No-IMG

ايموناځ يا د انوارو تاج (ايمان)

نور له تا، تا خپل ونډ کړ امنا

د وګړو اوخپل دې رنډ کړ ايمونا

ايموناڅ باندي واکبرى او سمبال وي

ايموناځ ته دې ځان غونډ کر په رښتيا

کتاب :پرېکړنپوهه

څانګه : آريانا

برخه : آنديانا

څاړه يا موضوع : ايموناځ يا د انوارو تاج (ايمان)

کاږې داسي چي

هر کله چې انسان خپل ټول څرګند حقوق له نورو وساتل او دَ نورو ئې له خپل تيري څخه وساتل دېته امنا وايي

هر کله چې انسان خپل داخلي روغتيايې او دفاعي نظام سخته ساتنه او پاملرنه کوله او د نورو وګړو د  بدن داخلي دفاعي نظام ساتنه ئې هم له خپل طرف څخه کوله ديته ايمونا وايي

هر کله چې انسان خپل سوچ، پام تفکر، حواس له هر ډول مضرو ارتعاشاتو يا څپو وساتل او دَ نورو وګړو دَ سوچ، پام تفکر او حواس ئې له خپل طرف ارتعاشاتي ياني څپه ايز تيري څخه وژغورل چې ديته ايموناڅ وايي ياني د څپو ساتنه او حفاظت

دا  امنا+ ايمونا + ايموناڅ ټول پکتونه او تاکلات 72 دي چې په لوى سر کي 3، بيا 6 بيا 19 او په اخر کي 72 څانګو ته رسيږي

کله چې څوک دا 72 پکتونه او تاکلات په رښتيا سره عملي کړي نو خاص حاصل تر لاسه کوي

چې هغه حاصل د انوارو تاج دى چې ايموناځ ورته ويل کيږي

هو ايموناځ خپله لرونکى درک کولى شي، کميږي او زياتيږي

يعني هر څومره چې يو مؤمن (ايمان پال) دا 72 اصول په سختۍ سره پابند وي او نادودي نه کوي نو په همهغه تناسب ئې د انوارو تاځ ياني ايموناځ غښتلى او بشپړيږي

او په څومره کچه چي له  پورته اصولو سره بي پرواه وي يا نه رعايت کوي نو په هم هغومره کچه ئې دَ انوارو تاج ضعيف يا ومړى وي

د ايموناځ تعریف

ايموناځ په هامون يا انسان کې هغه کميدونکي او ډيريدونکي معنوي او ځواکي انوار يا ارتعاشات دي چې انسان په ژوند کي په سالمه توګه د بشپړيت په لور يون کي لرونکى له نورو او نور له ده خوندي ساتي او له بدني ماتي ورسته يا د انفوسو له فوت ورسته اړوند تاځ د هغه د لؤړي روح سره په ملتيا هغه نيکمرغه او جاويداني کوي

يادونه

پورته مطالب يوازي د آريانا حکمتي څرګندوني او تشريحات دي چې په اسلامي مسايلو کي دخالت نلري او نه د هغه ايمان تعریف يا خبري کوي کوم ايمان چي اسلامي کتابونه بيانوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک