د مېلمستيا اصول
امين يوسفزی
١ - که د چا ميلمه شوې، نو په دروازه چې د کور په دروازه ننوزې کوشش وکړه چې کوربه مخته کړﺉ او ته يې تر شا روان شه، په دې سره به د هغه ستر او پردې ته زيان نه رسيږي.
٢ - په کوټه (حجره) کې پر هغه ځای باندې کېنه کوم ځای چې کوربه درته انتخاب کړي، هسېي نه چې ته په خپله پر داسې ځای کېنې چې هلته د کور د زنانوو غږونه اوريدل کېږي او يا د کوټې له هندارو د کور يو حصه ښکاري.
٣ - د کوربه په کور، کوټه، ماشومانو، ډوډۍ ، اشپزي... کې عيبونه مه لټوه، ځکه په دې سره کوربه ډېره خفه کيږي.
٤ - له کوربه سره د هغه په کوټه او د هغه پر فرش باندې د شخصي دعوې، بيعې، اخستنې او خرڅونې په اړه فيصلې مه کوه او مه شی ترې غواړه، ځکه کوربه شرمېږي او ستا مراعت کوي، او د ميلمه پالنې په خاطر هغه مجبوره دی چې په ياده بيعه او غوښتنه کې ډير تاوان پر ځان ومني.
٥ - پر دسترخان باندې پراته چې څومره خواړه دي، له ټولو څخه يې کافي اندازه وخوره، که يې وه نه خورې نو کوربه به د هغو خوړو په پخلي کې نقصان حس کړي او خفه به شي.
٦ - د چا په کور کې چې مو ډوډۍ وخوړله، نو په هغه کور کې د شپې تر ناوخته مه کينئ، يا هلته ويده شﺉ او کوربه ته اجازه ور کړﺉ، او يا خپل کورته اجازه ترې واخلﺉ.
او دا کار شرعاً هم منعه دی چې څوک د چا په کور کې تر ناوخته کيني.
٧ - که کور مو نژدې وي نو د سهار چايو ته په يوه صورت هم د کوربه په کور کې مه پاتيږﺉ.
٨ - تر ټولو غلط کار دا دی چې تاته يو څوک ننګ وکړي، او ته له ځانه سره درې څلور نفره نور د هغه کس کورته پرته له ننګه ورولی، دا کار ځکه بد دی چې کوربه په هغه اندازه آمادګي نه وي نېولي څومره چې تا ميلمانه وروستلي دي، نو د هغه ميلمه پالنه به ظاهراً تر سوال لاندې راشي.
٩ - که ته له کوربه سره ټوکې لرې، نو که په کوټه کې د هغه پلار يا وروڼه درسره ناست وو، بيا نو له هغه سره د پخوا غوندې ټوکې مه کوه ځکه اوس د هغه وروڼه او پلار ناست دي.
١٠ - ته که هر څومره پر راغلی ميلمه باندې په مال، جايداد، نسب، رتبه، استعداد... کې لوړ يې بيا هم ته مجبوره مکلف يې چې د ميلمه ښه په لوړه کچه عزت وکړې، ځکه ميلمه زموږ په اسلامي اصولو کې خورا لوړ مقام لري.
١١ - له ميلمه سره درخصتيدو پر مهال د کور يا کوټې تر خروجي دروازې ضرور ځه، ځکه دا مسنونه طريقه ده.
