مهم ترین های امروز پنج شنبی
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒️: د کابل امنیه قومانداني وايي، چې پلازمېنه کې یې د استوګنې پر کورونو د امنیتي کامرو د نصبولو کمپاین پیل کړی دی.
د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند محمد خالد ځدراڼ له ملي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې ددې کمپاین په ترڅ کې د کابل ښار په پېنځلسمه ناحيه کې څه باندې دوه زره کورونو ته امنيتي کمرې نصب شوې دي.
نوموړي د امنیتي کامرو نصبول جبري نه دي بللي او په خبره یې هر څوک کولای شي د خپل وس مطابق دغه کامرې ولګوي.
ځدراڼ د امنیتي کامرو نصبول د امنیت د ټینګښت په برخه کې له امنیتي ځواکونو سره د خلکو همکاري بولي.
✒️: وزارت تحصیلات عالی ا.ا می گوید که سرپرست این وزارت در دفتر کارش با سفیر کشور ترکیه دیدار نمود.
در این دیدار سرپرست وزارت تحصیلات عالی تاکید کرده است که وزارت تحصیلات عالی در چوکات شریعت اسلامی به تعلیم عصری و پیشرفت کشور متعهد بوده و در راستای غنامندی آن تلاش می نماید.
✒️: د افغانیو بانکنوټونو بله جوپه چې ۷۵۰ ملیونه افغانۍ کیږي، کابل ته را رسیدلې ده.
درې ورځې وړاندې د افغانیو بانکنوټونو لومړۍ جوپه چې ۷۵۰ میلیونه افغانۍ وې؛ کابل ته رارسېدلې وه. د معلوماتو پر بنسټ له دې سره مجموعا یو نیم میلیارد نوې افغانۍ هېواد ته راورسېدې.
✒️: اسلامي امارت په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د پولیسو ناسم چلند غندلی او له پاکستاني حکومت یې په کلکه د افغانانو د ځورونو د مخنیوي او بیا نه تکرار غوښتنه کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې د افغان کډوالو حقونو ته ژمن پاتې شي، هلته له ورتلونکو او میشتو افغانانو سره د ناوړه چلند څخه پولیس منع کړي او د یوه مسلمان ګاونډي په توګه د افغانانو ښه کوربتوب وکړي.
په اعلامیه کې راغلي، چې د وروستیو د ستونزو د حل لپاره د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او په پاکستان کي افغان سفارت او قونسلګریو په پرلپسې توګه هڅه وکړه خو له بده مرغه د غوښتنو سره سره دا ستونزه حل نشوه.
✒️: د کابل امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، د کابل ښار کارته نو سیمې درېيم سرک کې یو موټر پسې نښلوونکي ماین چاودنه کړې، خو د لومړنیو معلوماتو له مخې تلفات نهلري. د ښاغلي ځدراڼ په وینا، په نښه شوی زرهي موټر د یو سوداګر و.
✒️: تحریمهای بانکی در بیشتر از یک سال گذشته چالشهای فراوان اقتصادی را در کشور به میان آوردهاست.
برخی از آگاهان مسایل اقتصادی به این باور اند که شهروندان کشور بیشتر از دیگران از این تحریمها آسیب دیدهاند.
✒️: د کانونو او پټرولیم وزارت په غور ولایت کې د ۸۰۰ کیلو متر مربع په اندازه د سربو اوجستو د یوه کان راسپړلو تړون داوطلبۍ ته وړاندې کړ. ددغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دې داوطلبۍ کې د افغان شرکتونو تر څنګ ترکي او ایراني شرکتونه هم شامل دي.
✒️: د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صادراتو د پراختیا رییس احسان الله فطرت وایي، چې د ځمکني دهلېز له لارې یې ۷۵ ټنه جلغوزي، چين ته واستول او په خبره یې، د جلغوزيو د لېږد دغه لړۍ به همداسې دوام ومومي.
✒️: د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، د خواف – هرات د اورګاډي د درېیمې برخې د جوړولو چارې به، په دوو اوونیو کې بشپړې شي. د دې ادارې مسوولین وایي، چې په راتلونکو ورځو کې به د دې ادارې یو پلاوی د دغې پټلۍ له لارې د ټرانسپورټ د پیلولو په موخه ایران ته سفر وکړي.
✒️: د عامې روغتیا وزارت:
یو کال کې مو ۲۷ زره معتادان تداوي کړل.
✒️: د کار او ټولنیزو چارو وزارت:
خارج ته د شپنو او کارګرو د استولو برنامه مو لا اجرایيوي پړاو ته نه ده رسېدلې.
✒️: اغا خان بنسټ، بغلان کې ۵۰۰ ښځو ته د خیاطۍ کورس پرانیست.
په دې ډله کې ۷۳ ښځې د کالیو ګنډلو د ماشینونو ترمیم زده کوي.
✒️: هرات کې د زعفرانو د پروسس یو شرکت ۴۰۰ میرمنې په کارګرۍ وګمارلې.
د قاسم الکوزي شرکت هرې مېرمنې ته د ورځې ۱۶۰ افغانۍ ورکوي.
✒️: سعودي عربستان ته د ایران د اطلاعاتو د وزیر احوند اسماعیل خطیب ګواښ:
د دې هیڅ ضمانت نه شته چې ستراتیژیک صبر او حوصله به نوره نه درته ختمېږي.
وایي، دا هېواد مو د حکومت ضد تبلیغات تمویلوي.
✒️: هند د بینګلورو هوایي ډګر لپاره په ۵ زره کروړه هندي کلدارو هیښوونکی این ای ګارډن ماډل ترمینل جوړ کړ.
دې ترمینل ته د معمارۍ د عجوبې نوم ورکړل شوی چې د کال ۲۵ میلیونه مسافر خپله غېږ کې ځایوي.
✒️: د امريکا د لوی درستيزانو د کمېټې مشر مارک ميلي ويلي چې پر اوکراين د بريد له پيله بيا تر اوسه د سلو زرو په شاوخوا کې روسي پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
✒️: د کاناډا د کډوالو چارو وزارت اعلان کړی چې له تاجکستانه یې ۳۴۷ افغان کډوال لېږدولي دي. دغه وزارت نن پنجشنبه ویلي، چې د یوې ځانګړې الوتنې په ترڅ کې یو شمېر افغان کډوال له تاجکستان څخه تورونټو ته انتقال کړل.
✒️: حسن کاظمی قمی، نماینده ویژه ایران برای افغانستان در صفحه تویترش نگاشته است که در سفری به پاکستان و در دیدار با مقامهای آن کشور، بر امنیت در افغانستان تاکید کرده است. به گفته او، امنیت در افغانستان به معنای امنیت در منطقه است.
✒️: د مشترک المنافع مستقلو دولتونو د ترهگرۍ ضد مرکز مشر «یویگیني سیسویف» په تاشکند کې د شانگهای همکاریو سازمان د تروریزم ضد جوړښت غونډې کې د وینا پر مهال ویلي چې له منځني ختیځ څخه د افغانستان شمال ته د داعش د غړو د لیږد لړۍ روانه ده.
✒️: د روسیې دفاع وزیر خپلو ځواکونو ته له خېرسون ښار څخه د وتلو امر کړی دی.
دا کار په یوکراین کې د روسي ځواکونو د قوماندان په وړاندیز شوی دی.
✒️: له خېرسون ښار څخه د روسي ځواکونو تر وتلو وروسته د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، ” له دې ښاره د روسي ځواکونو وتل په ډاګه کوي چې روسیه د یوکراین په جګړه کې له واقعي ستونزو سره مخ ده.“
هاخوا د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ دا بریا د یوکرایني ځواکونو زړورتیا او له دوی څخه د لویدیځ د ملاتړ پایله وبلله.
. په یوکراین کې د روسيي پوځيانو قوماندان جنرال سرګي سورو ویکین ویلي، دغه ښار ته د اکمالاتو رسېدل ګران شوي دي.
هغه زیاته کړې، ” په دې شرایطو کې تر ټولو ښه انتخاب د دنیپرو سیند پر غاړو د یوه تمبوونکي دفاعي دېوال سمبالول دي.“
ولسمشر ولادیمیرپوتین خېرسون او درې نورې سیمې د سپټمبر په وروستیو کې پر روسیې پورې وتړلې.
✒️: قرار است جوبایدن رییس جمهور آمریکا با شی جین پینگ، همتای چینی اش هفته آینده در اندونیزیا دیدار کند.
در این نشست رئیس جمهور ترکیه حضور نخواهد داشت و وزیر خارجه روسیه به نمایندگی از پوتین در نشست اشتراک میکند.
پیشتر غرب و یوکراین از اندونیزیا خواسته بودند که روسیه را در این نشست دعوت نکند.
نشست سران ۲۰ اقتصاد برتر جهان هفته آینده در جزیره بالی کشور اندونیزیا برگزار شود.
✒️: «نیکولای پاتروشف» منشی شورای امنیت ملی روسیه به تهران سفر کرده و با ابراهیم رئیسی رئیسجمهور ایران، علی شمخانی منشی شورای عالی امنیت ملی و تعداد دیگری از مقامات ایرانی دیدار کرده.
در این دیدارها، دو طرف در مورد «وضعیت منطقه، همکاری های ستراتیژیک و نقش روسیه و ایران در دو قطبی شدن جهان گفتگو کردند.»
این دیدار مقامات بلند رتبهٔ روسی و ایرانی ۶ روز قبل از برگزاری نشست فارمت مسکو که در ان در مورد افغانستان بحث خواهد شد، انجام شده است. قابل یادآوریست که مسکو و تهران در مورد افغانستان نظر های مشابه دارند.
✒️: حنا ربانی کهر وزیر دولت در امور خارجی پاکستان تاکید کرده است که جامعه جهانی باید به حکومت سرپرست افغان تعامل کند.
وی این مسئله را در دیدار با حسن کاظمی قمی نماینده خاص ایران برای افغانستان مطرح کرده است.
در همین حال حسن کاظمی قمی، در صفحه تویترش نگاشته است که در سفری به پاکستان و در دیدار با مقامهای آن کشور، بر امنیت در افغانستان تاکید کرده است. به گفته او، امنیت در افغانستان به معنای امنیت در منطقه است.
وی همچنان گفته است که امریکا و بعضی متحدین اش عامل بی ثباتی در منطقه است.
