د انتقادي فکر کولو مهارتونه
له موږ څخه ډيرى د خؤند غله او آموخته يو، دخؤند دترلاسه کولو لپاره سل مخونه بدلوو، سل زر رښتيا دروغ وايو، حتا ډيرى عبادات هم د خؤند دحصول په تمه کوي، ځيني له موږ څخه چې له خونده کم برخه شي ځان متقي ښکارؤي او د نورو په خؤندور حالت حسادت کؤي، نيت بدوي، موږ څخه د ژوند تعریف او د ژوند د هدف تعريف ورک شوى دى، موږ حتا مذهب، دين او د خالق تعالى هدايات هم د خپل خؤند له مزاج سره تراشو، موږ د خپل خؤندور ژوند د حصول غلامان يو ځکه نو د ښې ورځي تمه نشته
دا به تر هغو همداسي وي تر څو چې انسانان په دې پوهه نشي چي ايا هغه رښتيا عبادت کوي او که خپله ايګو يا د خؤند لؤږه ډاده کوي?
ايا هغه هغه د ژوند او د ژوند په موخه پوهه دى?
آيا هغه ته د خپلو او ځناورو د خويونو تر منځه فرق واضح دى?
آيا د هر فکر، کار، خبر، اوريدلو او اقدام لپاره کوم خاص پکتين (حقيقي) مقياس او تاکل لري او که د مالکيت او ايګو د حرص او حرکت له مخي هغه عمل کوي?
کله چې څوک په دې پوهه شو، ستره ستونزه داده چې هغه بيا بل نشي پوهولى خو تر دې ځايه د رسيدو چل تګلاره ورزده کولى شي
بل ته د کوم څه ور زدکول هم بله ستونزه ده، دا ځکه چې هيڅکله هيڅوک خپل داخلي هغه احساس او پوهه له خبرو يا ليکلو سره بل ته نشي انتقالول کوم چې هغه احساسوي
نو عين ممکن زدکونکى له ليکلو يا خبرو بيخي سر چيه تعبير او مانا واخلي، دا ځکه چې زدکونکى هم لا تر اوسه د مالکيت حس، د ايګو او خوند د آموخت په دلدل کي دى، هرڅه ته له همهغې کړکۍ ګوري
نو حل لاره څه ده?
که څوک رښتيا په ډېر آرام او دقت سره په هرڅه هره خبره ژور پام کوي، لږ تر لږه هره ورځ د سکوت تمرین 10 دقيقي دوه وخته کوي، په خورا دقت او پابندي سره څلا دروي ياني لمونځ کوي له ټولو سترو ګناهونو ډېر سخت پرهيز وکړي پر ځان کي د مالکيت، ضديت او د خوند اخيستو شوق کنترول کړي نو په تدريج سره په چټکۍ هغه انسان خپله له بدې اموختيا خپلواکي پيدا کوي او ژور حقايق درک کوي د پوهي حکمت دروازي ورته خلاصيږي
خلاصه له پرېکړنپوهه
