د حکمتيار صاحب څلورمه درسي حلقه (د ملتونو د عروج او زوال عوامل) تر عنوان لاندې تر سره شوه
چهارشنبه د قوس ۲مه؛ ۱۴۰۱ھش:
د بريا نړۍوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي (د ملتونو د عروج او زوال عوامل) تر عنوان لاندي د حزب اسلامی افغانستان د محترم أمير ښاغلي انجينير حکمتيار ۵مه درسي حلقه دائره شوه؛ چي گڼشمېر ورونو او خویندو په کي گډون کړی وو.
نوموړي د خپل مخكني درس پر دوام وويل:
په اصل كي انسان (بې علمه) دئ، په تدريج سره زده كړه كوي او علم تر لاسه كوي. د انسان د پوهي او علم تفاوت د نورو ژوو له شعور او پوهي سره په دې كي دئ چي نور ژوي ثابت او محدود علم لري، له مخكي د دوى په خټه او دماغ كي ايښودل شوى، په فطري او الهامي توگه ورته تفهيم شوې چي څنگه ژوند وكړي، كوم كوم كارونه وكړي، څه وخوري او د څه له خوراكه ډډه وكړي، څنگه مفيد او مضر سره بېل كړي؛ خو انسان كولى شي چي تر هغه څه زيات هم زده كړي چي په فطري او الهامي توگه ورښودل شوي او په ضمير كي ئې ايښودل شوي. دى كولى شي زده كړه وكړي، د خپلي پوهي سطح لوړه كړي، اسرار كشف كړي او پټ حقائق ځان ته معلوم كړي، په (لوستلو)، (ليكلو) او له (قلم) په استفادې سره د خپلي حافظې ظرفيت لوړ او پراخ كړي او په هغه څه هم پوه شي چي نور پرې پوهېدلي او دى ترې غافل وو او له پېژندو ئې عاجز. كه انسان ته له (قلم) د استفادې استعداد نه وى وركړى شوى او په ليك او لوست نه پوهېدى نو د هر چا علم او پوهه به له ده سره پاته كېده، نه به په دې توانېدو چي د نورو له پوهي او تجربو گټه واخلي او نه به ئې خپل تجارب او علم نورو ته انتقالولى شو.
ښاغلي حکمتيار زياته کړه:
سره له دې چي عظيم الشأن قرآن (قلم)، (ليك) او (لوست) ته دومره اهميت وركړى او سره له دې چي پيغمبر عليه السلام ته د وحي په پيل كي لومړۍ لارښوونه د علم، قرائت او قلم په اړه ده او ورته ويل شوي چي قلم د تعليم او تعَلُّم ستره وسيله ده، خو متأسفانه ځيني متصوفين دا ستر او څرگند حقيقت له پامه غورځوي او ادعاء كوي چي له قرائت، تعليم، تدريس، ليك او لوست پرته هم (علم) تر لاسه كېدى شي، نو د علم د زده كړي لپاره مدرسې ته مه ځه، د عالم مخي ته مه كښېنه، كتاب او قلم پرېږده، خانقاه ته ولاړ شه، د مرشد لمن ونيسه، د كوم قبر خوا ته دېره شه، (لدني علم) به دي په برخه شي، سترگي به دي پرانيستل شي او په غيبي حقائقو به پوه شې!! دا همغه خبره ده چي محرف بايبل ئې كوي!!
تاسو د قرآن دا علمي، دقيقه او په حقيقت او واقعيت ولاړه وينا د بايبل او د بايبل تر اغېز لاندي د تللو متصوفينو له دغي بې بنسټي ادعاء سره مقايسه كړئ چي وايي: انسان د معرفت د وني مېوه وخوړه، سترگي ئې پرانيستل شوې او د ځان او خپل ماحول په حال پوه شو!!
بايبل وايي: آدم او حواء عليهما السلام په جنت كي د دوو ونو د مېوو له خوړلو منع شوي وو: د (معرفت ونه) او د (حيات ونه)، او ورته ويل شوي وو چي كه دا مېوه وخورئ نو حتماً مرئ!!
نوموړی همداراز د خپل وضاحت پر دوام د بايبل منونکي مخاطبوي او ترې پوښتنه کوي چي؛ آدم عليه السلام ته د كومي مېوې د نه خوړلو توصيه شوې وه او گواښل شوى وو چي كه دا مېوه وخورې حتماً مرې؟ د حيات د وني كه د معرفت د وني؟ طبيعي ده چي دا د حيات د وني مېوه نه شي كېدى دا ځكه چي هغه خو په مرگ نه بلكي په دائمي ژوند منتج كېږي!! او د دوهمي خبري معنى خو دا ده چي كه ته د معرفت تر لاسه كولو هڅه وكړې او (د ښه او بد پېژندو د وني) مېوه وخورې نو هرو مرو مرې، يعني په پټو سترگو ژوند كوه، د معرفت د وني مېوه مه خوره؛ ځكه چي دا مېوه ستا د مرگ باعث كېږي!
قدرمن مشر په همدي ارتباط له بايبل منونکو خپلي پوښتني په لاندي توگه مطرح کړې:
الف: آدم عليه السلام خو دا مېوه وخوړه، ولي مړ نه شو؟ ولي د بايبل د خداى خبره غلطه وخته؟ هغه خو ورته ويلي وو چي كه دا مېوه وخورې مطمئن اوسه چي حتماً مرې!!
ب: د انسان د مرگ يو ستر عامل خو د بايبل د خبري برعكس د ده عدم معرفت دئ، هغه كه له بيمارۍ مري وجه ئې دا ده چي د دې بيمارۍ د علاج دوا نه پېژني، هغه كه د كوم دښمن په لاس مغلوبېږي او په قتل رسېږي سبب ئې دا دئ چي معرفت ئې ناقص دئ، د دښمن د پرځولو او د ده له شره د ځان ژغورلو په چل او چم نه پوهېږي، معرفت خو د ده د ژوند د اوږدوالي باعث دئ نه د مرگ باعث، الله تعالى به څنگه ده ته وايي چي د معرفت د وني مېوه ستا د مرگ باعث كېږي؟!!
ج: كه چا ته د معرفت وركول په دې توگه وى نو پيغمبرانو عليهم السلام ته به همداسي لدني علم وركول كېدو او پر دوى به په تدريج سره د كتاب د نازلېدو ضرورت نه وو!!
نوموړي دا هم وويل:
راشئ د بايبل د دغي وينا په وړاندي لږ توقف وكړو، د بايبل په درېيم فصل كي؛ د انسان سقوط تر عنوان لاندي په لومړيو 19 جملو كي دا مطالب لولو:
(مار تر ټولو هغو حيواناتو ډېر زيرك وو چي خداى پيدا كړي وو، يوه ورځ مار د ښځي خوا ته راغى او هغې ته ئې وويل: آيا رښتيا ده چي خداى تاسو د باغ د ټولو ونو د مېوو له خوړلو منع كړي يئ؟ ښځي په ځواب كي ورته وويل: موږ ته اجازه راكړى شوې چي د ټولو ونو مېوه وخورو پرته د يوې وني چي د باغ په منځ كي ده، خداى امر كړى چي د دې وني مېوه ونه خورو او حتى لاس ورنه وړو كه نه نو مرو. مار ورته وويل: "مطمئن اوسه چي نه مرئ، بلكي خداى ښه پوهېږي چي كله تاسو دا مېوه وخورئ سترگي مو پرانيستل كېږي، د خداى په څېر كېږئ او ښه له بده بېلولى شئ"، هغه ونه ښځي ته ښايسته وبرېښېده او له ځان سره ئې فكر وكړ چي "كېدى شي د دې ښايسته وني مېوه خوندوره وي او پوهه مي په برخه كړي، نو د دې وني مېوې ئې راوشكولې، وئې خوړلې او خپل خاوند ته ئې هم وركړې او هغه هم وخوړلې. په همدې سره د دوى دواړو سترگي پرانستل شوې، په خپلي بربنډتيا پوه شول، نو د انځر له پاڼو ئې د ځان پټولو جامه جوړه كړه، د همدې ورځي مازديگر؛ آدم عليه السلام او ښځي ئې د خداى غږ واورېدو چي په باغ كي گرځېدو، نو په ونو كي پټ شول، خداى آدم ته غږ كړ: اې آدمه! چيري يې؛ ولي پټېږې؟ آدم ځواب وركړ: ستا غږ مي په باغ كي واورېدو، ووېرېدم، دا ځكه چي لوڅ وم، نو ځكه پټ شوم، خداى وفرمايل: چا درته وويل چي لوڅ يې؟ آيا د هغي وني مېوه دي خوړلې ده چي ترې منع كړى مي وې؟ آدم ځواب وركړ: دغي ښځي چي زما ملگرې دي گرځولې؛ ما ته ئې دا مېوه راكړه او ما هم وخوړه؛ دلته نو خداى له ښځي وپوښتل: دا څه كار وو چي تا وكړ؟ ښځي وويل: مار وغولولم!! نو خداى مار ته وويل: د دغه كار د كولو په سبب به د زمكي تر ټولو وحشي او اهلي حيواناتو زيات ملعون وې، تر هغه چي ژوندى وې په خپلي سينې به خوځې، خاوري به خورې، ستا او د ښځي او ستا د نسل او د ښځي د نسل تر منځ به تلپاته دښمني اچوم، د ښځي نسل به ستا سر ځپي او ته به د ده پنډۍ چيچې، دغه وخت خداى ښځي ته وفرمايل: ستا د زېږولو د وخت درد به درته زيات كړم، ته به په درد او كړاو سره خپل اولاد زېږوې، د خپل مېړه مشتاقه به وې او هغه به پرتا برلاسى وي؛ بيا خداى آدم ته وفرمايل: له دې كبله چي د خپلي ښځي خبره دي ومنله او د هغي وني مېوه دي وخوړله چي درته ويلي مي وو مېوه ئې مه خوره؛ زمكه به تر لعنت لاندي راشي او ته به په خپل ټول عمر كي په زحمت او كړاو سره خپل معاش ترې تر لاسه كوې، له زمكي به اغزي او خاشاك درته راټوكېږي او د بېديا بوټي به خورې، د عمر تر پايه به د تندي په خولو سره ډوډۍ خورې او په پاى كي به همغې خاوري ته بېرته ورگرځې چي ترې واخيستى شوې، دا ځكه چي ته له خاورو جوړ شوى يې او خاورو ته به بېرته ورگرځې، آدم خپله ښځه حواء (يعني ژوندون) ونوموله، ځكه چي دا بايد د ټولو ژونديو مور شي!!!)
د حزب اسلامی افغانستان د قدرمن أمير پر وينا؛ د بايبل
په دې برخي كي دومره بېهوده او د خندا وړ خبري دي چي انسان ورته حيران شي؛ نه پوهېږو مسيحيان او يهودان څه بلا وهلي چي داسي مسخره خبري د الله تعالى له لوري او د يوه مقدس آسماني كتاب خبري گڼي!! لاندي څو خبرو ته ئې متوجه شئ:
1. وايي مار تر ټولو حيواناتو زيات زيرك دئ؛ حال دا چي د مار زيركتيا تر ډېرو ډېرو حيواناتو لږ ده.
2. وايي مار د ښځي د غولولو لپاره باغ ته ورغى!! نه پوهېږو د مار ئې د ښځي له غولولو سره څه؟ كوم عاقل انسان به دا خبره ومني چي مار كولى شي ښځه وغولوي!!
3. وايي: مار ښځي ته وويل: خداى تاسو ته حقيقت نه دئ ويلى، دا سمه نه ده چي د دې مېوې په خوړلو سره تاسو مرئ، حقيقت دا دئ چي د دې مېوې په خوړلو سره تاسو په ښه او بد پوهېږئ، خداى د دې لپاره نه غواړي چي تاسو دا مېوه وخورئ چي په دې سره تاسو د خداى په څېر معرفت تر لاسه كوئ او په ښه او بد پوهېږئ او د ده رقيبان درنه جوړيږي؛ هغه نه غواړي چي رقيب ولري!! د همدې لپاره ئې تاسو د دغي مېوې له خوړلو منع كړي يئ!! بايبل وايي چي د مار خبره سمه وخته او د خداى خبره ناسمه او د حقيقت خلاف؛ دوى دواړو دا مېوه وخوړه، مړه نه شول، برعكس په ښه او بد پوه شول!!
نوموړي زياته کړه:
قرآن دا موضوع د يوې ډېري ژوري علمي موضوع په توگه څېړلې او يوه ستر علمي حقيقت ته ئې اشاره كړې او هغه دا چي د عالم په ټولو ژوو كي يوازي انسان داسي پيدا شوى چي مجبور دئ د مفيد او مضر خوراك په اړه يا له بله څه زده كړي او معلومات تر لاسه كړي؛ يا څېړنه وكړي او د تجربې په مرسته په مفيد او مضر پوه شي. نور ژوي داسي پيدا شوي چي د پيدايښت له لومړيو شېبو په دې پوهېږي چي كوم څه وخوري او كوم څه نه، په دماغ كي ئې د مضر او گټور بوټي او دانې د تشخيص استعداد ايښودل شوى، د دغه استعداد په مرسته د پيدايښت له لومړۍ ورځي سم او ناسم خوراك معلومولى شي، د آهو (غرڅه) بچى، ورى، سېرلى، وزگوړى، سخوندر، جونگى او ټول نور ژوي او بچيان ئې هغه بوټي نه په خوله كوي چي ورته مضر وي، خو د انسان بچى ډبره، خاوره، سكروټه او هر څه په خوله كوي، تر اوږدې مودې ئې بايد مور سمبال كړي او د تاواني شيانو له خوړلو ئې وساتي، قرآن په جنت كي د آدم عليه السلام د ځاى په ځاى كېدو او د ممنوعه شجرې په يادولو سره دغي اساسي او مهمي خبري ته اشاره كړې، خو د بايبل ليكوال له دې يوه خندونكې بې بنسټه قصه جوړه كړې!!
د ښاغلي حکمتيار پر ټکو؛
دا ډېره ډېره مسخره خبره ده چي د دغي مېوې له خوړلو مخكي دوى خپل بربنډتوب نه احساساوو او له خوړلو وروسته پوه شول چي بربنډ دي!! او دا ځكه چي مخكي بې معرفته ول او د معرفت د مېوې له خوړلو وروسته ئې سترگي پرانستلې شوې او خپل لوڅوالى ئې احساس كړ!! حقيقت د دې خبري كاملاً عكس او دا دئ چي: الله تعالى د زمكي په سر هر ژوي ته داسي لباس وركړى چي هم ښايسته دئ، هم ئې په ځان برابر دئ، نه گڼدل غواړي او نه اوبدل، نه زړېږي او نه شړېږي، هم ئې په ژمي كي له يخنۍ ساتي او هم په دوبي كي له تودوخي. د ځينو لباس خو دومره ښايسته دئ چي كه د نړۍ ټول انسانان راغونډ شي نو نه په دې ظرافت، لطافت، ښايست او رنگ كي داسي لباس اوبدلى شي او نه ئې گنډلى. په ټولو ژوو كي يوازي انسان هغه مخلوق دئ چي بربنډ دئ، د نورو په څېر جامه نه لري، دې ته اړ دئ چي ځان ته به جامه جوړوي، د ژمي لپاره بېله او د دوبي لپاره بېله، د قرآن له وينا معلومېږي چي انسان په سر كي داسي نه وو، وروسته بربنډ شوى، له لوڅېدو مخكي ئې داسي جامه وه چي هيڅكله به نه بربنډ كېدو، تل ئې دى پټ ساتو، نه د جامو اوبدلو ته اړ وو او نه گنډلو ته، له دې جامو د يوې اشتباه په نتيجه كي محروم شو، د ممنوعه شجرې مېوه ئې وخوړه او په دې سره هغه جامه ترې وايستى شوه او بربنډ شو، لومړى ئې د ونو له پاڼو ځان ته جامه جوړه كړه او وروسته ئې نوري جامې، ځيني ئې يوازي د ځان پټولو لپاره، ځيني ئې د ښايست او سينگار لپاره او ځيني ئې د تقوىٰ لباس، سنگين، باوقاره او د گناه مانع لباس. د بايبل ليكونكي د آدم عليه السلام بربنډېدا هغسي توجيه كړې، چي له سره لوڅ ول، خو پرې نه پوهېدل، د معرفت د مېوې په خوړلو سره پرې پوه شول!! په مسلمانانو كي د بايبل تر اغېز لاندي راغلي خلك د آدم عليه السلام له لومړني لباس داسي تعبير لري چي گواكي دا به له وړيو، ورېښمو، سنډو او يا مالوچو اوبدل شوې كومه جامه وه، چي د ده په قد قامت برابره گنډل شوې وه، حال دا چي اوبدلې او گنډل شوې جامه بني آدم جوړه كړې، الله چي كومه جامه وركوي هغه اوبدل او گنډل نه غواړي. دوى نه د قرآن الفاظو ته پام كړى او نه هغه څه ته چي هره شېبه ئې په خپلو سترگو گوري، يوې خوا ته په مليونونو هغه ژوي گوري چي په ښايسته الهي جامو پټ دي او بلي خوا ته يوازي بني آدم چي له دې جامې محروم او دې ته اړ شوى چي له وړيو، ورېښمو، سنډو، نيلون او يا مالوچو ځان ته جامه جوړه كړي، قرآن په دې سره يو ستر علمي حقيقت بيان كړى خو د اسرائيلي رواياتو په دام كي پرېوتو كسانو له دې افسانه جوړه كړې.
قدرمن مشر زياتوي چي؛
له كومي ورځي چي انسان له لومړنۍ الهي جامې محروم شوى او په خپل لاس د جامو جوړولو ته اړ شوى، نو همدا جامه د انسانانو ترمنځ د تفريق، تبعيض او يو پر بل د لويي او تېري وسيله گرځېدلې، نه گورئ چي په دغه جامه كي څومره ظلمونه كېږي، په عسكري او پوليسي جامو كي هره ورځ څومره بې گناه انسانان ځورول كېږي، څومره شريف انسانان د خړو جامو په سبب تحقير كېږي، څومره ذليل انسانان په فاخره جامو كي تر نورو ځان لوړ گڼي، نه گورئ چي يوه له خپلي جامې د گيدړي پوستكى جوړ كړى خلك پرې غولوي، بل له جامو د پسه په څېر بې آزاره برېښي خو په سينه كي ئې د لېوه زړه او هغه بل به په خپلو جامو سره ځان داسي ښيي چي زمرى دئ خو تر گيدړ به زيات بې زړه او جبون وي. الله تعالىٰ انسان ته د جامو جوړول ورښودلي، د دې لپاره چي ځان له تودوخي او يخنۍ پرې وژغوري او د هغه لباس ئې په دريو ډولونو وېشلى: د ځان پټولو لباس، د ښايست لباس او د تقوى لباس، خو انسان له خپلي جامې يا د غولولو وسيله جوړه كړې، يا د ظلم او تېري وسيله، يا يو پر بل د لويي او تكبر ذريعه!!
نوموړی وايي:
د بايبل دا خبره تر ټولو حيرانوونكې ده چي وايي: د همدې ورځي په مازديگر كي، آدم عليه السلام او ښځي ئې د خداى غږ واورېدو چي په باغ كي گرځېدو، نو په ونو كي پټ شول، خداى آدم ته غږ كړ: اې آدمه! چيري يې، ولي پټيږې؟ آدم ځواب وركړ: ستا غږ مي په باغ كي واورېدو، ووېرېدم، دا ځكه چي لوڅ وم، نو ځكه پټ شوم، خداى وفرمايل: چا درته وويل چي لوڅ يې؟ آيا د هغي وني مېوه دي خوړلې ده چي ترې منع كړى مي وې؟ آدم ځواب وركړ: دغي ښځي چي زما ملگرې دي گرځولې، ما ته ئې دا مېوه راكړه او ما هم وخوړه، دلته نو خداى له ښځي وپوښتل: دا څه كار وو چي تا وكړ؟ ښځي وويل: مار وغولولم!!
دلته څو خبري د پام وړ دي:
1. بايبل الله تعالىٰ داسي معرفي كوي: په يوه وړوكي باغ كي گرځي، د گامونو غږ ئې آدم عليه السلام واورېدو، ترې پټ شو، خداى نه پوهېدو چي آدم چېري دئ، غږ ئې ورته وكړ: اې آدمه چېري يې؟ له دې هم خبر نه وو چي دوى دواړو هغه ممنوعه مېوه خوړلې ده!!! له آدم عليه السلام پوښتنه كوي: څنگه پوه شوې چي لوڅ يې؟ آيا هغه مېوه مو خوړلې چي ترې منع كړي مي وئ؟!! له دې هم نه وو خبر چي ښځي دا كار كړى!! او له دې هم چي مار غولولې وه!!
2. په دې سزا هم لږ غور وكړئ چي مار ته د دغه غولولو په وجه وركړى شوه: تل دي په سينه خوځېږې، خاوري دي خوراك شه!! پوښتنه كوو: آيا مار له دې د مخه په سينه نه؛ په پښو خوځېدو؟ دا نور ډېر حيوانات او خزندې چي په سينه خوځېږي هغوى ته د كومي گناه سزا وركړى شوې؟! دا څومره نامعقوله او غلطه خبره ده چي د مار خوراك خاوره ده!! هيڅ مار خاوره نه خوري، د مار خوراك خاوره نه بلكي د مرغانو، موږكانو او چنگښو په څېر حيوانات دي!!
3. ښځي ته چي كومه سزا وركړى شوې په دې هم لږ غور وكړئ: د زېږولو د وخت درد دي زيات شه!! د خاوند د اشتياق په اور وسوزې، هغه دي پر تا برلاسى وي!! پوښتنه كوو: دغو بې شمېره حيواناتو ته چي د اولاد زېږولو په وخت كي همداسي د درد احساس كوي؛ د كومي گناه سزا وركول كېږي؟! د مېړه اشتياق خپلي مېرمني ته زيات دئ كه د مېرمني خپل مېړه ته؟ مگر دا اشتياق سزا ده؟ په ټولو ژوو كي دا اشتياق شته؛ دوى ته د كومي گناه په وجه دا د اشتياق سزا وركړى شوې؟ دا اشتياق خو سزا نه بلكي د الله تعالى يوه لويه پېرزوينه ده؛ د انسان او حيوان د نسل د دوام يوه ستره وسيله ده، تاسو ولي دې اشتياق ته د سزا په سترگه گورئ؟ قرآن خو د ښځي او مېړه ترمنځ دا الفت، مينه او اشتياق د الهي رحمت او پېرزويني يوه ستره بېلگه گڼي!! آيا دا سمه ده چي د نارينه سلطه او برلاسى پر خپلي مېرمني ښځي ته سزا وگڼو؟! دا برلاسى يوه طبيعي مسئله ده، په اكثرو حيواناتو كي هم د دې شاهد يو، داسي چي نارينه د ښځي ساتنه او څارنه كوي، ترې دفاع كوي، بل ئې خوا ته نه پرېږدي، اداره كوي ئې، ... دا برلاسي نه يوازي ښځي ته سزا نه شو گڼلى بلكي د ښځي لپاره يوه ستره الهي پېرزوينه ده، چرگ له خپلو چرگو دومره دفاع كوي چي پرې زخمي زخمي شي، همداسي بې شمېره نور مرغان او حيوانات، هيڅ عاقل انسان به د بايبل دا وينا د منلو وړ ونه گڼي.
د درس په پای کي ښاغلي حکمتيار د گډونوالو پوښتنو ته هم تفصيلي ځوابونه ورکړل او له هغه وروسته نننئ درسي حلقه د نوموړي په دعاء پای ته ورسېده.
د حزب اسلامی افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.
