د حکمتيار صاحب اوومه درسي حلقه (د ملتونو د عروج او زوال عوامل) تر عنوان لاندې تر سره شوه
يکشنبه د قوس ۱۳مه؛ ۱۴۰۱ھش:
(د ملتونو د عروج او زوال عوامل) تر عنوان لاندي د حزب اسلامي افغانستان د قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار ۷مه درسي حلقه د بريا نړۍوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي دائره شوه چي خورا گڼشمېر ورونو او خویندو په کي گډون کړی وو.
ښاغلي حکمتيار د مخکيني درس د لا وضاحت په خاطر تر دې پوښتونکي او فرعي سرليك لاندي چي؛ (موسى عليه السلام له خپل عالم ملگري څه زده كړل؟) پر دوام وويل:
يوه ډله د خپلو خرافي او غلطو باورونو د اثبات لپاره؛ د خضر عليه السلام قصې اړوند ځيني آيتونه غلط تعبيروي او دا مطلب ترې راباسي چي خضر عليه السلام په غيب پوهېدو؛ او همدې ته د لدني علم نوم وركوي؛ دا په داسي حال كي چي دا قصه اصلاً د دې لپاره راغلې چي وښيي؛ نه موسى عليه السلام په غيب پوهېدو او نه ئې استاد! كله چي له خضر عليه السلام سره مخامخ شو؛ هغه ونه پېژندو او پوښتنه ئې ترې وكړه چي څوك يې؟ كله چي هغه ورته وويل: موسى؛ نو پوښتنه ئې ترې وكړه چي د بني اسرائيلو موسى؟ له دې خبري خو په وضاحت سره معلومېږي چي هغه هم په غيب نه پوهېدو؛ بل لوري ته موسى عليه السلام راښيي چي له خپل عالم ملگري سره روان دئ خو د هغه د څو كارونو په وجه او موخه نه پوهېدو!! كه دا سفر د موسى عليه السلام تر بعثت وړاندي شوى وي؛ نو هيڅوك دا ادعاء نشي كولى چي د دې كس مقام تر موسى عليه السلام لوړ وو.
قرآن خو موسى عليه السلام د هغو پنځو پيغمبرانو له ډلي گڼي چي هيڅ انسان او هيڅ پيغمبر د هغوى مقام ته نشي رسېدى. موږ نه پوهېږو دوى د قرآن له كوم لفظ دا معنى اخيستې ده چي دا كس په غيب پوهېدو؟
قدرمن مشر زياته کړه:
قرآن خو وايي چي له الله تعالى پرته هيڅوك په زمكه او آسمان كي په غيب نه پوهېږي. قرآن خو د ابراهيم، موسى، ذكريا، لوط، نوح، يعقوب، محمد،... عليهم السلام داسي قصې زموږ مخي ته ږدي چي ښيي دوى په غيب نه پوهېدل؛ دوه ئې داسي چي فرشتې ئې په خوا كي ولاړي وې خو دوى د زلمو او مېلمنو گمان پرې كړى؛ بل ته ئې د اولاد زېرى وركړى شوى؛ پوښتنه ئې كوله چي دا زوى به څنگه او څه وخت وركول كېږي؛ بل ئې داسي چي څو متره آخوا ئې زوى په څاه كي لوېدلى خو له حال ئې خبر نه دئ او له غمه ئې سترگي ړندې شوې؛ او دلته موسى عليه السلام داسي معرفي كوي چي د خپل ملگري د كارونو په كنه او حقيقت خبر نه وو ... د خضر عليه السلام نه نوم په قرآن كي راغلى او نه دا چي هغه يو پيغمبر وو، په يوه روايت كي د موسى عليه السلام دا ملگرى د خضر په نامه ياد شوى، هيڅ په دين پوه انسان دا ادعاء نشي كولى چي د هغه مقام تر موسى عليه السلام لوړ وو او يا په غيب پوهېدو.
نوموړي دا هم وويل:
په دې قصې كي دوه شخصيتونه انځور شوي: يو ئې اولوالعزم پيغمبر موسى عليه السلام او بل ئې د خداى يو نېك بنده، موسى عليه السلام د هغه ليدو ته ورغلى، د ده د سيمي له حالت او وضعيت خبر نه دئ او هيڅ معلومات نه لري؛ خو استاد ئې په خپلي سيمي كي بلد دئ، ښه او بد پېژني، موسى عليه السلام د ملگرتيا او سفر په دوران كي له خپل ملگري درې داسي كارونه گوري چي د علم غيب نه درلودو په وجه نه پوهېږي چي ولي ئې دا كارونه وكړل، له هغه وروسته پرې پوه شو چي ملگري ئې تفصيلات ورته بيان كړل، دا قصه په ډېر وضاحت سره دا حقيقت زموږ مخي ته ږدي چي پيغمبران عليهم السلام په غيب نه پوهېږي، عجيبه دا ده چي د كږو زړونو خاوندان له دغي قصې معكوسه نتيجه اخلي او د موسى عليه السلام ملگري ته علم غيب ثابتوي!!
ښاغلی حکمتيار زياتوي چي؛ پدې قصې كي هيڅ داسي دليل نشته چي د موسى عليه السلام ملگري ته علم غيب ترې ثابت شي، قرآن ندي ويلي چي دى په غيب پوهېدو، نه پوهېږو دوى دا انتباه له كومه ځايه اخيستې ده؟!
نوموړی پوښتي چي؛ د ظالم او غاصب پاچا په اړه د هغه علم، د هغه ځوان له نېك عمله مور او پلار او د ده له كفر او طغيان د ده خبرتيا او تر نړيدونكي دېوال لاندي د هغو يتيمانو خزانه چي صالح مور پلار ئې له لاسه وركړي وو؛ دا معلومات ولي په علم غيب حمل شي؟ دا ولي د هغه د پراخو معلوماتو او د سيمي له حالت د ده د خبرتيا نښه ونه گڼو؟ په داسي حال كي چي حقيقت همدا دئ او د قرآن له وينا په بشپړ وضاحت سره همدا معلومېږي.
قدرمن مشر د خپل وضاحت پر دوام وايي:
له هغه پوه او عالم سړي سره د موسى عليه السلام د ملگرتيا په قصه كي څو په زړه پوري او د زياتي توجه وړ ټكي زمونږ مخي ته ايښودل شوي:
1- موسى عليه السلام چي يو له پنځو اولوالعزم پيغمبرانو دئ؛ له خپل عالم ملگري داسي څه ويني چي د ده لپاره د توجيه او منلو وړ ندي، په ظاهر كي داسي بد او قبيح ورته ښكاري چي په وړاندي ئې چوپ نشي پاته كېدى، فوراً اعتراض كوي. كه څه هم ژمنه ئې كړې وه چي تر هغه به د هيڅ كار په اړه پوښتنه نه كوي چي ده نه وي پرې خبر كړى او قضيه ئې نه وي ورته بيان كړې؛ خو گورو چي موسى عليه السلام هرځل خپل تعهد هېروي، سكوت ماتوي او له خپل ملگرى پوښتنه كوي، اعتراض ورباندي كوي او ورته وايي: دا څه عجيب كار!! دا څومره ناوړه عمل!! او ملگرى ئې هرځل ورته وايي: تا ته مي ويلي وو چي زما ملگرتيا نه شې كولى، زما پر كارونو صبر نه شې كولى، ځكه چي په راز ئې نه پوهېږې، د كارونو له اسرارو بې خبري د دې سبب كېږي چي بې صبره شې. دا كار درې ځلي تكرارېږي؛ بالآخره موسى عليه السلام اعتراف كوي چي لدې شخص سره د ملگرتيا توان نه لري او د هغه د عجيبو كارونو په وړاندي صبر نه شي كولى. كه موسى عليه السلام علم غيب لرلى نو داسي به نه كېدل، نه به ئې په خپل ملگري اعتراض كاوو او نه به ئې له ملگرتيا پاته شوى وى؛ كه موسى عليه السلام چي له اولوالعزم رسولانو دئ؛ علم غيب نه لري نو بل به څوك وي چي د علم غيب خاوند وي؟!
2- موسى عليه السلام پدې اعتراض وكړ چي د مسكينانو كښتۍ ولي تخريب شي او ولي له سفر پاته شي؛ خو له دې خبر نه وو چي څو قدمه وړاندي دې كښتۍ او مالكانو ته ئې خطر متوجه دئ، هلته د يوه ظالم پاچا پلويانو كمين نيولى، هره كښتۍ چي مومي غصبوي ئې! د موسى عليه السلام ملگرى پرې خبر وو؛ د دې لپاره چي دا كښتۍ او غريب مالكان ئې له خطر سره مخ نه شي؛ له دې تدبير ئې كار واخيست چي كښتۍ سورۍ كړي؛ او په دې سره له تگ پاته شي؛ پوهېدو چي له دې پرته د كشتۍ د تگ مخنيوى نشي كولى؛ دا كار چي د موسى عليه السلام لپاره د توجيه وړ نه وو په حقيقت كي د كښتۍ د مالكانو لپاره لوى خدمت وو او په همدې كي د موسى عليه السلام لپاره يو لوى درس پروت وو او هغه دا چي يوه چا ته د ډېري گټي لپاره لږ ضرر رسول؛ د ستايني وړ دئ نه د اعتراض وړ.
3- په دوهم ځل ئې هم د خپل پوه او عالم ملگري په كړو صبر ونشو كړى، بيا ئې اعتراض وكړ چي دا ځوان دي ولي بې موجبه ووژلو؟! له دې خبر نه وو چي دا ځوان يو شرير، سخت زړى، فاسد او كافر انسان دئ؛ مور او پلار ئې مسلمانان دي او د ده خطر دومره لوى شوى چي خپله كورنۍ او مور پلار تهديدوي؛ ترې تنگ دي او له خضر ئې غوښتي چي د ده له شر ئې وژغوري؛ دا په اصطلاح يو فاسد غړى دئ، جراحي ته ضرورت لري، د دې فاسد او خطرناك غړي قطع كول په واقع كي لدې مؤمني كورنۍ سره مرسته ده. د موسى پوه او عالم ملگري دې مؤمني كورنۍ ته لوى خدمت وكړ، د يوه شرير انسان له شره ئې وژغورله؛ دا كار ئې د هغوى په غوښتنه كړى؛ پلار او مور ئې ده ته له خپل مفسد زوى شكايت كړى؛ درې واړه دې نتيجې او موافقې ته رسېدلى چي له وژلو پرته ئې بله چاره نشته. په دې سفر كي ئې همدا كار كړى؛ او موسى عليه السلام ته ئې دا درس وروښود چي: په سالم بدن كي د فاسد غړي جراحي ممانعت نه لري، له سالم بدن؛ د هغه غړي قطع كول ضروري دي چي د اصلاح او جوړيدو امكان ئې نه وي. كه اسلامي ټولني ته د يوه شرير او فاسد انسان له خوا گواښ او تهديد متوجه شي او تر خطر لاندي راشي چي له تصفيى او منځه وړلو پرته بله چاره ونلري؛ نو د دا ډول غړي له منځه وړل؛ د اعتراض نه بلكه د توجيه او ستايني وړ عمل دئ. دې ته مو هم بايد پام وي چي د قرآن له الفاظو په ډېر صراحت سره معلومېږي چي د دې شرير هلك مور او پلار خضر عليه السلام ته د خپل بد چلن زوى په اړه شكايت كړى او دوى درې واړو د ده د وژلو پرېكړه كړې، تفصيل ئې د الكهف په سورې كي وگورئ.
4- درېيم ځل ئې پدې اعتراض وكړ چي ولي له هغه بخيل قوم سره د كاږه دېوال په جوړولو او د هغه د نړېدو په مخنيوى كي مرسته كوي، له داسي قوم سره ولي مرسته كوي چي دومره بخيل او بې احساسه دئ چي اړ او مجبور مسافر ته يوه مړۍ ډوډۍ هم نه وركوي او ولي ئې دې خلكو ته مفت او مجاني كار وكړ؟ موسى عليه السلام د خپل ملگري پدې عمل انتقاد وكړ، ځكه هغه پدې نه وو خبر چي تر دې دېوال لاندي د هغو دوو يتيمانو خزانه ده چي له مؤمنو والدينو په ميراث ورته پاته ده، د موسى عليه السلام ملگري په خپل دې مفت او بې اجورې كار سره هغو يتيمانو ته غټ خدمت وكړ او په عين وخت كي ئې موسى عليه السلام ته دا لارښوونه وكړه چي انسان ته نه ښايي تل بالمثله معامله وكړي، مناسبه نده چي د ټولني د اكثريت بده كړنه او ناسمه معامله تا له كمزوري اقليت سره له نېكي منع كړي. د قرآن له وينا په څرگنده توگه معلومېږي چي د دغو يتيمانو پلار؛ تر مرگ وړاندي؛ خضر عليه السلام يو امين او صالح كس گڼلى، ورته ويلي ئې وو چي د زامنو لپاره مي تر دېوال لاندي سكې ښخوم؛ كله چي ستر شي نو ترې خبر ئې كړه؛ ده ورسره ژمنه كړې وه؛ د همدې ژمني له كبله دې كلي ته راغلى چي د دېوال حالت وگوري؛ هغه ئې د ړنگېدو په حال كي موندلى نو ځكه ئې رغولى. دا ځكه چي هيڅوك د اولاد لپاره په داسي حال كي خزانه نه ښخوي چي هيڅوك پرې خبر نه كړي؛ له داسي كار به د ده اولاد ته څه گټه ورسېږي؟!! كېدى شي دېوال ړنگ شي او خزانه د بل چا په لاس كي پرېوزي.
5- صحيح نه ده چي د ظالم واكمن په اړه علم، د صالح پلار د طاغي او عاصي زوى په اړه علم او تر دېوال لاندي د يتيمانو د خزانې په اړه علم داسي توجيه او تعبير كړو چي له قرآن سره تعارض ولري او په غيب د انسان د پوهېدا غلطه خبره ترې راووځي؛ دا آيتونه بايد د قرآن د نورو آيتونو په رڼا كي تفسير كړو؛ خضر عليه السلام په دې خبرو پوهېدو؛ دا ځكه چي دى په همدې سيمي كي اوسېدو، موسى عليه السلام ترې خبر نه وو ځكه چي هغه له بلي سيمي هلته تللى وو.
ښاغلی حکمتيار زياتوي چي؛ ځيني خلك د خضر عليه السلام دا وينا چي وئې ويل: (و ما فعلته عن امري: ما (د خپل زړه) په حكم دا كار نه دئ كړى) داسي تعبيروي چي گواكي ده ته د الله تعالى له لوري په مشخصه توگه د دغه ځوانكي د وژلو امر شوى وو، خو په آيتونو كي په لږ دقت سره پوهېدى شو چي د دې وينا معنى دا ده: ما دا كار د خپل نفسي غوښتنو په حكم نه دئ كړى، كوم ذاتي غرض مي په كي نه وو، د ده پلار او مور دا غوښتنه كړې وه؛ د دوى په مشوره او موافقه مي دا كار كړى؛ د الله دين د داسي څه كولو اجازه راكړې، په الهي دين كي د هغه چا وژل مانع نه لري چي صالح ټولنه په كفر او طغيان گواښي، يوازي دغسي تعبير موسى عليه السلام ته يو مهم درس گڼل كېدى شي، نه دا چي گواكي د الله تعالى له لوري خضر عليه السلام ته په مشخصه توگه د دغه ځوانكي د وژلو حكم شوى وو!!
د قدرمن مشر پر وينا؛ كه خضر عليه السلام هغه كارونه د الله تعالى په ځانگړي امر او حكم سره كړي وى نو حتماً به ئې ويلي وو: "ذلك مما امرني به ربي"، ولي به ئې د دې الفاظو پر ځاى ويل چي و ما فعلته عن امري؟ نه پوهېږم كوم په ژبي پوه انسان به له دې الفاظو دا معنى راباسي چي "فعلته عن امر ربي: د خپل رب په حكم مي وكړ!!"؛ زه گمان كوم څوك چي د خضر عليه السلام له دې وينا دا راباسي چي (فعلته بامر ربي) جسارت كوي، او هغه خبره كوي چي قرآن نه ده كړې؛ او بيا كه خضر عليه السلام دا كار د الله تعالى په ځانگړي حكم سره كړى وي نو په دې كه د موسى عليه السلام لپاره څه لارښوونه وه؟ په دې صورت كي خو به موسى عليه السلام هم يوازي هغه مهال له چا سره مرسته كوله او يا به ئې د چا د وژلو اراده كوله چي الله تعالى ئې نوم ورته ښودلى وى!! لارښوونه خو يوازي په هغه صورت كي كېدى شي چي له هر بې وزلي سره د مرستي درس په كي وي او د هر هغه چا وژل جائز وگڼل شي چي د هغه ځوانكي په څېر كافر، بې رحمه او مفسد وي، خپله كورنۍ ئې له گواښ سره مخامخ كړې وي او مور پلار ئې خضر عليه السلام ته له خپل زوى شكايت كړى وي.
نوموړی زياتوي چي؛ د خضر عليه السلام دا وينا چي وئې ويل: " (فَأَرَدْنَا أَنْ يُبْدِلَهُمَا رَبُّهُمَا خَيْرًا مِنْهُ زَكَاةً وَأَقْرَبَ رُحْمًا) الكهف 81 : نو اراده مو وكړه چي د دوى دواړو رب تر ده د پاكوالي له پلوه غوره او د پېرزويني له پلوه نږدې په عوض كي وركړي" دا وينا په واضح توگه ښيي چي دريو واړو (د هلك پلار، مور او خضر) په دې طمع او هيله د هلك د وژلو پرېكړه كړې چي الله تعالى د دې طاغي او كافر زوى په بدل كي د ده صالح مور پلار ته داسي زوى وركړي چي د ده په څېر كافر، سركښ، مفسد او بې رحمه نه وي، كه خضر عليه السلام دا كار د الله تعالى په حكم كړى وى نو بيا خو د داسي څه ويلو ته قطعاً مجال نه پاته كېدو، په دې صورت كي به ده حتماً همغه مخكنۍ خبره كوله (فأراد ربك: ستا رب وغوښتل)، د (أردنا) صيغه داسي تعبيرول چي گواكي الله تعالى او خضر عليه السلام په گډه د دې ځوانكي د وژلو پرېكړه كړې؛ كاملاً ناسم او غلط تعبير دئ؛ دا ځكه چي الله تعالى يوازي او د بل له شراكته پرته پرېكړي كوي او په حكم كولو كي هيڅوك له ځان سره نه شريكوي: (... وَلا يُشْرِكُ فِي حُكْمِهِ أَحَدًا) الكهف 26
د حا محترم أمير د يادې موضوع د لا وضاحت پر دوام وايي:
په اړوند آيتونو كي د (فخشينا) او ورپسې د (اردنا) صيغې راغلې، په دواړو كي د (نا) ضمير د هلك مور، پلار او خضر ته راجع دئ، دوى د هلك په اړه وېرېدلي او د هغه د وژلو پرېكړه ئې كړې، په دې كي اصلاً د الله نوم نشو شاملولى؛ لږ دې آيت ته ځير شئ: (وَأَمَّا الْغُلامُ فَكَانَ أَبَوَاهُ مُؤْمِنَيْنِ فَخَشِينَا أَنْ يُرْهِقَهُمَا طُغْيَانًا وَكُفْرًا) الكهف 80 : اما هغه ځوانكى؛ نو پلار او مور ئې مؤمنان وو؛ نو موږ (خضر او د هلك پلار او مور) ووېرېدو چي داسي نه په خپل كفر او طغيان سره دوى دواړه تنگ كړي. آيا عجيبه نه ده چي څوك د دې آيت داسي ناسم تعبير كوي يا مني چي الله تعالى ته وېرېدا منسوبوي دا په داسي حال كي چي داسي انتساب د آيت له هيڅ برخي نشي كېدى؛ دلته د خضر وينا راغلې؛ هغه تر خشينا وړاندي د هلك مور پلار يادوي او بيا خشينا وايي؛ چي معنى ئې له دې پرته بل څه نشي كېدى چي موږ درې واړه ووېرېدو او د ده د وژلو اراده مو وكړه؟!
د حزب اسلامي افغانستان د محترم أمير پر وينا چي؛ څوك چي د (خشينا) او (أردنا) په اړه له دې پرته بل تعبير وړاندي كوي ستره غلطي كوي؛ او څوك چي په دې كي د الله تعالى نوم شاملوى هم ستره غلطي كوي او هم ستره گناه، دا له دې كبله چي له نحوي پلوه په دې كي اصلاً د الله نوم نشو شاملولى، په (خشينا) كي ضمير يوازي خضر عليه السلام او د ماشوم مور او پلار ته راجع كېدى شي نه بل چا ته، دا ځكه چي تر دې وړاندي د الله تعالى نوم نه دئ ياد شوى. اصولاً بايد ضمير نږدي اسم ته راجع شي، دلته د (نا) لپاره نږدې نومونه دوى درې دي، په خشينا او اردنا كي نه يوازي له نحوي او ادبي پلوه ضمير الله تعالى ته نشو راجع كولى؛ بلكي له اعتقادي پلوه هم الله تعالى ته د وېري نسبت كول حرام دي، وېره عيب ده او الله تعالى له هر عيب منزه دئ. الله تعالى ته د وېرېدو نسبت كول ناجائز دي، په قرآن كي د دې شاهد نه مومو. همدا راز كه په (اردنا) كي ضمير الله تعالى او خضر عليه السلام ته راجع شي د دې معنى داسي راوځي چي دوى دواړو په گډه د هغه هلك د وژلو پرېكړه وكړه، حال دا چي الله تعالى د پرېكړو په صادرولو كي له هيچا سره مشوره نه كوي او څوك له ځان سره نه شريكوي!! څوك چي په اردنا كي (الله او خضر) مرادوي دې ته ئې پام نه دئ كړى چي په دې صورت كي بايد په (خشينا) كي هم دوى دواړه مراد كړي!! چي دا كاملاً غلطه خبره ده، الله تعالى په ټول قرآن كي هيڅ ځاى د خشي صيغه ځان ته نه ده منسوب كړې، دلته هم د (خشينا) يعني ووېرېدو صيغه د هلك مور، پلار او خضر عليه السلام ته راجع ده او هم د اردنا يعني اراده مو وكړه صيغه، له دې پرته بل تعبير ته هيڅ مجال نه تر سترگو كېږي؟ خشينا او اردنا د خضر عليه السلام وينا ده، ولي به ئې الله تعالى ته راجع كوو؟
ښاغلی حکمتيار وايي؛ دا خبره صحيح نه ده چي ووايو خضر عليه السلام يو معصوم ماشوم وژلى، د هغه ځوانكي په اړه د موسى عليه السلام وينا په دې معنى نه ده چي هغه وژل شوى ځوان يو معصوم ماشوم وو، موسى عليه السلام هغه نه پېژاندو، د اعتراض مقصد ئې دا وو چي هغه داسي جرم نه دئ كړى چي د وژلو مستحق وي، د دې ځوانكي په اړه د خضر عليه السلام وينا معيار ده، د ده له وينا معلومېږي چي هغه په داسي كفر، طغيان، فساد او بې رحمۍ كي غرق وو چي نږدې وه خپله كورنۍ تباه كړي.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.
