No-IMG

مهم ترین های امروز یکشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د ریاست الوزراء اداري مرستیال ملا عبدالسلام حنفي د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ستاینلیکونو او ګلونو په ډالۍ کولو سره د ۱۴۰۱ کال د کانکور ازموینې لس غوره ګډونوال وستایل.

: ‏د استخباراتو لوی ریاست وايي، تېره شپه د کابل ښار د ۱۵مې حوزې اړوند پنج صد فامیليو په سیمه کې د خوارجو ( داعشیانو) په یوه پټنځي د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ۵ داعشیان وژل شوي دي.

‏د استخباراتو لوی ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، یاد کسان د یوې مهمې شبکې غړي وو، چې په کابل ښار کې یې په کوچنیو چاودنو کې لاس درلود او غوښتل يې ځینې لویې  تخریبي کړنې  ترسره کړي، چې مخکې له مخکې کشف او له منځه یوړل شول.

‏په خبرپاڼه کې د عملیاتو پر مهال د یو شمېر وسلو، لاسي بمونو او چاودېدونکو توکو د نیول کېدو خبر هم ورکړل شوی دی.

: ‏مقام‌های محلی کندهار از درگیری مسلحانه میان نیروهای امارت اسلامی و نظامیان پاکستانی در سپین بولدک خبر می‌دهند. آنان گفته است که این رویداد برخاسته از یک سوءتفاهم بوده.

‏در همین حال منابع میگویند که این درگیری به دلیل برخورد زشت سربازان پاکستانی‌ با مهاجرین افغان در پاکستان صورت گرفته است.

گفته میشود که همین حالا راه چمن ـ سپین بولدک به روی رفت آمد مسدود است. بعضی منابع گفته است که در این درگیری ۴ سرباز پاکستانی زخم برداشته است.

‏در تصاویر هنگام درگیری صدای فیر شنیده میشود و به شمول زنان و کودکان مردم سراسیمه هر طرف می دوند.

: ‏د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې زرګونه کسانو په دې سیمه کې د ناامنیو پر خلاف لاریون کړی دی. دوی وايي د پاکستان حکومت ددې سیمې د ناامنه کولو لپاره په لوی لاس په ځینو اقداماتو لاس پورې کړی دی.

: ‏د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وايي، په ټول کابل ښار کې به له دغو ۴۰۰ لوډسپیکرونو څخه په یو وخت اذان خپریږي.

یاد وزارت ویلي، دا لوډسپیکرونه د کابل ښار په مختلفو سیمو کې لګول شوي او د لمانځه د وخت په رارسېدو سره ترې اذان خپریږي.

امربالمعروف وزارت دغه تور پورې کړی چې د پخواني حکومت پر مهال له ځینو جوماتونو څخه لوډسپیکرونه لیرې شوي وو.

: ‏لوی درستیز قوای مسلح میگوید که رهبری امارت اسلامی در جهت ساختن  یک اردوی اسلامی قوی، مجهز با اسلحه مدرن، تعلیم یافته و مسلکی متعهد می باشد.

قاری فصیح الدین فطرت این سخنان را در مراسم فراغت ۲۵۰ تن از سربازان فرقه ۲۱۹ عمر ثالث مطرح کرده است.

: ‏د افغانستان بانک وايي، د مرسته کوونکو هېوادونو د بشرپاله مرستو په لړ کې نن د څلوېښت میلیونه امریکایي ډالرو یوه بله نغده کڅوړه کابل ته را ورسېده او یو سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.

: ‏ډېر ژر به په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان دفتر رسما پرانیستل شي او د یاد سازمان لخوا به له افغانانو سره د بشري مرستو بهیر پیل شي.د بهرنیو چارو وزارت وایي، دا خبره د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت له امیرخان متقي سره په لیدنه کې مطرح کړې ده.

‏په دې لیدنه کې دواړو خواوو په افغانستان کې د اسلامي همکاريو سازمان له خوا د نړيوال اسلامي پوهنتون د جوړېدو او د ۲۰۲۴میلادي کال له پاره د اسلامي هيوادونو د فرهنګي پلازمېنې په توګه د کابل د انتخابېدو د بهير د بيا پيل د اړتيا او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه هم خبرې کړې دي.

: ‏د کورنیو چارو وزارت سرپرست  سراج الدین حقاني د بي بي سي د جنوبي اسیا څانګې له مشرې جیکي مارټینز سره لیدلي دي.

‏د کورنیو چارو وزارت وايي، ددې لیدنې پر مهال حقاني بي بي سي په نړیواله کچه یوه مهمه رسنۍ بللې خو په ورته  مهاله یې هیله ښودلې چې نړیوالې رسنۍ د افغانستان په اړه په واقعي توګه بې پرې وي.

‏نوموړي دغه راز له نړیوالو مطبوعاتو ګیله کړې چې د اسلامي امارت د پرمختګونو باوجود یو شمېر غیر سیاسي او داخلي مسایلو ته سیاسي رنګ ورکوي.

په همدې حال کې د بي بي سي د جنوبي اسیا څانګې مشرې جیکي مارټینز ویلي چې افغانستان ورته ارزښت لري او ددې هېواد پرمختګونو ته به خبري پوښښ ورکړي.

: ‏قاري صلاح الدین ایوبي د زابل ولایت امنیه قوماندان ټاکل شوی دی.

نوموړی د اسلامي امارت مشهور ازبک ټبار قوماندان دی چې د طالبانو لخوا ورته ” د شمال فاتح“ لقب هم ورکړل شوی دی.

صلاح الدین ایوبي تر دې مخکې د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزارت معیین و.

: ‏روزا اوتونبایوا، رییس هیات معاونت سازمان ملل متحد در افغانستان «یوناما» و رامز الاکبروف، رییس دفتر هماهنگی امور بشردوستانه سازمان ملل متحد در افغانستان با نورالدین عزیزی، سرپرست وزارت صنعت و تجارت دیدار کرده است.

‏یوناما در تویتی نگاشته است که در این دیدار، درباره تقویت بخش خصوصی و ادامه گفت‌وگو با زنان تجارت پیشه به هدف پشتیبانی از زنان و پیشرفت افغانستان، بحث شده است.

: ‏هلمند کې یوه ملي سوداګر په خپل شخصي لګښت د دې ولایت  ۷۰۰ بې‌سرپرست او یتیمو ماشومان لپاره یو ښوونځی جوړ کړی دی. سوداګر محمد عیسي عمري وايي چې په دغه جوړ شوي ښوونځي کې ټول ۷۰۰ ماشومان زده‌کړې کوي او ۳۰۰ ماشومانو ته د لیلیې تابیا هم نیول شوې ده.

: ‏د افغانستان د غالیو تولیدوونکي او صادروونکي وايي چې د هېواد په کچه د غالیو په تولید کې ۲۵ سلنه زیاتوالی راغلی. د غالیو کاروباریان هیله ښيي چې د روان کال تر پایه به ښايي د هېواد په کچه د غالیو د تولید کچه ۱،۲ میلیونه متره مربع ته لوړه شي.

: ‏د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د ازبکستان هېواد د برېښنا په سیستم کې د تخنیکي ستونزې د رامنځ ته کېدو له کبله به د دوو ورځو لپاره په وارداتي برېښنا کې پرچاوي رامنځ ته کیږي.

: ‏کابل لپاره د امریکا د سفارت مسووله کرن ډکر:

پارکونو ته د ښځو په تللو بندیز، یوه بده پرېکړه ده.

هغه د افغانستان اړوند بحثونو لپاره اسلام اباد ته تللې وه چې بیګا بیرته ستنه شوه.

: ‏د پاکستان ولسمشر ډاکټر عارف علوي ويلي چې د تر وخت مخکې ټاکنو کېدل د پاکستان په خير دي. علوي په لاهور کې د خبريالانو يوې غونډې ته ويلي چې د تفاهم او ګډ پوهاوي له لارې د ټاکنو په کېدو کې څه ستونزه نشته.

: ‏د امریکا پارلماني ټاکنو کې د ډیموکراتانو تر پرمختگ وروسته د دې هېواد ولسمشر جو بایډن ویلي چې د امریکا د پارلماني ټاکنو له پایلو څخه خوښ دی.

: ‏رینا امیری، نماینده ایالات متحده امریکا در بخش زنان و حقوق بشر افغانستان در صفحه تویترش از وضع محدودیت‌ها در برابر زنان در افغانستان ابراز نگرانی کرده و گفته است که این کار باعث بی ثباتی و فقر در این کشور خواهد شد.

: ‏برنامه جهانی غذا در تویتی گفته است که فنلاند از بهر فراهم سازی کمک‌های غذایی به مردم افغانستان، چهار میلیون یورو به این سازمان کمک کرده است.

: ‏رسانه‌های ترکی گزارش داده‌اند که حکومت این کشور امسال بیش از ۵۷۱۷۴ مهاجر افغان را اخراج کرده است. بربنیاد گزارش‌ها ۴۱۱۸۵ تن در هواپیماهای "چارتر" و ۱۵۹۸۹ تن آنان در هواپیماهای تجارتی به افغانستان برگشت داده شده‌اند.

: ‏په افغانستان کې د یوناما مشرې روزا اتونباییوا په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني سره کتلي دي.

یوناما وایي په دې لیدنه کې دواړو خواوو په افغانستان کې د ترهگرۍ سره مبارزې، ټول شمولیت او اقتصادي بیارغونې په برخه کې پر همکاریو ټینگار کړی.

: ‏د متحده ایالتونو په تکزاس کې د نظامي نندارې پر مهال د امریکا د پوځ د دویمې نړیوالې جگړې د وخت د دوو الوتکو د ټکر په پای کې ۶ تنه وژل شوي دي.

: ‏وزرات خارجه پاکستان گفته است قرار بود که محمد بن سلمان، ولیعهد عربستان سعودی به تاریخ ۲۱ ماه نوومبر به اسلام‌آباد سفر کند اما سفر وی به دلیل نامعلوم به تعویق افتاد.

حکومت پاکستان امیدوار بود در سفر محمد بن سلمان به پاکستان یک بسته کمک مالی دیگر از ریاض دریافت کند.

‏گفته میشود کشمکش های اخیر سیاسی و رایزنی ها بر تعیین فرد جدید برای چوکی لوی درستیز اردوی پاکستان باعث به تعویق افتادن سفر ولیعهد سعودی عرب به این کشور گردیده است.

: ‏د ۲۰۲۲ کال د کریکټ شل اوریز نړیوال جام په پایلوبه کې انګلستان لوبډلې د پنځو ویکټو په توپير د پاکستان لوبډلې ته ماته ورکړه او د دې سیالیو اتلولي یې خپله کړه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک