کابل: د حزب اسلامي إجتماعي خدماتو رياست له لوري د ۵۰ کورنيو ۱۰۰ تنو يتيمانو ته ګرم او ژمني لباسونه ووېشل شول
سهشنبه د قوس ۸مه؛ ۱۴۰۱ھش:
د حزب اسلامي افغانستان په مرکزي دفتر دارالامان کې د ياد ګوند د «إجتماعي خدماتو رياست» مسئولينو له لوري د ۵۰ کورنيو ۱۰۰ تنو يتيمانو ته ګرم او ژمني لباسونه ووېشل شول.
دغه مرسته چې د حزب اسلامي افغانستان د إجتماعي خدماتو رياست همکارانو او محترم ورور صافي په هلو ځلو تهيه شوې وه، په کې سل تنه يتيمانو ته «چې پنځوس تنه يې انجونې او پنځوس تنه يې هلکان وو» د يو يو جوړ قيمتي جمپر پهشمول مختلف النوع ژمنی پوښاک توزيع شو.
ناويلې دې پاتې نهوي؛ چې د حزب اسلامي افغانستان د إجتماعي خدماتو رياست په متداوم شکل هره مياشت په أوسط ډول ګڼشمېر بېوزلو کورنيو ته نغدي او د خوراکي توکو مرستې توزيع کوي او په دې وروستيو کې يې د هېواد په مختلفو ولاياتو کې هم ډېری اړمنو کورنيو ته مرسته او رسېدهګي کړې ده.
د إجتماعي خدماتو رياست.
