سر مو بايد ښه خلاص وي!!
اسد الله اسد
که راغلى فرصت بايلل کېږي، ط -- ال ب تعويض کېږي، هيواد دي پر همغه ورځ تجزيه دٸ، پښتون دي د توري بلا خلې ته ورکېږي، د شمال سرشاره سيمي به د خراسان په نوم بېلېږي، يا به هم هيواد بيا د ټاميزم نسل ته سپارل کېږي چي نه ٸې هويت څرګند وي نه مليت!
زموږ نننى وضعيت يقينأ آٸيډيال او ماډل حالت نه دٸ، شريرو نړيوالو زموږ پر هيواد د اقتصادي او سياسي محاصرې کړۍ را تنګه کړې ده، هڅه کوي چي يو ځل بيا کورنۍ جګړه پيل کړي!
ځکه بايد حکومت او هم ملت د وضعيت نزاکت درک کړي، حکومت دي د ولس د غوښتنو پر وړاندي تنازل او انعطاف وښيي، مشروع غوښتنې دې پوره کړي، د واک انحصار دي را کم کړي، اساسي قانون دي جوړ کړي، ځوانان او روښانفکران دي را خپل کړي، په خپلو ليکو کي دي د انډيوالۍ، خپلسرۍ او سرزورۍ ريښې وباسي، ولس ته دي په چارو کي د روڼتيا او شفافيت د تضمين په خاطر د نظارت، مشورت او پوښتنې حق ورکړي!
دغه راز ولس دي له بهرنيو کړيو سره د نظام د پاشلتيا او کمزورتيا لپاره د جوال خله نه نيسي، صبر دي وکړي، نويو حاکمانو ته دي مناسب وخت ور کړي!
وايي چي غوا دي مري، تر مږه تېر سه!
انځور د عمر داودزي او د زمنـو ٸې دٸ چي د افغانستان لپاره د امريکا له شازدافېٸري سره ليدلي!
