No-IMG

حکمتيار: دوو كارونو كي د هيچا مرسته او ملگرتيا مه كوئ؛ كه څه هم هغوى ستا خپلوان وي او كه بل مسلمان

الحمد للّٰهِ وَ كَفَى وَ سَلامٌ عَلى عِبادِهِ الَّذِيْنَ اصْطَفَى و بعد: فاعوذ باللَّهِ مِنَ الشيطن الرجيم بِسۡمِ اللهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

... وَلَا يَجۡرِمَنَّكُمۡ شَنَ‍َٔانُ قَوۡمٍ أَن صَدُّوكُمۡ عَنِ ٱلۡمَسۡجِدِ ٱلۡحَرَامِ أَن تَعۡتَدُواْۘ وَتَعَاوَنُواْ عَلَى ٱلۡبِرِّ وَٱلتَّقۡوَىٰۖ وَلَا تَعَاوَنُواْ عَلَى ٱلۡإِثۡمِ وَٱلۡعُدۡوَٰنِۚ وَٱتَّقُواْ ٱللَّهَۖ إِنَّ ٱللَّهَ شَدِيدُ ٱلۡعِقَابِ ٢ المائدة 2   صدق الله العظيم

الله تعالى فرمايلي:

... او د كوم قوم دا دښمني دي تاسو تېري كولو ته ونه هڅوي چي تاسو ئې له مسجد الحرام منع كړئ، په ښېگڼي او تقوىٰ كي يو د بل مرسته وكړئ، په گناه او تېري كي يو د بل مرسته مه كوئ او له الله ووېرېږئ؛ بې شكه چي الله سخت عذاب وركوونكى دئ.

دا آيت موږ ته لارښوونه كوي چي په دوو كارونو كي به حتماً او له هر چا؛ حتىّٰ مشرك سره هم مرسته كوو: په بِرْ يعنى د خير او ښېگني په كارونو كي او په تقوىٰ يعني له گناه ځان ساتني كي؛ حتى كه مشركينو تاسو مسجد الحرام ته له تگ منع كړي وئ؛ د يوې ستري ديني فريضې د اداء كولو په وړاندي ئې تاسو ته خنډونه او موانع رامنځته كړي وي؛ خو كه همدا مانعين او مشركين؛ د خداى كور ته روان وو؛ او ستاسو له سيمي تېرېدل؛ پام چي بالمثله معامله ورسره ونه كړئ او مخه ئې و نه نيسئ؛ بلكي حتماً ئې مرسته وكړئ

او په دوو كارونو كي د هيچا مرسته او ملگرتيا مه كوئ؛ كه څه هم هغوى ستا خپلوان وي او كه بل مسلمان.

دا آيت هغه مهال نازل شوى او الله تعالىٰ دا حكم كړى چي د مسلمانانو او مشركينو تر منځ جگړي رواني وې، پر مكه د قريشو واكمني وه، كوم مشرك قبائل چي له نورو سيمو د حج لپاره مكې ته تلل، د مسلمانانو د بريد له گواښ سره مخامخ ول؛ په دغه وخت كي مسلمانانو ته امر وشو چي كه څه هم دوى مشركان دي، مشركو قريشو تاسو حج كولو ته نه پرېښودئ؛ دوى د قريشو مرسته كوله؛ خو نن له دې امله چي دا سفر ئې د حج لپاره دئ او په دې كي هغوى له تاسو سره شريك دي؛ د شعائر الله د درناوي او احترام لپاره بايد د دوى مزاحم نشئ، مخه ئې ونه نيسئ او ضرر ور ونه رسوئ.

دا د مسلمانانو لپاره ډېره ستره لارښوونه ده، د دې حكم له مخي به پر هغه چا له تېري ډډه كوي چي د الله په عبادت لگيا دئ، كه څه هم هغه نه خپل رب سم پېژندلى او نه ئې د عبادت طريقه سمه ده؛ خو الله او د الله عبادت كوونكو ته د درناوي په خاطر بايد د ده مزاحم نشي. زموږ دښمني له هغه چا سره ده چي د الله او د هغه د دين او بندگانو دښمن وي؛ كله چي څوك داسي وگورو چي له الله سره ئې خپله دښمني ختمه كړې او دا دئ د هغه عبادت او بندگي ته غاړه ږدي؛ نور نو موږ خپله دښمني ورسره بندوو او پر هغه له تېري ډډه كوو. چي كله گورو زموږ دښمنان د حج په لوري درومي، د بيت الله د زيارت په نيت، د حج او عمرې په قصد، له چا سره داسي څاروي چي غړوندي ئې په غاړو كي او له ځينو سره له داسي نښو پرته څاروي، د چا موخه د الله رضاء او د چا غرض تجارت، دا ټول بايد د مسلمانانو له هر راز گواښ او لاس اچوني خوندي وي. داسي نه چي بل له تا سره دښمني كړې او ته ئې له مسجد الحرام، حج او عمرې منع كړى يې؛ نو ته هم اوس هغه له مسجد الحرام او عبادت منع كړې!! نه؛ ته به برعكس د ښېگڼي او تقوىٰ په كار كي له هر چا سره مرسته كوې؛ كه څه هم هغه كافر او ستا دښمن وي؛ او د گناه او تېري په كار كي به د هيچا ملگرتيا نه كوې كه څه هم هغه مسلمان او ستا دوست وي. يوازي د الله پروا كوئ؛ دا ځكه چي د هغه عذاب ډېر شديد دئ.

د قرآن دا لارښوونه ډېره څرگنده او صريح ده او هر څوك ئې په معنىٰ او مدلول په آسانۍ او له ځنډ پرته پوهېدى شي او كولى شي خپله تگلاره د هغه په رڼا كي وټاكي؛ خو متأسفانه داسي ډلي هم گورو چي تگلاره ئې سل په سلو كي د دې الٰهي لارښووني خلاف ده؛ له مؤمنانو سره به دښمني پالي، مسلمان ته به د اصلي رقيب او حريف په سترگه گوري، له كافر سره به د همدې مسلمان په ضد ملگرتيا كوي، په جوماتونو او مدرسو كي به چاودني كوي، مسلمان ته به د جومات په لار كي كمين نيسي او ماينونه ورته ښخوي؛ دا هغه دي چي د تكفيري ډلي په نامه يادېږي، مسلك ئې د كفر فتوىٰ گاني صادرول دي؛ هغه هم د مسلمان خلاف؛ كافرول كولى شي خو مسلمانول نه؛ تر كافر او مشرك وړاندي له مسلمان سره جنگېږي، خوله، قلم او ټوپك ئې تر بل وړاندي د مسلمان په ضد كارول كېږي؛ دوى دي خپل مخ د دې الٰهي لارښووني په هينداره كي وگوري او خپل غلط تكفيري مسلك دي په دې تله وتلي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک