No-IMG

حکمتيار: الله تعالىٰ مو په خپل هېواد كي بشپړ او واقعى اسلامى نظام قائم كړي

د خطبې په پيل كي چي كوم آيت تلاوت شو؛ ترجمه ئې دا ده:

او له تاسو دي داسي يوه ډله (جوړه شوې) وي چي د خير په لوري بلنه وركوي، په معروف امر كوي او له منكر مخنيوى كوي او همدا دوى بريالي دي. او د هغو په څېر مه كېږئ چي په خپلو كي له هغه وروسته بېل بېل شول او اختلاف ئې وكړ چي څرگندي نښي ورته راغلې؛ او د همدغو لپاره ستر عذاب دئ.

يعني دين او ديني لارښوونو ته التزام او تمكين او په معروف امر او له منكر مخنيوى؛ ستاسو د يووالي ضامن دئ او له دين د انحراف په نتيجه كي له بدو پايلو، شديد اختلاف او له داخلي جگړو سره مخامخ كېږئ؛ داسي چي وطن به درته د اور كنده شي؛ نو په كار ده چي تاسو ټول په گډه داسي يوه ډله شئ چي كار ئې د خير په لوري بلنه، په معروف او غوره كارونو گمارنه او له كركجنو او منكرو كارونو مخنيوى وي؛ فلاح او بريا به د دغسي ډلي او امت په برخه كېږي.

په 105 آيت كي دا مهمه الهي لارښوونه مومو چي ښيي د امر بالمعرف او نهى عن المنكر په مهمي وجيبې كي اهمال او غفلت په اختلاف منتج كېږي، كه مسلمانانو دا دنده ترسره نه كړه، د ظالم مخه ئې ونه نيوله، د ظلم او فساد مقابله ئې ونكړه، د بدكارانو او مفسدينو مخنيوى ئې ونه كړ، د نېكانو او صالحانو په څنگ كي ونه درېدل، د حق پالونكو ملگرتيا ئې ونكړه، ښېگڼو ته د ودي وركولو په لار كي ئې خپل وخت او وس ونه لگاوو؛ نو د خلكو تر منځ وحدت او يووالى به له منځه ځي، ټولنه به متفرق كېږي، په خلكو كي به شديد اختلافات راولاړېږي او د الله عذاب به په ټولو راپرېوځي؛ او د قيامت په ورځ خو به حالت داسي وي چي ځيني مخونه به سپين وي او ځيني تور، تورمخي به هغه وي چي يا په خپله په گناه ككړ وو او يا ئې د دغو ككړو ملگرتيا كړې وه او د دوى له گناه ئې كركه نه درلوده او مخنيوى ئې نه كاوو، دوى ته به ويل كېږي: آيا له خپل ايمان وروسته كافر شوئ؟ نو دا عذاب د دې لپاره وڅكئ چي كافر كېدئ.

په دې روايت كي دا مطلب په دې توگه توضيح شوى

وَعَنْ حُذَيْفَةَ بْنِ الْيَمَانِ رضي اللَّه عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى اللَّهُ عليه وسلم: " وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ، لَتَأمُرُنَّ بِالْمَعْرُوفِ، وَلَتَنْهَوُنَّ عَنْ الْمُنْكَرِ، أَوْ لَيُوشِكَنَّ اللَّهُ أَنْ يَبْعَثَ عَلَيْكُمْ عِقَابًا مِنْهُ، ثُمَّ تَدْعُونَهُ فلَا يَسْتَجِيبُ لَكُمْ " رواه الترمذي وابن ماجه

له حذيفة بن اليمان رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: په هغه ذات قسم چي زما ژوند ئې په واك كي دئ؛ يا به هرو مرو په معروف امر كوئ او له منكر به مخنيوى كوئ او يا به الله تعالىٰ له خپل لوري داسي عذاب درباندي راولېږي چي بيا به دعاء ورته كوئ خو هغه به ئې نه قبلوي.

هيله او دعاء مو دا ده چي الله تعالىٰ افغانانو ته دا سعادت او توفيق ورپه برخه كړي چي په خپل هېواد كي بشپړ او واقعى اسلامى نظام قائم كړي؛ داسي نظام چي د ژوند په ټولو برخو كي مو اسلام حاكم وي؛ په كور، دفتر، بازار، ماركيټ، محاكمو او اداراتو كي؛ په سياست، اقتصاد، تجارت او پېر پلور كي؛ زعماء مو د صدر اسلام زعماءو ته ورته وي؛ خلك له دوى راضي او دوى له خلكو؛ خلكو ته وايي: كه تاسو موږ خپلو اشتباهاتو ته متوجه نه كړئ او په خپلو مشورو سره زموږ مرسته ونه كړئ؛ او موږ ورته غوږ نشو او وئې نه منو؛ نو نه په تاسو كي خير شته او نه په موږ كي. د داسي ورځي رارسېدو په هيله چي افغانان د ټولو ملي او بين المللي قضاياوو په اړه واحد دريځ او متفقه تگلاره ولري.

خدايه! افغانان، ټول اسلامي امت او د نړۍ ټول مظلومان او ستم ځپلي انسانان د ظالمانو او استعمارگرانو له شرارتونو وژغوره. آمين

سُبْحَانَكَ اللهُمَّ بِحَمْدِكَ نَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، نَسْتَغْفِرُكَ وَنَتُوبُ إِلَيْكَ

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک