No-IMG

مهم ترین های امروز سه شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې دوې ورځې وړاندې له سپین بودلدک څخه چمن ته په ورتلونکې لار د یوه نامعلوم کس په ډزو کې یو پاکستانی سرتېری وژل شوی دی.

‏نوموړي پر خپله ټوېټرپاڼه په دې پېښه خواشیني ښودلې او ویلي یې دي چې ددې پېښې د څیړنې او عاملینو د پيدا کولو لپاره یو لوړپوړی پلاوی ټاکل شوی دی.

: ‏محمد يار جواد، سخنگوی قول اردوی ۲۰۳ منصوری، به طلوع‌نیوز می‌گوید که درگیری میان نیروهای امارت اسلامی و نظامیان پاکستانی پس از چاشت امروز (سه‌شنبه) در امتداد خط "فرضی" دیورند در منطقه دند پتان ولسوالی پکتیا رخ داده است.

‏آقای جواد افزود که "تخطی" نخست از سوی نظامیان پاکستانی صورت گرفته است و نیروهای امارت اسلامی در این رویداد آسیب ندیده‌اند.

به گفته او، وضعیت اکنون تحت کنترول است.

: د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري وايي: «تر دې مهاله له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو په لړ کې څه باندې یو نیم مېلیارډ امریکايي ډالرو نغدي مرسته شوې ده چې یو سوداګریز بانک ته سپارل شوې ده

: ‏د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ویلي چې د دوی له لوري جوړ شوی موټر به د جینوا د موټرو په نړیوال نندارتون کې نندارې ته وړاندې شي. د یادې ادارې د څېړنو او د کیفیت تضمین رییس ویلي چې پر دغه موټر یې له تېرو څلورو کلونو راهیسې کار پیل کړی وو، چې ډېره برخه یې بشپړه شوې ده.

: ‏د ټرانسپورټ او هوایي چلن وزارت:

د افغانستان له هوایي حریم څخه هر شواروز د تېرېدونکو الوتکو شمېر ۵۰ ته راښکته شوی و، خو له شپږو میاشتو راهیسې ۱۰۰ ته ختلی دی.

د افغانستان له حریمه پخوا هر شواروز ۳۰۰ الوتکې تېرېدې.

: ‏د چارو اداره د لغوه شویو ادارو ۲۴۴۴ کارکوونکو ته معاشونه ورکوي.

د چارو ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه وېش چې تېره ورځ پیل شو، د اونۍ تر پایه به دوام ولري، چې پکې به د اوو لغوه شویو ادارو سلګونو مامورینو او د یوې مدغم شوې ادارې د کارکوونکو باقي معاشونه ورکړل شي.

‏په خبرپاڼه کې راغلي، د سولې په چارو کې د دولت وزارت، ولسي جرګه، مشرانو جرګه، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون، په پارلماني چارو کې د دولت وزارت، د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې کمیسیون هغه ادرسونه دي چې لغوه شوي او کارکوونکو ته يي معاشونه اجراء کېږي.

: رجب طیب اردوغان، رئیس جمهور ترکیه در حاشیه اجلاس سران گروه 20 در بالی با جو بایدن، همتای آمریکایی خود دیدار کرد.

روسای جمهور ترکیه و آمریکا در آپوروا کمپینسکی، جایی که اجلاس سران گروه 20 برگزار می شود، پشت درهای بسته و بدون حضور خبرنگاران دیدار کردند.

مولود چاووش‌اوغلو، وزیر امور خارجه، نورالدین نباتی، وزیر خزانه‌داری و دارایی و خلوصی آکار، وزیر دفاع ملی ترکیه نیز در این نشست حضور داشتند.

: ‏د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په متحدوایالتونو کې د افغان کډوالو د مېشتولو او د کورنیو د یو ځای کیدو په اړه یوه معلوماټي پاڼه پرانیستله.

‏په دې مناسبت د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي «پدې به زور  واچوي چې په افغانستان کې واک په سمه توگه یو ټولشموله حکومت ته منتقل شي چې پراخ ملاتړ ولري

‏د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي «موږ به هره دیپلوماتیکه، اقتصادي، سیاسي او مرستندویه وسیله چې په لاس کې لرو وکاروو تر څو د افغانانو حقونه خوندي شي

: ‏د عربي اماراتو ولسمشر په اندونیزیا کې د شیخ زاید جومات افتتاح وکړه.

د دې جومات کاپي کټ مټ د عربي اماراتو نه اخیستل شوې او د جوړېدو پیسې یې هم اماراتو ورکړې دي.

: ‏د پاکستان خارجه وزارت:

هر څوک چې ویزه نه لري او پاکستان کې ونیول شو، درې کاله زندان به تېروي.

وایي، د چا چې د ویزې موده پوره ده ووځئ.

: ‏پاکستان له امارت اسلامي غوښتي، هغه کس راوسپارئ چې زموږ عسکر یې چمن کې وواژه.

دېخوا ته مسوولانو بیا ابتدایي بیانونو کې ویلي، هغه کس لاروی و.

: ‏د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د يوه بيان په خپرولو سره ويلي، افغانستان کې د داسې يوه ټولګډونه حکومت د رامنځته کولو لپاره خپلې هڅې روانې ساتي چې د ټولو افغانانو حقونه پکې خوندي وي.

: ‏د اندونيزيا په بالي ټاپو کې د نړۍ د شلو صنعتي هېوادونو يا جي -۲۰ سرمشريزه پيل شوې ده. د غونډې د بحث ډير موضوعات به د نړيوال اقتصاد پر اصلاح او د اوکراين پر جګړې ور ټول وي.

: ‏حسن کاظمی قمی، نماینده ویژه ایران برای افغانستان در صفحۀ تویتراش نگاشته است که در دیدار با سفیر روسیه در تهران درباره "همکاری‌ها و نگرانی‌های مشترک از جمله تروریسم و حامیان آن در افغانستان" گفت‌وگو کرده است.

‏آقای قمی افزوده که ایران و روسیه عزم مشترک برای پایان دادن به بحران افغانستان دارند. امارت اسلامی تاکنون در این باره چیزی نگفته است؛ اما همواره حضور گروه‌های هراس‌افگن در افغانستان، را رد کرده است.

: ‏پاکستان قطر ته د فوټبال نړیوال جام سیالیو د امنیت نیولو لپاره ۴۵۰۰ سرتیري استولي. په بدل کې به یې قطر پاکستان کې د ۲ میلیاردو ډالرو په ارزښت پانگونه وکړي.

: ‏د امریکا او روسیې استخباراتي مشرانو د ترکیې په پلازمېنه انقره کې سره لیدلي او پر مختلفو مسایلو یې خبرې کړې دي.

کرملین ماڼۍ ویلي د دې خبرو ابتکار د امریکايي لوري و.‌

‏سپینې ماڼۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د ” سي ای اې“ مشر له روسي چارواکو سره د جګړې پر پای ته رسېدو نه غږیږي بلکې د روسیې لخوا د اټومي وسلو د کارېدو د پایلو او له روسیې سره د بندي امریکایانو په اړه خبرې لري.

‏د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره سپتمبر میاشت کې ویلي وو چې دی به د خپلې خاورې خوندیتوب لپاره هره ممکنه وسیله وکاروي.‌ د هغه دا خبره د اټومي وسلو د کارېدو ګواښ وبلل شو.

: ‏اروپايي اتحادیې له افغانستان سره د ۷۵ میلیونه یورو مرستې اعلان وکړ.

اروپايي اتحادیې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په افغانستان کې د خوراکي توکو له کمښت سره د مقابلې او د طبیعي پېښو له قربانیانو سره د مرستو په هدف له دې هېواد سره ۷۵ میلیونه یورو مرسته اعلانوي.

: ‏د ملگرو ملتونو نوی راپور وایي چې نن یعنې د ۲۰۲۲ کال د نومبر ۱۵مه به د نړۍ نفوس ۸ میلیارد تنه شي. تر اوسه چین د نړۍ تر ټولو زیات نفوس لروونکی هیواد دی خو تمه کیږي په کال ۲۰۲۳ کې به د هند د وگړو شمیر تر چین زیات شي او لومړی مقام به خپل کړي.

: ‏د پاکستان صدراعظم شهباز شریف پر کورونا ناروغۍ اخته شوی دی.

د پاکستان د اطلاعاتو او کلتور وزیرې مریم اورنګزېب پر خپله ټوېټرپاڼه په کورونا ناروغۍ د نوموړي د اخته کېدو خبر ورکړی دی.

: ‏د یوکراین ولسمشر له روسیې سره د مذاکراتو لپاره خپل لس شرطونه په ډاګه کړل.

نوموړي د جي شل هېوادونو سرمشریزې ته په انلاین توګه د خپلې وینا پر مهال لومړی شرط اټومي امنیت یاد کړ او د راډیو اکټیف  وړانګو د خوندیتوب غوښتنه یې وکړه.

‏زیلنسکي د خپلې وینا په ترڅ کې د جي ۲۰  پر ځای په مکرر ډول د جي ۱۹ یادونه کوله او دویم شرط یې د غنمو او غلو خوندیتوب وباله.

‏د ټولو بندیانو او په زور سره له خپلو سیمو او کورونو ویستل شویو کسانو خوشي کول، د ملګرو ملتونو پر پرېکړو عمل، د روسي ځواکونو وتل او د جګړې بندول، د عدالت تاسيس، د جګړې له امله د چاپیریال ټولو ګواښونو ویجاړۍ سره مبارزه او د تاو تریخوالي مخنیوی د زیلنسکي نور شرطونه وو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک