No-IMG

مهم ترین های امروز چهارشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان له استازو سره په لیدنه کې ډاډ ورکړی چې د پولو په ساتلو سره به افغان خاوره د هیچا پر ضد نه کارول کیږي.

‏دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، چې نوموړي یو ځل د دوحې تړون ته د ا.ا له لوري بشپړه ژمنتیا په ډاګه کړې ده.

: ‏د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي کابل کې د چین له سفیر وانګ یو سره وکتل.

 

د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد ضیا تکل لیکلي چې ښاغلي متقي له وانګ یو سره په ځينو مهمو موضوعګانو خبرې کړي او هیله یې څرګنده کړې چې له چین سره یې اړیکې نورې هم ژورنې او ټینګې شي.

‏ښاغي وانګ یو همدارنګه له افغانانو سره د ژمنیو توکو له مرستې خبر ورکړی دی.

: ‏ذبیح‌الله مجاهد، سخنگوی امارت اسلامی، در تویترش گفته است که شش عضو گروه داعش در عملیات نیروهای ویژه ا.ا در شهر هرات کشته شده‌اند و چهار تن دیگر آنان بازداشت شده‌اند. آقای مجاهد افزوده است که این افراد در انفجاری که چندی پیش در هرات رخ داد، دست داشتند.

: ‏تیم چهارده‌ساله‌های فوتبال کشور در سومین دیدار رقابت‌های قهرمانی مرکز آسیا با نتیجه یک بر صفر مغلوب ازبیکستان شد.

: ‏مولوی عبدالکبیر معاون سیاسی ریاست الوزرا با عبیدالرحمن نظامانی کاردار سفارت پاکستان در کابل، دیدار کرد ‏در صفحه تویتر "ارگ" آمده است که در این دیدار در باره‌ی روابط سیاسی میان کابل و اسلام‌آباد، موضوع صدور ویزا به شهروندان افغان و آوردن تسهیل در روابط بازرگانی میان هردو کشور بحث و گفت‌وگو شده است.

: ‏په هېواد کې د بې پولې ډاکټرانو ټولنه وايي چې په روغتيايي مرکزونو کې يې د ناروغانو ګڼه ګوڼه ډيره شوې ده. دغه ټولنه وايي چې له تېرو پنځلسو مياشتو راهيسې يې په روغتيايي مرکزونو کې د ناروغانو د ګڼې ګوڼې له کبله روغتيايي پرسونل او امکانات ډير کړي دي.

: ‏د هېواد لوى څارنوال مولوي شمس‌الدين شريعتي وايي، د ځمکو غاصبين دې د غصب موضوع نه جنجالي کوي او غصب کړې ځمکې دې په خپله خوښه بېرته د ځمکو د غصب مخنيوي لپاره ټاکل شوي کمېسيون ته وسپاري.

: ‏بلومبرګ:

له ټویټر او میټا وروسته امازون شرکت هم ۱۰ زره کارمندان رخصتوي.

: ‏د فوټبال نړیوال جام ته ورځې کمې پاتې شوې.

۳۲ لوبډلې به یې ۸ ګروپونو کې ۶۴ میچونه وکړي.

نړۍ کې به ۵ میلیارده وګړي دا لوبې په سکرین ننداره کړي، تر ټولو لوی لوبغالي کې به ورته مخامخ ۸۰ زره کسان کېني.

افتتاحي لوبه یې د نوامبر په ۱۸ مه او رسمي لوبې په ۲۰ مه پیلیږي.

: ‏ضمیر کابلوف:

د مسکو غونډې ته طالبان ځکه نه دي بلل شوي یې دوی د ټولشموله  سیاسي او قومي مشارکت لرونکی حکومت جوړ نه کړ.

وایي، اقدامات به شوي وي، خو لا هم د وخامت پر خوا وضعیت روان دی او موږ له شماله د داعش ترهګرو ګواښ وینو.

: ‏د ناټو غړي هېوادونه نن د پولنډ په غوښتنه بېړنۍ غونډه کوي. پولنډ ادعا کړې چې د روسيې دوه توغندي يې پر خاوره لګېدلي او دوه کسان يې وژلي دي، له همدې کبله يې د ناټو له غړو هېوادونو د بېړنۍ ناستې جوړول غوښتي دي.

: ‏واشنګټن پوسټ ورځپاڼې یوکراین ته د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې د مشر ویلیم برنز له سفر پرده پورته کړې ده.

ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې نوموړي د سې شنبې په ورځ پلازمېنه کییف کې د یوکراین له ولسمشر ولادیمیرزیلنسکي او ددې هېواد له استخباراتي چارواکو سره لیدلي دي.

‏راپور زیاتوي چې ویلیم برنز یو ځل بیا د روسیې د حملې پر وړاندې یوکرایني چارواکو ته د امریکا د مرستو ډاډ ورکړی دی.

نوموړي یوکرایني چارواکو ته ویلي، چې په انقره کې یې د دوشنبې په ورځ د روسیې د استخباراتي ادارې مشر سره په لیدنه کې هغه ته د اټومي وسلو د استعمال په اړه خبرداری ورکړ.

‏ورځپاڼې ویلي، چې دغه لوړپوړی امریکايي چارواکی پر پولنډ د توغندیو د بریدونو سره هممهال په کییف کې د امریکا په سفارت کې و.

: ‏یوکرایني رسنۍ وایي چې نن روسیې په کییف ۸۴ راکټونه توغولي چې په پایله کې یې یو شمیر د استوگنې او نور زیربنایي ودانۍ تخریب شوي دي.

: ‏سه شنبه ناوخته د ناټو پر غړي هېواد پولنډ د توغندیو برید شوی چې د راپورونو پر اساس په دې برید کې دوه تنه وژل شوي دي.

یو شمېر پولنډي رسنیو ادعا کړې چې دا توغندي د روسیې له لوري ویشتل شوي خو د روسیې دفاع وزارت په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.

‏تر دې برید وروسته د نړۍ د سترو اقتصادي هېوادونو یو شمېر مشرانو د جي شل سرمشریزې څنډه کې بېړنۍ ناسته کړې ده. د متحدو ایالتونو ولسمشر ویلي ښایي دا بریدونه روسیې نه وي کړي خو زیاتوي چې تر اوسه په دې اړه څیړنې بشپړې شوې نه دي.

‏دا په داسې حال کې ده چې پرون ناوخته روسیې په پلازمېنه کییف او د یوکراین پر نورو ښارونو د توغندیو بریدونه کړي.

یوکراین ویلي روسیې پرون په دې هېواد ٩٠ توغندي توغولي چې ٧٣  یې دفاعي سیستمونو شنډ کړي دي.

: ‏د متحدو ایالتونو پخواني ولسمشر ډونالډټرمپ د امریکا د ٢٠٢٤ کال ولسمشریزو ټاکنو ته خپله نوماندي اعلان کړه.

نوموړي د خپلې نوماندۍ اعلان په فلوریدا ایالت کې وکړ.

: ‏په اندونیزیا کې چې د جي شل سرمشریزې کوربتوب هم کوي؛ زوروره زلزله شوې ده.

د مدیترانې د زلزلې مرکز ویلي،  د اندونیزیا د سوماترا ټاپو په سویل لویدیځ کې د ریښتر په کچه د ۶ درجې په شدت سره زلزله شوې ده .

د زلزلې له امله د اوښتو مالي او ځاني زیانونو په اړه کره معلومات نشته.

‏د ویلو ده  چې په ۲۰۰۴ کال کې د اندونیزیا په سوماترا ټاپو کې له سختې زلزلې وروسته د سونامي ناورین رامنځ ته شو او د هند سمندر په اوږدو کې ۲۲۶ زره کسان مړه شول.

: ‏د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ مشورتي ناسته پیل شوې ده. دغه ناستې ته د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په خپلو خبرو کې له امریکا او متحدینو یې وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي.

‏نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان په اړه د مسکو دا لومړۍ ناسته ده چې د دې هېواد د استازو له ګډون پرته جوړیږي.

: ‏د متحدوایالتونو ولسمشر جوبایډن د پولنډ پر خاوره د دوو توغندیو لګېدل د یوکراین کار بللی دی.

نوموړي د ناټو او جي اووه هېوادونو شریکانو ته په خپلو خبرو کې ویلي، د پولنډ پر یوه کلي د توغندیو بریدونه د یوکراین د هوايي دفاعي سیستم پایله ده.

‏بایډن سهار هم ویلي وو، چې ګمان نه کوي دا توغندي دې روسي ځواکونو ویشتلي وي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک