حکمتيار: امريکا او اروپا په شاقه برخو كي د لږ معاش په بدل كي زموږ افغانان استخداموي
ځيني داسي انگېري يا داسي ئې انځوروي چي غرب د انساني عاطفې او ترحم له مخي؛ هر كال په لكونو هغو مهاجرينو ته پناه وركوي چي له نادارو آسيايي او افريقايي هېوادو دوى ته پناه وړي؛ اما يقيناً چي د دې موخه او هدف د دوى خپل اقتصادي گټي او ضرورتونه دي؛ نه عاطفه او زړه سوى؛ لكه چي په تېري اونۍ كي د کاناډا کډوالو وزير وويل: هېواد ئې له ۲۰۲۳ تر ۲۰۲۵ کال پوري نږدې ۱.۵ ميلیون هغه مهاجرين مني چي د کار کولو وړتيا ولري!!
يعني كاناډا كارگرانو، دهقانانو او نورو كسبه كارانو ته ضرورت لري؛ چي په شاقه برخو كي د لږ معاش او حقوقو په مقابل كي دوى ته كار وكړي؛ غواړي په كانونو او د معادنو استخراج كي، د شاړو زمكو او بېدياوو په سمسورولو كي، په ځنگلو كي، تعميراتي سختو كارونو كي؛ ترې استفاده وكړي؛ همغسي لكه چي په اتلسمي او نونسمي پېړۍ كي بريتانيا، فرانسې او نورو اروپايي هېوادونو افريقايي تورپوستي؛ په زنځيرونو تړلي انتقالول او شاقه كارونه ئې پرې كول؛ هم ئې د خپلو مستعمراتو ټولي شتمنۍ غارت كولې او هم ئې د دوى افرادي ځواك؛ دا اروپايي هېوادونه په دغو غارت شوو شتمنيو او د دغو اسيرانو په لاس آباد شوي.
كانادا وايي: په تېر يوه كال كي ئې 23500 افغانان انتقال كړي. همداسي امريكا 82000 او د ناټو نورو غړو په لسگونو زره هغه افغانان انتقال كړي چي په تېرو شلو كلونو كي په نظامي، استخباراتي، مطبوعاتي، اداري او نورو برخو كي د دوى په خدمت كي ول؛ اوس اورو چي له دوى ځيني اوكراين ته د جنگ لپاره لېږل شوي؛ غربي رسنۍ دا ادعاء هم كوي چي روسيې هم د دوى استخدامول پيل كړي او غواړي د اوكراين په جنگ كي ترې استفاده وكړي!!
نیویارک ټایمز وايي: گڼ شمېر افغان ترجمانان، موټر چلوونکي او نور تېر کال له افغانستان د امریکايي پوځیانو له وتلو سره هممهاله وایستل شول؛ د هغوی له منځه ۸۲ زره د امریکا متحدو ایالتونو ته راوستل شول.
