No-IMG

میدان وردګ ولایت کې د ولسي خلکو لخوا لاریون ترسره شو

د میدان وردګو ولایت مرکز میدانښار کې  ولسي خلکو نن  سهار پردې موخه لاریون ترسره کړ چې تېره ورځ د سهار پرمهال دحکومتي ځواکونو لخوا په توغول شوې ډي سي توب (هاوان ) په مرمۍ د نرخ ولسوالۍ اړوند  دراني په سیمه کې په کورلګېدلی وه چې د یو کورنۍ ۵ غړو ته مرګ ژوبله اړولې و .

لاریون کوونکو د تجلا اف ام له خبریال سره په خبرو کې وویل په پرونۍ پېښه کې د یوې کورنۍ پنځوغړو ته مرک ژوبله اوښتې چې یوه ښځينه غړې شهیده  شوې او ۴تنه چې ماشومان هم پکې شامل دي مرګوني ټپیان شوي.

نن پرهمدې موخه د یادې سیمې خلک د لاریون په غبرګون راټول او دکابل قندهار سړک یې د دوه ساعتو لپاره د ټرافیکو پرمخ وتړه ، اعتراض کوونکو له حکومتي ځواکونو د یاد برید د عاملینو د نیولو غوښتنه کوله، او د بیاځلي داسي بریدونه چې پر ملکي وګړو ترسره کیږي مخنیوای باید جدي  ونیول شي.

 حکومتي ځواکونو لاریون کونکوته پنځه ورځې وخت ورکړی او ډاډ یې ورکړ چې د یادې پېښې عاملین به د قانون منګولو ته سپاري او بیا به ورته پېښې تکرار نشي.

داسې ورته بریدونه د میدان وردګ ولایت د مرکز په ګډون پر مختلفو ولسوالیو کې ترسره شوي چې قوربانیان یې ملکي وګړي دي، په تېره یوه میاشت کې د چک ولسوالۍ د خوات په سیمې کې د حکومتي ځواکونو لخوا په توغول شوي هاوان مرمیوکې یو شمير کسانو ته  هم مرګ ژوبلې اوښتي وه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک