No-IMG

ويدا کوم حالت ته وايي

ها سي ورک دى له پنځرکو

ها څپي دى له پايکنوځو

ها په داسي يوا بيديا دى

ها په الم کې د ويدا دى

لومړى اړين پښتو ژبدونه يا لغاتونه

ها: په لرغوني پښتو کې هاغه ته وايي

پنځرکي: حواس خمسه يا پنځګوني حواس

پايکنوځ : مراکمات يا ماديات ياني موجودات

يوا: لرغوني پښتو کې مؤنث کوم اسم مخته راځې لکه نن يوه

بيديا : پراخه سهرا يا دښته داسي چي يو بل سر اندازه ئې نه کيږي

الم : world يا عالم

ويدا: نن صبا خلک د مراقبي يا ميډيټيشن ځاينوم ورته کاروي خو ويدا مراقبي ته نه وايي آخر کي تشرح ولولى

#σιωπή

څپي چې په وخت سره په سوپي، صوفي هم په مختلفو ژبو کې دود شوى په آريانا کي بشيړ خاموش به ظاهري حواسو بې حسه شوى او د عقال په څپو، د ځان (سپر ايګو) په نوراني ارتعاشاتي تن، د ژان په معنوي عقال په پرواز کې بوخت کس ته ويل کيږي چې لنډه لغوي مانا ئې سکوت دى د آريانا له کتابه ګريک هم صيپي اخيستى، ګريک څ نلري د څ پر ځاى اکثر ص يا س استفاده کوي، البت ص هم نلري مګر کله چې ياى تورى دَ س مخته راشي بيا ص تلفظ کيږي

#πυκνός

پايکنوځ په ارينه پښتو د ارتعاشاتو متراکمي بڼي ياني مادي ته وايي، کلک شوى، راټينګ شوى يا موجوداتو ته پايکنوځ وايي

پاى کوز، کښته، کينستي کنوځ تخته شوى متراکم شوى

دا مانا د اوبځر ارتعاشات چي را کښته او تخته شوي متراکم شؤي  دي، موږ تاسو په اوسنې لؤت يا ماديات يا متراکم شيان يا جامدات ورته وايو

د ويدا حالت تشريح

آريانا په دې باور ده چې هر څه موځکا ياني ذکر لري ځوږ لري خو د هغو پريکانس کچه ډېره باريکه ده کټمټ دَ فکري څپو په کچه باريکه ده، همهعي موځکا ته کايناتي مشترکه ژبه هم ويل کيږي

آريانا وايي چي هيڅ انسان تر هغو سد (عاقل حکمتي) نشي کيداى نه د ايموناځ درجي ته رسيدلى شي تر څو هغه ځوکار يا ذاکر نشي ،آريانا ځوکار هغه چاته وايي چې هغه د خپل بدن د حجراتو، ټولو موجوداتو بلاخره په کايناتو کي جاري اخفا ذکر حس او درک نکړي

آريانا د اخفا ذکر سره لس ساه په اندازه اړيکه د هوش او حواسو د الم تر سل کاله تحصل، زدکړو او بدني پزيکي سپيڅلتياو غوره موثره او ګټوره مني

دا اخفا اذکار يا ذکر ته د ورداخليدلو له مراحلو يو هم د ويدا حالت دى

د ويدا تعریف

داسي آرام سيخ کيناستل سترګي پټول او خپل سوچ فکر حرکات هرڅه سکوت کول صفر کول داسي چي مکمل د پنځو حواسو او د موجوداتو هر ډول اغيز په مغزو کي صفر شي

کله چي صفر شو دغه حالت ته ويدا وايي، د ويدا څنګلورى نوم ويديدا ده، فرق ئې دادى په ويديدا کي انسان ويده شي د هغه د بدن حجرات له ويني څخه خپله د اړتيا انرژي پوره کوي، مګر د ويدا حالت کي د بدن حجرات نه بلکه د پرا سمپاتيک مغزو اخذي يا ريسپټرونه د بريت ارينيزم په سيستم له فضا پرانا انرژي اخلي يا کاسمک انرژي اخلي چي له دي سره هغه لکه يو سمارټ مبايل داسي حساس کيږي او هغه پريکانسونه حس کول شروع کړي چې موځکايي دي ياني اخفا اذکار دي

پس ور تل کيږي ور کښته کيږي د انسان زړونو ته موځکا يي پريکانسونه

همدا ويدا حالت دى

دلته د آريانا له دې اذکارو درک کولو يا ورته رسيدلو څخه تعریف او مطلب د بزرګۍ درجې نه دي بلکه   د حکمت يا سد او رښتنې پوهي ته د رسيدلو وسيلي او مرحلې مني، دا ځکه چې تر څو د انسان   د تفکر او تعقل څپي له اوبځري او اسماني څپو سره اړيکه نشي، انسان نشې کولى په ظاهري حواسو هيڅ يو څه هم بنسټيز وپيژني

آنديانا بيا وايي

وې به هغه ورسته له ماتي ړانده او کاڼه، څوک چې مخته له ماتي (مرګه) د خپلو زړونو ارتعاشي تارونه له اخفا موځکا سره وصل نکړي يا وصل شوى نه وي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک