No-IMG

د ډاکټر ښادي خان په مشرۍ ګڼ‌شمېر جهادي، سياسي او قومي مشران د قدرمن حکمتيار صاحب ليدو ته راغلي وو

دوشنبه د قوس ۱۴مه؛ ۱۴۰۱ھ‌ش:

د إيمان مسجد د ألمناکې حادثې په اړه د پراخ ولسي تعزيت او خواخوږيو په سلسله کې نن د ميدان وردګ ولايت د جهادي شخصیت ډاکټر ښادي خان په مشرۍ ګڼ‌شمېر اغېزمن جهادي، سياسي او قومي مشران د حزب اسلامي افغانستان د قدرمن أمير ليدو ته راغلي وو.

ياده پرُنفوسه او پرُنفوذه ناسته د قرآن عظيم الشأن د مبارکو آيتونو پر تلاوت پيل شوه. ورپسې د ميدان وردګ ولايت د مجاهدينو او قومي مشرانو په نماينده‌ګۍ ډاکټر ښادي خان خبرې وکړې او پر إيمان مسجد د شوي ناځوان‌مردانه او دين‌دُښمنه بريد په تړاو يې قدرمن مشر ته د خپلې خواخوږۍ او تسليت مراتب وړاندې کړل او زياته يې کړه:

د الله تعالیٰ شکر اداء کوو چې د نامرده دښمن يوه ستره توطئه شنډه شوه. الله تعالیٰ دې شهيدانو ته فردوس جنت، کورنيو او أقاربو ته يې جميل صبر په برخه کړي.

تر ننه چې کوم حادثات مخ‌ته راغلي، هېڅ يو يې په دومره اسانۍ له منځه نه‌دي تللي، دا د الله تعالیٰ يو ځانګړی فضل او نصرت وو، چې زموږ د اتلو سرښندويانو او مجاهدينو پر مټ يې د دې توطئې تلفات ډېر کم‌رنګه او ټيټې کچې ته راښکته کړل.

 

ښاغلي ښادي خان زياته کړه:

دا سمه ده چې تقدير ليکل شوی، خو موږ بايد تدبير هم له پام ونه‌غورځوو، موږ د داسې توطئو پر وړاندې لا ډېر تدبير او خپل‌منځي وحدت ضرورت لرو، په ځانګړي ډول د حزب په اډانه کې دا وحدت بايد نور هم پياوړی او محکم شي.

 

له نوموړي وروسته قدرمن مشر خبرې وکړې او تر هرکلي او ښه راغلاست وروسته يې وويل:

قاري صاحب چې د سورة ابراهيم کوم آيتونه تلاوت کړل، له دې سره زما د مبارزوي ژوند ډېرې خاطرې تړلي. په دې آيتونو كې الله تعالی د دښمنانو د مکر او فريب په اړه وايي:

(او یقینًا هغوى «دښمنانو» خپل مكر او فریب ښه په جد او جهد سره وكړ، حال دا چې د دوى مكر الله سره دى، او د دوى مكر داسې نه وو چې د هغه په وجه به غرونه له خپل ځایه بې‌ځايه او زايل شي.)

زموږ ژوند او مبارزه ټوله له همداسې لوړو او ژورو ډکه ده، او په اوږدو کې يې زموږ پر ضد طرح شوې سترې سترې توطئې؛ الله تعالیٰ شنډې او خُنثیٰ کړې. موږ ته يې په دوه سترو امپراتوريو او نړۍ‌وال زبرځواکونو بريا رانصيب کړه، دا خو ډېر واړه او کوچني دښمنان دي. خدای پوهېږي چې په دې دومره اوږده موده کې به دوی څومره سترې دسیسې او توطئې زموږ پر ضد ترسيم کړې او پلې کړې وي؟ په ځواب يې دوی خپله پوهېږي. د تېرې ورځې ناکامه حمله هم د تېرو دسيسو او توطئو يو نامرده او کرکجن تسلسل وو، چې د الله تعالیٰ په فضل هدف ته تر رسېدو وړاندې خُنثیٰ شو.

 

نوموړی زياته کړه:

موږ د هېڅ‌چا پر ضد د جنګېدو او سنګر نېونې اراده نه‌لرو، نورو ته مو هم ويلي چې جګړه د هېڅ لوري په ګټه نه‌ده. فکري او سياسي اختلاف په خبرو او دلائلو حلول غواړو او له هېڅ لوري سره د جګړې فکر نه‌لرو. له دې سره چې بيا هم ځينې زموږ پر ضد د جګړې سنګر پرانېزي، د حيرانتيا خبره ده.

 

هغه دا هم وويل:

سره له دې چې له ځانه د دفاع او جګړې له پاره کافي همت او ځواک لرو، خو بيا هم نه‌غواړو؛ چې د جګړې ډګر ته لاړ شو، خو که أحياناً جګړه راباندې تپل کېږي، بيا نو مجبور يو چې له ځانه د دفاع له پاره عملاً لاس په کار شو.

 

ناويلې دې پاتې نه‌وي چې د کابل پوهنتون د نوميالي استاد ښاغلي عبدالمتين شهيدي په مشرۍ د ياد پوهنتون يو شمېر نومياليو استادانو او همداراز د بغلان ولايت د مشهور جهادي قومندان ښاغلي ميرويس جهاديار په مشرۍ د ياد ولايت د مجاهدينو او قومي مشرانو وفدونه هم د قدرمن مشر حضور ته راغلي وو او نوموړي ته يې د خپلې خواخوږۍ، ډاډګېرنې او ملاتړ مراتب وړاندې کړل.

 

يادې ناستې شهيدانو ته د الله تعالیٰ له درباره د مغفرت، ټپيانو ته د عاجلې روغتيا او د هغوی کورنيو ته د جميل صبر او جزيل أجر پر غوښتلو پای ته ورسېدې.

 

د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک