مهم ترین های امروز چهارشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒️: د حاا د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه: پرون د سهشنبې په ورځ د عقرب مياشتې ۱۷مه نېټه د حا قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار له غرمې مخکې د ننګرهار د ولايتي أمير ښاغلي معلم عبدالعلي هدايت په مشرۍ د ننګرهار ولايت له يو شمېر جهادي او قومي مشرانو، د پروان ولايت له جهادي او قومي شخصيت ښاغلي ډاکټر عبدالباقي او همداراز د ټولنيز فعال او مُتعهد ځوان حاجي نقیب الله رؤوفي په مشرۍ له يو شمېر ځوانانو سره وکتل.
پهدغو کتنو پر ګڼشمېر سياسي او إجتماعي موضوعاتو تفصيلي بحث او خبرې وشوې.
✒️: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد او د رسنیو او اطلاعاتو مرکز رئیس انعام الله سمنگاني نن په کابل کې د ترکیې له سفیر جهاد ارگینای سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې ترکیې ته د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد سفر په اړه خبرې وشوې، دواړو خواوو د افغانستان او ترکیې اړیکې تاریخي وبللې او د اړیکو پر لا پیاوړتیا یې ټینگار وکړ.
✒️: د افغانستان بانک مطبوعاتي مسوول حسیب الله نوري کابل نیوز ته ویلي چې د نویو چاپ شویو افغاني بانکنوټونو لومړۍ جوپه کابل ته رارسېدلې ده.
✒️: سرپرست اداره ملی حفاظت محیط زیست در یک نشست خبری از حضور نداشتن نمایندۀ رسمی افغانستان در نشست تغییرات اقلیم در مصر، انتقاد کرد و گفت که آسیبهای ناشی از تغییرات اقلیم مرز ندارد و بناً این مساله نباید سیاسی شود.
به گفته او، افغانستان در تغییرات اقلیم نقش منفی نداشته است؛ اما از تاثیرات آن ښخشکسالی بیسابقه در بیست سال گذشته روبرو است.
✒️: پولیس پاکستان در نزدیک به چهل روز گذشته، بیش از ۱۲۵۰ مهاجر افغانستان را بازداشت کرده است که اکنون در زندانهای آن کشور بسر میبرند.
✒️: د سمنګانو د دره صوف ولسوالۍ د شباشک د ډبرو سکرو کان درې کارګر مړه شوي دي. د سمنګانو ځايي چارواکي وايي چې ياد کارګر په کان کې د کاربن مونو اکسايډ ګاز د خپريدو له کبله مړه شوي دي.
✒️: پیښور: یو افغان له نهه نیم کیلو سرو زرو او ۶۰۰ زره ریالو سره نیول شوی.
وایي، د سرو زرو قاچاق یې کاوه.
✒️: مارک زاکربرگ، مدیرعامل شرکت متا، مالک فیسبوک، اینستاگرم و واتساپ اعلام کرد که این شرکت ۱۱ هزار کارمند خود را تنقیص میکند.
این تعداد، ۱۳ درصد از مجموع کارمندان شرکت متا در سراسر جهان خواهد بود.
✒️: د روسیې حکومت د مسکو شرمتو هوایي ډګر کې کېوتي ۶۰ افغان محصلین درولي او دننه روسیې ته یې نه پرېږدي چې خپلو پوهنتونو ته ولاړ شي.
ورته ویل شوي، ستاسې دعوت نامو کې وخت کم پاتې دی او بیرته یې افغانستان ته ډیپورټ کول غواړي.
محصلینو غوښتنه کړې چې خارجه وزارت دې ستونزې ته رسیده ګي وکړي.
✒️: زلینسکي ویلي چې هېواد یې په هغه صورت کې له مسکو سره خبرو ته اماده دی چې د اوکراین سرحدونه بېرته اعاده کړل شي، د روسیې د یرغل او بریدونو قربانیانو ته تاوان ورکړل شي او د دغو بریدونو او یرغل عاملینو ته د سزا ورکولو هڅې دې وشي.
✒️: د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان په انقره کې د سويډن له لومړي وزير اولف کريسټرسن سره کتلي او ويلي یې دي چې که د انقرې امنيتي اندېښنو ته پاملرنه وشي نو دوی به په ناټو کې د سويډن د غړيتوب ملاتړ وکړي.
✒️: جی شنکر، وزیرخارجه هند در یک کنفرانس مشترک خبری با همتای روسی اش، گفته است که جامعه جهانی توجه کافی به وضعیت در افعانستان را نپرداخته است و مساله فعالیت هراس افگنی هنوز نگران کننده است.
آقای جی شنکر درباره وضعیت بشری در افغانستان ابراز نگرانی کرده و افزوده است که دهلی نو تاکنون کمک های غذایی و بهداشتی را به افغانستان فراهم ساخته و همچنان در تلاش یافتن راه برای کمک به مردم این کشور است.
✒️: برنامه جهانی غذا در افغانستان در گزارشی گفته است که اتحادیه اروپا به این سازمان ۵۰ میلیون یورو از بهر فراهم سازی معیشتهای زندگی به مردم افغانستان، کمک کرده است.
✒️: جوزپ بورل، مسوول سیاست خارجی اتحادیه اروپا در صفحه تویترش نگاشته است که با شماری از فعالان حقوق زنان افغان دیدار و درباره روند فراگیر سیاسی، حقوق زنان و دختران و حقوق بشر در افغانستان گفتوگو کرده است.
✒️: د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیره کرن ډیکر پاکستان ته تللې ده.
نوموړې پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې په پاکستان کې به د مېشتو افغانانو وضعیت څخه ځان خبر کړي او له هغو ټولنو او نهادونو سره به هم وویني چې د افغانانو د ملاتړ لپاره کار کوي.
✒️: بلومبورګ نشریې ادعا کړې چې متحدوایالتونو له روسیې سره د همکارۍ لپاره ځینو بانکونو ته د معاملو اجازه ورکړې ده.
دغه نشریې ویلي، د امریکا د بهرنیو چارو او خزانه دارۍ وزارتونو له یو شمېر امریکايي بانکونو په ځانګړې توګه له « JPMorgan او Citigroup» څخه غوښتي چې پر روسیې د لګېدلو بندیزونو د ناوړه اغیزو کمولو لپاره د دې هېواد له ځانګړو مهمو شرکتونو سره همکاري وکړي.
بلومبورګ دغه راز ویلي، امریکا له دغو بانکونو غوښتي چې د روسیې له ځینو شرکتونو لکه« Gazprom, Uralkali, PhosAgro» سره چې د بندیزونو هدف نه دي، د پیسو د تبادلې او لیږد رالیږد په برخو کې همکاري وکړي.
✒️: د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر پرون په مسکو کې د خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره په ګډ کنفرانس کې د وینا پر مهال ویلي چې افغانستان د نړۍ له رادار څخه لویدلی او اوس نړیواله ټولنه د دې هیواد وضعیت او په دې هیواد کې د تروریستي ډلو فعالیتونو ته پام نکړي.
✒️: ضمیر کابلوف، نماینده خاص رئیسجمهور روسیه در امور افغانستان، روز سهشنبه به خبرنگاران گفته است که نشست فارمت مشورتی مسکو در مورد افغانستان در ۱۶ نوامبر برگزار می شود.
کابلوف پیش از این گفته بود که نماینده امارت اسلامي در نشست فارمت مشورتی مسکو در مورد افغانستان حضور نخواهد داشت.
✒️: د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، طالبان په افغانستان کې د ټولشموله حکومت په جوړولو کې د پاتې راتلو له کبله د مسکو مشورتي ناستې ته نه دي بلل شوي خو زیاته کړې یې ده چې دوی به ددې ناستې پایلې له طالبانو سره شریکې کړي.
نوموړي پرون یوې خبري غونډې ته ویلي، " موږ له طالبانو سره په اړیکه کې یو، موږ به دوی ته د مسکو مشورتي ناستې د ګډنوالو د پرېکړو په اړه معلومات ورکړو. موږ په دې غونډه کې کومې پټې پرېکړې نه کوو بلکې هر څه به طالبانو او هلته نورو سیاسي ډلو ته روښانه کړو."
دا غونډه د نوومبر په ۱۶مه جوړیږي چې پکې به د روسیې، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان استازي برخه واخلي.
✒️: بي بي سي د وسله وال تاوتریخوالي په تړاو د اقدام خیریه ادارې په حواله راپور ورکړی چې برتانوي ځواکونو افغانستان کې د خپل حضور پر مهال ۶۴ ماشومان وژلي دي.
راپور کې راغلي، ددې ماشومانو ډېری یې د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ هلمند ولایت کې د برتانوي سرتېرو په پوځي عملیاتو کې وژل شوي دي.
د یاد راپور پر اساس؛ دا شمېره له هغو څلور برابره لوړه ده چې وړاندې د بریتانیا دفاع وزارت اعلان کړې وه.
د بریتانوي پوځيانو د عملیاتو پرمهال لږ تر لږه د ۶۴ ماشومانو د وژل کېدو له کبله د هر وژل شوي ماشوم په بدل کې د هغوی کورنۍ ته په اوسط ډول ۱۶۰۰ پونډه تاوان ورکړل شوی دی.
د بریتانیا دفاع وزارت ویلي، جګړه کې د هر ملکي وګړي وژل کېدل تراژیدي ده او زیاتوي، ددې ستونزې د مخنیوي لپاره یې ډېرې هلې ځلې کړې خو په بشپړه توګه یې مخه نیول اسانه نه دي.
