مهم ترین های امروز شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒️: از متن خطبه روز جمعه گذشته انجینیر گلبدین حکمتیار حفظه الله امیر عالیقدر ح.ا.ا: امیاظهارات غير مسئولانه رئيس جمهور امريكا؛ جوبايدن؛ در رابطه به افغانستان؛ همواره نادرست، خلاف حقيقت و با كينه و نفرت توأم بوده؛ دليل اين كينه توزى نيز روشن است؛ به شكست امريكا در افغانستان و سياست هاى ناكام و ناسنجيده او در رابطه به جنگ تحميلى در اين كشور بر مى گردد. این بار نخست نیست که جو بایدن در سخنرانیاش افغانستان را تحقیر میکند. اين اهانت ها را بار ها روا داشته است؛ گاهى مى گويد: افغان ها هيچگاهى ملت واحد نبودند و احدى نمى تواند از آنان ملتى واحد بسازد؛ و زمانى نيز مى گويد: امريكا نيآمده تا در افغانستان ملت سازى كند؛ و در اين اواخر جلو تر رفت و حرف هايى در مورد كشور عزيز ما گفت كه با هيچ رئيس جمهور و هيچ انسان هوشيار نمى زيبد؛ گفت: «آنجا یک مکان رها شده از سوی خداست.» اين را نيز ادعاء كرد و گفت: «من به هر قسمت آن رفتهام.»؛ در حالى كه او فقط به جايى رفته كه امنيت و اداره اش به دست نيروهاى امريكايى بود؛ تنها ميدان هوائى بگرام، ارگ رياست جمهورى و يكى دو شهرى ديگر را ديده؛ نه هر قسمت افغانستان را؛ به او مى گوييم: نه حرف هاى اهانت آميز با انسان شريف مى زيبد و نه حرف هاى مبالغه آميز با انسانى مسئول. اگر خدا اين كشور را فراموش كرده؛ مگر مار سر تان را گزيده بود كه به چنين كشورى بياييد و بيست سال بجنگيد؟ افغان ها مى گويند: ناتو و در رأس آن امريكا را؛ ما نه بلكه خداى ما زد و گردن غرور و كبر شان را شكست؛ و هر كى موعد زوالش فرارسيده؛ خدا پايش را به افغانستان كشانده و زوالش را از همين جا آغاز كرده است.
✒️: د ح.ا.ا د عالیقدر امیر انجینیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله د تېرې جمعې ورځې د خطبې له متن څخه: اجازه بدهيد به نمايندگى از شما پيام و مشوره اى به مردم اوكراين و رئيس جمهورش داشته باشم:
براى حل بحران كشور تان راه حل اوكراينى جستجو كنيد؛ نه راه حل متكى بر حمايت هاى بيرونى؛ مخصوصاً اتكاء بر ايالات متحده امريكا؛ ما امريكا را تجربه كرديم؛ از تجارب و چشمديد خود به شما مى گوييم: در جنگ آزادى عليه اتحاد شوروى؛ ما تنها بوديم؛ امريكا به دليل شكستش در ويتنام؛ جرأت نمى كرد از مقاومت دليرانه افغان ها حمايت كند؛ اما زمانى كه ديد نيروهاى شوروى؛ قادر به سركوبى مقاومت نيستند؛ مقاومت به گونه سريع؛ فراختر و نيرومندتر مى شود؛ نه تنها جرأت كرد از مقاومت حمايت كند بلكه كارش به آن جا رسيد كه خواست بر سر افغانستان با مسكو معامله كند؛ مسكو و واشنگتن تصميم مشترك گرفتند تا از پيروزى مجاهدين و تأسيس حكومت اسلامى به دست آنان مانع شوند؛ جنگ ناتمام اتحاد شوروى تا زمانى ادامه يابد كه افغان ها خلع سلاح شوند و تمامى وسائل و تجهيزات نظامى كه در زمان حضور نيروهاى شوروى وارد افغانستان شده بود؛ نابود گردد؛ امريكا؛ كه تا قبل از اين مجاهدين را به عنوان قهرمانان جنگ آزادى مى ستود؛ 180 درجه تغيير موضع داد و يك جا با شوروى؛ جبهه مشترك عليه مجاهدين ساخت؛ به دليل همين تغيير موضع بود كه جنگ 44 سال قبل شوروى تا امروز دوام كرد و پاى امريكا را به اين جنگ كشاند.
اگر اوكراينى ها محتاط نباشند و بر حمايت غير قابل اعتماد تكيه كنند به سرنوشت افغان ها مواجه خواهند شد.
✒️: د ح.ا.ا د عالیقدر امیر انجینیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله د تېرې جمعې ورځې د خطبې له متن څخه: د هلمنديانو له دې غوښتني په كلكه حمايت كوو چي د غرامت غوښتنه ئې كړې؛ مخصوصاً چي اوس بريتانيا هم اعتراف كړى چي د دوى سرتېرو په هلمند كي 64 ماشومان وژلي؛ يقيناً چي د وژل شوو ماشومانو شمېر تر دې په سلگونو ځله زيات دئ؛ دا اعلانونه يوازي د دې لپاره دي چي وښيي دوى پر خپلو اشتباهاتو د اعتراف اخلاقي جسارت لري او په ضمن كي وښيي چي جنايات ئې ډېر لږ؛ فقط په شلو كلونو كي يوازي د 64 ماشومانو وژل دي؛ او دا دئ د هغوى كورنيو ته ئې هم معاوضه او ديت وركړى؛ هغه هم د هر يوه كورنۍ ته نږدې 1600 پونډ ديت؛ يعنى د افغانانو وينه دومره بې ارزښته ده!!! هو؛ همدا د دوى عدالت دئ او له افغان ولس سره د دوى ظالمانه او له سپكاوي ډك چلن.
✒️: د ح.ا.ا د عالیقدر امیر انجینیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله د تېرې جمعې ورځې د خطبې له متن څخه: په پاكستان كي له افغان مهاجرينو سره؛ د پوليسو ناوړه او غير انساني چلن په كلكه غندو او واكمنو ته ئې وايو: د دې مخه ونيسئ او له تكرار ئې مخنيوى وكړئ؛ دوام به ئې تر نورو وړاندي تاسو ته بدي پايلي ولري.
له خپل بل گاونډي؛ ايران هم غواړو چي د مهاجرينو اجباري ايستل متوقف كړي.
✒️: د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د سوالګرو راټولولو کمېټه د کابل ښار له بېلابېلو سیمو د ۱۷۲۶۲ سوالګرو د راټولولو خبر ورکوي.
دغه کمېټه وايي، د راټول کړای شویو سوالګرو له ډلې ۱۰۱۴۵ یې ښځې، ۱۵۷۷ یې نارینه او ۵۵۴۰ نور یې ماشومان دي.
✒️: د کابل امنیه قومانداني وايي، نن له غرمې وروسته په جمهوریت روغتون کې د اکسیجن یوه بالون چاودنه کړې چې چاته پکې زیان نه دی اوښتی.
✒️: کابل امنیې قوماندانۍ د ښار د معاملو لارښوونې ټولو دفترونو ته د " نقل مکان" په نوم پاڼې وېشلې دي.
د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند محمد خالد ځدراڼ وايي، تر دې وروسته چې کابل ښار کې هر څوک نوی کور پېري یا کرایه کوي؛ نو لومړی ورته د معاملې لارښوونې دفتر د نقل مکان پاڼه ورکوي څو د خپلې سیمې امنیتي ارګانونو لخوا تایید شي چې نوموړی کس هغلته کومه جرمي سابقه نه لري.
ځدراڼ وايي، د معاملو لارښوونې دفتر ددې پاڼې یوه کاپي اړوندې امنیتي حوزې ته ورکوي.
نوموړی زیاتوي، دا کار به له امنیتي ارګانونو سره مرسته وکړي څو هغه مجرمین ونیسي چې په خپلو سیمو کې تر جرمونو وروسته کابل ښار ته راتښتي.
✒️: دیني عالم او د بامیانو ولایت د علماوو شورا رئیس نصرالله واعظي ژر تر ژره د نجونو ښوونځیو د پرانیستو غوښتنه وکړه. نوموړي د لوړو زده کړو وزارت لخوا د شپږو مرکزي ولايتونو د علماءکرامو رابلل شوې مشورتي غونډې ته وویل، چې ا.ا دې ژر تر ژره د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو میکانیزم نهايي کړي.
✒️: د افغانستان بانک له خلکو غوښتي چې د افغانۍ بانکنوټونو د ژر زړېدو د مخنیوي لپاره لازم تدابیر په پام کې ونیسي او د افغانۍ د ثبات د ساتنې لپاره ګډې هڅې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې هېواد ته د یونیم میلیارد افغانیو تازه بانکنوټونو د رارسېدو سره هممهال په ټولنیزو رسنیو کې د افغانیو د خوندي ساتلو او زړېدو یا خرابېدو د مخنیوي کمپاین پیل شوی او غوښتنه شوې چې افغانۍ دې د ژر زړېدو د مخنیوي په هدف په بټوو یا کوچنيو بکسونو کې وساتل شي.
✒️: د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان له ځانګړي استازي طارق علي بخیت سره لېدلي. د نوموړي پر فېسبوک پاڼه لیکل شوي، پخواني ولسمشر پهدې لېدنه کې ویلي چې تعلیم د بشري ټولنې د ودې او پرمختګ اساس دی.
پخواني ولسمشر همداراز په هېواد کې د تلپاتي سولې او ثبات د ټینگښت لپاره د افغانانو تر منځ ملي "ډیالوگ" ضروري بللی او د دې مذاکراتو پر ژر تر ژره پیلېدو یې ټینگار کړی دی.
✒️: په هلمند ولایت کې د دوو ورځو په اوږدو کې د پنبې پروسس او د غوړیو تولید دویمه فابریکه هم فعاله شوه. د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ ټولنې رییس وايي، د مرکز لښکرګاه د درېیمې حوزې په بولان سیمه کې د پنبې د پروسس او د غوړیو تولید دویمه فابریکه فعاله شوه او د تولید چارې يې پيل کړې.
✒️: د امریکا د استازو جرګې جمهوریپال غړي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پرمهال د ۱۳ امریکايي پوځیانو د وژل کېدو په اړه د ولسمشر جو بایډن له ادارې د حساب کتاب غوښتنه کړې. والټس ټینګار کړی چې باید د وژل شویو سرتېرو کورنیو ته قانع کوونکی ځواب ورکړل شي.
✒️: د امریکا د دفاع وزارت اعلان کړی چې د ۴۰۰ میلیونه ډالرو نوره پوځي مرسته اوکراین ته لیږي. په دې مرسته کې به په زیاته اندازه مهمات او څلور لوړ ګرځنده هوايي دفاعي سیستمونه شامل وي.
✒️: وروسته له هغه چې روسیې خپل ځواکونه له خیرسون ښار څخه وایستل، ګڼ شمېر اوکرایني وګړو د دغه ښار د ازادېدو ورځ ونمانځله. زیات شمېر اوکرایني وګړي دغه ښار ته د اوکرایني ځواکونو د ننوتلو پر مهال د اوکراین له بیرغونو سره راوتلي او د ښار ازادېدل نمانځي.
✒️: د امريکا مخکنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د راتلونکې سې شنبې په ورځ د ۲۰۲۴ کال ولسمشريزو ټاکنو ته خپله نوماندي اعلانوي. د ټرمپ سلاکار ويلي چې هغه به په فلوريډا ايالت کې خپله نوماندي اعلان کړي. ټرمپ تر دې وړاندې ويلي وو چې د نومبر په پنځلسمه نېټه به ستر اعلان وکړي.
✒️: روسيې ته له سفره په بندو شويو امريکايي وګړو کې د ولسمشر جو بايډن دوه وروڼه او يوه خور، د سپينې ماڼۍ ويانده کارن ژان پير او د استازو د جرګې د مشرې نانسي پلوسي خاوند پل پلوسي هم شامل دي.
✒️: د افغانستان پر بيارغونې د امريکا ځانګړې پلټونکې ادارې يا سيګار ويلي چې د افغانستان بشري وضعيت لا هم کړکېچن دی. سيګار نن د يوه راپور په خپرولو سره ويلي چې ميليونونو افغانانو د بد اقتصادي وضعيت له کبله د خوړو سپمول پيل کړې دي.
✒️: د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د ترک دولتونو سازمان ناسته کې د افغانستان روان وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د دې سازمان له غړو یې غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د ستونزو حل لپاره په ګډه کار وکړي.
✒️: کمیته بینالمللی صلیب سرخ در گزارشی گفته است که مردم افغانستان با چالشهای تغییرات اقلیم، نبود مصوونیت غذایی، وضعیت وخیم اقتصادی، محدود بودن دسترسی به خدمات اولیه و کمبود کمکهای بینالمللی روبهرو اند و این چالشها تا شش ماه آینده و پس از آن، نیز در این کشور محسوس خواهد شد.
✒️: صندوق حمایت از کودکان سازمان ملل در صفحه تویترش نگاشته که در اثر سیلابها ناشی از تغیرات اقلیمی، ۱۵ میلیون کودک در افغانستان و سایر کشورهای جنوب آسیا در سال ۲۰۲۲ به کمک نیاز دارد.
✒️: سازمان عفو بینالملل در واکنش به اعمال محدودیتهای اخیر بر زنان و دختران در افغانستان، میگوید که جامعه جهانی نباید "رنج زنان و دختران در افغانستان" را نادیده بگیرند.
✒️: سي بي اېس خبري شبکې راپور ورکړی، چې یو شمېر هغه امریکايي سرتېري چې د افغانستان او عراق په جګړو کې یې برخه اخیستې وه، امریکا له تلو وروسته د سږو په ناروغۍ اخته شوي دي.
د جان سپولوډا په نوم یو امریکايي سرتېري چې افغانستان کې یې لس کاله تېر کړي؛ سي بي اېس ته ویلي، چې له څه مودې راهیسې د سږو له ناروغۍ کړيږي. نوموړي ویلي، " ټول وجود مې خوږیږي، له ټوخي سره وینه ګرځوم، اوس راته د سردرد هم پيدا شوی دی، نه پوهېږم چې څه به کیږي. »
ډاکتران وايي، سرتېرو ته دا ناروغي د کثافاتو له سوځولو او د نښتو او چاودنو پر مهال د لوګي له کبله چې زهري مواد لېږدوي، پیدا شوې ده.
✒️: رسانههای پاکستانی گزارش داده اند که ۱۲۲ مهاجر افغان از سوی حکومت پاکستان در ایالت سند آن کشور بازداشت شدهاند.
این در حالیست که قبل از این وزارت خارجه امارت اسلامی از آزار و اذیت مهاجرین افغان و برخورد نادرست پولیس پاکستان با آنان به شارژدافیر پاکستان شکایت کرده بود.
✒️: ترکیې د روان میلادي کال له پیله تر دې دمه ۵۷ زره ۱۷۴ افغان پناه غوښتونکي اېستلي او بېرته یې افغانستان ته لېږلي دي.
د ترکیې اناتولي خبري اژانس ددې هېواد د کورنیو چارو وزارت په حواله راپور ورکړی چې د روان میلادي کال له پيله تر دې دمه د بېلابېلو هېوادونو یو لک او یو زرو ۵۷۴ پناه غوښتونکي له دې هېواده اېستل شوي دي.
په راپور کې ویل شوي چې ددې پناه غوښتونکو لویه برخه افغانان دي.
✒️: د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د پرېکړهلیک د تصویب پر مهال د بېلابېلو هېوادونو استازو په خپلو خبرو کې د افغانستان پر وضعیت اندېښنه وښوده او ویې ویل، که ا.ا د رسمیت پېژندنې په لټه کې وي، باید نجونو او مېرمنو ته د کار او زده کړو اجازه ورکړي.
