حکمتيار: د هلمنديانو له دې غوښتني په كلكه حمايت كوو چي د غرامت غوښتنه ئې كړې
وروڼو خوېندو!
د هلمنديانو له دې غوښتني په كلكه حمايت كوو چي د غرامت غوښتنه ئې كړې؛ مخصوصاً چي اوس بريتانيا هم اعتراف كړى چي د دوى سرتېرو په هلمند كي 64 ماشومان وژلي؛ يقيناً چي د وژل شوو ماشومانو شمېر تر دې په سلگونو ځله زيات دئ؛ دا اعلانونه يوازي د دې لپاره دي چي وښيي دوى پر خپلو اشتباهاتو د اعتراف اخلاقي جسارت لري او په ضمن كي وښيي چي جنايات ئې ډېر لږ؛ فقط په شلو كلونو كي يوازي د 64 ماشومانو وژل دي؛ او دا دئ د هغوى كورنيو ته ئې هم معاوضه او ديت وركړى؛ هغه هم د هر يوه كورنۍ ته نږدې 1600 پونډ ديت؛ يعنى د افغانانو وينه دومره بې ارزښته ده!!! هو؛ همدا د دوى عدالت دئ او له افغان ولس سره د دوى ظالمانه او له سپكاوي ډك چلن.
غربي هېوادونه چي د نژادي تعصباتو په بېمارۍ اخته دي او د سپين پوستو په پرتله نور نژادونه سپك گڼي؛ دا كركجن نژادي تعصب؛ هم د دوى په كړنو او تصرفاتو كي وخت نا وخت راڅرگندېږي او هم د دوى د مسئولينو په غير مسئولانه څرگندونو او اظهاراتو كي.
په كار دا ده چي موږ د اشغال د دوران د ټولو شهيدانو مفصل فهرست جوړ كړو؛ هغه ستر ستر جنايات هم په مفصله توگه ثبت كړو چي په ترڅ كي ئې ډېر مظلوم افغانان؛ د ماشومانو، مېرمنو او بوډاگانو په شمول؛ په ډله ايزه توگه وژل شوي؛ دا فهرستونه بايد په پراخه پيمانه نشر او اړوند نړۍ والو ادارو او تنظيمونو ته وسپارل شي؛ د غرامت او ديت غوښتنه وكړو؛ په مذاكراتو كي بايد دا د افغانانو يوه اساسي غوښتنه وي؛ او هر راز معاهده بايد په دې پوري مشروط كړى شي.
هر افغان كورنۍ صدمه ليدلې او شهيدان ئې وركړي؛ زه يو د دوى له منځه يم؛ ټول ملت په ما قياس كولى شئ؛ د ناټو د اشغال په دوران كي؛ او د دوى په لاس زما د كورنۍ شپږ غړي شهيدان شوي؛ د ډرون په راكټي بريدونو كي؛ دوه مېرمني، يو سپين ږيرى، بل ئې ورور، يوه ماشومه او دوه زلميان، د شوروي خلاف جهاد كي مي پلار، دوه وروڼه او دوه د خسر د كورنۍ غړي؛ شهيدان شوي.
د دې فهرستونو تهيه كولو لپاره بايد يوه فعاله اداره جوړه شي؛ په فيس بوك كي فعاله صفحه ولري، له ټولو افغانانو وغوښتل شي چي د خپلي كورنۍ د قربانيانو او د اشغالگرانو د نورو جناياتو په اړه چي څه معلومات لري؛ دې ادارې ته ئې وسپاري.
