مهم ترین های امروز دوشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒️: د حاا د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه: تېره ورځ يکشنبه د قوس ۱۳مه:
د تېر په څېر ګڼشمېر لوړپوړي دولتي چارواکي د حاا د قدرمن أمير حضور ته راغلل او پر إيمان مسجد د شوي وحشيانه برید په اړه يې نوموړي ته د خپلې ژورې خواشینۍ او تأسف مراتب وړاندې کړل.
د يادې پېښې په تړاو د دولتي چارواکو د راتګ په همدې تسلسل کې د کورنيو چارو وزارت معين ښاغلي مولوي نورجلال، د ياد وزارت د مقام دفتر رئيس ښاغلي مولوي زين الله او لومړي ياور ښاغلي مولوي صاحب ثاقب، او همداراز د تجارت وزير ښاغلي نورالدين عزيزي او ورسره ملپلاوي تشريف راوړی وو.
دغهراز پر دولتي پلاوو سربېره د پروان د ولايتي أمير ښاغلي استاد عبدالغفار رشيدي په مشرۍ د ياد ولايت ګڼشمېر جهادي قومندانان او مجاهدين، د ښاغلي مولوي مزمل اسلامي په مشرۍ د جمعیت اصلاح د رهبري شوریٰ غړي او اراکين، د مشهور جهادي او سياسي شخصیت ښاغلي وحيدالله سباوون په مشرۍ ګڼشمېر جهادي او قومي شخصيتونه، د ښاغلي مولوي مولوي موسیٰ په مشرۍ د پغمان ولسوالۍ يو شمېر قومي او جهادي متنفذين، د حاجي صاحب نجیب الله اسلامیار په مشرۍ د کابل ولايت مجاهدين او قومي مخور، د کاپیسا د نامتو جهادي قومندان شهید احمدي زوی او ځایناستي فضل هادي احمدي، قومندان صاحب علاؤالدین احمدي، قومندان ګل نظیم او همداراز د ننګرهار پوهنتون د عالم او فاضل استاد ښاغلي مولوي شريف رحماني په مشرۍ د ياد پوهنتون يو شمېر علمي شخصيتونه او نامتو استادان هم د قدرمن مشر ليدو ته راغلي وو.
ټولو پر يوه خوله پر إيمان مسجد شوی وحشيانه بريد وغانده، هغه يې د دين او هېواد د دښمنانو عمل وباله، او ترڅنګ يې د حاا محترم أمير ته د حادثې په تړاو د خپل ژور تأسف إظهار وکړ او ترڅنګ يې نوموړي ته د هر راز همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.
ښاغلي حکمتيار له ټولو راغليو پلاوو او تعزيت کوونکو په ځانګړې او جلا-جلا توګه مننه وکړه او زياته يې کړه:
دا د مبارزې لاره او طبيعت دی، څوک چې مبارزه کوي، له دا ډول ستونزو سره به هرو-مرو مخ کېږي او په ورين تندي به يې زغمي. په دې لاره کې شهادتونه، هجرتونه او زندانونه ټول شته، موږ د خپلې مبارزې په اوږدو ډېر خواږه ملګري او ياران له لاسه ورکړل او شهيدان شول. هغوی له خپل رب سره کړې ژمنه پوره کړه او موږ لا هم په منتظرينو کې يو.
✒️: د حاا د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه: تېره ورځ يکشنبه د قوس ۱۳مه؛ ۱۴۰۱ھش: (د ملتونو د عروج او زوال عوامل) تر عنوان لاندي د حاا د قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار ۷مه درسي حلقه د بريا نړۍوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي دائره شوه چي خورا گڼشمېر ورونو او خویندو په کي گډون کړی وو.
✒️: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي وايي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دغه وزارت د سرپرست ملا خیرالله خیرخواه د سفر بندیز د لسو ورځو لپاره لغوه کړی دی.
✒️: د دفاع سرپرست وزير مولوي محمد یعقوب مجاهد پرون ماښام د ابوظبۍ په «الشاطي» شاهي ماڼۍ کې د متحدو عربي اماراتو د دولت له رئیس شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره لیدلي او د د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا او یو شمېر نورو مهمو مسایلو یې خبرې کړې دي.
✒️: افغانستان ته د ۴۰ میلیون ډالرو نغدي بشري مرستې کڅوړه را ورسېده او په کابل کې یو سوداګریز بانک ته و سپارل شوه.
د افغانستان بانک وايي، د هر هغه اصولي اقدام چې هېواد ته د اسعارو د راتګ او د ټولنې له اړمنو کسانو سره د مرستې لامل کېږي، ستاینه کوي او دا بانک به د بانکي سکتور د لا پیاوړتیا او ټینګښت په برخه کې خپلې هلې ځلې جاري وساتي.
✒️: اسلامي امارت د هغه کس د نیول کېدو خبر ورکوي چې د تېرې جمعې په ورځ یې د پاکستان پر سفارت ډزې کړې وې.
✒️: په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رئیس سهیل شاهین ویلي، چې افغانستان کې د هند هېواد پانګونې ته اړتیا ده.
شاهین له هندو ورځپاڼې سره په مرکه کې زیاته کړې چې د اسلامي امارت چارواکو کابل کې د هند سفارت مسوولانو سره په لیدنه کې ټینګار کړی، چې هند هېواد دې په افغانستان کې د بنسټیزو پروژو په جوړولو او ساتنه کې مرسته وکړي.
✒️: د پکتیا مسوولین وایي چې دې ولایت په ډنډپټان کې له ډیورند فرضي کرښې سره د سړک جوړولو چارې بشپړې شوي دي.
د پکتیا ځایي مسوولینو ویلي چې د ۲۰۳ منصوري قول اردو انجنیري مدیریت په مرسته ډنډپټان ولسوالۍ اړوند د ډیورنډ په فرضي کرښه د سرحدي ځواکونو پوستو ته سړک جوړ شوی دی.
✒️: د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له "منصور فتح" شرکت سره د حيرتان-مزارشريف اورګارډي پټلۍ د ساتنې او مراقبت تړون لاسليک کړ.
✒️: ذبیح الله مجاهد، سخنگوی امارت اسلامی، در صفحۀ تویترش نگاشته است که نیروهای ویژه امارت اسلامی فردِ را که روز جمعه بر سفارت پاکستان در کابل حمله کرده بود، بازداشت کردهاند.
به گفته آقای مجاهد، این فرد شهروند خارجی و عضو داعش میباشد.
سخنگوی امارت اسلامی افزوده است که دست خارجیها در عقب این حمله است و هدف شان ایجاد بیباوری میان افغانستان و پاکستان است.
✒️: د اسلامي امارت لوړپوړی چارواکی انس حقاني چې متحده عربي اماراتو ته تللی، په دغه هېواد کې له مېشتو افغانانو سره په لیدنه کې چې اسلامي امارت د افغانستان د ابادولو لپاره پر اوږدو مهالو پروګرامونو کار کوي ښاغلي حقاني اماراتو ته د اسلامي امارت د پلاوي د سفر په هکله هم ویلي دي چې په دغه هېواد کې د مېشتو افغانانو د ستونزو اورېدل او حل یې د پلاوي یو له سترو موخو دی.
✒️: د کانونو او پټرولېم وزارت مسوولین وايي، د اتو لویو کانونو لپاره به د داوطلبو شرکتونو د وړاندیزونو د څېړلو بهیر سر له نن پیل شي. د دې وزارت سرپرست شهابالدین دلاور زیاتوي، دا بهیر به پنځلس ورځې وخت ونیسي او د غور او هرات ولایتونو اته کانونه به خصوصي شرکتونو ته وسپارل شي.
✒️: پوهنې وزارت وايي له هغو نجونو د سویې ازموینه اخلي چې سږ کال يې باید دولسم ټولګی په ښوونځیو کې بشپړ کړی وی. د دغه وزارت د پرېکړې له مخې، دا ازموینه د روان کال د لیندۍ په شپاړسمه نېټه اخیستل کېږي.
✒️: د ټولګټو چارو وزارت د سالنګ لویې لارې د بیارغونې په چارو کې د ځنډ خبر ورکوي. دې وزارت ویلي چې، د ژمي له رارسېدو سره د دې لویې لارې د ۳۰ کیلومتره سړک د رغونې کار چې د روان کال په دویمه نیمايي کې پیل شوی و، ځکه ځنډېږي چې د شیبر کوتل بدیله لاره خوندي نه ده.
✒️: د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن وايي چې مسکو په اوکراين کې د جګړې د ختمولو لپاره خبرو ته لېوالتيا نه لري. بلينکن له سي بي ايس سره په مرکه کې ويلي چې روسيه اصلاً پر بامفهمومه ډيپلوماسۍ تکيه نه کوي.
✒️: جرمني په روان زيږديز کال کې ۱.۲ ميليونو کډوالو ته پناه ورکړې ده. جرمني رسنۍ وايي چې له دې ډلې څه باندې يو ميليون يوازې له اوکراينه ور کډوال شوي دي.
✒️: د پاکستان د برېښنا د تنظيم اداره يا نېپرا نن د برېښنا د توليد لپاره له افغانستانه د ډبرو سکرو د وارداتو لپاره د اوږدمهالي تړون موضوع ارزوي.
✒️: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري له "الجزیره تلویزیون" سره په مرکه کې ویلي، اسلاماباد د افغانستان له سرپرست حکومت سره د ګاونډیو پر وړاندې د خپلې بهرنۍ تګلارې او د سیمې هېوادونو د ګټو پر بنسټ خبرې کوي.
✒️: پس از فوران آتشفشان "سمیرو" در شرق جاوا در اندونیزیا، هزاران تن از روستاهای اطراف این آتشفشان مجبور به ترک خانههای شان شدند.
اداره محلی بررسی و نجات جزیره جاوا تیم بررسی را برای ارزیابی خسارات گماشته است. بر بنیاد گزارشها، چندین روستا آسیب دیدهاند.
✒️: د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، چې د ډېورند کرښې په دواړو خواوو کې مېشتو پښتنو ته دې د افغانستان او پاکستان تابعیت ورکړل شي.
✒️: د نړۍ ۷ لویو صنعتي هېوادونو نن د روسیې د تېلو لپاره ټاکل شوې بیه عملي کړه.
د نړۍ اوو لویو صنعتي هېوادونو د روسیې د هر بیرل اومو تېلو لپاره ۶۰ ډالره بیه ټاکلې خو روسیې له دې پرېکړې سره کلک مخالفت کړی دی.
✒️: ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی، چې اسټرالیا په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د جنګي جرمونو د قربانیانو کورنیو ته د غرامت ورکولو په اړه غور کوي.
