د حکمتيار صاحب څلورمه درسي حلقه (د ملتونو د عروج او زوال عوامل) تر عنوان لاندې تر سره شوه
يکشنبه د عقرب ۲۹مه؛ ۱۴۰۱ھش کال:
د حزب اسلامی افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار (د ملتونو د عروج او زوال عوامل) تر عنوان لاندي خپله ۴مه درسي محاضره د بریا نړۍوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي وړاندي کړه چي گڼشمېر ورونو او خویندو په کي گډون کړی وو.
ښاغلي حکمتيار د خپل ننني درس تر پيل وړاندي په تېر درس کي د يوي مطرح شوې پوښتنې د ځواب په اړه وويل:
اجازه راكړي د مخكني درس په پاى كي د يوې پوښتني په اړه مزيد وضاحت وكړو: هغه كوم فرعون وو چي غرق شوى؟ همغه چي موسى عليه السلام ئې په خپل قصر كي منلى وو او كه بل فرعون؟
نوموړي همدې پوښتنو ته د دقيق ځواب ويلو په اړه د سورة الشعراء لاندي آيتونو ته په تفصيل سره إشاره وکړه او وئې ويل:
له څو آيتونو داسي معلومېږي چي دا همغه فرعون وو چي مدين ته د موسى عليه السلام د فرار په وخت كي د مصر واكمن وو. هلته چي فرمايي:
قَالَ كَلَّاۖ فَٱذۡهَبَا بَِٔايَٰتِنَآۖ إِنَّا مَعَكُم مُّسۡتَمِعُونَ ١٥ فَأْتِيَا فِرْعَوْنَ فَقُولا إِنَّا رَسُولُ رَبِّ الْعَالَمِينَ 16 أَنْ أَرْسِلْ مَعَنَا بَنِي إِسْرَائِيلَ17 الشعراء: 15-17
ژباړه: «وئې ويل: نه داسي نه ده؛ دواړه زما له آيتونو سره ولاړ شئ؛ يقيناً چي موږ درسره اورېدونكي يو؛ نو فرعون ته ورشئ او ورته ووايئ: يقيناً چي موږ د رب العالمين استازي يو (له دې پيغام سره) چي بني اسرائيل راسره ولېږه.»
قدرمن مشر زياته کړه:
دلته هغه ځواب زموږ په وړاندي ځلېږي چي د الله تعالى له لوري موسى عليه السلام ته وركړى شوى په دې توگه:
الف: داسي نه ده لكه چي ته انگېرې؛ ته د دې دروند پېټي د وړلو وړتيا لرې، په تا كي هغه ځانگړتياوي شته چي د يوه صالح لارښود او موفق زعيم لپاره ضروري دي.
ب: زه درسره يم؛ په دې مبارزې كي يوازي نه يئ؛ زه مو مرستندوى يم؛ هم ستاسو دعاگاني اورم او هم ستاسو د مخاطبينو ويناوي؛ مه د چا د تكذيب پروا كوئ او مه ئې د مخالفتونو او دښمنيو.
ج: فرعون ته ورشئ او ورته ووايئ: يقيناً چي موږ د رب العالمين استازي يو؛ له دې پيغام سره راغلي يو چي د بني اسرائيلو له ځورولو او په غلامۍ كي د دوى له ساتلو لاس واخله؛ كه په مصر كي د دوى شتون نشې زغملى نو پرېږده چي له موږ سره يو ځاى له مصر ووځي او خپلي پلرنۍ سيمي ته ولاړ شي.
ح: دې ته مو بايد پام وي چي فرعون ته د موسى عليه السلام پيغام يوازي دا نه وو چي بني اسرائيل راسره ولېږه؛ هغه له يوه داسي جامع او بشپړ پيغام سره تللى وو چي هر پيغمبر ئې خپل امت ته راوړي؛ د بني اسرائيلو د آزادۍ مطالبه وروستۍ او ضمني غوښتنه وه. موسى عليه السلام فرعون ته همغه څه ويلي چي هر پيغمبر ئې ولس او د ولس واكمنانو ته وايي، هغه ئې په الله تعالى او آخرت ايمان ته رابللى، د نورو اساسي خبرو په ضمن كي ئې هغه ته ويلي چي د بني اسرائيلو له تعذيب، ځورولو او په اسارت او غلامۍ كي د دوى له ساتلو لاس واخله، پرېږده چي آزاد ژوند وكړي، كه ترې وېرېږې او د همدې لپاره ئې په اسارت او استضعاف كي ساتې او زامن ئې ورته وژنې نو پرې ئې ږده چي له مصره ووځي او د خپلي خوښي سيمي ته له موږ سره ولاړ شي.
د حزب اسلامی افغانستان محترم أمير دا هم وويل چي؛ د موسی عليه السلام د غوښتنو په اړه قرآن د فرعون ځواب داسي انځوروي:
أَلَمْ نُرَبِّكَ فِينَا وَلِيدًا وَلَبِثْتَ فِينَا مِنْ عُمُرِكَ سِنِينَ18 وَفَعَلْتَ فَعْلَتَكَ الَّتِي فَعَلْتَ وَأَنْتَ مِنَ الْكَافِرِينَ 19 الشعراء: 18- 19
ژباړه: «وئې ويل: آيا په خپلي (خوا) كي مو د يوه ماشوم په توگه ونه پاللې، او د خپل عمر څو كلونه دي زموږ په خوا كي تېر نه كړل، او خپل هغه كار دي هم وكړ چي ودي كړ، حال دا چي هغه وخت ته هم (زموږ په څېر) د كافرانو له ډلي وې!!»
د آيتونو تشريح اوتفسير:
فرعون ورته وويل: آيا ته همغه نه يې چي ماشوم وې او موږ وروزلې او د خپل عمر څو كلونه دي زموږ په خوا كي او زموږ تر پالني او روزني لاندي تېر كړل؟ او آيا ته همغه نه يې چي هغه كار دي وكړ، هغه چي همدا تا وكړ، حال دا چي هغه وخت ته هم زموږ په څېر د كافرانو له ډلي وې، پرون خو ته هم زموږ په څېر وې، دا څه وشول چي نن موږ ته كافر وايې او ځان ته مؤمن؟!! د فرعون د دې وينا يوه بله توجيه هم شوې او هغه دا چي گواكي دلته له (كافرين) د فرعون مراد ناسپاس او ناشكر دئ، يعني موسى عليه السلام ته ئې ويلي چي ته د دغو ټولو نعمتونو درناوى او پاس نه كوې او زموږ مخالفت ته دي ملا تړلې! خو په دوه دلائلو لومړۍ توجيه دقيقه ده:
1- موسى عليه السلام د هغه په ځواب كي ويلي چي هو؛ ما هغه كار كړى، خو په داسي حال كي چي زه له لار وركو وم: «فعلتها إذاً و أنا من الضالين»، له دې معلومېږي چي د فرعون مراد له (كافر) همدا ضلالت او لاروركتوب وو.
2- كه ئې مراد ناشكري وى نو هم به ده د مفرد صيغه كاروله او هم به موسى عليه السلام ويلي وو چي زه ناشكر او ناسپاس نه يم. هلته چي فرمايي:
قَالَ فَعَلْتُهَا إِذًا وَأَنَا مِنَ الضَّالِّينَ 20 فَفَرَرْتُ مِنْكُمْ لَمَّا خِفْتُكُمْ فَوَهَبَ لِي رَبِّي حُكْمًا وَجَعَلَنِي مِنَ الْمُرْسَلِينَ 21 وَتِلْكَ نِعْمَةٌ تَمُنُّهَا عَلَيَّ أَنْ عَبَّدْتَ بَنِي إِسْرَائِيلَ 21 اسرائيل: 20-22
ژباړه: «وئې ويل: هغه كار مي كړى، خو په داسي حال كي چي زه له لار وركو وم، نو كله چي له تاسو ووېرېدم نو درځني وتښتېدم، نو زما رب حكمت راپه برخه كړ او زه ئې له پيغمبرانو وگرځولم، او دغه نعمت چي ته ئې پر ما منت ږدې له دې كبله دئ چي بني اسرائيل دي په مرييتوب نيولي.»
د آيتونو تشريح او تفسير:
موسى عليه السلام فرعون ته وويل: هغه كار مي په داسي حال كي كړى چي له لاروركو او ناپوهانو وم، په ناپوهۍ كي هغه كار راځني شوى، اعتراف كوم چي هغه وخت زه هم ستاسو په څېر لار وركى وم، كله چي له تاسو ووېرېدم نو درځني وتښتېدم، او زما رب پوهه او حكمت راپه برخه كړ او له پيغمبرانو ئې وگرځولم. ته چي پر ما د خپلو پېرزوينو او احساناتو يادونه كوې او وايې چي په خپل كور كي مي ستر كړې! د دې وجه خو دا ده چي تا بني اسرائيل په غلامۍ كي ساتلي، د هغوى زامن دي وژل، زما مور دې ته اړه شوه چي سيند ته مي وغورځوي، په دې توگه ستا لاس ته درغلم، ولي ستا په كور كي د سترېدو پيغور راكوې؟! كه دوى آزاد وى ولي به زه د خپلي مور له غېږي محرومېدم، ستا لاس ته به درتلم او ستا تر روزني لاندي به نيول كېدم او ولي به تا نن د دغي خبري منت پر ما ايښودو او خپله دا پېرزوينه به دي ما ته رايادوله؟!!
ښاغلي حکمتيار د خپل وضاحت پر دوام زياته کړه:
له دغو آيتونو معلومېږي چي دا فرعون همغه د موسى عليه السلام د ځوانۍ د وخت فرعون وو.
په تېره درسي حلقه کي د مطرح شويو پوښتنو تر ځواب وروسته قدرمن مشر د نن ورځي درس د خپل تېر درس پر دوام پيل کړ او وئې ويل:
د موسى عليه السلام د سفر مربوط ابتدائي آيتونه دا دي:
وَإِذۡ قَالَ مُوسَىٰ لِفَتَىٰهُ لَآ أَبۡرَحُ حَتَّىٰٓ أَبۡلُغَ مَجۡمَعَ ٱلۡبَحۡرَيۡنِ أَوۡ أَمۡضِيَ حُقُبٗا ٦٠ فَلَمَّا بَلَغَا مَجۡمَعَ بَيۡنِهِمَا نَسِيَا حُوتَهُمَا فَٱتَّخَذَ سَبِيلَهُۥ فِي ٱلۡبَحۡرِ سَرَبٗا ٦١ فَلَمَّا جَاوَزَا قَالَ لِفَتَىٰهُ ءَاتِنَا غَدَآءَنَا لَقَدۡ لَقِينَا مِن سَفَرِنَا هَٰذَا نَصَبٗا ٦٢ قَالَ أَرَءَيۡتَ إِذۡ أَوَيۡنَآ إِلَى ٱلصَّخۡرَةِ فَإِنِّي نَسِيتُ ٱلۡحُوتَ وَمَآ أَنسَىٰنِيهُ إِلَّا ٱلشَّيۡطَٰنُ أَنۡ أَذۡكُرَهُۥۚ وَٱتَّخَذَ سَبِيلَهُۥ فِي ٱلۡبَحۡرِ عَجَبٗا ٦٣ الكهف: 60- 63
ژباړه: «او كله چي موسى خپل زلمكي ته وويل: تر هغه به له تلو تم نشم چي مجمع البحرين (د دوو سيندونو يو ځاى كېدو سيمي) ته ورسېږم يا به تر اوږدې مودې (كالونه كالونه) درومم. نو كله چي د دواړو يوځاى كېدو سيمي ته ورسېدل؛ نو دواړو خپل كب هېر كړ، چي په سيند كي ئې خپله لار ونيوله او ولاړ. نو كله چي تېر شول خپل زلمكي ته ئي وويل: غرمنى (خوراك) مو راته راوړه؛ په رښتيا چي له دې سفره مو ستړيا په برخه شوه (دې سفر ډېر ستومانه كړو)، وئې ويل: په ياد دي دي كله چي هغي لويي ډبري ته مو پنا يووړه؛ نو ما كب هېر كړ، هسي شيطان رانه هېر كړ چي يادونه ئې (درته) وكړم، او په عجيبه توگه ئې په سيند كي خپله لار ونيوله».
د آيتونو تشريح او تفسير:
د دې آيتونو له هيڅ لفظ؛ نه صراحتاً او نه اشارتاً داسي معلومېږي چي وريت شوى كب ژوندى شوى او له ټوكرۍ ئې سيند ته ټوپ كړي؟ كه دا كار شوى وى نو قرآن به په صريحو الفاظو هغه ته اشاره كړې وه، او كه د موسى عليه السلام ملگري داسي صحنه په سترگو ليدلې وى نو له ډېري حيرانتيا به ئې يا داسي چيغه له خولې وتلې وه چي موسى عليه السلام به ئې له خوبه راويښ كړى وى او كه ئې ډېر صبر كړى وى نو د ده له وېښېدو وروسته به ئې فوراً دا خبره ورته كوله، لږ تر لږه هغه مهال خو به ئې دا خبره كړې وه چي تشه ټوكرۍ ئې له ځان سره وړله، دا داسي خبره نه ده چي څوك ئې هېره كړي، او څو ساعته وروسته ورپه ياد شي، قرآن وايي چي دواړو خپل كب هېر كړ (نسيا حوتهما)؛ يعني دواړو دې خبري ته نه وو پام چي كب به تر نظر لاندي نيسي، قرآن ورپسې د موسى عليه السلام د ملگري دا وينا راوړې: شيطان رانه هېره كړه چي يادونه ئې وكړم، كب په عجيبه توگه پر خپله مخه ولاړ، د دې خبري معنى دا ده چي يوازي د موسى عليه السلام ملگري دا صحنه ليدلې وه، نه موسى عليه السلام. دغو خبرو ته په پام سره په يقيني توگه ويلى شو چي دا روايت ډېر اشكالات لري او هغه بل له هره پلوه ارجح او غوره دئ او د قرآن له وينا سره اړخ لگوي.
كله چي موسى عليه السلام له خضر عليه السلام سره مخامخ شوى له هغه ئې غوښتي چي څه موده ئې له ځان سره د ملگري په توگه ومني او هغه څه وروښيي چي الله تعالى ده ته ورښودلي. هغه په ځواب كي دوه خبري ورته كړې:
1- ته زما په ملگرتيا كي صبر نشې كولى، ښايي د ده حالت ته په پام سره ئې دا خبره ورته كړې، هغه ئې په سوكالۍ او رفاه كي ستر شوى زلمى موندلى او د ځان د ستونزمنو او خطرناكو سفرونو د ملگرتيا جوگه ئې نه دئ گڼلى؛ نو ځكه ئې دا خبره ورته كړې. او بيا ئې ورته ويلي: څنگه به په هغه څه صبر وكړې چي پرې خبر نه يې؟
2- او كه سره له دې زما متابعت كوې نو د هيڅ څه په اړه تر هغه ما مه پوښته چي په خپله ئې يادونه درته وكړم. له دې معلومېږي چي خضر عليه السلام ډېر محتاط شخصيت وو، خپل نږدې د سفر ملگرى ئې هم له خپلو اسرارو نه خبراوو، پر موسى عليه السلام ئې دا شرط ومنلو چي د اسرارو پوښتنه به نه ترې كوي، مگر هغه مهال چي دى ئې په خپله يادونه وكړي. له دې دا هم معلومېږي چي خضر عليه السلام په سري مبارزې بوخت وو، د دې خبري حقيقت هغه مهال موږ ته لا ښه جوت كېږي چي د دوى دواړو د ملگرتيا درې پېښي په دقت سره له نظره تېري كړو. د موسى عليه السلام مخكنى د سفر ملگرى له ځان سره نه بېول هم دغه مطلب په گوته كوي. موسى عليه السلام شرط مني او د صبر او اطاعت ژمنه كوي.
ښاغلی حکمتیار زياتوي چي؛ له دې آيتونو دا خبره په ډېره واضحه توگه معلومېږي چي د دغو دواړو شخصيتونو ترمنځ دا ملاقات هغه مهال تر سره شوى چي موسى عليه السلام لا په پيغمبرۍ نه وو مبعوث شوى، دا ځكه چي له بعثت وروسته هغه د ټولي نړۍ لپاره لارښود شو، دا ضرورت ئې نه وو چي له خضر عليه السلام څه زده كړي.
هغه دا هم وويل:
ډېره عجيبه ده؛ د قرآن له داسي قصې او مضمون چي هر مخاطب ته د سري مبارزي درس وركوي، غرضي او مرضي خلكو داسي افسانه جوړه كړې چي د مخاطب ذهن تخديروي او له سره تر پايه غلط افكار القاء كوي، چېري د خضر عليه السلام هغه درې جهادي كارونه او چېري دې ته د لدني علم نوم وركول او دا ادعاء كول چي هغه په غيب پوهېدو او كارونه ئې غيرعادي وو.
دلته بايد د دې مبارك آيت په وړاندي لږ توقف وكړو او په معنى ئې ځان پوه كړو: هلته چي فرمايي:
فَوَجَدَا عَبۡدٗا مِّنۡ عِبَادِنَآ ءَاتَيۡنَٰهُ رَحۡمَةٗ مِّنۡ عِندِنَا وَعَلَّمۡنَٰهُ مِن لَّدُنَّا عِلۡمٗا ٦٥ الكهف: 65
ژباړه: «نو زما له بندگانو ئې داسي يو بنده وموند چي له خپل لوري مو پېرزوينه ورپه برخه كړې وه او له خپل لوري مو ځانگړى علم ورزده كړى وو.»
(د دې آيت د (من لدنا علماً) له فِقرې ځينو متصوفينو د (لدني علم) اصطلاح راايستلې او وايي چي دا علم د تعليم، تعلم، ليك او لوست له لاري نه تر لاسه كېږي، آناً او له مقدمې پرته انسان ته القاء كېږي، دا اصلي او حقيقي علم بولي او هغه بل علم ته د پوستكي او ظاهري علم په سترگه گوري چي د تعليم او تدريس له لاري او په ليك لوست تر لاسه كېږي!!)
نوموړي متصوفين مخاطب کړل او د هغوی د پورتني ناسم أخذ او تفسير په اړه ئې وويل:
دا له ځانه جوړه شوې او بې بنسټه اصطلاح ده.
له (لدني علم) ستاسو مراد څه دئ؟ مراد مو (ذاتي علم) دئ، كه د (الله تعالى له لوري وركړى شوى علم)؟ كه آناً او له تعليم او ليك لوست پرته تر لاسه شوى علم؟ ذاتي علم خو له الله تعالى پرته هيڅوك نه لري، د انسان علم خو اكتسابي دئ، انسان د وحي، تعليم، تدريس، ليك او لوست له لاري علم تر لاسه كوي، ټولو پيغمبرانو عليهم السلام ته د وحي او كتاب له لاري علم او حكمت وركړى شوى؛ تر وحي او كتاب وړاندي ئې علم د نورو انسانانو په څېر وو؛ قرآن د پيغمبر عليه السلام په اړه فرمايي چي تر بعثت مخكي لار ترې وركه وه، سمه لار ئې نه پېژندله: هلته چي فرمايي:
أَلَمۡ يَجِدۡكَ يَتِيمٗا فََٔاوَىٰ ٦ وَوَجَدَكَ ضَآلّٗا فَهَدَىٰ ٧ وَوَجَدَكَ عَآئِلٗا فَأَغۡنَىٰ ٨ الضحى: 6-8
ژباړه: «مگر نه ئې وموندلې يو يتيم او د ټېكي ځاى ئې دركړ؟ مگر نه ئې وموندلې يو لاروركى او لار ئې وښودله؟ او نيازمند ئې وموندلې، خو غنا ئې كړه په برخه؟»
همدا راز فرمايي چي له بعثت مخكي نه په كتاب پوهېدو او نه د ايمان په حقيقت او معنى؛ هلته چي فرمايي:
وَكَذَٰلِكَ أَوۡحَيۡنَآ إِلَيۡكَ رُوحٗا مِّنۡ أَمۡرِنَاۚ مَا كُنتَ تَدۡرِي مَا ٱلۡكِتَٰبُ وَلَا ٱلۡإِيمَٰنُ وَلَٰكِن جَعَلۡنَٰهُ نُورٗا نَّهۡدِي بِهِۦ مَن نَّشَآءُ مِنۡ عِبَادِنَاۚ وَإِنَّكَ لَتَهۡدِيٓ إِلَىٰ صِرَٰطٖ مُّسۡتَقِيمٖ ٥٢ الشورى:52
ژباړه: «همداسي مو تا ته له خپل لوري د خاص امر وحي وكړه، ته نه پوهېدې چي كتاب څه دئ او نه د ايمان (په معنى او حقيقت) پوهېدې، خو موږ داسي نور وگرځاوو چي له خپلو بندگانو هغه څوك پرې هدايتوو چي غواړو ئې؛ او بې شكه چي ته د مستقيمي لاري خوا ته لارښوونه كوې.»
قدرمن مشر همداراز د پورتني وضاحت پر دوام وايي:
قرآن موږ ته لارښوونه كوي چي د هر انسان علم په حقيقت كي د الله تعالى له لوري وركړى شوى علم دئ، د پوهي او معرفت وسائل او استعدادونه هم الله تعالى وركړي او په يوه څه د پوهېدو مجال او شرائط هم الله تعالى ورته برابروي. قرآن په دې اړه فرمايي:
يَعۡلَمُ مَا بَيۡنَ أَيۡدِيهِمۡ وَمَا خَلۡفَهُمۡۖ وَلَا يُحِيطُونَ بِشَيۡءٖ مِّنۡ عِلۡمِهِۦٓ إِلَّا بِمَا شَآءَۚ وَسِعَ كُرۡسِيُّهُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضَۖ وَلَا ئَُودُهُۥ حِفۡظُهُمَاۚ وَهُوَ ٱلۡعَلِيُّ ٱلۡعَظِيمُ ٢٥٥ البقرة:255
ژباړه: «په داسي حال كي چي دى په هر هغه څه پوهېږي چي د دوى مخي ته دي يا ئې شاته دي او دوى د ده د علم يوازي په دومره څه احاطه كولى شي چي دى ئې وغواړي.»
يعني دا الله تعالى دئ چي هر چا ته علم او پوهه وركوي، سترگي، زړه، غوږونه، دماغ او اعصاب ئې د ده په اراده ورته كار كوي، لار ورته ښيي او د ښه او بد، مفيد او مضر په پېژندلو كي ئې مرسته كوي، په هر څه چي انسان علماً احاطه كوي او په كوم څه د پوهېدو توفيق تر لاسه كوي نو دا ټول د الله په خوښه او اذن او په همغه حد كي وي چي الله ئې وغواړي. د انسان پر مخ چي د معرفت هره دروازه پرانيستل كېږي او په هري نوې خبري چي د پوهېدو توفيق تر لاسه كوي، د ده هر( كشف) او په هر سِر او راز پوهېدل ئې په حقيقت كي د الله تعالى يوه پېرزوينه ده، دا دروازه د ده له لورې ورته پرانيستل كېږي، په دغو حقائقو د پوهېدو توفيق دى وركوي او د دغو اسرارو د كشف توان دى وركوي؛ نو چي حقيقت همداسي دئ؛ تاسو ما ته ووايئ چي ولي د خضر عليه السلام علم استثنائي علم گڼئ او د (لدني علم) نوم وركوئ؟!!
او د درېيم تعبير په صورت كي بايد پوه شئ چي له عيسى او يحيى عليهما السلام پرته نه الله تعالى چا ته په وړوكتوب كي فوق العاده علم وركړى او نه ئې په پيغمبرۍ مبعوث كړى، عيسى عليه السلام ته په ماشومتوب كي يوازي څو خبري ښودل شوې، جامع علم ئې هغه مهال په برخه شو چي انجيل پرې نازل شو.
هغه دا هم وويل:
پيغمبرانو عليهم السلام ته چي د وحي له لاري كوم علم وركړى شوى دا هم په تدريجي توگه او د كتاب او صحيفې په بڼه كي وركړى شوى، نه دا چي په يو ځل او په بشپړه توگه ټول علوم د هغوى زړه او دماغ ته القاء شوي، قرآن پر پيغمبر عليه السلام په تدريجي توگه نازل شوى، دا د ټولو فقهاءو او علماءو متفقه قول او د قرآن د صريحو آيتونو مطابق نظر دئ؛ يوازي افراطي او غلات شيعه او ناپوه متصوفين ورسره مخالفت لري، دا په داسي حال كي چي پيغمبر عليه السلام د هري قضيې او پېښي په اړه د وحي نزول ته انتظار كړى، د وحي له راتلو مخكي نه پوهېدو چي څه حكم وكړي.
قدرمن مشر د پورتني وضاحت په پای کي د (لدني علم) إدعاء کوونکي مخاطب کړل او زياته ئې کړه:
اوس موږ ته ووايئ چي تاسو د كوم منطق له مخي د (لدن) له لفظ (لدني علم) اخلئ او ادعاء كوئ چي دا علم له تعليم او تدريس، ليك او لوست پرته تر لاسه كېږي؟ آيا له دې حقيقته خبر نه يئ چي دا د محرف بايبل غلطه او بې بنسټه ادعاء ده چي قرآن ئې په كلكه ردوي او د قرآن لومړي نازل شوي آيتونه د بايبل د دغي ادعاء خلاف وايي چي د انسان علم اكتسابي دئ، د قرائت او ليك لوست له لاري تر لاسه كېدى شي او الله تعالى په قلم سره انسان ته هغه څه ښيي چي نه پرې پوهېږي؛ قرآن فرمايي:
ٱقۡرَأۡ بِٱسۡمِ رَبِّكَ ٱلَّذِي خَلَقَ ١ خَلَقَ ٱلۡإِنسَٰنَ مِنۡ عَلَقٍ ٢ ٱقۡرَأۡ وَرَبُّكَ ٱلۡأَكۡرَمُ ٣ ٱلَّذِي عَلَّمَ بِٱلۡقَلَمِ ٤ عَلَّمَ ٱلۡإِنسَٰنَ مَا لَمۡ يَعۡلَمۡ ٥ العلق: 1-5
ژباړه: «1- ولوله په نوم د خپل رب، هغه چي پيدا ئې كړ. 2- انسان ئې له ځوړندو پيدا كړ. 3- ولوله چي رب دي ډېر كريم دئ. 4- آ چي په قلم ئې پوهه وركړه. 5- انسان ته ئې ورزده كړل څه چي نه پرې پوهېدو.»
نوموړی زياتوي چي؛ په دې مباركو آيتونو كي څو مطالب خاصه توجه غواړي:
1- د الله تعالى له لوري وحي د اقرأ (ولوله) په امر پيل شوې او دا ښيي چي د اسلام له نظره د (لوست) مقام او منزلت څومره لوړ دئ او څومره اهميت لري، دا د الله تعالى لومړى امر دئ، په دغه امر سره ئې د وحي لېږل پيل كړي. او دا د ټولو هغو كمعقلو په خوله سخت گوزار دئ چي د (لدني علم) بې بنسټه خبره ئې جوړه كړې.
2- دا د الله تعالى د كرم او پېرزويني څرگنده نښه ښودل شوې چي انسان د يوه (ځوړند توكي) له حالته هغه ځاى ته رسوي چي (كامل انسان) ترې جوړ شي، ليك او لوست ورښيي، انسان يوازينى مخلوق دئ چي كولى شي د (لوستلو) له لاري د بل په خبره پوه شي او د (ليكلو) له لاري خپل معلومات خوندي كړي او خپل پيغام نورو ته ورسوي او په دې سره د خپل سلف له قيمتي تجاربو گټه واخلي، د معلوماتو د ضايع كېدو مخه ونيسي او راتلونكي نسل ته ئې انتقال كړي، له انسان پرته دا وړتيا او امتياز په هيڅ ذيروح كي نه گورو؛ الله تعالى په انسان كي دا استعداد او وړتيا ايښې ده چي له (قلم) د تعليم او تعلم وسيله جوړه كړي، له دې اړخه ئې انسان ته پر ټولو نورو مخلوقاتو فضيلت وركړى.
3- په (قرائت)، (علم) او (قلم) سره هم انسان ته پر نورو مخلوقاتو فضيلت وركړى شوى او هم په خپله د انسانانو تر منځ يوه ته پر بل فضيلت.
4- (قلم) د زده كړي او پوهي ډېره اغېزمنه وسيله ده، په دې سره انسان د دې مجال تر لاسه كوي چي په ډېرو هغو حقائقو پوه شي چي له بلي لاري پرې پوهېدل ورته ممكن نه وو.
5- لكه څنگه چي دلته د (علم بالقلم) الفاظ په دې معنى دي چي انسان ته له قلم د استفادې استعداد وركړى شوى، الله تعالى د هغه په فطرت كي دا ملَكه ايښې چي قلم جوړ كړي، خپل ما في الضمير وليكي او نورو ته ئې انتقال كړي او له دې د زده كړې او تعليم او تعلم وسيله جوړه كړي، همدا راز په نورو آيتونو كي دې ته ورته راغلي الفاظ لكه (علمه البيان) او (علم آدم الاسماء كلها) هم هغو استعدادونو ته اشاره كوي چي انسان ته وركړى شوي، انسان ته د (بيان) ملَكه وركړى شوې، كولى شي خپل (مافي الضمير) اظهار كړي او له كلماتو او الفاظو په استفادې سره خپل قصد، هدف، نظر او پيغام تشريح او توضيح كړي، هغه ته د هر څه د پېژندو او په هر څه د يوه مناسب نوم ايښودو استعداد وركړى شوى، هغه كولى شي خپله پوهه د نومونو په قالب كي ترتيب، تنظيم او حفظ كړي او نورو ته ئې انتقال كړي. دا د انسان يوه ځانگړتيا ده، دا صفت په نورو مخلوقاتو كي نشته، په دې سره الله تعالى انسان ته پر ټولو مخلوقاتو فضيلت او شرف وركړى.
ښاغلي حکمتيار د ننني درس په پای کي د گډونوالو پوښتنو ته هم تفصيلي ځوابونه ورکړل او له هغه وروسته نننئ درسي حلقه د نوموړي په دعاء پای ته ورسېده.
د حزب اسلامی افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.
