No-IMG

د صحابو کرامو ﺫکاوت ﺫهن ته لږ وګورئ

سيف ذهبي

 

بخاري کې راځي، عبيدالله ابن عادي وايي ﺯه شام ته ولاړم ما وويل ايا دلته کوم صحابي شته.

چا وويل هو دلته وحشي رضي الله عنه دى، بوډا سوى دى، ﺯه ورلم دا ورﺯي يې داسې را ﺯوړندي سوي وې(شايد نظر يې بلکل ضعيف سوى وي) ما ورته وويل ﺯه دي وپيږندلم؟

هغه وويل:

 ﺯه به لږ درته وګورم، ول سترګي وچتي کړه بيا يې وويل ته دي لاس رانږدې کړه، بيا يې راته وويل ته دي پښه رانږدې که مخ رانږدې که، بيا يې سترګي پټي سوې، بيا يې وويل بچو ﺯه يوه خبره کوم که چيرته هغه نه يې بيا به ځان راته وښيي.

ﺯه مسجد نبوي کې وم د يو هلک سره يو ماشوم لاس کې و ما ورته وويل په دې څه کوې؟

ول دا نبي عليه السلام ته وړم چې دا خوله کې کوم خواږه ورکړي، ما د هغه ماشوم پښو او لاس ته وکتل ما پوښتنه وکړه دا ماشوم څوک دى؟

خلګو وويل دا د عادي ابن خيار ﺯوى دى، نو که ته د هغه عادي ابن خيار ﺯوى نه يې ماته بيا ووايه.

عبيدالله وايي ﺯه ور ولاړ سوم پر تندي مي ښکل کړ ورته وه مي ويل ﺯه هغه د خيار ﺯوى يم.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک