مهم ترین های امروز سه شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒️: د افغاني سرې میاشتې ټولنه جرمني هېواد ته د درملنې په هدف هغه ۵۴ ماشومان استوي چې سوځېدلي او یا یې هډوکي مات شوي دي.
ددې ټولنې مسوولانو نن په کابل کې یوې غونډې ته دغه راز ویلي، په پام کې ده، دوه ورځې وروسته هغه ۶۸ ماشومان له جرمني هېواد څخه افغانستان ته راشي، چې ۶میاشتې وړاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري یاد هېواد ته د درملنې لپاره لېږل شوي وو.
✒️: د افغانستان برېښنا شرکت ویلي، د یو لړ تخنیکي بدلونونو له امله به د پلازمېنې کابل په ګډون د ۱۳ ولایتونو برېښنا د لنډ مهال لپاره پرچاو وي.
برېښنا شرکت د ازبکستان هېواد تخنیکي مسوولانو په حواله ویلي، دا تخنیکي بدلونونه لنډ مهاله دي او تر بشپړېدو وروسته به ژر تر ژره برېښنا وصل شي.
✒️: د افغانستان بانک میگوید که امروز سه شنبه یک بسته نقدی ۴۰ میلیون دالری به عنوان بخشی از کمک های بشردوستانه کشورهای کمک کننده به افغانستان رسید و به یک بانک تجارتی تحویل داده شد.
این بانک یک روز قبل نیز اعلام کرده بود که یک بسته ۴۰ میلیون دالری دریافت کرده است.
✒️: په کراچۍ کې د افغان جنرال کونسلګرۍ وايي، هغه ۳۰ تنه افغانان د کراچۍ له زندان څخه ازاد شوي چې د پولیسو له لوري د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور نیول شوي وو.
دا په داسې حال کې ده چې لا هم د کراچۍ په زندان کې تر ۱۰۰۰ ډېر افغانان بندیان دي.
دا په داسې حال کې ده چې ویل کیږي د کراچۍ په زندان کې یو افغان بندي چې د فاریاب ولایت اوسېدونکی و، مړ شوی دی.
✒️: د کار او ټولنیزو چارو وزارت:
قطر، عربستان او ترکیې ته ۶۵ زره کسان کار پسې استوو.
وایي، ۱۵ زره به یې هلته شپني او پاده واني کوي. او نور به هم کارګر وي.
✒️: پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت د چهارشنبې په ورځ بدخشان، نورستان، کونړ، کاپیسا، کابل، لوګر، لغمان، خوست، پروان، پکتیا، پکتیکا، غزني، زابل، پنجشېر، هرات، ارزګان، تخار، بامیان، دایکندي ولایتونو او سالنګونو کې د باران، واورې د اورښت او د سېلابونو د راتلو خبر ورکړی دی.
✒️: د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د ترکیې له سفیر جهاد ارګینای سره په کتنه کې د افغانستان او سیمې حالاتو په اړه د بحث او نظریاتو د تبادلې په ترڅ کې ترکیه د افغانستان پخوانی دوست هېواد وباله او د افغانستان له خلکو سره یې د دغه هېواد له همکاریو مننه کړې ده.
✒️: د احصائيې او معلوماتو ملي اداره وايي چې د بدخشان د واخان ولسوالۍ د پاميرونو سيمو اوسېدونکو ته يې د تابعيت تذکرې ور وېشلې دي. دغه اداره وايي چې يوه پلاوي يې پاميرونو ته د سفر په ترڅ کې د دې سيمو سلګونو اوسېدونکو ته خدمتونه وړاندې کړي دي.
✒️: د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وايي، چې افغانستان د روان لمریز کال په لومړیو اوو میاشتو کې د یوه میلیارد او ۸۵ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي بهرنیو هېوادونو ته صادر کړي. دغه صادرات د ایران، قزاقستان، چین، ایران، متحده عربي اماراتو، پاکستان، هند، پاکستان او عراق هېوادونو ته شوي دي.
✒️: ایګزیټ امتحان ته په تمه ډاکټران:
لس زره د طب فارغان د ایګزیټ ازموینې ته جمع شوي خو د طبي شورا څوک نه شته چې امتحان رانه واخلي.
✒️: د حامد کرزي ورور:
نامعلوم ځای لا چیشی دی؟ زه چا هیچیرته نه یم وړی، هسې یو سوء تفاهم پیښ شوی و چې هغه هم زما ضرورت احساس شوی و د عدلیې وزیر ته په عزت راوستل شوم.
محمود خان چې تازه طالبانو ته ورګرځېدلی، وړمه ورځ بیرته روان و چې له هوایي ډګر نه وګرځول شو.
✒️: بریتانیا د اغاخان بنسټ له لارې په افغانستان کې د روغتيا کرنې او کار پیدا کولو په برخو کې څه دپاسه ۱۱ میلیونه پاونډه لګوي. بريتانوي رسنۍ نېشنل نیوز د اغا خان بنسټ په حواله خبر ورکړی چې له دې مرستو څخه موخه د وچکالۍ او بيکارۍ له امله ځپل شويو کورنیو سره مرسته کول دي.
✒️: د امریکا جمهوري غوښتونکو استازو د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش یا سیګار دفتر ته لیکونه استولي. دوی په ده لیک کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په هکله یې د معلوماتو او اسنادو غوښتنه کړې ده.
✒️: د ملګرو ملتونو سازمان د بشرپاله مرستو د همغږۍ دفتر (د افغانستان - اوچا) یوه ټویټ کې وايي چې ناروې افغانستان کې له اړمنو سره۸مېلیونه کرون (کابو۷۵۰زره ډالرو) مرسته کړې ده.
اوچا ویلي چې ناروې له ۲۰۱۴کال راهیسې د افغانستان د بشرپاله مرستو له صندوق سره د ۱۸مېلیونو ډالرو مرسته کړې ده.
✒️: وزرای خارجه هند و روسیه در مسکو درباره افغانستان گفتگو میکنند.
بر اساس گزارش ها، سرگی لاوروف وزیر امور خارجه روسیه امروز در مسکو با همتای هندی خود جی شنکر در مورد وضعیت افغانستان و جنگ در یوکراین صحبت خواهد کرد.
✒️: بنیاد «میشن لایف لاین» که به تخلیه پناهندگان افغان در آلمان کمک میکند، گفته است که بعد از اعلان شدن برنامه جدید حکومت آلمان برای خروج افراد در معرض خطر از افغانستان، تنها در یک هفته گذشته ۱۷ هزار ایمیل به این بنیاد رسیده است.
این بنیاد میگوید: " هر دقیقه از افغانستان یک ایمیل دریافت میکنیم."
این در حالیست که بعد از حاکم شدن ا.ا مردم در حال ترک کشور شان هستند و برای رسیدن به کشورهای دیگر از هر راه تلاش میکنند.
✒️: مقامات امریکایی دولت یوکران را تشویق می کنند تا با فرا رسیدن فصل زمستان، مذاکرات صلح با روسیه را آغاز کند.
ند پرایس سخنگوی کاخ سفید روز گذشته در یک کنفرانس مطبوعاتی پیروزی قاطع نظامی در درگیری یوکراین را رد کرد و خواستار مذاکرات شد.
✒️: د تویټر او تیسلا مشر ایلون ماسک امریکایان هڅولي څو په امریکا کې د سیاسي توازن لپاره د دې هیواد په پارلماني انتخاباتو کې جمهوري غوښتونکو ته رایه ورکړي.
د تویټر او تیسلا مشر ایلون ماسک امریکایان هڅولي څو په امریکا کې د سیاسي توازن لپاره د دې هیواد په پارلماني انتخاباتو کې جمهوري غوښتونکو ته رایه ورکړي.
✒️: د ایران د اطلاعاتو وزارت ویلي، د شیراز پر "شاه چراغ زیارت" د تېرې میاشتې د ترهګریز برید په تړاو یې ۲۶ کسان نیولي چې د اذربایجان، تاجکستان او افغانستان وګړي دي.
د ایران د اطلاعاتو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د " محمد رامز رشیدي" په نوم افغان وګړی په دې پېښه کې د لاس لرلو په تور نیول شوی دی.
✒️: په امریکا کې د کانګرېس منځنۍ دورې ټاکنو سره هممهال سیګار ویلي، چې جمهوري غوښتونکو استازو ورڅخه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه معلومات او اسناد غوښتي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د سیګار ادارې مشر جان سوپکو په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو او خزانې وزارتونو په ګډون ګڼې فدرالي ادارې ورسره د معلوماتو په شریکولو کې همکاري نه کوي.
✒️: د متحدوایالتونو پخواني ولسمشر ډونالډټرمپ، د امریکا د ولسي جرګې مشرې "نانسي پلوسي" ته د حیوان خطاب کړی دی.
د امریکايي رسنیو د راپورونو په اساس؛ په امریکا کې د ټاکنیزو منډو تروړ په لړ کې ډونالډټرمپ په اوهایو ایالت کې د وینا پر مهال ویلي، د امریکا د ولسي جرګې مشره "یو حیوان " دی.
