No-IMG

حکمتيار: د اسلامي نړۍ دا دردناك وضعيت؛ ايران پر سعودي عربستان بريد ته چمتووالی نيسي

ښايي هغه نوى خبر به مو اورېدلى وي چي په همدې اونۍ كي د فوري او مهم خبر په توگه په رسنيو كي منعكس شو او وايي: رياض؛ واشنگټن ته داسي اسناد سپارلي چې ښيي ايران پر سعودي عربستان بريد ته چمتووالی نيسي. امريکايي رسنيو ويلي چې د سعودي له لوري امريکا ته سپارل شوي اسناد معتبر برېښي، له همدې کبله سيمه کې مېشتو امريکايي ځواكونو؛ د احتمالي بريد په ارتباط؛ د چمتووالي کچه لوړه کړې ده.

د اسلامي نړۍ دا دردناك وضعيت دئ؛ دوه په خپلو منځونو كي ښكر په ښكر شي او داسي درېيم ته پناه وړي چي همداسي ورځي ته منتظر دئ او د مسلمانانو خپل منځي نښتي ئې په گټه دي؛ د خپلو وسلو لپاره ماركيټ مومي او په جنگ كي د ښكېل هېوادو برخليك په لاس كي اخلي!! يو وهي او بل نيسي.

وروڼو خوېندو!

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي چې د افغانستان د سوله ييز راتلونکي لپاره د افغانانو تر منځ د خبرو ښه فرصت دئ؛ خو ټينگار کوي چې د خبرو څرنگوالی بايد د افغانانو له لوري وټاکل شي.

كه امريكا په رښتيا د داسي خبرو ملا تړ كوي او په يقيني توگه ئې په خپل مخكني سياست كي بدلون راوستى وي؛ نو موږ او د افغانانو اكثريت د داسي مذاكراتو ملاتړ كوو چي په بشپړه توگه بين الافغاني او د اغېزمنو لورو تر منځ وي، هدف ئې آزاد، خپلواك او له جگړو فارغ افغانستان وي، مهار او توجيه ئې د بهرنيانو لاس كي نه وي، اجندا ئې په خپله افغانان وټاكي او اساسي بندونه ئې هم داسي قضايا وي چي افغانانو ته د خپل برخليك ټاكلو حق او مجال په لاس وركوي؛ ښه دا ده چي دا مذاكرات په كابل كي وي؛ گمان مو دا دئ چي فقط همدا د ستونزو د حل يوازينۍ عملي او بريالۍ طرح ده.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک