د حکمتيار صاحب لومړی درسي حلقه (د ملتونو د عروج او زوال عوامل) تر عنوان لاندې تر سره شوه
چهارشنبه د عقرب ۱۸مه؛ ۱۴۰۱ ھش کال:
د بريا نړۍوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي (د ملتونو د عروج او زوال عوامل) تر عنوان لاندي د حزب اسلامی افغانستان د قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار لومړنۍ درسي حلقه دائره شوه چي گڼشمېر وروڼو او خويندو پهکي گډون کړی وو.
مخکي تر دي چي د نننئ درسي حلقې راپور په ليکلي بڼه درته وړاندي کړو، غواړو يوي اړيني يادوني ته مو هم پام ور واړوو او هغه دا چي ښاغلی حکمتيار په پام کي لري چي د خپلو درسي حلقاتو د دي نوې لړۍ په پيل سره (د قرآن پلوشې) مکمل تفسیر په بشپړ ډول او د وخت او وضعيت له ايجاب سره سم د خپلو درسي محاضرو له لاري گډونوالو ته وړاندي کړي؛ او ټول هغه موضوعات چي وخت او زمان ئې د وضاحت او تشريح غوښتنه کوي، د اړوندو سورتونو او آيتونو په استناد او تفسير سره توضيح کړي؛ چي په نننئ درسي حلقه کي د (القصص) سورې د تفسير پيل د همدې لړۍ د پيل مقدمه بللی شو.
اوس هم د ننني درس د راپور برخه:
د (القصص) سورې د تفسير تر پيل وړاندي ښاغلي حکمتيار په خپلو مقدماتي خبرو کي وويل:
نن نوې درسي حلقه پيلوو؛ عنوان ئې (د ملتونو د عروج او زوال عوامل) دئ؛ إن شاء الله په دې ارتباط به ټول هغه آيتونه څېړو چي د انساني ټولنو د ارتقاء او انحطاط؛ عزت او ذلت عوامل ئې په گوته كړي، د يوې مقدماتي يادوني په توگه بايد عرض كړم چي:
د القصص سوره تر دې وړاندي د يوه مستقل كتاب په بڼي كي چاپ شوې وه، په دې كتاب كي د القصص د سورې د تفسير تر څنگ هڅه شوې چي د قرآن ټول هغه آيتونه راغونډ كړى شي چي په هغوى كي د بني اسرائيلو په اړه څه ويل شوي، او پر دې سربېره هغه آيتونه هم راوړل شي چي په عمومي توگه ئې د ولسونو د ارتقاء او زوال په اړه بحث كړى؛ تاسو پوهېږئ چي په قرآن كي د بني اسرائيلو قصه په ډېر تفصيل سره او په ډېري اغېزمني او جالبي بڼي كي راغلې، په دې عبرتناكي قصې كي د ملتونو د عروج او زوال عوامل په دقيقه توگه څېړل شوي، دا مو غوره وگڼله چي دلته د دغه كتاب ټول مطالب په بشپړه توگه راوړو، چي په دې سره به لوستونكي وتوانېږي چي د دې عبرتناكي او لارښوونكې قصې ټولي مهمي برخي په خپلي مخي كي ومومي او په رڼا كي ئې د يوه ملت د عروج او زوال عوامل په جامع او بشپړه توگه وپېژني.
قدرمن مشر د خپلي يادوني پر دوام وويل:
كتاب په دې سريزي سره پيل شوى:
(سريزه): دا كتاب په اصل كي د هغو درسونو مجموعه ده چي د مدرسو او ښوونځيو د استادانو يوې تربيتي غونډي ته وړاندي شوي، او په 1366 كال كي د يوې رسالې په بڼه كي چاپ شوى، د درسونو د بحث محوري موضوع (د ملتونو د عروج او زوال عوامل د بني اسرائيلو په عبرتناكي قصې كي) وه، د القصص د سورې ټول هغه آيتونه په كي څېړل شوي وو چي د دغي قصې اساسي برخي د مخاطب مخي ته ږدي، په دې كتاب كي د القصص د سورې د بشپړ تفسير تر څنگ د قرآن نور هغه آيتونه هم رااخيستل شوي چي د دې قصې پاته برخي په كي څېړل شوې.
د حزب اسلامی افغانستان قدرمن أمير د پورتني وضاحت پر دوام وايي:
يوازينۍ قصه چي په قرآن كي په ډېر تفصيل سره راغلې؛ د بني اسرائيل عبرتناكه او له لوړو ژورو ډكه قصه ده، عظيم الشأن قرآن د دغي قصې ټول اړخونه او د دغه قوم د عروج او زوال ټولي پېښي څېړلې دي، او دا ئې موږ ته روښانه كړې چي څرنگه او له كومه ځايه د دې قوم د شرف او عزت دوران پيل شوى، څنگه او د كومو املونو په سبب د عزت لوړو پوړو ته رسيدلى، د زمكي خلافت، د پراخو شتمنيو وراثت او د نورو ولسونو امامت او مشري ئې په برخه شوې او د نړۍ پر ټولو قومونو هغوى ته فضيلت وركړى شوى؟ او بيا څنگه د دغه قوم د زوال او انحطاط دور پيل شوى، د ذلت او سپكاوي په ژوري كندي كي پرېوتي، هر چا په سپكه سترگه ورته كتلي او د دوست او دښمن له لوري رټل شوى؟ د راپرېوتو او زوال عوامل ئې كوم وو؟ د كومو عواملو په سبب له ذلت، سپكاوي، فقر، مسكنت او د الله تعالى له غضب او لعنت سره مخامخ شوي او د نورو لپاره د پند وسيله گرځېدلي؟! قرآن موږ ته لارښوونه كوي چي د دې او بل هر قوم او ولس د عروج، ارتقاء، عزت او فضيلت عوامل كوم دي او د زوال او سقوط املونه ئې څه دي؟
ښاغلي حکمتيار پورتنيو مطرح شويو پوښتنو ته د ځواب په توگه وويل:
قرآن د بني اسرائيلو د عروج او زوال قصه د يوې داسي لارښووونكې او تاريخي قصې په توگه څېړلې چي په ترڅ كي ئې ډېر ستر ستر حقائق، عبرتناك درسونه او ځلانده جامع لارښووني زموږ مخي ته ږدي. په دې قصې كي د ملتونو د عروج او زوال په اړه د الله تعالى سنن انځور شوي او اساسي عوامل ئې څېړل شوي، قرآن د دې قوم د عزت او ذلت حالتونه او عوامل ئې د تاريخي بېلگو په توگه وړاندي كوي، دې ته بايد متوجه وو چي د قرآن قصې يوازي نكلونه او قصې نه دي، د قرآن په اړه دا ډول انگېرنه په حقيقت كي يا د هغو مشركينو وه چي د قرآن له عظمته بې خبره ول او د هغه مخالفت ته ئې ملا تړلې وه، هغوى به ويل چي قرآن (اساطيرالاولين): يعني د لومړنيو خلكو د قصو او نكلونو مجموعه ده، او يا د هغو انگېرنه چي له تاريخي بحثونو او درسونو قصې جوړوي؛ قرآن دا انگېرنه له بنسټه ردوي، د قرآن قصص په حقيقت كي تاريخي مثالونه، بېلگي او درسونه دي؛ د قرآن هدف دا نه دئ چي د يوه قوم تېر تاريخ د قصې په بڼي كي وړاندي كړي، بلكي د تاريخي بحثونو په ترڅ كي د الله تعالى د يوه سنت، يوې قطعي او نه بدلېدونكې پرېكړي او د يوه الهي وعد او وعيد تاريخي مثال وړاندي كوي، يوازي په دې موخه د يوه قوم د تېر تاريخ يوه برخه رااخلي او د مخاطب په وړاندي ئې ږدي چي د يوه ستر حقيقت عملي او تاريخي مثال او بېلگه وړاندي كړي.
نوموړي د خپلي پورتنئ مدعیٰ د إثبات لپاره د لانديني حديث مفهوم ته په إشارې سره زياته کړه:
پيغمبر عليه السلام فرمايي: دا تاريخي بېلگي به تل تكرارېږى، تاسو به هم د هغو امتونو سنن تعقيب او د هغوى تگلاري خپلي كړئ چي تر تاسو وړاندي تېر شوي دي. هر دور ځانته فرعون او موسى لري او فرمايي چي زما د امت فرعون؛ ابوجهل دئ. له دې معلومېږي چي قرآن د مخكنيو شخصيتونو او تاريخي پېښو يادونه د دوى د معرفي او د دوى پر كړنو د بحث لپاره نه؛ بلكي د تاريخي څېرو او بېلگو په توگه كوي، فرعون د استبداد، ظلم، كفر او طغيان بېلگه دئ او موسى عليه السلام د حق پالونكو، عدالت غوښتونكو او مجاهدينو بېلگه، همدا وجه ده چي په قرآن كي 74 ځلي د فرعون نوم ياد شوى او 136 ځلي د موسى عليه السلام نوم، دا په داسي حال كي چي د محمد عليه السلام نوم يوازي پنځه ځلي راغلى. نو د قرآن (قصې) او (څېرې) په حقيقت كي تاريخي بېلگي دي چي په ترڅ كي ئې بايد د فلاح او بريا لار ولټوو، عزت ته د رسېدو او له ذلت او سپكاوي د نجات لار وپېژنو، د هغو په څېر شو چي قرآن ستايلي، عظمتونه ئې په برخه شوي، الله تعالى ترې راضي شوى، په تأييد، نصرت او غيبي لښكرو سره ئې د دوى مرسته كړې؛ او له هغه څه ځان وساتو چي نور ئې د الله تعالى له تأييد محروم كړي، په زوال محكوم شوي، د عزت ټغر ئې ټول شوى او له ذلت او سپكاوي سره مخامخ شوي.
اللهم اجعلنا من الذين انعمت عليهم، غيرالمغضوب عليهم ولا الضالين آمين.
نوموړي همداراز د مقدمې له توضیح او تشریح وروسته د (سورة القصص) د معرفي په اړه وويل:
د دې سورې نوم القصص دئ، د سورې له 25 آيت اخيستل شوى، د مكي دور په منځنيو كلونو كي او د الشعراء او النمل له سورتونو وروسته نازله شوې، 88 آيتونه لري، آيتونه ئې د مكي دور په منځنيو كلونو كي نازل شوو سورتونو ته ورته او اوږدوالى ئې منځنى دئ، خو هر يو ئې له څو لنډو لنډو مسجع فقرو جوړ شوى او سورې ته ئې خوندور وزن وركړى. آيتونه ئې ښكلى او خوندور وزن لري او په داسي صيغو پاى ته رسېدلي چي د سورې د دوو لومړنيو آيتونو د (مبين) او (يؤمنون) صيغو ته ورته وزن لري، څو آيتونه ئې د (وكيل) او (عظيم) په صيغو پاى ته رسېدلي چي دا هم په ډېر لږ توپير سره (مبين) ته ورته وزن لري، د مضمون جالب والي او د آيتونو ښكلي او خوندور وزن د سورې حفظول ډېر آسانه كړي، انسان كولى شي په لږ زحمت سره او په كم وخت كي دا سوره حفظ كړي.
لكه څنگه چي دا سوره په دريو مقطعاتو حروفو (ط س م) پيل شوې؛ مقطعات يعني جلا جلا حروف؛ د سورې اساسي مضامين هم درې دي؛ چي خلاصه ئې د سورې په آخري دريو آيتونو كي په دې توگه راغلې؛ هلته چي فرمايي:
وَمَا كُنتَ تَرۡجُوٓاْ أَن يُلۡقَىٰٓ إِلَيۡكَ ٱلۡكِتَٰبُ إِلَّا رَحۡمَةٗ مِّن رَّبِّكَۖ فَلَا تَكُونَنَّ ظَهِيرٗا لِّلۡكَٰفِرِينَ ٨٦ وَلَا يَصُدُّنَّكَ عَنۡ ءَايَٰتِ ٱللَّهِ بَعۡدَ إِذۡ أُنزِلَتۡ إِلَيۡكَۖ وَٱدۡعُ إِلَىٰ رَبِّكَۖ وَلَا تَكُونَنَّ مِنَ ٱلۡمُشۡرِكِينَ ٨٧ وَلَا تَدۡعُ مَعَ ٱللَّهِ إِلَٰهًا ءَاخَرَۘ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَۚ كُلُّ شَيۡءٍ هَالِكٌ إِلَّا وَجۡهَهُۥۚ لَهُ ٱلۡحُكۡمُ وَإِلَيۡهِ تُرۡجَعُونَ ٨٨
1- او ته داسي نه وې چي د كتاب درتلو ته دي هيله كوله، مگر ستا د رب له لوري يوه پېرزوينه؛ نو د كافرانو ملاتړى مه شه.
2- او دوى دي د الله له آيتونو له هغه وروسته ستا مخنيوى ونه كړي چي درته نازل كړى شول، او د خپل رب لوري ته بلنه وركړه او له مشركانو مه شه.
3- او له الله سره بل معبود مه بله (د ده تر څنگ بل معبود مه لمانځه)، له ده پرته بل معبود نشته، د ده له ذاته پرته هر څه هلاكېدونكي دي، حكم ده ته مختص دئ او د ده په لور گرځول كېږئ.
قدرمن مشر دا هم وويل:
دا اساسي مطالب په ټولي سورې كي او د موسى عليه السلام په مفصلي او جامع قصې كي بيان شوي، د هري موضوع لپاره د قصې يوه برخه د تاريخي او عملي بېلگي په توگه راغلې.
الف: د قصې له پيل مخكي د قصې موخه او هدف په گوته شوى، بيا فرعون او د فرعوني نظام ځانگړتياوي په دې توگه ښودل شوې چي وايي هغه مغرور او متكبر وو، د خپلي لويي د ثابتولو او ساتلو په فكر كي وو، د خپل قدرت د بقاء په لټه كي وو او د دې هڅه ئې كوله چي خپله لويي؛ په هره بيعه او د هر جنايت په ارتكاب سره؛ حفظ او پر نورو تحميل كړي.
ب: خلك ئې په بېلو بېلو ډلو وېشلي وو، پر ټولني ئې طبقاتي نظام مسلط كړى وو؛ يوه ډله ئې په استضعاف او بې وزلۍ كي ساتله او د هغي بلي ډلي د اقتدار په پښو كي ئې د هغوى زامن ذبح كول چي د ده پلويان وو.
ج: عاصي او مفسد وو او په ټولني كي د فساد اصلي عامل وو، ورپسې د دغه نظام په اړه الهي ثابت او نه بدلېدونكى سنت بيان شوى، چي حتماً ئې نسكوروي او هغه هم د مستضعفانو او مظلومانو په لاس، بيا د دې الهي سنت تفصيلات په گوته كوي او ښيي چي د فرعوني نظامونو د ړنگېدو لړۍ د صالح قيادت له رامنځته كېدو او د ده په خواكي د مظلومانو له راغونډېدو پيل كېږي، د موسى عليه السلام پيدايښت، د سيند څپو ته لوېدا، د فرعون په كور كي د ده روزنه، له يوه مظلوم بني اسرائيلي د ظالم قبطي په وړاندي دفاع او د هغه وژنه، مدين ته تېښته، په پيغمبرۍ بعثت، د فرعون د مقابلې لپاره مصر ته تگ، له بني اسرائيلو سره يو ځاى له مصره د سينا لويي صحراء ته وتل او د قصې نوري برخي د همدغو اساسي مطالبو د ښه توضيح لپاره رااخلي، د خپل مخاطب مخي ته ئې ږدي او په پاى كي د ټولي سورې خلاصه په وروستيو دريو آيتونو كي راوړي.
همداراز ښاغلي حکمتيار د (القصص) سورې د اساسي مطالبو له توضيح وروسته د يادې سورې د لومړنيو آيتونو ترجمه او تفسیر هم په لاندي توگه پيل کړ:
1: طسٓمٓ ١
ط س م.
2: تِلۡكَ ءَايَٰتُ ٱلۡكِتَٰبِ ٱلۡمُبِينِ ٢
دا د څرگند كتاب آيتونه دي.
تفسير: په دې مبارك آيت كي يو ځل بيا قرآن د (مبين) كتاب په نامه معرفي شوى؛ يعني دا كتاب هم په خپله واضح او څرگند دئ او آيتونه ئې هر لوستونكي ته د فهم او درك وړ دي او هم هر څه په څرگنده توگه بيانوي، په خپله څرگند دئ او هر څه څرگندوي، نه ئې د آيتونو په الفاظو كي ابهام او اغماض شته او نه داسي څه ترې پاته دي چي په دې مبين كتاب كي ئې وضاحت نه وي شوى. هر مخاطب په آسانۍ كولى شي د هغه په مقصد پوه شي او واضح مطلب ترې واخلي، او چي د هر ضروري او مهم مطلب په لټه كي قرآن ته رجوع وكړي؛ واضح او څرگنده لارښوونه به ئې په برخه شي.
3: نَتۡلُواْ عَلَيۡكَ مِن نَّبَإِ مُوسَىٰ وَفِرۡعَوۡنَ بِٱلۡحَقِّ لِقَوۡمٖ يُؤۡمِنُونَ ٣
د موسى او فرعون ځيني خبرونه په رښتيني توگه پرتا لولو د هغو خلكو لپاره چي ايمان راوړي.
تفسير: يعني دا د موسى عليه السلام او د فرعون د مقابلې رښتينې قصه ده، ناول او داستان نه دئ؛ ځيني برخي ئې ستا مخي ته ږدو خو د هغه چا لپاره چي د ايمان په روښانه لار د تلو هوډ او د حقيقت د پېژندو او په هغه د ايمان راوړو عزم لري.
دا مبارك آيت موږ ته په واضحو الفاظو لارښوونه كوي چي قرآن ولي د تاريخي پېښو ځيني برخي د خپل مخاطب مخي ته ږدي؟ د څه لپاره او د چا لپاره؟ مخاطب ئې هغه څوك دئ چي د ايمان په لار د تلو هوډ لري او د دوى لپاره په دغو قصو كي روښانه لارښووني دي.
قدرمن مشر زياته کړه:
قرآن د قصې په پيل كي فرعون موږ ته راښيي او د هغه نظام ځانگړتياوي په گوته كوي چي فرعون ئې مشر او ټولواك وو. هلته چي فرمايي:
4: إِنَّ فِرۡعَوۡنَ عَلَا فِي ٱلۡأَرۡضِ وَجَعَلَ أَهۡلَهَا شِيَعٗا يَسۡتَضۡعِفُ طَآئِفَةٗ مِّنۡهُمۡ يُذَبِّحُ أَبۡنَآءَهُمۡ وَيَسۡتَحۡيِۦ نِسَآءَهُمۡۚ إِنَّهُۥ كَانَ مِنَ ٱلۡمُفۡسِدِينَ ٤
يقيناً چي فرعون په زمكي كي كبر او لويي وكړه او د هغې اوسېدونكي ئې په ډلو ډلو ووېشل، غوښتل ئې يوه ډله ئې بې وزلې او كمزورې وي، زامن ئې ورحلالول او لوڼي ئې ژوندۍ پرېښودې، يقيناً چي دى له مفسدينو وو.
تفسير: دا مبارك آيت موږ ته د يوه ظالم او فرعوني نظام اساسي ځانگړتياوي داسي راښيي:
الف- واكمن ئې فرعون دئ چي د دغو صفاتو څښتن دئ: مغرور او متكبر دئ، د خپلي لويي د ثابتولو او ساتلو په فكر كي دئ، د خپل قدرت د بقاء په لټه كي دئ او د دې هڅه كوي چي خپله لويي پر نورو تحميل كړي.
ب- خلك ئې په بېلو بېلو ډلو؛ حاكم او محكوم، ځواكمن او بې وزلى، شتمن او فقير؛ وېشلي دي او پر ټولني ئې طبقاتي نظام مسلط كړى.
ج- عاصي او مفسد دئ، په ټولني كي د فساد اصلي عامل دئ، كه فقر او لوږه ده، كه خلك د جهل او شرك په ډنډ كي غرق دي، كه ظالمان پرې مسلط دي، كه امنيت او عدالت نشته، د دې ټولو ناخوالو او مفاسدو اصلي عامل فرعون دئ. پر دې ټولني مفسدين حكومت كوي او فرعون د دغو واكمنو مفسدينو له ډلي او د ټولو سالار دئ.
ښاغلی حکمتیار د پورتني وضاحت پر دوام وايي:
قرآن په نورو آيتونو كي موږ ته د دې مزيد تفصيلات بيان كړي او فرمايلي ئې دي چي په فرعوني نظام كي خلك په عام طور په دوو ډلو: حاكم او محكوم، ظالم او مظلوم، مستكبر او مستضعف، مرفه او فقير وېشل كېږي او حاكمه طبقه ئې له دريو ډلو جوړه شوې وي: 1- واكمن او حواريون ئې، 2- د نظام په خدمت كي ټگمار مذهبي مشران، 3- بډايه او شتمنه طبقه چي دغه نظام د شتمنيو خاوندان كړي.
د فرعون په اړه وايي چي دى ځان د مصر د ټولو شتمنيو څښتن او د خلكو مالك الرقاب بولي: قرآن فرمايي:
وَنَادَىٰ فِرۡعَوۡنُ فِي قَوۡمِهِۦ قَالَ يَٰقَوۡمِ أَلَيۡسَ لِي مُلۡكُ مِصۡرَ وَهَٰذِهِ ٱلۡأَنۡهَٰرُ تَجۡرِي مِن تَحۡتِيٓۚ أَفَلَا تُبۡصِرُونَ ٥١ الزخرف: 51
او فرعون په خپل قوم كي په لوړ غږ وويل: اې زما قومه! آيا د مصر پاچايي زما نه ده؟ او دا نهرونه چي زما تر واك لاندي بهېږي؟ آيا نه ئې گورئ؟
محترم حکمتيار صاحب زياتوي چي: قرآن فرعوني نظام داسي معرفي كوي چي ټولواك ئې ځان د هېواد د گردو شتمنيو، نهرونو او زمكو څښتن گڼي!! په هر نظام كي چي واكمنان ئې ځان د خلكو مالك الرقاب او د ملي شتمنيو بې رقيبه څښتن بولي او په دغو شتمنيو كي د هر راز تصرف حق ځان ته وركوي؛ د قرآن له نظره دا يو مفسد، ظالمانه او فرعوني نظام دئ.
2- په اسلامي نظام كي زعيم او مشر د ولس خادم او د دوى د امانتونو ساتونكى دئ؛ د ده صلاحيتونه او واكونه هم د مسلمانانو امانتوه دي او ټولي ملي شتمنۍ هم؛ په دې امانتونه كي يوازي د داسي تصرف صلاحيت لري چي مسلمانان ئې هغه ته سپارې؛ واك او صلاحيتونه ئې هم خلك ورته ټاكي او په امانتونو كي د تصرف حدود هم هغوى ورته ټاكي. متأسفانه موږ په خپل هېواد كي داسي واكمن درلودل چي د ټولواك په نامه به يادېدل؛ په داسي حال كي چي له الله تعالى پرته بل ټولواك نشته؛ زموږ پيرانو او حضرتانو به د پاچا لاسونه ښكلول او په جهل كي غرق افغانانو به د دوى لاسونه؛ پاچا به د اعلى حضرت په نامه، مېرمن ئې عليا حضرت، او زامن ئې والا حضرت، خو پير به د حضرت په نامه؛ پيغمبر او صحابه به هم د حضرت په نامه!!! يعني چي د پاچا او د هغه د كورنۍ مقام او منزلت تر ټولو اوچت وو!! دا اوس چي تاسو هر ولايت ته ولاړ شئ؛ نو په زرگونو جريبه زمكه به داسي ومومئ چي د شاهي كورنۍ د غړو ده؛ ښه باغ، سمسوره زمكه، به د دوى وي؛ په لكونو جريبه زمكه د شاهي كورنۍ د غړو ده؛ د منبر پر سر به د هغه د تخت او تاج د بقاء دعاء كېده؛ خلد الله ملكه و سلطانه؛ به ويل كېدل؛ حتى دا تبليغات به په عوامو كي كېدل چي پاچا هره ورځ د اوو بى گناه انسانانو د وژلو حق هم لري، د روژې خوړل ورته جائز دي؛ كومي سترگي چي پاچا وگوري د دوزخ اور پرې حرام دئ!! د هغه نظام او فرعوني نظام تر منځ هيڅ توپير نشته؛ په حقيقت كي زموږ ډېرى واكمنان واړه واړه فرعونان وو.
د درس په پای کي قدرمن مشر د گډونوالو پوښتنو ته هم تفصيلي ځوابونه ورکړل او له هغه وروسته نننئ درسي حلقه د نوموړي په دعاء پای ته ورسېده.
د حزب اسلامی افغانستان د أمير دفتر، مطبوعاتي څانګه.
