ورور حکمتيار د هېواد له سياسي، شنونکي، جهادي، علماؤ او علمي شخصيتونو سره وکتل
د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار نن دوشنبه د عقرب ۱۶مه؛ د څو جلا-جلا کتنو په ترڅ کې له امريکا مېشتي متعهد شخصيت او د سياسي چارو له شنونکي ښاغلي داوود عابدي، له المان مېشتي مُتعهد او جهادي شخصیت ښاغلي عبدالله مهاجرزاد، د حا د إجرائيه شوریٰ له غړي او د تعليم تربيې له رئيس ښاغلي سلطان محمود صلاح او همداراز د ښاغلي سيد عبدالله هاشمي په مشرۍ د ساداتو شوریٰ له ګڼشمېر غړيو او د أهل تشيع له ديني علماءو او مخورو سره وکتل.
په دغو کتنو کې د هېواد پر فعلي سياسي، إجتماعي او إقتصادي وضعيت د تفصيلي بحث او خبرو په ترڅ کې ښاغلي حکمتيار ځينې پوښتنو او اندېښنو ته په پام سره وويل:
له فعلي نظام غير مشروط حمايت کوو، په إقتدار کې ونډه نهغواړو، که فعلي حکومت په واقعي ډول او په تمامه معنیٰ د يو إسلامي نظام د جوړېدو لهپاره کار کول غواړي، نو موږ يې ملګري او حاميان يو او په بدل کې ترې هېڅ نهغواړو، بسنه کوي چې واک يوازې د صالحو افرادو لاس ته ورشي.
نوموړي زياته کړه:
موږ په دې باور يو چې د فعلي نظام په نېکنامۍ او بدنامۍ کې ورسره شريک يو، که وغواړو، يا نه؛ خو نېکنامي او بدنامي مو سره شريکه او تړلې ده.
د ښاغلي حکمتيار پر ټکو: چې ستر ستر آرمانونه مو پوره شوي، ناټو او امريکايي زبرځواک مات شو، واک او اقتدار د افغانانو لاس ته پرېوت، خو بايد متوجه وو؛ چې لا هم ستونزې شته، مات شوی دښمن په کمين کې دی، له شرارتونو لاس نه اخلي، د إمارت مسئولينو ته مو مشوره او توصيه داده چې ملت په تصاميمو کې شريک کړئ، څو نظام خپل وګڼي او دفاع يې وکړي، د ټولو ملي مسائلو په ارتباط د ملت روا غوښتنو ته بايد إعتناء وشي، حکومت بايد د بهرني مشروعيت پر ځای ډېر تأکيد په داخلي مشروعيت وکړي، که يوازې همدغه مواردو ته د ديني او ملي ارزښتونو په رڼا کې توجه وشي، نو باور مو دادی چې کورنۍ او بهرنۍ ستونزې مو ټولې حلېدای شي.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.
