حکمتيار: د افغان مهاجرينو مهمه قضيه ته حكومت بايد لومړيتوب وركړي
په پاكستان كي له افغان مهاجرينو سره؛ د دې هېواد د پوليسو ناوړه او غير انساني چلن په كلكه غندو او واكمنو ته ئې وايو: د دې مخه ونيسئ او له تكرار ئې مخنيوى وكړئ؛ دوام به ئې تر نورو وړاندي تاسو ته بدي پايلي ولري.
له خپل بل گاونډي؛ ايران هم غواړو چي د مهاجرينو اجباري ايستل متوقف كړي.
د مهاجرينو قضيه او ستونزي ئې تر ټولو مهمه او ډېره جدي قضيه ده؛ حكومت بايد دې ته د ټولو نورو قضاياوو په پرتله لومړيتوب وركړي؛ خپل هېواد ته د دوى راستنول او د خوندي او ډاډمن اسكان ستونزي ئې حلول؛ د حكومت او چارواكو ژوره او پراخه توجه ايجابوي؛ د افغانانو نږدې څلورمه برخه مهاجر شوي؛ په هرو څلورو افغانانو كي يو؛ تر هغه چي په بهر كي مهاجرين لرو؛ له بهرنيو لاسوهنو او مداخلاتو سره به هم مخامخ وو او له ناامنيو او جنگ سره هم.
د داسي ورځي رارسېدو په هيله چي ټول افغانان په خپل آزاد، مستقل له جگړو او ناامنيو فارغ هېواد كي مېشت وي، د بهرنيو ځواكونو له لاسوهنو خوندي او بل ته له احتياج ژغورل شوي وي.
خدايه! مؤمن افغانان، ټول اسلامي امت او د نړۍ هر مظلوم او ستم ځپلى انسان؛ د ظالمانو او استعمارگرانو له شرارتونو وژغوره. آمين
