د اسلامي نهضت ځلاندی ستوری مولوی محمد صديق د اجل داعي ته لبيک وويل
إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ .
په خواشینۍ مو خبر تر لاسه کړ چې داسلامي نهضت یو بل ځلاندی ستوری (مولوي، علامه، مقرر، خطیب، معلم، مدرس، قاري،انجنیر، مدبرسیاست پوه او بابصیرته شخصیت محمد صدیق) هم په ظاهري بڼه د دنیاوي ژوند له مداره پریوت، محمد صدیق د لغمان ولایت د مولوي صاحب مرحوم زوی و چې په مولوي صدیق او انجنیر صدیق ئې شهرت درلود، خو ده په خپله به دنوم له پیوند سره مسلم جمله لیکله او خوښوله، ددې مبارکې کورنۍ اکثره نارینه غړي له دې وړاندې په ځوانۍ کې په شهادت رسیدلي، محمد صدیق مسلم دلوړو دیني او عصري تعلیاتونه برخمن و، د هیواد د ملي لوبډلې (وليبال) په اتلولي کې برخه درلوده، د ژوند ډیره ګرانه او د ځواني عمر ئې په بندیخانو کې تیر شو، دی د یوې با ارزښته تبادلې په صورت کې چې له روسانو سره تر سره شو له بنده ازاد او په مسلحانه جهاد کې برخمن شو، محمد صدیق خپل ټول عمر په صله رحمي او خواخوږي تیر کړ، داسي څوک به نه وي چې له ده ئې ښه خاطره نوي تر لاسه کړې، په دې شرط چې ورسره لیدل کاته شوي وي، روح يې ښاد، جنت الفردوس يې ځای او يادونه يې تلپاتې.
