عقل او فطرت
اسد الله اسد
يو ملګري د عقل او فطرت اړوند پوښتلي ول، د سختي بوختيا له کبله به يوازي دومره وليکلى سم:
ــــــــ
فطرت هغه جوړ نظم ته وايي چي انسان ٸې له بدلولو عاجز دٸ، يو پروګرام سوى نظم چې په کاينات او حيات کي ٸې ګورو، فطرت ورته ويل کېږي ـ مثلأ لمر رڼا او تودوخه خپروي، ورځ رڼا وي، شپه تياره او داسي نور ـ انسان نسي کولى چي دا نظم ګډوډ کړي ځکه چي تر شا ٸې ستر او ژور پروګرامنګ سوى دٸ!
انسان او فطرت:
انسان دوه وجوده لري، يو مادي بل معنوي ـ مادي وجود ٸې عبارت دٸ له سترګو، غوږو، لاسو، پښو او نورو غړيو څخه ـ د انسان مادي وجود د فطرت په زولنو تړلى دٸ، يعني سترګي ٸې بايد ليدل وکړي او غوږونه ٸې اورېدل; داسي نسي کېدى چي انسان دي په سترګو اورېدل او په غوږو ليدل وکړي، همدا ٸې فطرت دٸ، بدلول ٸې شونى نه دٸ!
خو د انسان يو معنوي وجود هم دٸ، هغه چي انساني اراده، اخلاق، احساسات، هيلي، عقل، فکر او شعور ٸې څرک را کوي ـ
د انسان معنوي وجود د فطرت له زولنو آزاد دٸ، يعني هلته کوم جبر تر اوسه نه دي ليدل سوى، ښايي په راتلونکي کي ترې خبر سو ـ په هر صورت انسان د دې دواړو وجودونو يا هم جبر او واک تر منځ ژوند کوي ـ
عقل:
عقل د انسان د معنوي وجود څرک را ښيي ـ عقل د ارزوني او جاجوني ځواک دٸ، د دې ځواک له لاري انسان د ښکارندو /پديدو تر منځ تړاو پيدا کوي، ريښې ٸې پېژني او د پېښېدا احتمالات ٸې وړاندي کوي ـ
عقل چي د انساني اخلاقو /کړنو د څارني او اروزني دنده هم لري، د سموالي او بدوالي اړوند ٸې قضاوت کوي ـ خو عقل کوم ثابت لوښى نه لري، يا په بل عبارت د انسان د معنوي وجود د يو بل ځواک چي نفس ورته ويل کېږي، تر اغېز لاندي دٸ، هغه ٸې د خپلو کړنو د توجيې لپاره کاروي!
ـــــ
دا بحث که وخت مي پيدا کړ، نور به ٸې هم اوږد کړم، د اوس لپاره پر همدې کرښو بسنه کوم!
