د خداى پار ومنئ متحد شئ؛ په ګډه د افغانستان د مالکيت ستيج ته وخيژئ
اسد منصور
موږ هيڅوک په يوازيتوب کې من نه يو بلکه ټول ددې هيواد دثبات ؛امن ، عزت او استقرار په ترازو کې ترهغو بې وزنه يو چې ټول ځان ديوه ملت دوزن دروند والي ته وانه چوو
که موږ هزاره ګان شوو نو دهزاره ګانو او که تاجکان شوو نو دتاجکانو ، که پښتانه شوو نو دپښتنو او که ازبيک شو نو دازبکانو په توګه به وژل کيږو
خو که ملت شوو بيا پر څلويښت مليوني قاطبه دهيچا زور هم نه رسيږي
ملت بيا دبقا او پايښت د ظرفيت ځواک تر لاسه کوي
پرداسي ځواک باندي بيا دسهامي شرکتونو ونډوه وال دپښتون دنماينده ، دتاجک دنماينده دازبک او هزاره دنماينده په توګه استخباراتي کميشن کاران نه شي مسلط کولاى
د خداى پار ومنئ متحد شئ سره يوشئ په ګډه دافغانستان دمالکيت ستيج ته وخيژئ هيڅوک مونه شي ترې را ښکته کولاى
