هغه امام چې روسان يې ژړا ته راوستي و
عبد الرازق حبيبي
امام شامل رحمه الله د روسيي د اش غال په وړاندې په قفقاز کې د عثماني خلافت تر چتر لاندې لسګونه کلونه ج هاد وکړ، او په همدې ج هاد کې يې هغه ستر غنيمتونه ټول وسوزول چې له روسانو یې نيولي و، کله چې پوه شول چې د مجاهدينو مينه او اميد یې د آخرت څخه غنيمتونو ته ډېر شوی دی.
روسي ځواکونو د هغه په سر ستره جايزه ټاکلې وه چې څوک یې ژوندی یا مړ ور وسپاري.
روسانو د هغه په وړاندې سترې جګړې وکړې خو په ټولو کې ناکام شول.
کله چې روسانو د هغه سره په جنګ کې له لس زره ډېر جنګیالي له لاسه ورکړل نو یو روسي جنرال اعلان وکړ چې که هر چا ماته د امام شامل سر راوړ ۴۵ زره روبل (روسي پيسې) به جایزه ورکړم.
کله چې امام شامل رحمه الله له دې اعلانه خبر شو نو روسي جنرال ته یې خط ور ولېږه او ورته یې وویل چې ډېر خوشاله شوم چې زما سر دومره ستر ارزښت لري، خو خوشاله اوسه چې ستا او حتی ستا د ټولې روسيې د قيصر سر زما سره یوه ټنګه قیمت نه لري.
امام شامل تر آخر د روسانو په وړاندې مبارزه وکړه تر څو چې یې د لارې ملګري د مبارزې له ډېر زيات اوږدېدو، د روسانو قوت او د امکاناتو د نه شتون له لامله ستړي شول او د امام شامل د حاکمیت ساحه ډېره راتنګه شوه تر څو چې د روسانو لخوا محاصره او ملګري یې ټول تسليم شول، روسانو نوموړی له قفقاز څخه تبعيد کړ، څه وخت وروسته ترکیې او دخلافت مرکز او له هغه ځایه بیا حج او مکې ته لاړ او بالآخره په ۱۸۷۱م کې په مدينه کې وفات شو
