مهم ترین های امروز جمعه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒️: باختر اژانس د عامې روغتیا وزارت د سرپرست په حواله راپور ورکړی چې په ټول هېواد کې ۱۵۰ زره ښځې د روغتیا برخه کې دندې ترسره کوي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست وايي چې د هېواد په ٣٤ ولایتونو کې ۱۵۰ زره ښځې( روغتیا پالانې، نرسانې، واکسیناتورانې) د روغتیا په برخه کې دندې ترسره کوي.
✒️: د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د افغانستان لپاره د پاکستان شارژدافیر عبیدالرحمان نظاماني سره لیدلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت وایي، په دې لیدنه کې امیرخان متقي له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو چلند ناسم، پاروونکی او د دواړو هېوادونو په زیان بللی دی.
متقي دغه راز افغانانو ته د پاکستان د وېزو په برخه کې د شته ستونزو پر هواري او د اسانتیاوو پر رامنځ ته کولو ټینګار کړی دی.
هاخوا نظاماني ژمنه کړې چې ورکړل شوي پیغامونه به له خپلو چارواکو سره شریکوي او هر هغه څه چې د سفارت اړوند او د ده په مسوولیتونو کې راځي، هغه به ترسره کوي.
✒️: یوې شل کلنې نجلۍ د پنجشنبې په شپه په بامیان کې ځان زندۍ کړی او مړه شوې ده.
د بامیان والی ویاند عبدالصبور سیغاني وایي، دا پېښه د دې ولایت په مرکز کې رامنځته شوې او زیاتوي چې دغې نجلۍ رواني ستونزه درلوده.
✒️: نصیر احمد فایق، سرپرست نمایندگی دایمی افغانستان در سازمان ملل، در نشست مناظره مجمع عمومی این سازمان میگوید: «مردم افغانستان از جنگ، فقر، گرسنگی، عدم مصوونیت غذایی، بیکاری و مهاجرت رنج میبرند. آنان شایسته یک زندگی مسالمتآمیز و آبرومندانه استند.»
✒️: د صنعت او سوداګرۍسرپرست وزیر نورالدین عزیزي وايي، چې د نیو افغان بانک نوټونو په راتلو سره به د خصوصي سکټور ټولې هغه ستونزې هوارې شي چې د مندرسو افغانیو له امله په چارو کې ورسره لاس او ګریوان وو.
✒️:د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی د چین حکومت لخوا د افغانستان پر ۹۸ سلنه صادراتو د ګمرکي تعرفې د کمېدو هر کلی کوي، خو وايي د یو معلوم میکانیزم له مخې د تخنیکي ستونزو پر هوارېدو هم باید کار وشي.
✒️: افغانستان ۱-۰ له ایران وګټله
د افغانستان ۱۴ کلنو فوټبال ملي لوبډله د منځنۍ اسیا سیالیو لړ کې په خپله لومړۍ لوبه کې د ایران ۱۴ کلنې ملي لوبډلې ته ۱-۰ ماتې ورکړه.
افغان ۱۴ کلنه لوبډله به په خپله راتلونکې لوبه کې د ترکمنستان ۱۴ کلنې لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته کښته شي.
✒️: رئیس مجمع عمومی سازمان ملل، چسابا کوروسی، در نشستی در باره قطعنامه این مجمع درباره افغانستان تصویر تلخی از زندگی عادی در افغانستان تحت حاکمیت طالبان ترسیم کرد و از جامعه جهانی خواست کمبود ۲.۳ میلیارد دالری در کمکهای بشردوستانه به این کشور را جبران کند.
✒️: قوماندانی مرکزی ایالات متحده امریکا اعلام کرد که دو فروند بمبافکن بی ۵۲اچ این کشور روز پنجشنبه ماموریتی را بر فراز شرق میانه انجام دادهاند. مایکل کوریلا، فرمانده سنتکام میگوید این ماموریت نشاندهنده تعهد ما به امنیت منطقهای و تواناییهای جمعی شرکای نظامی ما در منطقه است.
✒️: هند په افغانستان کې د يوه داسې ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټينګار کړی، چې د لږکیو په ګډون د ټولو حقونه خوندي، له ترهګرۍ او له نشه يي توکو سره مقابله وکړی شي. دغه څرګندونې په ملګرو ملتونو کې د هندوستان استازي رویندرا تېره شپه د ملگرو ملتونو د ۷۶مې کلنۍ غونډې پر مهال د افغانستان په تړاو ځانګړې ناستې ته کړې دي. هغه زياته کړې چې له افغانستان سره تاريخي او د ملګرتيا اړیکې لري او په دغه هېواد کې د بشري بحران له امله يې هېواد په اندېښنه کې دی.
✒️: د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، د مسکو غونډه به له یوې اوونۍ په کمه موده کې د ا.ا د استازو له حضور پرته جوړه شي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروا ویلي، چې په دې ناسته کې به د سیاسي، نظامي، اقتصادي او سیمه ییزو امنیتي مسایلو په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وشي.
✒️: په کابل کې د چین سفیر وانګ یو ویلي چې هېواد یې په پام کې لري چې د افغانستان پر ۹۸ سلنه محصولاتو تعرفه صفر ته راټیټه کړي. نوموړي پرون پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې دغه پروګرام به د راتلونکې ډسمبر میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د چین د ګټې تګلارې پر بنسټ پلي شي.
✒️: یوه ایراني جنرال ادعا کړې، چې هېواد یې یو پرمختللی بالستیک توغندی چې سرعت یې له غږ څخه چټک دی ترلاسه کړی، او دفاعي سیستم ته د ننوتو وړتیا لري. ویل کیږي چې یاد توغندی د نورو بالیستیک توغندیو په څېر د اټومي وسلو د لیږدولو وړتیا لري او د غږ له سرعت څخه پنځه چنده ګړندی دی.
✒️: د اسلامي همکاریو سازمان پر ټویټر لیکلي، د افغانستان لپاره د دې سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما له رییسې روزا اوتونبایوا سره لېدلي او له افغانستان سره د ګډې همکارۍ په اړه یې خبرې کړې دي.
✒️: آنته لندرتسه، نماینده دایمی آلمان در سازمان ملل، در نشست مناظره مجمع عمومی سازمان ملل متحد با ابراز نگرانی از اوضاع افغانستان، میگوید: «ما شاهد یک رکود اقتصادی و بحران بشری در افغانستا بودیم نیمی از جمعیت این کشور در سطح بلند عدم مصوونیت غذایی قرار دارند.»
✒️: اولوف اسکوگ، سفیر اتحادیه اروپا در سازمان ملل، در نشست مناظره مجمع سازمان ملل میگوید که اتحادیه اروپا در کنار مردم افغانستان خواهد بود و به ثبات، رفاه و صلح پایدار در افغانستان متعهد خواهد ماند آقای اسکوگ در این نشست افزوده است: «این امر مستلزم یک روند سیاسی فراگیر با مشارکت کامل، برابر و معنادار همهی افغانها به شمول تمامی گروههای قومی، اقلیتهای مذهبی و مشارکت معنادار زنان در تصمیمگیریها است.»
✒️: نمایندگان برخی از اعضای اتحادیه اروپا با گروهی از زنان افغان دیدار کرد.
توماس نیکلاسون، نماینده اتحادیه اروپا برای افغانستان، در تویتی میگوید که در این نشست که به میزبانی نمایندگی دایمی دنمارک در اتحادیه اروپا برگزار شده بود، در یپوند به افغانستان صلحآمیز و همهشمول که زنان به گونه کامل مشارکت داشته باشند، گفتوگو شده است.
✒️: رسانههای ترکی از آغاز بررسی پولیس در پیوند به کشته شدن پنج شهروند افغانستان در انقره، خبر میدهند.
جسدهای پنج شهروند افغانستان از یک منطقه مهاجرنشین در انقره کشف شده که با ضرب چاقو کشته شدهاند.
تاکنون انگیزه این قتل روشن نیست.
✒️: ادعای ایران درباره افغان بودن یکی از کشتهشدگان اعتراضهای اخیر ایران، واکنشهای گستردهای در شبکههای اجتماعی داشته است.
برخی معترضان این ادعا را جزو دروغهای نظام جمهوری اسلامی میدانند و عدهای میپرسند آیا افغان بودن خدانور لجهای، شکنجه و کشتن او را توجیه میکند؟
✒️: جو بایډن له بهرنیو هیوادونو سره د تویټر مشر ایلون ماسک د اړیکو د څیړلو غوښتنه کړې.
دا پداسې حال کې ده چې د ایلون ماسک لخوا د تویټر تر پیرلو وروسته د سعودي عربستان شهزاده ولید بن طلال د ټویټر دومره اسهام پیرلي چې اوس یې دویم سهم لروونکی همدی شوی.
✒️: د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې ددې هېواد پولیسو د پلازمېنې انقرې په ختیځه برخه کې په یوه کور کې د پنځو افغانانو جسدونه موندلي دي.
ویل کیږي چې دا پنځه افغانان یوه اونۍ وړاندې د چاقو په ګوزارونو وژل شوي دي.
په ترکیه کې افغان ډیپلوماتانو هم ددې پنځو افغانانو وژل کېدل تاﺉید کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د ګاونډیو په ګډون د سیمې او نړۍ په هېوادونو کې له افغان کډوالو سره د ناسم چلند خبرونه خپریږي.
✒️: د يوناما مشرې روزا اوتنبایوا په کابل کې د سيمه ييزو هېوادونو سفيرانو او استازو سره لیدلي دي.
یوناما پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې دا لیدنه د همکارۍ د پياوړتيا په هدف جوړه شوې وه.
یوناما ویلي، ددې لپاره چې افغانان په سوله کې ژوند وکړي، اقتصادي ټيکاو ولري او د ټولو لپاره د زده کړو زمينه برابره وي، نو د ټولو لا ډېرو هڅو ته اړتيا ده.
✒️: د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې هغه پرېکړهلیک تصویب کړ چې پکې ویل شوي، طالبان به تر هغه په رسمیت نه پېژندل کیږي چې د نجونو، ښځو او لږکیو په ګډون بشري حقونو ته درناوی ونه کړي.
✒️: د ایران بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان د ملگرو ملتونو عمومي منشي انتونیو گوتریش سره په تلیفوني تماس کې د ملگرو ملتونو بشري حقونو شورا کې د ایران د لاریونونو په اړه د خاصې غونډې جوړول د ایران او لویدیځ اړیکو لپاره منفي بللي دي.
د یادولو ده چې تیره اوونۍ د امریکا او البانیا په وړاندیز د ملگور ملتونو مرکزي دفتر کې د لاریونکوونکو پر وړاندې د ایراني حکومت د تاوتریخوالي په اړه غیر رسمي غونډه جوړه شوې وه.
✒️: نماینده جمهوری اسلامی ایران در سازمان ملل در نشستی که درباره وضعیت افغانستان برگزار شده بود گفت در جامعهای متکثر مانند افغانستان، هرگز یک گروه و حزب به تنهایی توان کنترل کشور را نخواهد داشت.
امیر سعید ایروانی تصریح کرد آینده افغانستان در گرو اجرای قانون اساسی است.
