No-IMG

د اسلامي هېوادونو علمي سرمايې څنګه غرب تګ ته مجبورېږي؟

عبد الرازق حبيبي

 

دا پېغله روضه شلبي نومېږي د مصر تر ټولو ځوانه اټومي ساینس پوه ده.

روضه، د اسکندریې پوهنتون د اټومي انجینرۍ څانګې څخه فارغ شوې ده، د هغو لسو زده کونکو څخه ده چې د مصر د لومړي اټومي ریکټور ډیزاین کولو توان یې درلود.

هغه لومړنۍ  پېغله وه چې د دې مفکورې په اړه یې لیوالتیا درلوده، نو د خپل لارښود استاد (مشرف) څخه يې وغوښتل چې د اټومي ریکټور د ډیزاین په اړه ټول پروګرامونه وژباړي، او شلبي د ژباړل شويو پروګرامونو په عملي کولو بريالۍ شوه.

د روضه شلبي پلار حسام شلبي نومېږي، هغه د برښنا انجنير دی، درې ځل یې د هېواد په سطحه د برښنا د تر ټولو تکړه انجنير جايزه اخستې ده، تر ۱۶۰ ډېر کتابونه یې ليکلي دي، هغه ته امریکا ته د تګ ډېر وړانديزونه وشول خو رد یې کړل او په خپل هېواد کې او په اسکندريه پوهنتون کې تدريس ته یې لومړيتوب ورکړ.

د مصر د اوسني حاکم سيسي لخوا پر مشروع حکومت له کودتا وروسته یې په دې با استعداده پيغلې تور ولګاوه چې وسله یې لرله، غلا یې کړې او له اخـــوان المســـــلمين سره اړيکي لري او محکمه کې یې د ۱۱ کاله بند سزا ورکړه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک