حکمتيار: څوك چي له حق ويلو ډډه كوي، دوى ته دردناك الٰهي عذاب انتظار كوي
الحمد للّٰهِ وَ كَفَىٰ وَ سَلامٌ عَلىٰ عِبادِهِ الَّذِيْنَ اصْطَفَىٰ و بعد: فاعوذ باللَّهِ مِنَ الشيطن الرجيم بِسۡمِ اللهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
لَتُبۡلَوُنَّ فِيٓ أَمۡوَٰلِكُمۡ وَأَنفُسِكُمۡ وَلَتَسۡمَعُنَّ مِنَ ٱلَّذِينَ أُوتُواْ ٱلۡكِتَٰبَ مِن قَبۡلِكُمۡ وَمِنَ ٱلَّذِينَ أَشۡرَكُوٓاْ أَذٗى كَثِيرٗا ۚ وَإِن تَصۡبِرُواْ وَتَتَّقُواْ فَإِنَّ ذَٰلِكَ مِنۡ عَزۡمِ ٱلۡأُمُورِ ١٨٦ آل عمران: 186 صدق الله العظيم
وروڼو خوېندو!
قرآن په دغو مباركو آيتونو كي موږ ته ډېري مهمي لارښووني كړې او فرمايي:
حتماً به په خپل مال او ځان كي وآزمويل شئ او هرومرو به له هغو چي تر تاسو د مخه كتاب وركړى شوى او له هغو چي مشركان شوي؛ ډېري ځوروني واورئ او كه صبر او تقوىٰ وكړئ نو دا له همتناكو كارونو دئ.
يعني د الله په لار كي به كله د مال قربانۍ ته بلل كېږئ او كله د ځان، كله به د دين په جامه كي د دين دښمنان ستا مقابله كوي او كله مشركان، هم به له دې ځورونكې خبري اورې او هم له هغه، لږ نه؛ ډېرې؛ كه د الله په لوري او لاري د تگ هوډ لرې نو حوصله دي لوړه ساته، د الله رضاء وړيا نه تر لاسه كېږي، دا گوهر په ستر سيند كي لامبو او له پياوړو څپو سره ئې ډغري وهل غواړي، دا الماس د جگو غرونو په لوړو څوكو كي موندلى شې، هلته به ځان رسوې، له كږلېچونو به تېرېږې، لوړي ژوري به پلې كوې، زړه غښتلى او مټي مضبوطي كړه، قربانۍ ته تيار شه، له مخالفتونو سره مخامخ كېدو ته ځان چمتو كړه، سختي آزمويني په مخكي لرې، كه دي همت وكړ، بې زړه نه شوې، له ودرېدو، تر شا كېدو او يوې بلي خوا ته له كږېدو دي ځان وساتو او له دغو آزموينو بريالى ووتې نو الله ته رسې او رضاء ئې تر لاسه كوې او د دنيا او آخرت عزت او سعادت دي په برخه كېږي.
ورپسې فرمايي:
وَإِذْ أَخَذَ اللَّهُ مِيثَاقَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ لَتُبَيِّنُنَّهُ لِلنَّاسِ وَلا تَكْتُمُونَهُ فَنَبَذُوهُ وَرَاءَ ظُهُورِهِمْ وَاشْتَرَوْا بِهِ ثَمَنًا قَلِيلا فَبِئْسَ مَا يَشْتَرُونَ 187
او كله چي الله له اهل كتاب دا ژمنه تر لاسه كړه چي هرومرو به ئې خلكو ته بيانوئ او نه به ئې پټوئ؛ خو د الله كتاب او خپل عهد ئې شا ته وغورځاوو او ناڅيزه بيع ئې پرې وپېرله، څومره بد دئ هغه څه چي دوى ئې پېري.
يعني چا ته چي الله كتاب او د كتاب علم وركړى؛ دا ژمنه ئې ترې اخيستې ده چي دا كتاب به خلكو ته رسوئ، پر لارښوونو به ئې عمل كوئ او نورو ته به ئې بيانوئ؛ او هيڅ څه به ئې نه پټوئ؛ خو د اهل كتاب دين پلورونكو مذهبي مشرانو هم د الله كتاب شا ته وغورځاوو او هم ئې خپله ژمنه هېره كړه، دين ئې په دنيا خرڅ كړ، هغه هم ډېر ارزان، په ډېره ناڅيزه بيع، د ظالمانو په گټه ئې فتوىٰ گاني وركړې او خلك ئې له دين بې خبره پرېښودل. پام كوئ چي تاسو د دوى په څېر نشئ؛ ستاسو مذهبي مشران هم د مخكنيو اهل كتابو په څېر دين پلورونكي نشي.
بيا فرمايي:
لَا تَحۡسَبَنَّ ٱلَّذِينَ يَفۡرَحُونَ بِمَآ أَتَواْ وَّيُحِبُّونَ أَن يُحۡمَدُواْ بِمَا لَمۡ يَفۡعَلُواْ فَلَا تَحۡسَبَنَّهُم بِمَفَازَةٖ مِّنَ ٱلۡعَذَابِۖ وَلَهُمۡ عَذَابٌ أَلِيمٞ١٨٨
گمان مه كوه؛ هغه چي څه ئې كړي په هغه خوشحالي كوي او دا ئې خوښېږي چي په نه كړو كارونو ئې ستاينه وشي؛ دوى له عذاب د ژغورني په حال كي مه گڼه؛ او دوى ته دردناك عذاب دئ.
يعني څوك چي له حق ويلو ډډه كوي، كله حق پټوي او كله ئې له باطل سره گډوي، حق ته باطل وايي او باطل ته حق، پر باطل داسي پرده راكاږي او داسي ئې تعبيروي چي خلك د حق گمان پرې وكړي، له باطل سره د روغي جوړي لار غوره كوي، د باطل حامي او مدافع وي، د ظالم ملگرتيا كوي، او په دې كار فخر كوي، دا د خپلي هوښيارتيا او پوهي نښه گڼي، د ظالمانو حمايت تر لاسه كول او د دوى له گواښونو خوندي پاته كېدا د ځان كمال او هنر گڼي او طمع ئې يا دا وي چي د حق په نه بيانولو، له ظلم او فساد سره د مقابلې په نه كولو سره ئې بايد خلك د ملامتولو پر ځاى وستايي او يا دا چي په دې كار سره د ظالمانو او مفسدينو ستاينه او شاباش تر لاسه كړي، گمان مه كوه چي دوى به د الله له عذاب وژغورل شي؛ نه؛ دوى ته دردناك الٰهي عذاب انتظار كوي.
