No-IMG

د حکمتيار صاحب درېيمه درسي حلقه (د ملتونو د عروج او زوال عوامل) تر عنوان لاندې تر سره شوه

چهارشنبه د عقرب/لړم ۲۵مه؛ ۱۴۰۱ھ‌ش کال:

د حزب اسلامي افغانستان  قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار «د ملتونو د زوال او عروج عوامل» تر عنوان لاندي خپله درېيمه علمي محاضره د بريا نړۍ‌وال ټلويزيون د غونډو تالار کي وړاندي کړه چي گڼ‌شمېر ورونو او خویندو په کي گډون کړی وو.

قدرمن مشر د خپل تېر درس پر دوام وويل چي؛ فرعون د موسى عليه السلام د وژلو امر كړى خو مېرمني ئې له دې كبله ممانعت كړى چي د ماشوم پر جذابي او له ميني ډكي څېرې ئې مينه راغلې او فرعون ته ئې ويلي: هغه مه وژنه، پرېږده چي وئې ساتو؛ يا به ئې په زوى ولۍ ونيسو او يا به كومه بله گټه راورسوي؛ او الله تعالى غوښتل چي موسى عليه السلام د فرعون په كور كي ستر شي او د فرعون ظالمانه واكمني د همدې ماشوم په لاس نسكوره كړي. د موسى عليه السلام مور پرېشانه وه او قرآن ئې پرېشاني داسي بيانوي؛ هلته چي فرمايي:

وَأَصۡبَحَ فُؤَادُ أُمِّ مُوسَىٰ فَٰرِغًاۖ إِن كَادَتۡ لَتُبۡدِي بِهِۦ لَوۡلَآ أَن رَّبَطۡنَا عَلَىٰ قَلۡبِهَا لِتَكُونَ مِنَ ٱلۡمُؤۡمِنِينَ ١٠ وَقَالَتۡ لِأُخۡتِهِۦ قُصِّيهِۖ فَبَصُرَتۡ بِهِۦ عَن جُنُبٖ وَهُمۡ لَا يَشۡعُرُونَ ١١ وَحَرَّمۡنَا عَلَيۡهِ ٱلۡمَرَاضِعَ مِن قَبۡلُ فَقَالَتۡ هَلۡ أَدُلُّكُمۡ عَلَىٰٓ أَهۡلِ بَيۡتٖ يَكۡفُلُونَهُۥ لَكُمۡ وَهُمۡ لَهُۥ نَٰصِحُونَ ١٢ فَرَدَدۡنَٰهُ إِلَىٰٓ أُمِّهِۦ كَيۡ تَقَرَّ عَيۡنُهَا وَلَا تَحۡزَنَ وَلِتَعۡلَمَ أَنَّ وَعۡدَ ٱللَّهِ حَقّٞ وَلَٰكِنَّ أَكۡثَرَهُمۡ لَا يَعۡلَمُونَ ١٣ 

ژباړه: او د موسى د مور زړه بې قراره شو، كه د دې لپاره چي له مؤمنانو وي؛ د دې زړه مو نه وى مضبوط كړى؛ نو نږدې وه چي څرگنده ئې كړي او د ده خور ته ئې وويل: ورپسې شه! نو له گوښې گوښې ئې داسي تر سترگو لاندي نيولى وو چي هغوى پرې نه پوهېدل او تر دې مخكي مو تى وركوونكې پرې منع كړې وې، نو وئې ويل: آيا داسي كورنۍ دروښيم چي درته وئې پالي او خواخوږي ئې وي؟ نو په دې توگه مو خپلي مور ته راوگرځاوو چي سترگي ئې پرې سړې شي، غمجنه نه وي او پوه شي چي د الله وعده رښتينې ده؛ خو ډېرى خلك نه پوهېږي.

ښاغلي حکمتيار زياته کړه:

په دې مباركو آيتونو كي څو لارښووني گورو:

الف: د موسى د مور زړه بې قراره او له صبره تش شو، بې قراري ئې دې پړاو ته رسېدلې وه چي نږدې وه داسي كار وكړي چي ټوله خبره بربنډه شي؛ خو الله تعالى صبر وركړ؛ كه خبره افشاء شوې وى نو ښايي د موسى تر څنگ به دا هم په مرگ محكومېده؛ خو الله تعالى غوښتل چي نه يوازي موسى عليه السلام او د ده مور ژوندي پاته شي، بلكي د شاهي كورنۍ د يوه نازولي غړي په توگه د خپلي مور په غېږ كي ستر شي او پر مور ئې هغه ورځ هم وگوري چي موسى عليه السلام په پيغمبرۍ مبعوث شوى او دې ايمان پرې راوړى

 

ب: خپلي لور؛ د موسى عليه السلام خور ته ئې ويلي چي ورپسې شه او وگوره چي د سيند څپې ئې چېري وړي او څه ورسره كېږي.

 

ج: هغه عقلمنه او هوښياره نجلۍ وه، په احتياط احتياط ورپسي روانه وه، وئې ليدل چي د فرعونيانو لاس ته ورغى، د فرعون مېرمني له خپل سيالو مېرمنو او وينزو غوښتي چي تى وركړي؛ خو ده د هيچا پر تي خوله نه ده ايښې.

 

ح: د موسى عليه السلام خور چي له لري ئې د صحنې تماشا كوله؛ چا ته ئې ويلي چي زه داسي مېرمن پېژنم چي د ماشومانو په ښه ساتلو كي خاص مهارت لري؛ ځواب ئې تر لاسه كړى چي رائې وله؛ خپله مور ئې راوستې؛ كله چي هغې موسى خپل تي ته نيولى؛ تى ئې رودلى؛ د فرعون مېرمني د ماشوم د ساتلو او پاللو دنده دې ته سپارلې.

 

خ: د الله تعالى وعدې رښتينې دي؛ چي دا ئې يوه څرگنده عملي بېلگه وه.

 

د حزب اسلامي افغانستان  قدرمن أمير همداراز د «علم او حکمت» تر سرليك لاندي د الله تعالی له لوري موسی عليه السلام ته د يوي بلي مهمي مَلَکِي پر ورکړي هم تفصيلي بحث وکړ او وئې ويل:

 

قرآن فرمايي چي موسى عليه السلام په داسي ماحول كي ستر شو چي پخې ځوانۍ ته د رسېدو پر مهال ئې هم (حكم) په برخه شو او هم (علم)؛ هلته چي فرمايي

وَلَمَّا بَلَغَ أَشُدَّهُۥ وَٱسۡتَوَىٰٓ ءَاتَيۡنَٰهُ حُكۡمٗا وَعِلۡمٗاۚ وَكَذَٰلِكَ نَجۡزِي ٱلۡمُحۡسِنِينَ ١٤ 

ژباړه: او كله چي پوخوالي ته ورسېد او تكړه شو حكمت او علم مو ورپه برخه كړ او همدا راز نېكانو ته بدله وركوو

يعني كله چي موسى عليه السلام خپل قوت او كمال ته ورسېد، د ځوانۍ هغه پړاو ته چي د انسان ټول قوتونه او استعدادونه په كي كمال ته رسېږي، نو موږ ورته علم او حكمت وركړ، دا الهي پېرزوينه يوازي د ده په اړه نه وه، دا عام الهي سنت دئ، له نورو نېكانو سره به هم دې ته ورته معامله كېږي، (و كذلك نجزى المحسنين: همدغسي ټولو نېكانو ته بدله وركوو)، هرڅوك چي د نېكۍ لاره غوره كړي؛ دغسي به الله تعالى هغه ته نېكه بدله وركوي، علم او حكمت به ئې په برخه كوي.

 

ښاغلی حکمتیار د پورتنيو مبارکو آيتونو د تفسير په اړه وايي:

دا آيتونه موږ ته ښيي چي د قيادت او زعامت لپاره يوازي (علم) كافي نه دئ، بلكي د علم تر څنگ (حكمت) ته هم اړتيا شته، د قرآن په ځاى ځاى كي به دا مطلب ستاسو مخي ته راشي چي پيغمبران عليهم السلام له (علم) او (حكمت) سره د خپل امت په لوري تللي او دوى ته ئې هم د علم ښوونه كړې او هم د حكمت. يعني يوازي په حقائقو پوهېدل كافي نه دي، د حقائقو پلي كول، تطبيقول او د تطبيق په لارو چارو ئې پوهېدل تر هر څه د مخه ضروري دي. الله تعالى موسى عليه السلام ته هم علم وركړ او هم حكمت، گورئ چي د يوه اجتماعي انقلاب لړۍ د داسي قيادت له راپيدا كېدو پيل كېږي چي الله تعالى هم (علم) وركړى او هم (حكمت).

 

هغه وويل:

بايد وگورو چي دا كوم (علم) او كوم (حكمت) دئ چي له پيغمبرۍ وړاندي او د همدغي ځوانۍ په دوران كي د موسى عليه السلام په برخه شوى؟! آيا معنى ئې دا ده چي هغه ديني علم له مذهبي كورنۍ تر لاسه كړى او (حكمت) او د زعامت او قيادت هنر د فرعون په كور كي، ځكه مخكني آيتونه د موسى عليه السلام د روزني چاپېريال داسي انځوروي چي له يوې خوا ئې له خپلي مذهبي كورنۍ سره اړيكي ټينگي دي او ديني پوهه له دې ځايه تر لاسه كوي او له بلي خوا د فرعون په دربار كي د شاهي كورنۍ د يوه غړي په توگه د ده لپاره د ډېر څه زده كولو شرائط برابر دي، په دې توگه الله تعالى ده ته له يوې خوا ديني علم وركړ او له بلي خوا ئې هغه بصيرت او حكمت ور په برخه كړ چي د ولس د قيادت او مشرتابه لپاره ضروري وي، او كه له دې پرته د علم او حكمت تر لاسه كولو كومه بله مرجع ئې هم په برخه شوې؟

 

نوموړی د پورتنئ مطرح شوي پوښتنې د ځواب په اړه وايي:

د قرآن په ځينو نورو آيتونو كي له غور او دقت وروسته معلومېږي چي موسى عليه السلام د خپلي پوهي او علم تر لاسه كولو يوه بله مرجع هم موندلې وه، د يوه عالم شخصيت په لټه كي په اوږده سفر وتلى وو، څه موده ئې د هغه ملگرتيا كړې وه او له هغه ئې علم تر لاسه كړى، خو دا څوك وو؟ چېري ئې موندلى؟ څه ئې ترې زده كړي؟ قرآن د دې پوښتنو ځواب په دې توگه موږ ته راكوي

وَإِذۡ قَالَ مُوسَىٰ لِفَتَىٰهُ لَآ أَبۡرَحُ حَتَّىٰٓ أَبۡلُغَ مَجۡمَعَ ٱلۡبَحۡرَيۡنِ أَوۡ أَمۡضِيَ حُقُبٗا ٦٠ فَلَمَّا بَلَغَا مَجۡمَعَ بَيۡنِهِمَا نَسِيَا حُوتَهُمَا فَٱتَّخَذَ سَبِيلَهُۥ فِي ٱلۡبَحۡرِ سَرَبٗا ٦١ فَلَمَّا جَاوَزَا قَالَ لِفَتَىٰهُ ءَاتِنَا غَدَآءَنَا لَقَدۡ لَقِينَا مِن سَفَرِنَا هَٰذَا نَصَبٗا ٦٢ قَالَ أَرَءَيۡتَ إِذۡ أَوَيۡنَآ إِلَى ٱلصَّخۡرَةِ فَإِنِّي نَسِيتُ ٱلۡحُوتَ وَمَآ أَنسَىٰنِيهُ إِلَّا ٱلشَّيۡطَٰنُ أَنۡ أَذۡكُرَهُۥۚ وَٱتَّخَذَ سَبِيلَهُۥ فِي ٱلۡبَحۡرِ عَجَبٗا ٦٣ قَالَ ذَٰلِكَ مَا كُنَّا نَبۡغِۚ فَٱرۡتَدَّا عَلَىٰٓ ءَاثَارِهِمَا قَصَصٗا ٦٤ فَوَجَدَا عَبۡدٗا مِّنۡ عِبَادِنَآ ءَاتَيۡنَٰهُ رَحۡمَةٗ مِّنۡ عِندِنَا وَعَلَّمۡنَٰهُ مِن لَّدُنَّا عِلۡمٗا ٦٥ قَالَ لَهُۥ مُوسَىٰ هَلۡ أَتَّبِعُكَ عَلَىٰٓ أَن تُعَلِّمَنِ مِمَّا عُلِّمۡتَ رُشۡدٗا ٦٦ قَالَ إِنَّكَ لَن تَسۡتَطِيعَ مَعِيَ صَبۡرٗا ٦٧ وَكَيۡفَ تَصۡبِرُ عَلَىٰ مَا لَمۡ تُحِطۡ بِهِۦ خُبۡرٗا ٦٨ قَالَ سَتَجِدُنِيٓ إِن شَآءَ ٱللَّهُ صَابِرٗا وَلَآ أَعۡصِي لَكَ أَمۡرٗا ٦٩ قَالَ فَإِنِ ٱتَّبَعۡتَنِي فَلَا تَسۡ‍َٔلۡنِي عَن شَيۡءٍ حَتَّىٰٓ أُحۡدِثَ لَكَ مِنۡهُ ذِكۡرٗا ٧٠ الكهف: 60-70

ژباړه: او كله چي موسى خپل زلمكي ته وويل: تر هغه به له تلو تم نشم چي مجمع البحرين (د دوو سيندونو يو ځاى كېدو سيمي) ته ورسېږم يا به تر اوږدې مودې (كالونه كالونه) درومم. نو كله چي د دواړو يوځاى كېدو سيمي ته ورسېدو نو دواړو خپل كب هېر كړ، چي په عجيبه توگه ئې په سيند كي خپله لار ونيوله او ولاړ. نو كله چي تېر شول خپل زلمكي ته ئي وويل: غرمنى (خوراك) مو راته راوړه؛ په رښتيا چي له دې سفره مو ستړيا په برخه شوه (دې سفر ډېر ستومانه كړو)، وئې ويل: په ياد دي دي كله چي هغي لويي ډبري ته مو پنا يووړه؛ نو ما كب هېر كړ، هسي شيطان رانه هېر كړ چي يادونه ئې (درته) وكړم، او په عجيبه توگه ئې په سيند كي خپله لار ونيوله. وئې ويل: همدا هغه څه دئ چي موږ ئې غواړو، پر خپلو پلونو گام په گام په شا وگرځېدل، نو زما له بندگانو ئې داسي يو بنده وموند چي له خپل لوري مو پېرزوينه ورپه برخه كړې وه او له خپل لوري مو ځانگړى علم ورزده كړى وو. موسى ورته وويل: آيا كېدى شي د دي لپاره ستا متابعت او ملگرتيا وكړم چي د هغه رشد او پوهي څه رازده كړې چي تا ته ئې علم دركړى شوى؟ هغه ورته وويل: ته زما په ملگرتيا كي صبر نشې كولى، څنگه به په هغه څه صبر وكړې چي پرې خبر نه يې؟ وئې ويل: إن شاء الله ما به صابر ومومې او په هيڅ كار كي به له تا سرغړاوى ونه كړم. وئې ويل: نو كه زما متابعت كوې نو د هيڅ څه په اړه تر هغه ما مه پوښته چي په خپله ئې يادونه درته وكړم.

 

هغه زياتوي چي

په دې مباركو آيتونو كي څو لارښووني زموږ مخي ته اېښودل شوې:

 

1- موسى عليه السلام ته د يوه پوه او عالم شخصيت يادونه شوې، د اوسېدو ځاى ئې مجمع البحرين ښودل شوى، ده اراده كړې چي دا كس حتماً وگوري، څه وخت ورسره پاته شي او څه ترې زده كړي. په همدې موخه خوځېدلى، يو كس ئې د خادم او ساتونكي په توگه له ځان سره كړى. د موسى عليه السلام د سفر ملگرى د (فتا: غلام او خادم) په نامه ياد شوى او له دې معلومېږي چي دا د هغه وخت قصه ده؛ او دا سفر هغه مهال تر سره شوى چي موسى عليه السلام د فرعون په كور كي او د شاهي كورنۍ د يوه غړي په توگه اوسېدو او ساتونكي او غلامان ئې په خدمت كي ول، دا ځكه چي قرآن د يوسف عليه السلام ساتونكي او خدمتگاران هم په دغه نامه يادكړي

 

2- دا سفر اوږد او ستونزمن وو، د ده دا وينا چي يا به مجمع البحرين ته رسم او يا خو به همداسي تر اوږدې مودې درومم، همدا مطلب افاده كوي. د هغو خلكو انتباه صحيح نه ده چي وايي: موسى عليه السلام سحر خوځېدلى، د غرمې شاوخوا مهال داسي ځاى ته رسېدلى چي ستړى او وږى شوى، هملته ئې پوخ ماهي ترې ورك شوى او خضر عليه السلام ئې هملته موندلى!! 

 

3- دا سفر د دوبي په گرميو كي تر سره شوى، د تودوخي له كبله ئې د غرمې مهال د يوې لويي ډبري سيوري ته پنا وړې وه

 

4- لكه څنگه چي د عبدالله بن عباس رضى الله عنهما په روايت كي راغلي؛ موسى عليه السلام ته ويل شوي وو چي د سفر په دوران كي به په سيند كي روان كب ستا لپاره لارښود او نښه وي، د هغه په خوا كي درومه، په هر ځاى كي چي درنه ورك شو نو مجمع البحرين هملته دئ او دغه عالم به هملته ومومې.

 

5- موسى عليه السلام خپل ملگرى په دې گمارلى وو چي په سيند كي روان كب به تر نظر لاندي نيسي، كه ترې ورك شو نو ده ته به اطلاع وركوي، خو كله چي دې كب خپل مسير بدل كړى او په بل لوري تللى نو له ملگري ئې دا خبره هېره شوې او هغه مهال ئې موسى عليه السلام ته كړې چي هغه د خوراك غوښتنه ترې كړې.

 

په خپله مخه د كب تلل ښيي چي مجمع البحرين همدلته وو، كب خپله لاره بدله كړې او په هغه لوري تللى چي له بل اړخ بل سيند له نيل سره يو ځاى شوى، نو ځكه موسى عليه السلام خپل ملگري ته وويل: موږ د همدغه ځاى (مجمع البحرين) په لټه كي وو. دې ته مو هم بايد پام وي چي هغه پلي نابلد مسافر ته چي د لوى سيند په ژۍ بري خوا ته روان وي، دا ډېره گرانه وي چي د دوو سيندونو د يو ځاى كېدو ځاى په دقيقه توگه تشخيص كړي، دا ځكه چي ډېر ځلي لوى سيندونه په يوه ځاى كي ووېشل شي او په بل ځاى كي ئې وېشل شوې څانگي بېرته سره يو ځاى شي، دې ته مو هم بايد پام وي چي الله تعالى كبان داسي پيدا كړي چي په ژمي كي تودو سيمو ته كوزېږي او په دوبي كي بېرته خپلو اصلي سړو سيمو ته درومي، كله كله د دوى دا ژمنى او دوبنى سفر سلگونه كيلومتره اوږد وي، د نيل كبان د دوبي (اوړي) په موسم كي له مصر د سودان او په يوگندا او ايتوپيا كي د نيل د سرچينو په لوري درومي.

 

نوموړي دا هم وويل:

لكه څنگه چي د عبدالله بن عباس رضى الله عنهما په يوه روايت كي راغلي دا عالم شخص خضر عليه السلام وو، روايت داسي دئ

 

عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ أَنَّهُ تَمَارَى هُوَ وَالْحُرُّ بْنُ قَيْسٍ الْفَزَارِيُّ فِي صَاحِبِ مُوسَى، فَقَالَ ابْنُ عَبَّاسٍ: هُوَ خَضِرٌ فَمَرَّ بِهِمَا أُبَيُّ بْنُ كَعْبٍ، فَقَالَ: إِنِّي تَمَارَيْتُ وَصَاحِبِي هَذَا فِي صَاحِبِ مُوسَى الَّذِي سَأَلَ السَّبِيلَ إِلَى لُقِيِّهِ، فَهَلْ سَمِعْتَ رَسُولَ اللَّهِ، صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَعَلَى آلِهِ وَسَلَّمَ، يَذْكُرُ شَأْنَهُ؟ فَقَالَ: إِنِّي سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ، صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَعَلَى آلِهِ وَسَلَّمَ، يَقُولُ: " بَيْنَا مُوسَى فِي مَلَأٍ مِنْ بَنِي إِسْرَائِيلَ جَاءَهُ رَجُلٌ فَقَالَ: هَلْ تَعْلَمُ أَحَدًا أَعْلَمَ مِنْكَ؟ قَالَ مُوسَى: لَا، فَأَوْحَى اللَّهُ تَعَالَى إِلَى مُوسَى: بَلَى عَبْدُنَا خَضِرٌ، فَسَأَلَ مُوسَى السَّبِيلَ إِلَى لُقِيِّهِ، فَجَعَلَ اللَّهُ لَهُ الْحُوتَ آيَةً، وَقِيلَ لَهُ: إِذَا فَقَدْتَ الْحُوتَ فَارْجِعْ فَإِنَّكَ سَتَلْقَاهُ، وَكَانَ [ص:304] مُوسَى يَتْبَعُ أَثَرَ الْحُوتِ فِي الْبَحْرِ، فَقَالَ فَتَى مُوسَى لِمُوسَى: {أَرَأَيْتَ إِذْ أَوَيْنَا إِلَى الصَّخْرَةِ فَإِنِّي نَسِيتُ الْحُوتَ وَمَا أَنْسَانِيهُ إِلَّا الشَّيْطَانُ أَنْ أَذْكُرَهُ} [الكهف: 63] ، فَقَالَ مُوسَى: {ذَلِكَ مَا كُنَّا نَبْغِ فَارْتَدَّا عَلَى آثَارِهِمَا قَصَصًا} [الكهف: 64] فَوَجَدَا عَبْدَنا خَضِرًا.   رواه البخاري، احمد، الطبري و غيرهم.

 

د ښاغلي حکمتيار پر وينا چي؛ دا روايت څو خبري زموږ مخي ته ږدي: دا عالم او پوه شخص خَضِر عليه السلام وو. موسى عليه السلام ته ويل شوي وو چي په ژوندي ماهي پسي روان شي، په هر ځاى كي چي ترې ورك شو هملته به خضر ومومي. موسى عليه السلام د سفر ملگرى په دې گمارلى وو چي په سيند كي روان كب به تر نظر لاندي نيسي، كله چي ترې ورك شي نو ده ته به خبر وركوي، دوى د سفر په دوران كي د تودوخي په وجه د كوم كمر سيوري ته پنا وړې، په همدې وخت كي كب خپله لار بدله كړې او د هغه ځوانكي له سترگو غائب شوى، كله چي بيا خوځېدلي، له څه مزل وروسته موسى عليه السلام له هغه غرمنى خوراك غوښتى، په همدې وخت كي هغه ته د كب د غائبېدو خبره ورپه ياد شوې او موسى عليه السلام ته ئې يادونه كړې، موسى عليه السلام ورته ويلي چي موږ د همدې ځاى په لټه كي وو، بېرته راستانه شوي او خضر عليه السلام ئې هملته موندلى.

 

د ښاغلي حکمتيار پر وينا چي؛ دا روايت په بخاري كي دولس ځلي نور هم راغلى، په دې كي درې ځلي نور د پورتني روايت په څير دئ او څلور ځلي داسي راغلى چي له پورتني سره ژور تعارض لري او په كي راغلي چي موسى عليه السلام ته ويل شوي وو چي وريت شوى كب په ټوكرۍ كي ورسره واخلي، په دغو څلورو كي هم ژور توپيرونه تر سترگو كېږي، دا په داسي حال كي چي د ټولو ديارلسو روايتونو راوي يو دئ! امام بخاري رحمه الله نه دي ويلي چي كوم روايت ئې تر نورو غوره، دقيق او صحيح دئ، هغه له بېلو بېلو راويانو چي څه اورېدلي په امانت سره ئې رانقل كړي، له دغو متعارضو رواياتو به يو غوره كوو، يا هغه چي وايي موسى عليه السلام ته په سيند كي روان كب د نښي په توگه ټاكل شوى وو يا هغه چي وريت شوى كب نښه گڼي، د اسنادو له مخي دا پرېكړه نشي كېدى، ځكه كه دا كار ممكن وى نو امام بخاري به هرومرو ويلي وو چي كوم ئې ضعيف دئ او كوم ئې صحيح. مجبور يو د قرآن په رڼا كي او د درايت له مخي ارجح روايت تشخيص كړو، د دې روايت په اړه ډېري داسي پوښتني راولاړېږي چي ځواب ئې نشي ويل كېدى، پوښتني دا دي:

 

الف: د روايت په سر كي دا الفاظ راغلي: كَذَبَ عَدُوُّ اللَّهِ: د خداى دې دښمن دروغ ويلي! د عبدالله بن عباس غوندي له شخصيت لري خبره ده چي د يوه كس د ادعاء له مخي د بل چا په اړه داسي وينا وكړي. شريعت داسي قضاوت جائز نه گڼي چي د يوې لانجې د دواړو خواوو د ويناوو له اورېدو مخكي وي.

 

ب: دا روايت وايي چي موسى عليه السلام له بعثت وروسته دا سفر كړى، حال دا چي له بعثت وروسته هغه د ټول عالم لپاره لارښود وو، تر ده بل پوه او عالم كس په نړۍ كي نه وو، ولي به الله تعالى د دې خبري په كولو تر عتاب لاندي نيولو چي د يو چا په ځواب كي ئې ويلي وو: تر ما بل پوه كس نشته؟! پيغمبر عليه السلام په وار وار صحابه وو ته ويلي چي تر تاسو ټولو ښه پوه يم، او صحابه وو هم ويلي چي الله او د هغه رسول تر ټولو زيات پوه دي.

 

ج: قرآن وايي چي موسى عليه السلام تر بعثت وروسته يوازي څلوېښت ورځي له خپل قوم لري شوى چي د ده په غياب كي سامري وغولول، كه دا سفر تر بعثت وروسته وى نو حتماً به ئې قرآن وضاحت كړى وو. له بعثت وروسته هغه د سينا په صحرا كي وو، هلته نه سيندونه وو او نه مجمع البحرين.

 

د: كه وريت شوى او پوخ ماهي د دوى لپاره نښه وو نو موسى عليه السلام به څنگه خپل خادم ته ويل چي هغه د خوراك لپاره راوړه؟!! په دې صورت كي خو به ئې تل له ځان سره ساتو او له خوړلو به ئې ډډه كوله

 

ر: دا روايت وايي چي وريت شوى كب ژوندى شو او سيند ته ئې ټوپ كړل او موسى عليه السلام او ملگرى ئې حيران شول، خو قرآن وايي چي د كب د غائبېدا او تگ صحنه يوازي د موسى عليه السلام ملگري ليدلې وه نه موسى عليه السلام، د روايت دا وينا د قرآن له وينا سره په بشپړه توگه تعارض لري

 

ز: خضر عليه السلام څنگه موسى عليه السلام ته ويلي: ما ته داسي علم راكړى شوى چي تا ته نه دئ دركړى شوى او تا ته داسي علم دركړى شوى چي ما ته نه دئ راكړى شوى؟! كوم علم ده ته وركړى شوى وو؟ علم غيب خو نشي كېدى!! ځكه چي هغه د ملاقات پر مهال موسى عليه السلام ونه پېژندو.

 

س: د خضر عليه السلام په لاس د كافر او مفسد ځوانكي د وژل كېدو په اړه دا الفاظ راغلي چي منل ئې گران دي: فَأَخَذَ الْخَضِرُ بِرَأْسِهِ مِنْ أَعْلاَهُ فَاقْتَلَعَ رَأْسَهُ بِيَدِهِ : نو خضر د سر له لوړي ونيو او په خپل لاس سره ئې سر ترې وايست!!

 

د درس په پای کي قدرمن مشر د گډون‌والو پوښتنو ته هم تفصيلي ځوابونه ورکړل او له هغه وروسته نننئ درسي حلقه د نوموړي په دعاء پای ته ورسېده.

 

د حزب اسلامي افغانستان  د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک