No-IMG

مهم ترین های امروز دوشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د افغانستان بانک وايي، هېواد ته د مرسته کوونکو هېوادونو د بشرپاله مرستو په لړ کې نن د څلوېښت میلیونه امریکایي ډالرو نغده کڅوړه را ورسېده او یو سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.

‏دا په داسې حال کې ده چې سیګار څو ورځې وړاندې ویلي وو، د امریکا پراختیايي اژانس او د دې هېواد د مالیې وزارت د هغو ۱،۱ میلیارد ډالرو نغدي مرستو په اړه چې واک ته د ا.ا تر رسېدو وروسته افغانستان ته لېږل شوي، د معلوماتو له ورکولو ډډه کوي.

: په افغانستان کي د جمهوریت تر نسکوریدو او د امارت تر حاکمیدو وروسته امریکائي ډرون الوتکې له یو نا معلوم هېواد څخه را پورته کیدې او د افغانستان په فضا کي یې په خپل سري ډول پروازونه ترسره کول خو له یوې میاشتې راهیسې د امریکایي ډرون الوتکو پروازونه له حد اکثر څخه د حد اقل ته را ټیټ شوي دي اما بل پلو له یوې اونۍ راهیسې د کابل په فضا کي وخت نا وخت B52 الوتکې په ډیره لوړه فضا کي لیدل کیږي د دې الوتکو هویت هم د ډرون الوتکو په شان نا معلوم او مبهم دی.

: ‏د پکتیا مرکز ګردېز کې د روغتیایي علومو انستیټیوټ د فزیوتراپي له څانګې ۱۶ نجونو د فراغت سندلیکونه ترلاسه کړل.

دغو فارغو شویو نجونو تر ۶ ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د پرانیستو غوښتنه هم وکړه.

: ‏د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د مصر په شرم الشيخ ښار کې د اقليمي بدلون د ۲۷مې سرمشريزې دایرېدل نړۍ ته د ور پېښو اقليمي ننګونو له پاره د حل لارو را اېستلو پر لور لومړنی ګام بللی دی.

‏د بهرنیو چارو وزارت ویلي، يوازې سږ کال افغانستان ته د اقليمي بدلون د منفي اغيزو له کبله له دوه ميليارده ډالرو زيات زيان اوښتی. د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان سره په دې برخه کې د نړیوالو پر مرستو ټینګار کړی دی.

: ‏نزدیک به یک هزار اتباع افغان که زنان و کودکان نیز شامل اند؛ در زندان شهر کراچی پاکستان زندانی هستند. طبق ګزارش های رسانه ها ۳۱۳ تن آنان در این اواخر به دلیل نداشتن اسناد قانونی بازداشت شده اند.

‏در همین حال افغانان مقیم در شهر کراچی ادعا میکنند که باوجود اسناد قانونی پولیس پاکستانی آنان را بازداشت و سپس در بدل پول رها میکنند.

: ‏نن سهار یوې نسبتا زورورې زلزلې د بدخشان ولایت ځینې برخې ولړزولې.

د بدخشان ولایت د اطلاعات او فرهنګ رﺉیس معز الدین احمدي وایي چې ددې ولایت له شغنان ولسوالۍ څخه د زلزلې راپورونه وررسېدلي دي.

تر اوسه ددې زلزلې له کبله د اوښتو زیانونو په اړه معلومات نشته.

: ‏پخواني ولسمشر حامد کرزي په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

ښاغلي کرزي پر ټویټر لیکلي، د راپورونو له مخکې د پاکستان حکومت په سند ایالت کې نږدې ۱۱۰۰ افغان کډوال نیولي.

‏ښاغلي کرزي له پاکستان غوښتنه کړې چې د نړیوالو او بشري قوانینو له مخې له کډوالو سره چلند وکړي او له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له بنسټونو یې هم غوښتي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو ژوند ښه کولو برخه کې هڅه وکړي.

: ‏د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د قرغزستان ولسمشر استازي طلعت بیک مصدق‌اف او مل پلاوي سره لېدلي دي.

‏د نوموړي دفتر پر ټویټر لیکلي، په‌دې لېدنه کې د سیاسي، اقتصادي او روغتیايي موضوعاتو په اړه خبرې شوي. د ښاغلي مصدق‌اف له قوله لیکل شوي چې قرغزستان د روغتیا په برخه کې له افغانستان سره همکاري کوي.

: ‏د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې غړي د اسټرالیا په نړیوال جام کې له ګډون وروسته، نن سهار بېرته خپل هېواد ته راستانه شول.

: ‏محمد آصف وزیری، سخنگوی قوماندانی امنیه بلخ، می‌گوید که یک دختر جوان به اسم مریم از سوی مردی که یاسین نام دارد، در این ولایت به قتل رسیده‌است.

آقای وزیری می‌افزاید که این فرد از سوی نیروهای امنیتی بازداشت شده‌ و علت این قتل تا هنوز روشن نیست.

: ‏د کابل ښاروالۍ مسوولين وايي، په کابل ښار کې ډبرو سکرو ته د خلکو لاسرسي لپاره يې ۳۶ پرچون پلورنځي ځانګړي کېږي چې ځایونه به یې وروسته په ډاګه شي. ښاروالۍ ویلي په بازارونو کې د ډبرو سکرو له بيو او د احتکار مخنيوي په موخه دوامداره څارنه کوي.

: ‏د کندهار - اروزګان د دویمې لويې لارې چې ۱۱۰ کیلومتره اوږدوالی لري د جوړولو چارې پیل شوې. دغه سړک د کندهار له ارغنداب ولسوالۍ څخه پيل او د اروزګان ولایت تر دهراود ولسوالۍ پورې غځېدلی دی. د دغه سړک لگښت چې تر اوسه معلوم نه دی، د ټولګټو چاور وزارت له خوا ورکول کېږي.

: ‏غزني: د وطن لور بي بي سلما د مسلم پوهنتون د نبوي سیرت ازموینه کې د زرو کسانو له منځه اول نومره شوه، خو هغې ته لا هم د حاکمانو لخوا اجازه نه شته چې ښوونځي ته ولاړه شي.

: ‏امریکا، بریتانیا، کانادا و استرالیا میلیاردها دالر از سهمیه‌ای را که برای تامین بودجه اقلیمی به عهده گرفته بودند، نپرداخته‌اند.

کشورهای توسعه‌یافته در اجلاس اقلیمی سازمان ملل در سال ۱۹۹۲ توافق کرده بودند که تا سال ۲۰۲۰، صد میلیارد دالر برای مبارزه با بحران جهانی اقلیم بپردازند.

: ‏شبکه رسانه‌ای ایران اینترنشنال می‌گوید پولیس لندن از تهدیدهای جدی خبر داده که از سوی سپاه پاسداران، نهاد نظامی تحت‌نظر علی خامنه‌ای، متوجه کارکنان این رسانه در لندن است.

رژیم جمهوری اسلامی بارها از شبکه ایران اینترنشنال به دلیل پوشش گسترده خیزش سراسری ایرانیان انتقاد کرده است.

: ‏د جرمني خارجه وزارت:

د پناه غوښتنې لپاره په انفرادي ډول د افغانانو را استولي او هیڅ ډول نوي غوښتنلیکونه نه قبلوو.

وایي، هغو افغانانو ته به پناه ورکړو چې معتبرو سازمانونو او ادارو رامعرفي کړي وي.

: ‏عمران خان ته د اردغان د حکومت وړاندیز:

که پښه دې ډېره خوږېږي، راشه ترکیه کې دې علاج کوو.

: ‏اوکراین:

امریکا نه مو د دافع هوا پرمختللي ( ناسامس او سپای) سیسټمونه ترلاسه کړل چې دفاعي ځواک یې څو چنده رالوړ کړ.

: ‏هند ـ جیسلمیر:

طلایي صحرا چې دوبي کې یې ګرمي له ۴۹ سانتي ګرېډ درجو اوړي، حکومت په کې نجونو او هلکانو ته د انجینرۍ د ځانګړو تخنیکونو په مرسته د یخ ماحول لرونکي ښوونځي جوړوي.

: ‏تر ټویټر وروسته د میټا شرکت ویلي پلان لري چې په روانه اونۍ کې دوی هم خپل زرګونه مامورین له دندو لرې کړي. وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې ویلي چې زرګونه کسان ښايي بې دندو شي او اټکل کیږي چې دا پرېکړه به د روانې اونۍ د چهارشنبې په ورځ اعلان شي.

: معاون نماینده ویژه دبیرکل سازمان ملل متحد برای افغانستان، می‌گوید که گام‌های عملی و سریع نیاز است تا برای تغییر آب و هوا در افغانستان، برداشته شود.

: ‏رسانه‌های پاکستانی خبر می‌دهند که شاه محمود قریشی، عضو حزب تحریک انصاف پاکستان، رهبری تظاهرات در پاکستان را تا صحت‌یاب شدن عمران خان بر عهده می‌گیرد.

عمران خان، نخست‌وزیر پیشین پاکستان، چند روز پیش در یک حمله‌یی مسلحانه زخم برداشت.

: ‏د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان یو ځل بیا د سترو لاریونونو خبرداری ورکړی دی.

نوموړي د لاهور ښار له یوه روغتونه په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي، چې پلویان به یې د سه شنبې په ورځ له هغه ځایه چې نوموړی پکې په ډزو زخمي شو، لاریونونه پیل کړي.

‏ویل شوي چې ددې لاریونونو مشري به د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر شاه محمود قریشي کوي.

عمران خان په پاکستان کې له وخت مخکې ټاکنو ترسره کېدل غواړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک