No-IMG

د حکمتيار صاحب دوهمه درسي حلقه (د ملتونو د عروج او زوال عوامل) تر عنوان لاندې تر سره شوه

يکشنبه د عقرب/لړم ۲۲مه، ۱۴۰۱ھ‌ش کال:

د بريا نړۍ‌وال ټلويزيون د غونډو په تالار کي (د ملتونو د عروج او زوال عوامل) تر عنوان لاندي د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار خپله دوهمه درسي حلقه او علمي مُحاضَره وړاندي کړه چي گڼ‌شمېر ورونو او خویندو په کي گډون کړی وو.

ښاغلي حکمتيار د خپلي تېرې علمي مُحاضَرې پر دوام وويل:

په تېر درس كي د فرعون او فرعوني نظام ځيني خصلتونه او ځانگړتياوي وڅېړل شوې؛ قرآن په دې ارتباط مزيد فرمايلي:

... وَإِنَّ فِرۡعَوۡنَ لَعَالٖ فِي ٱلۡأَرۡضِ وَإِنَّهُۥ لَمِنَ ٱلۡمُسۡرِفِينَ ٨٣ يونس: 83

ژباړه:... او يقيناً چي فرعون د زمكي پر سر يو متكبر او باغي وو او يقيناً چي هغه د مسرفينو له ډلي وو.

 

نوموړی د پورتني آيت د تفسير په اړه وايي: الف: قرآن دا د يوه ظالم او فرعوني نظام ځانگړتيا گڼي چي واكمن ئې ځان ته ټولواك وايي، د ملك او ولس ټولي شتمنۍ د ځان بولي او د مسرف په توگه په هغه كي تصرف كوي؛ نه دا چي ملي شتمنۍ د ولس امانت وگڼي او د يوه امين په توگه په هغه كي تصرف وكړي.

 

ب: قرآن؛ پيغمبران عليهم السلام او د دوى تگلاره د موسى عليه السلام په څېره كي داسي انځوروي چي هم د ظالم فرعون، هم د ټگمار هامان او هم د شتمن قارون مقابله كوي، يو ئې د ظالمانه اقتدار بېلگه، بل ئې د ټگمارو مذهبي مشرانو بېلگه او درېيم ئې د حريصو شتمنو او بډايانو بېلگه.

 

ج: قرآن وايي چي د تاريخ په اوږدو كي تل دغو دريو طبقو د پيغمبرانو عليهم السلام مقابله كړې. دې ته مو بايد پام وي چي په اسلام كي نه خاصه مذهبي طبقه شته او نه د دوى لپاره ځانگړي امتيازات، اسلام فرعوني نظام ځكه محكوموي چي خلك ئې په ډلو ډلو وېشلي وو، طبقاتي نظام ئې رامنځته كړى وو، چارواكو ځان ټولواك گاڼو او د ولس په شتمنيو كي ئې د هر راز تصرف حق ځان ته وركاوو.

 

د: كه فرعون له يوې خوا د مصر د ټولو شتمنيو واكمن دئ او له سياسي او اجتماعي پلوه ټولواك دئ؛ خو له بلي خوا ئې له مذهبي پلوه د (الوهيت) دعوى كوله او خلكو ته ئې ويل: (فَقَالَ أَنَا رَبُّكُمُ الأَعْلَى: زه ستاسو اعلى رب يم!!)؛ خو بايد وگورو چي د دې وينا معنى څه ده؟ آيا هغه په دې وينا سره واقعاً ځان ته د اله او معبود په سترگه كتلي او له ولس ئې د همدې خبري غوښتنه كړې؟ او كه هغه ځان ته داسي مقام او منزلت وركړى چي يوازي له اله او معبود سره ښايي؟ په دې كي هيڅ شك نشته چي له دې خبري د فرعون موخه هيڅكله دا نشي كېدى چي گواكي ځان ته ئې د اعلى رب په سترگه كتلي او د همدې ادعاء ئې كړې؛ معنى ئې له دې پرته بل څه نه ده چي هغه ځان ته داسي حقوق او امتيازات وركړي او له ټولو ئې غوښتي چي دا به د ده مسلم حق گڼي؛ هغه امتيازات چي له الله تعالى پرته له هيچا سره نه ښايي، هيڅ بنده دا حق نه لري چي په ټولني كي ځان ته دا مقام او منزلت وركړي. د ده د وينا معنى دا ده چي ولس ته ئې ويلي: زه د مصر ټولواك يم، دلته به يوازي زما حكم چلېږي، د جائز او ناجائز پرېكړه به زه كوم، د پرېكړو وروستۍ مرجع زه يم، له خلكو ئې غوښتي چي تر هر څه او هر چا زيات بايد د ده ستاينه او لمانځنه وشي؛ موسى عليه السلام هم په دې گواښي چي كه له ما پرته دي بل څوك د معبود او اله په توگه غوره كړ؛ ځاى دي زندان دئ؛ هلته چي فرمايي:

قَالَ لَئِنِ ٱتَّخَذۡتَ إِلَٰهًا غَيۡرِي لَأَجۡعَلَنَّكَ مِنَ ٱلۡمَسۡجُونِينَ ٢٩ الشعراء: 29

ژباړه: وئې ويل: كه له ما پرته دي بل اله ونيو نو حتماً به دي له (نورو) زندانيانو سره يوځاى كړم.

يعني په دې ملك كي به د ژوند په هري برخي كي؛ د هري پرېكړي په ارتباط؛ محوري او مركزي حيثيت د فرعون وي، د ټولني هر وگړى به هم د لارښووني په برخه كي او هم د پرېكړو لپاره ده ته مراجعه كوي، په دې هېواد كي به له ده پرته بل داسي مقام او مرجع نه غوره كېږي چي ولس د لارښوونو او د منازعاتو د حل و فصل لپاره هغه ته مخ اړوي، دلته به يوازي زما احكام چلېږى او كه تا بل مقام او مرجع ته د مخ اړولو جسارت وكړ نو ځاى دي زندان دئ او له نورو زندانيانو سره به يو ځاى په زندان كي پروت وې. هر هغه څوك چي په خپلي ټولني كي همغه مقام او منزلت غواړي چي فرعون غوره كړى وو كه څه هم ځان ته د اله او معبود خطاب ونه كړي؛ په حقيقت كي ئې ځان معبود او اله گڼلى او د الوهيت دعوا ئې كړې.

 

ذ: دا د فرعون او فرعوني نظام ځانگړتياوي دي؛ قرآن د دې لپاره دا يادونه كوي چي موږ په دې هينداري كي فرعون ته ورته واكمنان وپېژنو او په دې پوه شو چي الله تعالى كوم نظام يو فرعوني نظام گڼي او د رانسكورولو لپاره ئې موسى لېږي؟!! له دې قصې د قرآن موخه دا نه ده چي موږ په تاريخ كي هغه تېر شوى فرعون وپېژنو، بلكي هدف ئې دا دئ چي موږ په دې خبري پوه كړي چي په چا كي دغه صفات وي هغه فرعون دئ او د فرعون له برخليك سره به مخامخ كېږي. او ته كه غواړې د پيغمبرانو عليهم السلام په لار ولاړ شې نو د دې فرعون به داسي مقابله كوې لكه چي موسى عليه السلام د خپل دور فرعون مقابله كوله.

 

ښاغلي حکمتيار همداراز د فرعوني نظام پر واكمنو څېرو هم تفصيلي بحث او زياته ئې کړه:

قرآن د فرعوني نظام واكمنان په دريو ډلو وېشي، د هري ډلي د مشر يادونه كوي، د (فرعون)، (هامان) او (قارون) نومونه اخلي، دا هر يو د يوې حاكمي طبقې ممثل دئ، دغه درې طبقې او په سر كي ئې دا درې مشران يو بل ته لاس وركوي او پر يوه ملت او هېواد حكومت كوي. په هر جاهلي نظام كي به وگورئ چي دغه درې طبقې په گډه طبقاتي نظام چلوي، هر نظام درې اړخه لري: سياسي، اقتصادي او اعتقادي (فكري) اړخونه. فرعون د مصر د هغه وخت د حاكم سياسي نظام اړخ تمثيلوي، هامان ئې د ايديالوژيكي او فكري اړخ استازى او د دغه نظام مفكر او تيوريسن دئ، د ده طبقه ده چي فرعون ته مشورې وركوي، مسلط فرعوني نظام توجيه كوي، د فرعون له تصرفاتو او اقداماتو دفاع كوي او د ولس د اقناع لپاره فتواگاني وركوي او قارون د پانگي او شتمنۍ څښتن او د شتمني طبقې ممثل دئ. له فرعون، هامان او قارون؛ هدف يوازي درې كسان او څېرې نه؛ بلكي د فرعوني نظام درې واكمني طبقې معرفي كول دي. په دې نظام كي فرعون محور دئ او هامان او قارون ئې ښى او كيڼ لاسونه.

 

هغه دا هم وويل:

قرآن عظيم الشأن فرمايي چي الله تعالى موسى عليه السلام د دې لپاره مصر ته ولېږو چي لومړى د فرعون، بيا د هامان او په پاى كي د قارون مقابله وكړي. هلته چي فرمايي:

وَلَقَدۡ أَرۡسَلۡنَا مُوسَىٰ بِ‍َٔايَٰتِنَا وَسُلۡطَٰنٖ مُّبِينٍ ٢٣ إِلَىٰ فِرۡعَوۡنَ وَهَٰمَٰنَ وَقَٰرُونَ فَقَالُواْ سَٰحِرٞ كَذَّابٞ ٢٤ غافر: 23-24

ژباړه: يقيناً چي موږ موسى له خپلو آيتونو او څرگندو دلائلو سره فرعون، هامان او قارون ته ولېږو، او هغوى وويل: دروغجن كوډگر دئ.

يعني ده ته ئې اصلي دښمنان ورښودلي، دا وضاحت ئې ورته كړى چي په مصر كي به ستا مقابله له چا چا سره وي، خو دا ئې هم ورته ويلي چي څنگه به ئې مقابله كوې، لومړى د چا او ورپسې د چا؟ د ټولو خو په تدريج سره، داسي چي يوه ته به پر بل اولويت وركوې، اصلي او لومړى دښمن فرعون دئ، لومړۍ مقابله بايد له ده سره وي، داسي نه چي په نورو جبهاتو كي تر دې د مخه مصروف شې او تر ټولو خطرناك او اصلي دښمن درنه پاته شي!! په لومړي سر كي به د فرعون مقابله كوې، بيا د هامان او ورپسې د قارون، موسى عليه السلام د همدغو دريو طبقو په ضد د مبارزې لپاره لېږل شوى وو، څوك چي د موسى عليه السلام په لار د تلو اراده لري نو د دغو دريو خطرناكو دښمنانو مقابلې ته به ملا تړي او د هر يوه مقابله به همغسي په ترتيب سره كوي چي الله تعالى موسى عليه السلام ته ښودلي وو.

 

قدرمن مشر همداراز له مظلومانو سره د فرعوني نظام د چلن په اړه وايي چي فرعون او نظام ئې له يوې ډلي سره داسي معامله كوله؛ هلته چي فرمايي:

... يَسۡتَضۡعِفُ طَآئِفَةٗ مِّنۡهُمۡ يُذَبِّحُ أَبۡنَآءَهُمۡ وَيَسۡتَحۡيِۦ نِسَآءَهُمۡۚ إِنَّهُۥ كَانَ مِنَ ٱلۡمُفۡسِدِينَ ٤ القصص: 4                                              

ژباړه: غوښتل ئې يوه ډله ئې بې وزلې او كمزورې وي، زامن ئې ورحلالول او لوڼي ئې ژوندۍ پرېښودې، يقيناً چي دى له مفسدينو وو.

 

نوموړي زياته کړه:

كه څه هم زموږ درانه مفسرين په دې اړه بېل بېل تعبيرونه او تفسيرونه لري چي فرعون ولي د بني اسرائيلو زامن وژل او لوڼي ئې ژوندۍ پرېښودې، ځيني ئې وايي: فرعون په خوب كي ليدلي وو چي په بني اسرائيلو كي به داسي څوك راپيدا شى چي د ده واكمني به گواښي او د ده تخت او تاج ته به تاوان رسوي، د دې احتمالى خطر د مخنيوي لپاره ئې د بني اسرائيلو د ماشومانو په وژلو لاس پورى كړ، ځيني نور وايي چي كاهنانو د دې احتمالى خطر اطلاع وركړې وه؛ نو ځكه ئې د بني اسرائيلو زامن وژل!! خو كه د دغو آراوو جرړو ته متوجه شو راته جوته كېږي چي دغو درنو مفسرينو په دې اړه د بايبل وينا ته اعتبار وركړى او د بايبل تر اغېز لاندي تللي او همغه څه ئې ويلي چي محرف بايبل ويلي!! خو پورتنى آيت په ډېره واضحه توگه موږ ته لارښوونه كوي چي د ماشومانو له وژلو؛ د فرعون هدف دا وو چي د بني اسرائيلو قوم ضعيف او كمزورى كړي، غوښتل ئې د دې قوم شمېر دومره زيات نشى چي دى او اقتدار ئې وگواښي، د دې خطر د مخنيوي لپاره ئې د هغوى زامن وژل. دې درنو مفسرينو د قرآن دې لارښووني ته هم پام نه دئ كړى چي كاهنان، رمالان، نجوميان او له الله تعالى پرته هيڅوك په غيب نه پوهېږي!! رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايي: (څوك چي كاهن، نجومي او فال ليدونكى ته ورغى او د هغه وينا تصديق كړه؛ پر هغه قرآن كافر شوى چي پر محمد عليه السلام نازل شوى).

عظيم الشأن قرآن فرمايي چي فرعون نه يوازي دا چي خپل مخالفين د زندان تورو خونو كي اچول بلكي پرلاس او پښو‏ ئې ورته مېخونه ټك وهل، حتى پر خپلي مېرمني ئې رحم ونه كړ، د هغې په لاسونو او پښو كي ئې هم مېخونه ټك وهل او دومره ئې وځوروله چي له الله تعالى ئې د مرگ هيله وكړه!!

 

د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير همداراز (د الله تعالى نه بدلېدونكي سنت) تر سرليك لاندي پر يوي بلې مهمي موضوع هم تفصيلي بحث او زياته ئې کړه:

قرآن د فرعون او فرعوني نظام له معرفي وروسته او د قصې متن ته تر ننوتلو وړاندي؛ د الله تعالى هغه دائمي او نه بدلېدونكى سنت بيانوي چي د داسي ظالمانو او ظالمانه نظامونو د نسكورولو او د مظلومانو د ژغورني لپاره ئې وضع كړى؛ هلته چي فرمايي:

وَنُرِيدُ أَن نَّمُنَّ عَلَى ٱلَّذِينَ ٱسۡتُضۡعِفُواْ فِي ٱلۡأَرۡضِ وَنَجۡعَلَهُمۡ أَئِمَّةٗ وَنَجۡعَلَهُمُ ٱلۡوَٰرِثِينَ ٥ وَنُمَكِّنَ لَهُمۡ فِي ٱلۡأَرۡضِ وَنُرِيَ فِرۡعَوۡنَ وَهَٰمَٰنَ وَجُنُودَهُمَا مِنۡهُم مَّا كَانُواْ يَحۡذَرُونَ ٦

ژباړه: او غواړو پر هغو پېرزوينه وكړو چي په زمكي كي ئې د بې وزلۍ لټه كېږي او پېشوايان ئې كړو او (د ټولو شتمنيو) وارثان ئې كړو او پر زمكي كي تمكين ورپه برخه كړو او له دوى فرعون، هامان او لښكرو ته ئې هغه څه وښېو چي ترې وېرېدل.

 

قدرمن مشر زياتوي چي؛ دا د الله تعالى نه بدلېدونكى سنت دئ چي بې وزلي ولسونه به له اسارت او محكوميت ژغوري، له دوى به د لويو لويو مستكبرو طاقتونو د پرځولو او نسكورولو لپاره كار اخلي، تر ټولو د ستر مغرور ځواك د نسكورولو لپاره به د نړۍ تر ټولو ضعيف او مستضعف قوم انتخابوي، فرعون به د خپلو غلامانو (بني اسرائيلو) په لاس له منځه وړي. الله تعالى به پر هغو احسان كوي چي په زمكي كي ضعيف شمېرل كېږي، د ضعف او ناتوانۍ لپاره ئې هڅه كېږي او استكباري نظامونو ځپلي؛ الله تعالى غواړي د داسي مظلومانو په لاس دا مغرور او مستبد ځواكونه نسكور كړي، دوى ته د نورو قومونو د قيادت او مشرۍ افتخار ورپه برخه كړي، نور ولسونه هم په دوى پسي اقتدا وكړي، د زمكو او شتمنيو وارثان ئې كړي، هغه درې طبقې چي په سياسي، مذهبي او اقتصادي لحاظ پر خلكو حكومت كوي؛ د دوى هر څه دغو مظلومانو ته په ميراث وركړي، په زمكه كي اقتدار او تمكين دوى ته وسپاري، واك او صلاحيت دوى ته انتقال كړي، هغه ضعيف او بې وزلى ولس د دوى ځاى ناستى كړي چي په وېري او خوف كي ئې ژوند كاوو، حكومتونو د دوى د وېرولو او ضعيفولو هڅي كولې، د الله تعالى سنت داسي دئ چي لومړى له دغو بې وزلو او مستضعفينو په فكري او اخلاقي لحاظ امامان جوړ كړي، هاماني ډله د خلكو د فكري او مذهبي قيادت له مقامه خلع كړي او دا قيادت مستضعفينو ته وسپاري، فرعونيان د ولس له سياسي او اجتماعي قيادت عزل كړي او دا قيادت بې وزلو ته وسپاري او په پاى كي د قارون د ډلي شتمنۍ دوى ته په ميراث وركړي. فرعون، هامان او لښكري ئې چي له څه وېرېدل او تل ئې حذر ترې كاوو، رنگ رنگ تدابير ئې نيول چي دا بې وزلي راويښ نه شي، يو بل ته لاس ورنه كړي او د نظام په ضد پاڅون ونه كړي؛ الله تعالى غواړي چي دوى ته همدا وروښيي، دوى له دې وېرېدل چي بې وزلي او مظلومان قوت ونه مومي، قيام ونه كړي او د خپل حق د لاس ته راوړلو لپاره د واكمنانو په خلاف راولاړ نه شي او د همدې لپاره ئې په استضعاف او ناتوانۍ كي ساتل، خو د الله تعالى سنت دا دئ چي پر مظلومانو او مستضعفانو به پېرزوينه او احسان كوي او فرعونيانو ته به هرو مرو هغه څه ښيي چي ترې وېرېدل.

 

همداراز قدرمن مشر (قيادت د هر نهضت پيلامه) تر عنوان لاندي يوي بلي مهمې موضوع ته هم تفصيلي إشاره وکړه او وئې ويل:

قرآن فرمايي چي د دې الهي سنت د تحقق لړۍ د پيغمبر له بعثت او د قائد، مشر او زعيم له راپيدا كېدو وروسته پيل كېږي، قيادت او زعامت د دې كار مقدمه ده، د الله تعالى سنت او اراده د ولسونو د مقدراتو او برخليك په ټاكلو كي همداسي ده، خو د دې سنت د تطبيق كار چي له كومه ځايه پيل كېږى؛ هغه د پيغمبر بعثت او د قيادت رامنځ ته كېدل دي، له همدې ځايه د آزادۍ نهضتونه او د استبداد ضد خوځښتونه پيل كېږي.

 

ښاغلی حکمتیار زياتوي چي؛ قرآن د مصر د هغه مهال حالت داسي انځوروي چي په ټول مصر باندي د شديد اختناق توري ورېځي خورې وې، د اختناق حالت دومره شديد او خوف وېره دومره خوره وه چي حتى د موسى عليه السلام په شمول د بني اسرائيلو هر ماشوم هم د خپلو مېندو په غېږ كي خوندي نه وو، د فرعون جلادان د بني اسرائيلو د هر نوي زېږېدونكي ماشوم لپاره توره په لاس ولاړ ول، موسى عليه السلام په داسي سختو حالاتو كي نړۍ ته راغى چي مور ئې له دې عاجزه وه چي دى په خپلي غېږ كي وروزي، د قوم، ملت او ولس تأييد او ملاتړ خو پرېږده؛ حتى د خپلي مور له هغي لومړنۍ غېږي هم محروم شو، مور ئې مجبوره وه چي دى د ماشومتوب په حالت كي د سيند څپو ته وسپاري!! خو قرآن فرمايي چي د الله تعالى سنت نه بدلېدونكى دئ، هيڅوك ئې د تحقق مخه نه شي نيولى، د چا په اړه چي الله تعالى غوښتي وي د يوه بې وزلي او مظلوم ولس د پاڅون لارښوونه وكړي؛ په طوفانونو او د څپاندو او مستو سيندونو په څپو كي به ئې وساتي، د فرعون په كور كي به ئې ستر كړي، د دښمن په خوا كي او حتى د هغه په لاس به ئې روزنه وكړي!! الله تعالى غوښتل چي موسى عليه السلام داسي وروزي چي د ولس د مشرۍ وړتياوي په ده كي وده وكړي او د ضعف او حقارت هغه احساس په ده كي راپيدا نه شي چي عادتاً په يوې مظلومي او بې وزلي كورنۍ كي د روزل شوي انسان په زړه او دماغ توره پرده غوړوي. د يوه مظلوم ولس قيادت او مشري هغه څوك نه شي كولى چي په خپله د حقارت احساس كوي، په كوم چاپېريال كي چي فقر او مسكنت وي، وېره او خوف وي او د قوم بچيان په مظلوميت، بې وزلۍ او خوف كي پيدا كېږي او ستر كېږي؛ گرانه ده چي په دغسي چاپېريال كي د روزل شوي او ستر شوي انسان پر زړه او دماغ د حقارت احساس وزر ونه غوړوي، د همدې لپاره حكيم خداى موسى عليه السلام د خپلي مور له غېږي جلا كړ او د فرعون كور ته ئې ولېږو چي هلته وروزل شي او د مشرتابه اړوند ځانگړتياوي ورپه برخه كړي. قرآن فرمايي:

وَأَوۡحَيۡنَآ إِلَىٰٓ أُمِّ مُوسَىٰٓ أَنۡ أَرۡضِعِيهِۖ فَإِذَا خِفۡتِ عَلَيۡهِ فَأَلۡقِيهِ فِي ٱلۡيَمِّ وَلَا تَخَافِي وَلَا تَحۡزَنِيٓۖ إِنَّا رَآدُّوهُ إِلَيۡكِ وَجَاعِلُوهُ مِنَ ٱلۡمُرۡسَلِينَ ٧

ژباړه: او د موسى مور ته مو وحي وكړه چي تى وركړه او كله چي پرې ووېرېدې نو سيند ته ئې وغورځوه، مه وېرېږه او مه غمجنه كېږه، موږ ئې حتماً بېرته ستا خوا ته راگرځوونكي او د پيغمبرانو له ډلي ئې گرځوونكي يو.

 

نوموړی د خپل وضاحت پر دوام وايي:

الله تعالى د موسى عليه السلام د مور په زړه كي دا خبره واچوله چي د فرعون جلادانو ته ئې ونه سپاري، پټ ئې وساتي، تر هغه ئې پټ وساتي او تى وركړي چي كولى شي،؛كله چي پوه شي نور ئې پټولى نشي نو د لرگي په صندوق كي ئې كښېږدي او په سيند كي ئې پرېږدي، زړه ته ئې دا خبره لوېدلې وه چي الله تعالى به ئې بېرته روغ رمټ ورته راوگرځوي او له ده به پيغمبر او د بني اسرائيلو ناجي جوړ كړي. دې همدا كار وكړ، څه موده ئې په پټه تى وركړ، خو كله چي خطر زيات شو هغه ئې د الله تعالى په نامه او د ژوندي پاته كېدو په هيله په صندوق كي د نيل څپو ته وسپارلو.

 

قدرمن مشر دا هم وويل:

د قرآن له دې او په همدې اړه له نورو مباركو آيتونو څو خبري معلومېږي:

1- د بني اسرائيلو لپاره د مصر وضعيت داسي وو چي مېندو خپل ماشومان په خپلي غېږ كي نه شو ساتلى، دا پرېكړه شوې وه چي د دوى نارينه ماشومان به وژل كېږي.

 

2- الله تعالى د موسى عليه السلام د مور په زړه كي دا خبره واچوله چي دى تر هغه وپاله چي خطر احساس كړې، د خطر په صورت كي ئې سيند ته وغورځوه او ډاډه اوسه چي نه يوازي بېرته به ئې روغ رمټ درته راوگرځوو بلكي هغه به د پيغمبر په توگه غوره كړو.

 

3- مور ئې دى په صندوق كي ايښى او په سيند كي ئې پرېښى، بايبل وايي چي هغه ئې په يوه شكور كي ايښى؛ خو قرآن دا ادعاء ردوي او ښايي د همدې ادعاء د ترديد لپاره به د صندوق يادونه شوې وي؛ حقيقت همدا دئ چي شكور نه يو ماشوم د اوبو پر سر ساتلى شي او نه د هغه لپاره خوندي او مصون گڼل كېدى شي!! هلته چي فرمايي:

فَٱلۡتَقَطَهُۥٓ ءَالُ فِرۡعَوۡنَ لِيَكُونَ لَهُمۡ عَدُوّٗا وَحَزَنًاۗ إِنَّ فِرۡعَوۡنَ وَهَٰمَٰنَ وَجُنُودَهُمَا كَانُواْ خَٰطِ‍ِٔينَ ٨ وَقَالَتِ ٱمۡرَأَتُ فِرۡعَوۡنَ قُرَّتُ عَيۡنٖ لِّي وَلَكَۖ لَا تَقۡتُلُوهُ عَسَىٰٓ أَن يَنفَعَنَآ أَوۡ نَتَّخِذَهُۥ وَلَدٗا وَهُمۡ لَا يَشۡعُرُونَ ٩

ژباړه: نو فرعونيانو تر لاسه كړ؛ چي دښمن ئې شي او د اندېښنو سبب؛ يقيناً چي فرعون، هامان او لښكري ئې اشتباه كوونكي ول او د فرعون مېرمني وويل: زما او ستا لپاره يو د سترگو يخوالى دئ، مه ئې وژنئ، ښايي گټه راورسوي يا ئې په زوى ولۍ ونيسو او دا په داسي حال كي چي دوى نه پوهېدل.

 

د ښاغلي حکمتيار پر وينا؛ له دې آيتونو معلومېږي چي:

الف: صندوق په داسي وخت كي له سيند د فرعونيانو (آل فرعون) لخوا راايستل شوى چي فرعون او مېرمن ئې هم د سيند خوا كي وو.

 

ب: فرعون د ده د وژلو امر كړى او مېرمني ئې ممانعت كړى او فرعون ته ئې ويلي چي هغه مه وژنه، پرېږده چي وئې ساتو؛ يا به ئې په زوى ولۍ ونيسو او يا به كومه بله گټه راورسوي؛ ښايي له دې خبري ئې مقصد دا وو چي يو بني اسرائيلي به زموږ په غېږ كي ستر شي او دا به باعث شي چي دا قوم زموږ د پېرزويني مرهون او زموږ په وړاندي مطيع او تسليم وي، زموږ په كورنۍ كي يوه ستر شوي مشر باندي به راغونډ شي او زموږ د نورو قبطي پلويانو په څېر به زموږ دفاع كوي!!

 

ج: فرعون، ستر مشاور ئې هامان او د دوى لښكري په دې نه پوهېدل چي په دې كار سره يو داسي دښمن په خپلي غېږ كي ساتي چي دوى ته به د ډېرو اندېښنو او غمونو باعث شي.

 

ح: قرآن دا هم وايي چي الله تعالى موسى عليه السلام ته په ماشومتوب كي داسي څېره وركړې وه چي د هر چا مينه پرې راتله: (... وَأَلْقَيْتُ عَلَيْكَ مَحَبَّةً مِنِّي وَلِتُصْنَعَ عَلَى عَيْنِي. طه 39 : ... او له خپل لوري مي پر تا محبت وغورځاوو او د دې لپاره چي زما تر نظر لاندي وروزل شې؛ يعني پر موسى عليه السلام د فرعون د مېرمني محبت او د فرعون په كور كي د الله تعالى تر نظر لاندي د ده روزنه؛ يو الهي حكمت وو.

 

د درس په پای کي قدرمن مشر د گډون‌والو پوښتنو ته هم تفصيلي او مُقنع ځواب ورکړل او له هغه وروسته نننۍ درسي او علمي مُحاضَره د نوموړي په دعاء پای ته ورسېده.

 

د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک