No-IMG

د حبشې پر ځمکه د نهه مهاجر صحابه کرامو قبرونه

سلمان افغان

 

دا د حبشې په ځمکې د هغه ۹ صحابه کرامو قبرونه دي چې د لارې، دین په اول سر کې وفات شوی، دوی خپل کورونه، مال او بچي پرېښودل او دین یې له ځانونو سره واخستلو

دوی حبشې ته هغه وخت لاړل کله چې د مکې مشرکینو پرې د مکې ځمکه را تنګه کړه، ډول ډول تعذیبونه یې ورکول، دغه ورځو کې مسلمانان غرباء او کمزوري وو

دا مهاجر مؤمنان د حبشې په ځمکې وفات شول، دوی د اسلام عزت، قوت او دبدبه ونه لیدله، نه یې خپل خوږ نبي ولیدلو چې په مکې کې یې بوتان ماتول، نه یې خالد بن ولید رضي الله عنه ولیدلو چې رومیان او فارسیان یې ځغلول او پرلپسې ماتې یې ورکولې، دوی نه د سند فتحې ولیدې او نه یې د هند او أندلس فتحې ولیدې، بلکې دا یې سره په خیال کې هم نه راتلله هغه مکه چې دوی ترې هجرت کړی، د نړۍ له ګوډ ګوډ به ورته هر کال په ملیونونو مسلمانان د حج د فریضې د ادا کولو لپاره راځي

د دوی ارمان دا و چې دوی دې په سمه لار وي، د همدې لپاره یې په دنیا په تکلیفونو صبر وکړ تر څو یې عقبیٰ جوړه او ښایسته شي

د دوی مقصد د الله رضا وه، هدف یې هغه جنت و چې عرض، پراخوالی یې د اسمانونو او ځمکې هومره دی.

دا صحابه عدي بن نضل العدوي القرشي، مطلب بن أزهر، سفیان بن معمر، عروه بن عبد العزی، عبد الله، حطیب بن الحریس، فاطمة بنت صفوان، عایشه بنت خالد او هرمه بنت عبد الأسود وو، رضي الله عنهم أجمعین.

مهمه دا ده چې په حق او سمه لار مړ شې

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک