No-IMG

مهم ترین های امروز یکشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د سوالګرو راټولولو کمېته وايي، د لړم میاشتې تر ۱۴مې نېټې يې د کابل ښار له بېلابېلو برخو ۱۵۸۳۸ سوالګر راټول کړي چې د دې سوالګرو له ډلې ۹۵۹۵ یې ښځې او ۴۷۷۶ یې ماشومان دي.

: ‏د کابل امنیې قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو د کابل ښار له " پل سوخته"  څخه په مخدره توکو روږدې ۸ مېرمنې د درملنې لپاره روغتون ته ولېږدولې.

‏د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند محمد خالد ځدراڼ وايي، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت په تېر یوه کال کې د ځوانانو، ښځو او ماشومانو په ګډون د نږدې ۱۴ زره روږدو کسانو درملنه کړې ده.

: ‏باختر اژانس د افغانستان په اړه د جوبایډن د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې لیکلي چې، " غوره ده چې بایډن په هوش راشي او د افغانستان په اړه خپلې څرګندونې اصلاح کړي."

دا په داسې حال کې ده چې بایډن وړمه ورځ ویلي وو، چې افغانستان د خدای په غضب اخته هېواد دی او  یوه ورانه شوې سیمه ده.

‏د یادونې وړ ده چې د ۸۰ کلن جو بایډن ذهني او فزیکي وړتیا ورځ تر بلې مخ په کمېدو ده.

: ‏د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د روانې میلادي میاشتې په نیمایي کې د افغانستان په اړه د ” مسکو مشورتي فوروم“ د جوړېدو په غبرګون کې ویلي، چې د اسلامي مارت د استازو له حضور پرته دا غونډه نېمګړې ده.

‏د بهرنیو چارو وزارت ویلي، ” د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په روسیه کې د افغانستان په اړه جوړیدونکې غونډه کې بحثونه د اسلامي امارت له استازو پرته نیمګړي بولي.“

‏دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې د مسکو مشورتي فوروم کې به د طالبانو استازي حضور ونه لري.

: ‏د ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د بیا احیاء کېدو خبر ورکوي.

یاد وزارت ویلي، د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه د اقتصادي کمېسیون په ملاتړ بیا خپل کار پیل کړی او د هېواد ټولې پانګوالې مېرمنې ددې خونې په چوکاټ کې چې یو رسمي بنسټ دی، خپل فعالیت ترسره کوي.

: ‏د هېواد د فوتبال د اتلانو لیګ دویم پړاو نن (یکشنبې) په کابل کې د اسقتلال کابل او اټک انرژي لوبډلو له سیالیو سره پیل شو.

د هرات ولایت د اټک انرژۍ لوبډلې ۵/۰ خپله سیاله لوبډله ماته کړه.

د دغو سیالیو دویم پړاو کې ۱۲ لوبډلې حضور لري چې د څه باندې یوې میاشتې لپاره به سره سیالي وکړي.

‏ښاغلي مصدقاف په افغانستان کې د سراسري امنیت د تامین په هکله خوښي څرګنده کړه، او همدارنګه د ښځو د حقونو د تامین او سیاسي جوړښت په هکه یې ځينې مشورې او وړاندیزونه مطرحه کړل ‏نوموړي په ځينو ولایتونو کې د ویجاړونکو عناصرو د فعالیت په هکله اندېښنه څرګنده کړه او د اسلامي امارت له مشرتابه یې وغوښتل چې د دغو ډلو د له منځه وړلو لپاره چې د قرغیزستان د امنیت لپاره ګواښ پېښولی شي، جدي اقدامات وکړي ‏بلخوا د ریاست الوزرا مرستیال د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي، دیني، اقتصادي او کلتوري لرغونو اړیکو ستاینه وکړه او د دغو اړیکو پياوړتیا یې مهمه وبلله.

: ‏د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور رییس طلو‌ع‌نیوز ته وايي، نامعلومو وسله‌والو د دې ولایت په دولت‌اباد ولسوالۍ کې د نمک کان دوه کارکوونکي او یو امنیتي مسوول وژلي دي. د شمس‌الدین محمدي په وینا، دا پېښه تېره شپه رامنځ‌ته شوې او وسله‌وال کسان له سیمې تښتېدلي دي.

: ‏په لومړي ځل د بدخشان د پامير اوسېدونکو ته مخابراتي خدمات رسول کېږي. د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر وایي چې د ا.ا مشرتابه د پامير محرومې سيمې ته ځانګړې پاملرنه کوي او په نږدې راتلونکې کې به د ورېښمو لارې پاتې کارونه هم پيل او بشپړ شي.

: ‏د عامې روغتیا وزارت سرپرست:

څو ګاونډیو او د سیمې هېوادونو سره مو خبره کړې، نور به ډاکټران تخصص لپاره هلته هم ځي.

: ‏منابع نزدیک به محمود کرزی به افغانستان اینترنشنال گفتند که او عصر روز شنبه هنگامی که می‌خواست به دبی سفر‌ کند، در میدان هوایی کابل بازداشت شد.

برادر حامد کرزی، رئیس‌جمهور اسبق افغانستان در روزهای گذشته به کابل برگشته بود. طالبان هنوز درباره موضوع بازداشت او چیزی نگفته‌اند.

: ‏نا تایید شوې سرچینه: طالبانو د پخواني ولسمشر حامد کرزي ورور او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مخکنی وزیر محمود کرزی د سوداګرۍ او پانګونې خوني رییس یونس مومند په ضمانت بیرته خوشې کړی دی.

: ‏کرکټ ـ نړیوال جام:

سډني کې د سریلنکا ملي لوبغاړی دنوشکا ګوناتیلاکا د یوې ښځې ځورونې او پرې د جنسي برید په جرم ونیول شو.

د سریلنکا بورډ ویلي، د اسټرالیا حکومت په پېښه خبر کړي یوو.

: ‏ملا فضل رحمان:

زموږ عمران خان په اکټینګ کې د هندي فلمونو له شاهرخ خان او سلمان خان نه هم لمبر وړی دی.

: ‏د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي وایي امریکا غوښتل په ایران کې هغه ډول بې ثباتي جوړه کړي لکه په ۲۰۱۱ کال کې چې د عربو د پاڅون له کبله په یو شمېر عربي او شمالي افریقايي هېوادونو کې راغلې وه.

: ‏د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف یوې خبري ناسته کې د عمران ‌خان هغه تورونه رد کړي چې ګواکې پر نوموړي شوي برید کې د ده او پوځي چارواکو لاس وو. شهباز شریف زیاته کړې چې نوموړی پر عمران‌ خان په شوي برید کې لاس نه لري او که چا یې لاس لرل ثابت کړل، په وینا یې، د تل لپاره به سیاست پرېږدي.

: ‏د شل اوریز نړیوال جام نیمه پایلوبو ته څلورو لوبډلو لاره پيدا کړه، چې لومړۍ نیمه پایلوبه به د پاکستان او نیوزلنډ تر منځ د روانې نومبر میاشتې په نهمه نېټه او دویمه نیمه پایلوبه به د هندوستان او انګلستان لوبډلو تر منځ په لسمه نېټه ترسره شي.

: یک عضو کانگرس ایالات متحده امریکا می‌گوید که اگر حکومت سرپرست افغانستان در زمینه‌ رعایت حقوق بشر و اجازه دادن دختران برای رفتن به مکتب، گام‌های مثبت بردارد به رسمیت شناخته خواهد شد.

: ‏د روغتيا نړيوال سازمان په خپله ټويټر پاڼه ليکلي، د بریټانيا او امريکا په ګډون په ټوله نړۍ کې د پوليو ناروغۍ شته او په افغانستان کې د پوليو پر وړاندې مبارزه په ټوله نړۍ کې له دې ناروغۍ سره مبارزه ده.

: ‏ملګري ملتونه وايي، افغانان د اقلیم د ویجاړوونکو اټکلونو پر څنډه ولاړ دي او په دې برخه کې په افغانستان کې د اقلیم په اړه بیړني ټولیز اقدام ته اړتیا ده.

‏د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیال رامیز الاکبروف ویلي:  " دا زړه بوږنونکې ده چې ددغو اقلیمي ننګونو تر ټولو ډیر زیان عامو افغانانو ته رسیږي."

ملګرو ملتونو ویلي، افغانستان د اقلیم اړوند ګواښونو لپاره د نړۍ په کچه شپږم ډیر اغیزمن شوی هیواد دی.

: ‏واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور له مخې؛ امریکا په پټه د یوکراین پر مشرانو فشار راوړی چې روسیې سره د سولې خبرو بیا پیل کېدو ته چمتووالی وښيي او د خبرو اترو سره خپل مخالفت پای ته ورسوي.

‏دغه ورځپاڼې د ځینو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د امریکايي چارواکو دا هلې ځلې خبرو ته د یوکراین د هڅولو په هدف نه دي بلکې له یوکراین د نورو هېوادونو د ملاتړ د یقیني کولو لپاره یوه محاسبه شوې هڅه ده.

‏ورځپاڼې ویلي، له مسکو سره د سولې له خبرو د ولادیمیر زیلنسکي انکار او همداراز ددې خبرو لپاره د ولسمشر پوتین نه جدیت د اروپا، افریقا او لاتینې امریکا په ځینو برخو کې اندیښنې راپارولې دي. په دغو سیمو کې د خوراکي او سونتوکو پر بیو د جګړې اغیزې په کلکه احساسیږي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک