مهم ترین های امروز سه شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒️: د حاا د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه: نن سهشنبه د قوس ۱۵مه؛ ۱۴۰۱: د حاا په مرکزي دفتر کې د لويې پکتيا، پکتیکا، لوګر، ميدانوردګ او خوست ولايتونو خورا ګڼشمېر جهادي قومندانانو، قومي مشرانو او مجاهدينو د څو سترو سترو ناستو په ترڅ کې د حا له قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار خپل ملاتړ او حمايت څرګند کړ او پر نوموړي يې د تېرې جُمعې په ورځ شوی تروريستي او وحشيانه بريد پر کلکو ټکو وغانده.
يادو مشرانو په لويه پکتيا، ميدانوردګ او لوګر کې د مېشتو ولسونو په استازيتوب قدرمن مشر ته ډاډ ورکړ چې زموږ ولسونه به د تېر په څېر او پر هماغه جذبه، عقيده او قومنده ستا شاته ولاړ وي او ستا دفاع به کوي، څه ډول چې يې پخوا ستا تر رهبرۍ او قيادت لاندې جهاد کاوه.
نوموړو همداراز وويل:
دا د الله تعالیٰ د حفاظت او نصرت يوه بېسارې بېلګه وه، چې د يوې سترې فاجعې مخه يې ونېوله. د تېر په څېر يې ستاسې حفاظت وکړ او د نامرده دښمنانو له شره يې وژغورلې.
يادو مشرانو دغه راز د ښاغلي حکمتيار جهاد، قربانۍ او مبارزې ته د خپلو احترامانه پېرزوينو په ډالۍ کولو سره دا هم وويل:
دا چې موږ له تېرې نيمې پېړۍ راهيسې ستاسې تر قيادت لاندې جهاد کړی، قربانۍ مو ورکړي، يو ځل بيا خپله ژمنه تازه کوو او د ژوند تر وروستۍ سلګۍ ستا او د حا د دې لوی کور دفاع خپله ديني او شرعي وجيبه ګڼو.
د مشرانو له څرګندونو وروسته ښاغلي حکمتيار د يادو مشرانو عقيدت او پېرزوينو ته په إشارې سره وويل:
موږ پخوا هم د اوس په څېر د کفر او نفاق له يوې ګډې جبهې سره مخامخ وو، چې پر وړاندې يې ستاسې په څېر خړو پړو مجاهدينو قيام وکړ، په داسې حال کې چې هر چا يې قيام او جهاد ته د يوې تَهْلُکِې په سترګه کتل. خو لله الحمد الله تعالیٰ همدا ستاسې خړو پړو مجاهدينو پر لاس د شوروي او ناټو بدمست ځواکونه مات کړل او د هغوی د ماتې وياړ تاسو ته په برخه شو.
قدرمن مشر زياته کړه:
له دغو سترو فتحو او برياوو وروسته مو پرېکړه دا وه چې؛ حا نور نهغواړي په جنګ کې برخه واخلي. غوښتل مو؛ او غواړو چې د جنګ پر ځای پر دعوت، منبر، ښوونځيو، پوهنتونونو، دفتري، فرهنګي، تعليمي او صحي خدماتو تمرکز وساتو او په يادو برخو کې عملاً لاس په کار شوي هم يو.
د نوموړي پر وينا؛ سره له دې چې د هېواد په ګوټ ګوټ، او کلي پر کلي ګڼشمېر سرښندونکي او سرسپارلي مجاهدين لرو، خو ټولو ته مو د صبر، انتظار او د جګړې د منتفي کېدو خبره کړې، هغوی مو د فعلي نظام بېقيد او شرط حمايت ته رابللي، خو متأسفانه د دې باوجود هم ځينې شريرې او مفسدې کړۍ دوه تنه سفيه او بېعقله افراد رالېږي او د الله تعالیٰ په کور کې پر موږ بريد کوي او هدف مو ګرځوي. خو دا د الله تعالیٰ ستر احسان وو چې پهخپل شوم پلان کې کامياب نهشول او هدف ته تر رسېدو وړاندې د خپل ناوړه او تروريستي عمل په سزا ورسېدل.
د ښاغلي حکمتيار پر ټکو؛ له دې معلومېږي چې دښمنان مو په کرار پرېښودل نهغواړي، نو بايد آماده اوسو او که اړتيا شوه، د دې شريرو کړيو او فتنو مخه به په ګډه نيسو.
✒️: د ح.ا.ا د امیر ښاغلي انجینیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله د ننۍ ناستې ذ وینا له متن څخه: حکمتیارنوموړی زياتوي چې؛ إإ ته هم وايو او ويلي مو هم دي؛ چې موږ ټول له ډېرو لويو فتنو سره مخ يو، هېواد مو د يو بل بحران په لور روان دی، د همدې له پاره که هغوی ټول؛ چا چې د اسلام په لاره کې په مخلصانه توګه جهاد کړی، په يو واحد صف کې منظم او مستحکم کړو او په مشترك ډول د روان بحران او فتنو مخه پرې ونيسو، نو ډېر لوی کار به مو کړی وي.
✒️: ملي دفاع وزارت: د ملي دفاع سرپرست وزير د افغانستان په چارو کې د امریکا له ځانګړي استازي سره وکتل. په دې کتنه کې د ملي دفاع وزیرد امریکا ځانګړي استازي ته ډاډ ورکړ، چې افغانستان امن دی، ټولې سرحدي پولې او فرضي نقطې یې خوندي دي او د افغانستان له خاورې څخه د سیمې او نړۍ هېوادونو ته هېڅ ګواښ نشته همداراز د افغانستان خاوره د هيڅ هېواد په ضد نه ده کارول شوې او نه به وکارول شي.
په اخير کې د ملي دفاع سرپرست وزير له ټام ويسټ وغوښتل چې نړۍ د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري.
✒️: د حاا د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه: تېره ورځ دوشنبه د قوس ۱۴مه؛ ۱۴۰۱ھش:
د إيمان مسجد د ألمناکې حادثې په اړه د پراخ ولسي تعزيت او خواخوږيو په سلسله کې نن د ميدان وردګ ولايت د جهادي شخصیت ډاکټر ښادي خان په مشرۍ ګڼشمېر اغېزمن جهادي، سياسي او قومي مشران د حاا د قدرمن أمير ليدو ته راغلي وو.
ياده پرُنفوسه او پرُنفوذه ناسته د قرآن عظيم الشأن د مبارکو آيتونو پر تلاوت پيل شوه. ورپسې د ميدان وردګ ولايت د مجاهدينو او قومي مشرانو په نمايندهګۍ ډاکټر ښادي خان خبرې وکړې او پر إيمان مسجد د شوي ناځوانمردانه او ديندُښمنه بريد په تړاو يې قدرمن مشر ته د خپلې خواخوږۍ او تسليت مراتب وړاندې کړل او زياته يې کړه:
د الله تعالیٰ شکر اداء کوو چې د نامرده دښمن يوه ستره توطئه شنډه شوه. الله تعالیٰ دې شهيدانو ته فردوس جنت، کورنيو او أقاربو ته يې جميل صبر په برخه کړي.
تر ننه چې کوم حادثات مخته راغلي، هېڅ يو يې په دومره اسانۍ له منځه نهدي تللي، دا د الله تعالیٰ يو ځانګړی فضل او نصرت وو، چې زموږ د اتلو سرښندويانو او مجاهدينو پر مټ يې د دې توطئې تلفات ډېر کمرنګه او ټيټې کچې ته راښکته کړل.
✒️: د ترک–افغان پانګهوالو کمېټې استازو د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست حمدالله نعماني سره د لیدنې پر مهال ویلي، په لنډ وخت کې به یوه ډله ترکي پانګهوال افغانستان ته راشي او په بېلا بېلو برخو کې به پانګونه وکړي.
✒️: د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد د متحده عربي اماراتو د حکومت له نائب او د دوبۍ واکمن شیخ محمد بن راشد آل مکتوم سره وکتل.
دفاع وزارت وایي، په دې لیدنه کې د افغانستان او متحده عربي اماراتو چارواکو د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو پر پياوړتيا او د سوداګرو لپاره د سوداګريزو خدمتونو د اسانتياو پر برابرولو او يو شمېر نورو مهمو موضوعاتو بحث او خبرې وکړې.
✒️: د افغانستان بانک عالي شورا دوه ورځنۍ غونډه نن پیل شوه.
د افغانستان بانک وایي، دا غونډه د افغانستان بانک د سرپرست رئیس عبدالقاهر (حاجي ادریس) په مشرۍ جوړه شوې او د افغانستان بانک د عالي شورا نور غړي پکې په حضوري او آنلاین ډول ګډون لري.
په دې غونډه کې د افغانستان بانک د اجرااتو د څرنګوالي، د هېواد د اقتصادي وضعیت، د پولي سیاست د تطبیق د څرنګوالي، د بانکي سکتور ټینګښت، د اداینو بهیر د ډیجیټل کولو، د خلکو لپاره د بانکي اسانتیاوو رامنځته کولو او د یو شمېر اداري موضوعاتو په اړه پرېکړې او بحثونه وشول.
پدې غونډه کې شاه محمود محرابي هم گډون درلود، نوموړی د افغانستان بانک د عالي شورا غړی دی او اوس د امریکا لخوا د «افغان فنډ» غړی هم ټاکل شوی.
✒️: مالیې وزارت د هېواد په بازارونو کې د پیازو او تازه رومیانو د بیو د کمولو په هدف د دې توکو ګمرکي وارداتي تعرفه له ٢٠ سلنې پنځه سلنې ته راټیټه کړه او سر له ننه په ټولو ګمرکونو کې د تطبیق وړ ده.
پخوا په یو ټن پیازو ٣١٨٠ افغانۍ ګمرکي محصول اخیستل کېده چې اوس به په یو ټن ١٣٥٠ افغانۍ محصول اخیستل کیږي. همدا شان تر دې وړاندې په یو ټن رومیانو ٣٤٣٠ افغانۍ محصول اخیستل کیده چې اوس دا شمېر ١٤٥٠ افغانیو ته راټیټ شو.
✒️: افغانستان بانک وايي، نن د ۴۰ میلیون ډالرو نغدي بشري مرستو یوه بله کڅوړه کابل ته را ورسېده او یو سوداګریز بانک ته و سپارل شوه.
دا په داسې حال کې ده چې پرون هم د ۴۰ میلیون ډالرو یوه کڅوړه کابل ته رارسېدلې وه.
✒️: د ملګرو ملتونو امنیت شورا یوه پلاوي کندهار کې ددې ولایت له ځايي چارواکو سره لیدلي دي.
د کندهار امنیه قومانداني وايي، د امنیت شورا یاد پلاوي پرون له امنیه قوماندان رحیم الله محمود سره د پروژو د تطبیق په برخه کې د همکاریو او ځینو نورو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.
✒️: د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد اصف وزیري کابل نیوز ته وویل، چې نن سهار د مزار شریف ښار په سیداباد څلورلاري کې د حیرتان د نفتي موادو د کارکوونکو پر یو بس د سړک غاړې ماین چاودنه کې ۵ تنه وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.
✒️: عیني شاهدان رسنیو ته وايي، د جلال اباد ښار شهید ادم خان څلور لارې ته څېرمه صرافۍ مارکېټ کې چاودنه شوې.
د ننګرهار حوزوي روغتون یو مسوول د نوم نه ښودلو په شرط زیاتوي، تر دې مهاله دې روغتون ته د پېښې له ځایه نهه ټپیان ور وړل شوي دي.
امنیتي کسانو تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.
✒️: د سعودي عربستان یو کلب، د فوټبال نامتو لوبغاړی کرسټیانو رونالډو د کال په ۲۰۰ میلیونه یورو قرارداد واخیست.
دوه نیم کاله به عربانو ته لوبېږي.
✒️: د یوناما مشره روزا اوتنبایوا:
لا هم د نړۍ ۸۵ سلنه تریاک افغانستان کې تولیدېږي.
✒️: د ایران د پارلمان یو غړی حسین جلالي:
امربالمعروف پولیس خو لغوه شول مګر داسې پرېکړه راروانه ده چې له مخې به یې د حجاب نه په سروونکو ښځو بانکي حسابونه بندېږي.
✒️: اسټرالیا په خپله خاوره د نړۍ تر ټولو ستر راډیوتلسکوپ نصبوي چې له نورو سیارو څخه د ځمکې پر خوا راغلي سګنالونه کشف او وڅېړي.
په دې لوی سیسټم کې ۳۰ زره انتنونه او ۲۰۰ ستر سیټلایټونه یو تر بله وصل او نصبېږي.
✒️: د ۲۰۲۲ قطر نړیوال جام سیالیو په حذفي لوبو کې کرواسې، جاپان ته په ماتې ورکولو سره بل پړاو ته لار پیدا کړه. دواړو لوبډلو په ۹۰ دقیقو او اضافي وخت کې یو-یو ګول وهلی و، خو جاپان لوبډلې په پېنالټي وهلو کې ماته ومنله.
✒️: د هند او منځنۍ اسیا هېوادونو چارواکي د افغانستان په اړه خبرې کوي.
د ” ټایمز اف انډیا“ د راپور له مخې په پام کې ده د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دوال نن سې شنبه د منځنۍ اسیا هېوادونو له چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړي.
✒️: د جرمني په «مونشن» کې په ماشومانو د چاقو برید شوی دی.
چارواکي وایي یو بریدگر په هغو دوو نجونو د چاقو برید کړی چې ښوونځي ته روانې وې.
چارواکي زیاتوي چې په دې برید کې یوه ماشومه وژل شوې، یوه بله ټپي ده او بریدگر هم نیول شوی دی.
✒️: جاپان له افغانستان سره د ١٠٦ میلیون ډالرو مرستې اعلان وکړ.
په کابل کې د جاپان سفارت پر خپله ټړېټرپاڼه لیکلي چې دا مرسته به د بشردوستانه پروژو د پلي کولو او د لومړنیو بشري اړتیاوو پوره کولو په هدف د ملګرو ملتونو د ادارو، نړیوالو سازمانونو او غیر دولتي موسسو لخوا ولګول شي.
دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې راهیسې جاپان له افغانستان سره په مجموعي توګه ۳۳۵ میلیون ډالرو مرسته کړې ده.
✒️: د افغانستان لپاره د متحده ایالتونو ځانگړي استازي ویلي چې هند ته د خپل سفر په ترڅ کې یې د هند بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان، ایران او پاکستان ډیسک مسوول «جي پي سینگ» او د دې هیواد د ملي امنیت مرستیال «ویکرام میسري» سره کتلي دي.
توماس ویست په یوه ټویټ کې ویلي چې په هند کې یې له عبدالله عبدالله سره هم کتلي او له نوموړي سره یې د افغانانو ترمنځ د هغه ملي سیاسي ډیالوگ پر اړتیا چې د افغانانو په رهبري رامنځته شوی وي، خبرې کړې دي.
✒️: د « ایرنا» خبري اژانس د راپور پر اساس، کاظمي قمي ویلي چې امریکا په تېر یوه کال او څو میاشتو کې په افغانستان کې قومي او مذهبي جګړو ته لمن ووهله او په وینا یې امریکا، بریتانیا او ځینې عربي متحدین یې هڅه کوي د طالبانو او ایران تر منځ هم بې باوري رامنځ ته کړي.
✒️: قطر او اندونیزیا تعلیم ته د افغان نجونو د لاسرسي د ملاتړ په هدف نړیواله غونډه جوړوي.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، ټاکل شوې ده چې د قطر او اندونیزیا په کوربتوب د افغان ښځو او نجونو د تعلیم په اړه په دې نړیوال کنفرانس کې امریکايي استازي هم برخه واخلي.
✒️: د بشري حقونو څار سازمان ویلي، د المپیک نړیواله کمېټه دې تر هغې افغانستان ته په المپیکي لوبو کې د ګډون اجازه نه ورکوي چې اسلامي امارت ښځو او نجونو ته د سپورت اجازه نه وي ورکړې.
✒️: د پاکستان د پټرولیم وزیر مصدق ملک وایي، په پام کې ده روسیه پر پاکستان په ارزانه بیه خام تېل، پټرول او ډيزل وپلوري.
✒️: الجزیره تلویزیون د خپلې خبریالې شیرین ابو عاقله د وژل کیدو قضیه نړیوالې جنایي محکمې ته وړې ده.
شیرین ابو عاقله فلسطینۍ خبریاله د مې میاشتې په ۱۱ مه نیټه د فلسطین په جنین ښار د اسرائیلي ځواکونو د برید پر مهال د اسرائیلي سرتیري لخوا ووژل شوه.
✒️: د سعودي عربستان د رسنیو راپورونو په اساس د چین ولسمشر شي جین پینگ به سبا دغه هیواد ته سفر وکړي.
شي جین پینگ به په سعودي عربستان کې د چین او عربي هیوادونو په غونډه کې گډون وکړي.
د راپورونو په اساس په دې غونډه کې به د ۱۴ عربي هیوادونو مشران هم گډون وکړي.
