No-IMG

مهم ترین های امروز دوشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏يو شمير پاکستاني رسنيو ادعا کړې چې داعش او القاعده په افغانستان کې سره  خبرې کړي او ځینو توافقاتو ته هم رسیدلي.

د دغو رسنیو د راپورونو له مخې د داعش او القاعده ترمنځ توافق شوی چې په گډه به پاکستان کې عمليات پیلوي او هلته به خپل سازماني تشکيلات پراخوي.

: ‏کابل نیوز: افغانستان کې د القاعده او داعش د فعالیت په هکله زموږ د مخکینی خبر وضاحت:

یاده ادعا په ټولنیزو رسنیو کې د خیبر پښتنخوا خبریال عقیل یوسفزي کړې ده.

: ‏په افغانستان کې د یوناما مشرې روزا اتونباییوا د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست شهاب الدین دلاور سره کتلي دي.

یوناما وایې په دې لیدنه کې د افغانستان د کانونو سکټور او له افغان شخصیتونو سره د ارتباط او هيواد ته د هغوي د راستنولو کمیسیون پر فعالیتونو خبرې شوي دي.

: ‏وزیر مهاجران امارت اسلامی در دیدار با عبیدالرحمان نظامی سفیر پاکستان در کابل گفته است که "رفتار نادرست"با مهاجران افغانستان در پاکستان، روابط دوستانه دو کشور را متضرر می‌کند.

خلیل‌الرحمان حقانی از پاکستان خواست که برای حل مشکلات مهاجران افغان در این کشور باید امکانات لازم فراهم شود.

: د عامې روغتیا وزارت وايي، دې وازرت په استقلال روغتون کې د لایزري عملیاتو څانګه ګټې اخیستنې ته وسپارله.

د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې د ناروغانو د ښې درملنې لپاره هڅې دوام لري.

اخوا یو شمېر ډاکټران په هېواد کې د لیزري عملیاتو د نورو مرکزونو د جوړیدو غوښتنه کوي.

د دې روغتون مسوولان وایي، دغه څانګه د سل زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه شوې ده چې لګښت یې د دغه وزارت له بودجې ورکړل شوی دی.

د استقلال روغتون رییس میرویس علمي وايي: «تقریباً د یو لکو ډالرو په شاوخوا کې تجهیزاتو مو ورته برابر کړل او د عملي او ځوانو کدرونو په احساساتو مو دغه څانګه د عمل ډګر ته وایستله او د افغانستان د مظلوم او شهید پروره ملت د درملنې لپاره یې دروازې پرانیستل شوې

: ‏امارت اسلامی انفجار امروز در شهر استانبول ترکیه را نکوهش کرد.

عبدالقهار بلخی، سخنگوی وزارت خارجه، در تویتی می‌گوید امارت اسلامی با حکومت و مردم ترکیه در پیوند به وقوع این رویداد ابراز همدردی می‌کند.

: ‏په غور کې سيمه ييزې سرچينې وايي، په دغه ولايت کې د واورې ورښت له امله د غور – کابل لویه لار د مسافرو پرمخ تړل شوې ده. د غور د ځمکني ترانسپورټ امر ضياءالحق جندالله وايي چې د تېرې ورځې واورو د غور- کابل لویه لار د مسافرو د تګ راتګ پر مخ تړلې او دوی هڅه کوي چې ياده لار بېرته پرانیزي.

: ‏د لوړو زده کړو سرپرست ندا محمد ندیم:

وطن کې د فقیرۍ ژوند په خارج او پردیو هېوادونو کې له ژوند ډېر غوره دی.

وایي، د پوهنتونو استادان دې بیرته راستانه شي.

: ‏امریکایي بې پیلوټه الوتکه ایکس ۳۷ چې له لمر څخه چارچ اخلي، په هوا کې له ۹۰۸ ورځو بریالي تمریناتي پرواز وروسته امریکا ته بېرته ستنه شوه.

: ‏برېټانیا: تازه وختونو کې مو هېواد ته ۴۰ زره غیر قانوني کډوال راغلي چې زیاتره یې افغانان دي.

: ‏نتاشا موسار د سلوانیا د تاریخ لومړنۍ ښځه ولسمشره شوه.

هغې له خپلو رقیبانو ټاکنې وګټلې.

: ‏د پاکستان ګوډ شوی سیاستوال عمران خان:

زما لپاره دا کیسه نوره ختمه شوه چې ګواکې د امریکا په دسیسه له واکه وشړل شوم.

وایي، زه به چې د کوم پاکستان رهبري اخلم، هغه به د امریکا او ټولو سره غوره اړیکې  وپالي.

: ‏کابل کې د پاکستان سفیر:

پاکستان کې پر افغان کډوالو د ظلم عاملان، د کابل او اسلام اباد دښمنان دي.

: ‏د اوکراین ولسمشر له روسانو بیرته نیول شوي خرسون ښار او د هغه ځای د خلکو لیدو ته ورغلی.

: ‏د هند د مالیې وزیره سیتارامڼ:

لس کاله وخت غواړي چې خپل هېواد د نړۍ دریم اقتصادي ابرقدرت وګرځوو.

: ‏د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهره بلوچ ویلي چې د اوس لپاره د سعودي د ولیعهد سفر ځنډېدلی او ښايي دا سفر په بل وخت کې ترسره شي.

: ‏د اوکراین ځواکونه د خرسون ښار تر بیا نیولو وروسته د خلکو له تود هرکلي سره مخ شول. خلک واټونو ته راوتلي او د خپلو پوځیانو هرکلی يې کړی. د اوکراین ولسمشر ویلادمیر زلینسکي د دغه هېواد په جنوب ختیځ کې له روسي ځواکونو د خرسون ښار بیا نیول یوه لویه او تاریخي لاسته راوړنه یاده کړه.

: ‏سيګار په يوه راپور کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام د موندنو په استناد ويلي چې افغانستان کې د ژمي په را نږدې کېدو سره بشري مرستو ته اړتيا ډېره شوې ده.

: ‏د پنټاگون د ستراتیژیکې قوماندانۍ مشر جنرال «چارلز ریچارد» ویلي چې د روسیې-یوکراین جگړه هسې یوه لمبه ده، لوی او اصلي جنگ راروان دی کوم چې د چین سره به وي.

چارلز ریچارد ویلي چې د یوکراین ناورین یوازې یو تمرین دی او ستره جگړه په راتلو ده چې امریکا به پکې وازمویل شي.

‏ریچارد زیاته کړې چې د چین لخوا د خپل اټمي قوت پیاوړي کولو لړۍ ادامه لري او هغه وخت به ژر راورسیږي چې امریکا به یې د مقابلې‌ کافي توان ونلري.

: ‏د خوړو نړیوال پروګرام د ژمي په رارسېدو سره د افغانستان په لېرو پرتو سیمو کې د ۷۲ زره ټنه خوراکي توکو د زېرمه کولو خبر ورکړی او ددې لړۍ د دوام ژمنه یې کړې ده.

‏په ورته مهال د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلاسون ویلي، چې د نړیوالو بنسټونو او غیردولتي نهادونو له لارې به له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

: ‏د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د پرونۍ بمي چاودنې د طراح د نیول کېدو خبر ورکوي.

ترکي چارواکو ویلي، د تېر مازدیګر په چاودنه کې ۶ کسان وژل شوي او ۸۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

‏دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، په استانبول کې حمله کوونکې یوه ښځه وه. د پېښې مسوولیت تر دې دمه چا نه‌ دی منلی.

: ‏د ترکیې په استانبول کې پرونۍ چاودنه د « احلام البشیر» په نوم یوې مېرمنې لخوا ترسره شوې ده.

نوموړې رسنیو ته ویلي چې دا کار یې د سوریې په کوبانې ښار کې د ( PKK) ګوند په امر کړی دی.

ترکي چارواکو ویلي په دې پېښه کې یې د لاس درلودو په تور ۴۶ شکمن کسان نیولي  دي.

: ‏د جي شل هېوادونو سرمشریزه د اندونیزیا په بالي کې پيل شوې ده.

د دې غونډې کابو دوه زره ګډونوال به د سرچینو د دوامدار پرمختګ، ډېرېدونکي انفلاسیون، د شمالي کوریا لخوا اټومي ګواښ، د اقلیم بدلون، د تخنيکي نوښت له لارې د اقتصادي پرمختګ د پياوړتيا او ځینو نورو مسایلو په اړه خبرې وکړي.

: ‏د امریکا په ویرجینیا پوهنتون کې یوه وسله وال ۳ تنه وژلي او ۲ نور یې ټیپان کړي دي.

د وسله وال کس د نیولو هڅې روانې دي.

: ‏د روسیې بهرنیو چارو وزارت هغه راپورونه رد کړي چې ګنې ددې هېواد د بهرنیو چارو وزیر سرگي لاوروف د اندونیزیا بالي ته تر رسیدو وروسته روغتون ته منتقل شوی دی.

‏یو شمېر رسنیو د اندونیزیايي چارواکو له قوله راپور ورکړی و چې سرګي لاوروف د اندونیزیا بالي ته تر رسېدو وروسته روغتون ته منتقل شوی دی.

: ‏د امریکا ولسمشر جو بایډن د اندونیزیا په بالي کې د چین له ولسمشر شي جینپینگ سره خپل ملاقات پیل کړی دی. راپورونه وايي ښايي دا لیدنه ساعتونه دوام وکړي.

: ‏ترکیې حکومت د پرونۍ بمي چاودنې په غبرګون کې له دې هېواد سره د امریکا د خواخوږۍ پیغام ته د رد ځواب ورکړی دی

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر په یوه ټلویزیوني مصاحبه کې ویلي، ” موږ د متحدو ایالتونو د خواخوږۍ پیغام نه منو، موږ یې ردوو.“

‏د ترکیې ولسمشر ډېری وخت د متحدوایالتونو لخوا د سوریې په شمال کې د کُردي خپلواکي غوښتونکو غورځنک وسله والو ته د وسلو پر ورکړې نیوکې کوي.

: جو بایدن و شی جین پینگ روسای جمهور آمریکا و چین در نخستین دیدار دو جانبه در حاشیه نشست امروز گروه 20 در جزیره بالی اندونزی بر لزوم مدیریت رویکردهای متفاوت، بررسی زمینه‌های جدید همکاری و همچنین تعیین «مسیر درست» در مناسبات دو جانبه تاکید کردند.

رئیس جمهور چین ضمن اعلام آمادگی کشورش برای تبادل نظر با آمریکا در خصوص مسائل منطقه‌ای و بین‌المللی، ورود مجدد مناسبات دو کشور به مسیر رشد سالم و با ثبات را به نفع واشنگتن و پکن و جامعه‌ بین‌المللی دانست.

دو کشور در بیانیه‌‌‌های جداگانه که در رابطه با محتوای این دیدار صادر کردند، به مسائل مورد اختلاف دو کشور در خصوص تایوان، حقوق بشر، رقابت اقتصادی، جنگ اوکراین، رویکرد علیه روسیه و خطر کره شمالی اشاره‌ای نکردند.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک