No-IMG

حکمتيار: د الله د لاري مخلص مجاهدين به تل د دين پلورونكو له مخالفتونو او تبليغاتو سره مخامخ كېږي

الحمد للّٰهِ وَ كَفَىٰ وَ سَلامٌ عَلىٰ عِبادِهِ الَّذِيْنَ اصْطَفَىٰ و بعد: فاعوذ باللَّهِ مِنَ الشيطن الرجيم بِسۡمِ اللهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَنْ يَرْتَدَّ مِنْكُمْ عَنْ دِينِهِ فَسَوْفَ يَأْتِي اللَّهُ بِقَوْمٍ يُحِبُّهُمْ وَيُحِبُّونَهُ أَذِلَّةٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ أَعِزَّةٍ عَلَى الْكَافِرِينَ يُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلا يَخَافُونَ لَوْمَةَ لائِمٍ ذَلِكَ فَضْلُ اللَّهِ يُؤْتِيهِ مَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ54 المائدة 54

صدق الله العظيم

قرآن په دې مبارك آيت كي موږ ته داسي خطاب كوي:

اې مؤمنانو! كه له تاسو څوك له خپل دين په شا شو نو الله به ډېر ژر داسي قوم پيدا كړي چي دوى پر ده گران وي او دى پر دوى گران وي، د مؤمنانو په اړه تواضع كوونكي او پر كافرانو ځان بر گڼونكي، د الله په لار كي به جهاد كوي او د هيڅ ملامتوونكي له ملامتولو به نه وېرېږي. دا د الله فضل دئ؛ هغه چا ته ئې ورپه برخه كوي چي دى ئې غواړي او الله پوه د وسعت خاوند دئ.

تر دې وړاندي چي كوم آيتونو راغلي؛ هغوى ته په پام سره؛ دلته مؤمنانو ته دا ډاډ وركړى شوى چي د منافقينو پر بېلېدو او له كافرانو سره د دوى پر ملگرتيا مه غمجن كېږئ؛ كه څوك مسلمانان كمزوري وگڼي، د دوى له ملگرتيا لاس واخلي، مرتد شي، كافران ورته ځواكمن معلوم شي او هغوى ته د ذلت سر ټيټ كړي؛ نو الله تعالىٰ به د دوى په عوض داسي مؤمنان راپيدا كړي چي مواصفات او ځانگړتياوي به ئې داسي وي:

•      پر الله تعالىٰ به گران وي.

•      دوى به له الله تعالىٰ سره مينه لري.

•      تر مؤمنانو به ځان لوړ نه گڼي، هغوى ته به د حقارت په سترگه نه گوري، كمزوري او ضعيف به ئې نه شمېري، هر يو به تر ځان لوړ او تر ځان زيات د عزت خاوند بولي.

•      تر كافرانو به ځان لوړ گڼي، د هغوى په وړاندي به سر نه ټيټوي، د حقارت احساس به نه كوي، هغوى ته به د عزت او درناوي په سترگه نه گوري.

•      د الله تعالىٰ په لار كي به جهاد كوي.

•      د هيچا له ملامتولو به وېره نه لري، نه به د چا د تبليغاتو پروا كوي او نه ئې د سپكو سپورو خبرو.

دا د الله تعالىٰ فضل دئ؛ هغه چا ته ئې ورپه برخه كوي چي الله تعالىٰ ئې د دې وړ ومومي. الله تعالىٰ د پراخ فضل خاوند دئ او پوهېږي چي څوك د ده د فضل وړ او مستحق دئ.

دا مطلب په بل آيت كي داسي راغلى:

مُّحَمَّدٞ رَّسُولُ ٱللَّهِۚ وَٱلَّذِينَ مَعَهُۥٓ أَشِدَّآءُ عَلَى ٱلۡكُفَّارِ رُحَمَآءُ بَيۡنَهُمۡۖ ... الفتح: 29

محمد د خداى رسول او هغه چي له ده سره دي؛ پر كافرانو شديد دي او په خپلو منځونو كي مهربان.

يعنى مؤمنان او د دوى پيغمبر محمد عليه السلام داسي دي چي د كافرانو په وړاندي ئې دريځ كلك او محكم وي او رامول او تسليمول ئې هغوى ته گران؛ خو په خپلو منځونو کي مهربان او نرم

له عباده بن صامت رضي الله عنه روايت دئ چي وئې ويل: موږ له رسول الله صلى الله عليه و سلم سره په دې بيعت وكړ چي واورو او اطاعت وكړو؛ هم په سختۍ كي او هم په آسانۍ كي، هلته چي زړه مو غواړي او هلته چي زړه مو نه غواړي؛ په هغه حالت كي هم چي پر موږ بل ته ترجيح وركړي، په دې چي له چارواكو سره په امورو كي نزاع ونه كړو او په دې چي چېري وو حق به وايو او د الله په لار كي به د هيڅ ملامتوونكي له ملامتولو وېره نه لرو.

عن عبادة بن الصامت قال: «بَايَعْنَا رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَلَى السَّمْعِ وَالطَّاعَةِ فِي الْعُسْرِ وَالْيُسْرِ، وَالْمَنْشَطِ وَالْمَكْرَهِ، وَعَلَى أَثَرَةٍ عَلَيْنَا، وَعَلَى أَنْ لَا نُنَازِعَ الْأَمْرَ أَهْلَهُ، وَعَلَى أَنْ نَقُولَ بِالْحَقِّ أَيْنَمَا كُنَّا، لَا نَخَافُ فِي اللهِ لَوْمَةَ لَائِمٍ»   رواه مسلم

بل لوري ته قرآن موږ ته د اهل كتاب مذهبي مشران داسي معرفي كوي چي كافرانو ته پر مؤمنانو ترجيح وركوي:

أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ أُوتُوا نَصِيبًا مِنَ الْكِتَابِ يُؤْمِنُونَ بِالْجِبْتِ وَالطَّاغُوتِ وَيَقُولُونَ لِلَّذِينَ كَفَرُوا هَؤُلاءِ أَهْدَى مِنَ الَّذِينَ آمَنُوا سَبِيلا 51   النساء 51

آيا هغو ته دي پام ونه كړ چي د كتاب څه برخه وركړى شوې، خو په جبت او طاغوت ايمان راوړي او د كافرانو په اړه وايي: دوى تر مؤمنانو ډېر په سمه لار دي.

قرآن چي كله د اهل كتاب د علماءو په اړه بحث كوي نو په دغه صيغه ئې يادوي: "د كتاب څه علم ئې په برخه شوى"؛ د دې وړ ئې نه گڼي چي د عالم په نامه ئې ياد كړي؛ بلكي وايي: هغه چي له كتابه ئې نيمگړى علم په برخه شوى، علم ئې ناقص دئ، هسي ئې د كتاب څو خبري زده كړې دي. دلته د دوى درې ځانگړتياوي په گوته كوي:

·        په اوهامو، خرافاتو، فال، كوډو، منتر، جادو او دې ته ورته شيانو باور لري.

·        د طاغوت په خدمت كي وي، د هر ظالم، عاصي، سركښ او مفسد واكمن ملاتړ كوي، په خوله ئې د الله نوم وي خو په زړه كي ئې له طاغوت وېره او طمع، دين د طاغوت په پښو كي ذبح كوي او د طاغوت په گټه ئې كاروي.

·        تر مؤمنانو كافران غوره گڼي، تبليغات ئې د كافرانو په گټه او د مؤمنانو په ضد وي، خلكو ته وايي چي د كافرانو مسلك او مذهب تر مؤمنانو غوره دئ.

دا داسي وگڼئ لكه د روسانو او امريكايانو په لاس د افغانستان د اشغال په دوران كي چي ځيني دين پلورونكي ملايان له دوى سره يو ځاى شول او د واقعي علماءو او مجاهدينو په ضد به ئې تبليغات كول، د امريكايانو كركجنه او په وينو لړلې ديموكراسي به ئې ستايله او د مجاهدينو په اړه به ئې ويل چي دوى متعصب او افراطي دي، د هېواد د آزادۍ او بيا ودانولو دښمنان دي.

د دې الهي لارښووني معنىٰ دا ده چي د الله د لاري مخلص او صادق مجاهدين به تل د داسي دين پلورونكو له مخالفتونو او تبليغاتو سره مخامخ كېږي چي د دين په جامه كي له خداى پالو مجاهدينو سره دښمني كوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک