؛ چې موږ ټول له ډېرو لويو فتنو سره مخ يو، هېواد مو د يو بل بحران په لور روان دی، د همدې له پاره که هغوی ټول؛ چا چې د اسلام په لاره کې په مخلصانه توګه جهاد کړی، په يو واحد صف کې منظم او مستحکم کړو او په مشترك ډول د روان بحران او فتنو مخه پرې ونيسو، نو ډېر لوی کار به مو کړی وي.

ناويلې دې پاتې نه‌وي؛ چې يادې ناستې پر إيمان مسجد د شوي بريد په نتيجه کې شهيد شويو مجاهدينو ته د فردوس جنت، کورنيو او خپل‌وانو ته يې د جميل صبر او ټپيانو د عاجلې او کاملې روغتيا په دعاء سره پای ته ورسېدې.

د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک